مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

راسئ دکوکناروسره دمبارزی يومعقوله لار پيداکړو.

حبیب الله غمخور
دايوه نيمه اونۍ پرله پسې په ډله ايزورسنيوکي داخبره دټولوپر ژبه ده چې بهرنيانودکوکنارودکښت اوهيروئينودتوليد پرخلاف دمبارزې په خاطر پدې ديارلس کاله کښي شاوخوا (( اوه ميليارده ډالره )) مصرف کړي .خوددې پرځاي چې ددې وژونکی بوټي دکښت نه زموږ بزگراوزميندار لاس په سر اوتوليد یې کم سي،مخ پر ډيرېدودی . همدا اوس هم پسله دومره مالي لگښت نه افغانستان دنړۍ لمړی هيواد دی چي هلته کوکنار ډيرکرل کيږي اوهېروئين ترېنه تولېديږي . جالبه ده ؟داپيسې پر کومه لار ولگېدې ؟ ولي هر کال ددې پيسودلگښت ارزونه اوحساب نه کېده؟ همدا نن داکتوبر ۲۳ مه داروپاپر وخت دشپې پر اوبجو دمخدره موادوپر خلاف دمبارزې دوزيرسره دطلوع نيوز يوه مرکه درلوده .مایې دايوه خبره واوريدل چې پدې دوهفتوکې ئي ټول سرپرست وزيران کوی ،يعنې ملامتی پر نورو اچوي اوځان له مسوليت نه خلاص بولي .هغه وويل ماډير پخوا ويلي وه چي دپيسو په لگښت دامسله نه حليږي دکوکنارو دکښت سره دمبارزې معقولي لاري بايد ولټول سی ،چې له بده مرگه ونه لټول سوې .دلته مي هغه متل راپيادسو وايي ((کونډه هم ژاړي ،رنډه هم اوناوې په ناورين ژاړې )). نړيوال چيغې وهی چې دميليارډو ډالرودلگښت سره دکوکنارو کښت مخ پر زياتېدودی ،په ځانگړې توگه هلمند او روزگان کي ،دا پداسي حال کي چې ترهمدا اوس دوي هلته پراته دي ،دولتی ادارې هم سرټکوی او دادی وزير صاحب که خداي کول دخپلې چوکۍ دپرېښودلوپه شپواو ورځوکي ددي بوټې دکرکيلي سره دمبارزې لپاره دنوی طرحي اوپروگرام وړانديزکوي ،بل لورته بياخلک وايي ،چي کوکنار ونۀ کرونوڅه وکړو؟ ډوډۍ اودژوند نوری اړتياوي له کومه پوره کړو ؟ پدې ورځوکي ماددغو څو ټکودليکلو لپاره په هلمند او روزگان کي يوشمېردوستانوته چي عام خلک دی دخپلو امکاناتونه په استفادې سره له هغوي نه د تليفون په مټ پوښتنه وکړه . دا اوه ميليارده ډالر چي ډيره برخه یې تاسو ته رسيدلې کفايت نه کوی چې بياهم کوکنارکرۍ؟ اوپه ټوله نړۍ کښي دهلمند او روزگان نوم بد دۍ؟ دې ټولوراته ويل کومی پيسې ؟ اوکومې مرستې ؟ موږ خاوري ندی ليدلې .داښاغلي دي ستاسره يوځاي راسي اوموږته دي راوښئ چي دوي کله زموږ سره مرسته کړې اوکله یې زموږ غوښتنو اوکرږو ته غوږ نيولی دی،داچي دوي ددي پيسو دلگښت خبري کوی ، دا ددوی کاردی موږ خوپه خبرنه يو .ته په سويدن کي ناست یې اوله هغه ځاي نه ددوي دتبليغاتوتر تاثيرلاندي راځې او موږ وته تليفونونه کوې چي ولي داسي اويا هاسي کوئ؟ داټولي پسې دوي خپله مصرف کړي ،موږ يو غيران ندی ليدلی اوهريوه په خندا ويلي ،اوه ميليارده ډالره ؟ موږ يو ډالر ندي ليدلی دوي دميليارډوډالرو خبري کوي . زه نه غواړم چي اوس ددولت چي په فساد کي ککړتياکي ئي هم نړۍ وال لمړۍ مقام لری وکيل سم .خوپر خپل ولس باور اوايمان لرم ، هغوي درواغ نه وايي اوداټوله افغانستان پدې يوه لسيزه کي چغې وهلې چې زموږ سره چامرسته نده کړې . ددې خپلو زوريدلو هيوادوالو دنظرپه اوريدوسره چې پري باوری يم .غواړم اوس رښتياهم له سويډن مالمو ښارنه دکوکناروپر خلاف دمبارزې دمعقولي لاري سنجو لوچې کوم بل بوټی ئي بديل کېداي سي دکرهڼې په برخه کې خپلو ددولتي چارواکو نه هيرسوو مسلکی کسانو ته مراجعه وکړم . همدا اوس داروپا په بازارونوکي يوازي زعفران چي ايرانيان یې دلته په سويدن کي خپله منی چې نورشيان هم ورسره گډوي خو دمثقال قيمت یې تر طلا لوړدی اوخلک یې رانيسي ،تود بازار لری ځکه گټورتوکی دۍ . هلمنداوروزگان ،همدا ډول ننگرهار ،کندز،بغلان اويوشمير نورو ولايتونه داسي ولايتونه دی چې هرډول بوټۍ پکښي کرل کيږي اوپوره حاصل ورکوی. هلته ميوه لرو نکې ونې سته اونوروباغونه هم جوړېداي سي،خوميوه یې دخرڅلاوبازار نلری . دولت لکه دافغانستان دټولو ولايتونو دمځکو اوباغونودحاصيلاتولپاره دکورنۍ اوبهرنی بازارله پيداکولوسره هيڅ ډول علاقه نده ښودلې اوداسي نوري لاری چاري سته چي خلک دکوکناردکشت پر چاي هغوته مخه کړی ،پدې شرط چې دولت ورسره په رشتيانۍ بڼه مرسته وکړی . په تکرار وايم زه دکرهنې په برخه کي هيڅ ډول معلومات نلرم ،خوپدې پوهيږم چې دمسلکی کسانونه پوښتنه وکړم ،که زعفران په ايران کي حاصل ورکوی ؟ نو فکرکوم په افغانستان کي به هم چي دايران ورته اوپه ډيرو سيمو کي ترهغه ښه اقليم لري حاصل ورکړی ؟ که ډاکتر صاحب اشرف غنی دې ټکې ته چي ډير زيات ملي اونړيوال سياسی او اقتصادی ارزښت لري جدی پاملرنه وکړی ،فکر کوم ملي گټه به یې دکابل بانک ترغلاسوو پېسو ډيره او په ملي کچه به هم داگټوره خبره وي .دکرهڼې په برخه کي بهرمېشتو افغان کدرونو اوهلته په افغانستان کي چي همدا اوس ژوند کوی ،خو متاسفانه دعجيبو اوغريبو ملحوظاتوله مخې یې چا ږغ او خبره نه اورېده په گډون يو علمی کنفرانس يا غونده جوړه اودهغوي نه دډاکتر اشرف غني لخواپه ټول افغانستان کي دکوکنارودبديل کښت درواجولوپه موخه دمسلکی مرستي ا و غوښتنه و سی ،پدې ډاډه يم چي داستونزه به بيله دېنه چي دچا سراويا لاس پري سي، حل اودهيواد داقتصاد لپاره به گټور گام پورته سوی وي . پدې هيله چې زما ددي نظر په اړوند مسلکی اودنظر خاوندان دفيسبوک په پاڼه کي دادخوښي له کليکې نه تير يوڅو ټکي خپل نظر وليکی ترڅو موږ وکولاي سو دا بهير غښتلی اودولتی مشرتابه ورته متوجه کړو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery