مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت د کابل ښار د روږدو درملنه کوي

احمد فیصل
د کابل له لارو کوڅو نه پر نشه یي توکو د روږدو کسانو ټولولو په اړه د وزیرانو شورا له پرېکړې وروسته د اړوندو ادارو مسوولینو دغه چاره پیل کړې ده او سلګونه روږدي کسان یې د درملنې مرکزونو ته بیولي دي. له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د ژمي له راتګ سره سم د ښار په لارو کوڅو کې د موجودو معتادانو ژوند له خطر سره مخامخ دی او وايي، اوس حکومت نه غواړي دغه کسان د واټونو څنګ ته یا تر پلونو لاندې پراته و اوسي. حکومت له دې مخکې هم ورته اقدامات کړي چې د روږدو کسانو په کنټرول کې ډېر بریالي نه وو. په کابل ښار کې د پل سوخته له لاندنۍ برخې تور لوګي پورته کېږي او په ظاهره داسې معلومیږي چې دلته شته کسانو خلو خځلو ته اور ورته کړی دی چې خپل نیمژواندي بدنونه تاوده کړي، خو حقیقتاً دا له ۱۲۰۰ ډېر پر نشه يي توکو روږدي کسان دي چې په دغه ډېران کې یې د ټولو مخکې د ژوند ډېوه په مړه کېدو ده او د ډېرو ورته پام هم نه اوړي. د کابل لارو کوڅو کې له یو نیمو زرو د ډېرو روږدو کسانو له ډلې دوه دریمه برخه یې د دې لپاره تر دغه پله لاندې یو ځای شوي چې هم له کورونو نه له شړل کېدو وروسته سرپناه ومومي، هم د ځان په برخه لیک نورو اخته کسانو ته نژدې و اوسي او هم مخدره توکي په اسانۍ ترلاسه کړي. خو دا داسې ځای دی چې نه په کې دوی کرار مومي او نه یې هم څوک غږ اوري. په دې وروستیو کې دې سیمې ته یو شمېر لوړپوړي چارواکي د دغو روږدو کسانو حال اخیستو ته راغلي وو چې په کې د نشه یي توکو ضد د مبارزې وزارت سرپرست دین محمد مبارز راشدي هم شامل و. دی وايي حکومت غواړي د روږدو کسانو اوسنی حال بدل کړي. خو ډېری روږدي کسان ډاډه نه دي چې ګواکې د حکومت اوسنۍ پرېکړه به د دوی حالت کې ډېر بدلون راولي. دوی د کار، عاید او یو مناسب ژوند غوښتنه کوي چې وايي وکولای شي له روږدیتوبه ځان وژغوري او خپله ویر ځپلې ماضي هېره کړي. د لارو کوڅو نشه یان د افغانستان د هغو روږدو کسانو د ډلې یوه برخه دي، چې شمېر یې له یو نیم میلیونه کسانو اوښتی دی او دغه ټول کسان د اویا میلیاردو ډالرو په ارزښت د مخدره موادو د کروندې او سوداګرۍ ښکا دي. په دې وروستیو کې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ارزونې ځانګړې ادارې (سیګار) ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د مخدره توکو پر ضد مبارزه کې اووه میلیارده ډالره لګښت راغلی خو وايي، په دغه هېواد کې د کوکنارو کرکېله ډېره شوې ده. په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې سرپرست وزیر وايي، ناامنۍ، فساد او د قانون نه پلي کېدل د مخدره توکو تولید کې د ډېروالي لاملونه دي. اوس په افغان ټولنه کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی، خو هغه زرګونه کسان چې هره ورځ د کابل په سوخته پله تګ راتګ کوي، پام یې تر پله لاندې پرتو معتادانو ته نه اوړي، ځکه د ډېرو په خیال دغه کسان اوس تر پله لاندې د پرتو خاورو خځلو یوه برخه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery