مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ولسمشر احمدزي سره د لیدنو کتنو؛ اصلونه او نزاکتونه

محمد زيرك

 

 د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو مسؤلینو ته په کار ده چي د ولسمشر حضور ته؛ حاضرېدونکو مراجعینو ته د ولسمشر سره تر لیدني مخكي د نوموړي د ځينو حساسيتونو په هكله لنډ معلومات وړاندي کړي. دا معلومات دي د انتظار په سالونونو کي، د څو دقیقوي ټرېنینګونو په بڼه ورکړه سي. یا دي په دې اړوند لیکلي لارښووني چمتو سي یا دي د غونډو په تالارونو کي په واضح ډول دا سپارښتني وځړول سي او یا دي هم تر دې پریوه بله موثره لاره فکر وسي.


د ولسمشر سره د غونډي په وخت كي د هغه د ناراضه كېدلو څو لاملونه:

۱- د سلام ادا كولو، خپل نوم او وظيفې ښوولو څخه علاوه د ځان په هكله ولسمشر ته زيات معلومات ورکول.

۲- د ٣ دقيقو څخه زياتي خبري كول.

۳- د اصلي موضوع څخه وتل.

۴- احساساتي خبري كول.

۵- په ډير كښته يا ډير لوړ آواز خبري كول.

۶- ډيري تيزي او ډير په ځنډ خبري كول.

۷- بې له حل لاري څخه تنها پر ستونزو ږغېدل.

۸- د معلوماتو نه درلودلو په صورت كي پر يوې موضوع ږغيدل.

۹- د ولسمشر د خبرو په منځ كي خبري كول يا د خبرو لپاره لاس پورته كول.

۱۰- د ولسمشر خبرو ته غوږ نه نيول.


مراجعینوته د ولسمشر په هکله معلومات، د مراجعینو لپاره د ولسمشر د سایکالوجي درک کول او د نوموړي سره د ملاقات اصول مراعاتول؛ څو لویي ګټي لري:

۱- د ولسمشر دځوريدني مخنيوى.

٢- د افغانستان په مختلفو دولتي او غير دولتي سكتورونوكي ډير علماء او روحانيون سته چي تجربې او نظرونه به يې د ولسمشر كارونه آسانه كـړي، دا چي د ولسمشر د غوسه كېدلو او نه كيدلو په رازونو نه پوهيږي نو د غوسې څخه د تيښتي په خاطر د ولسمشر سره د خبرو كولو لپاره زړه  نه ښه كوي؛ چي د یادو اصولو په مراعاتوسره به د دواړو لورو څخه خبره ترمیم سوې او د باور زمینه برابره سوې وي.

٣- د ولس باور پر ولسمشر او نوي دولت نور هم ډيريږي او د دولت او ولس تر منځ واټن له منځه ځي.

٤- ولسمشر ته دصحيح، پوره او لنډو معلوماتو په پايله كي حقایق روښانه كيږي.

٥- د ولسمشر د ګرانبیه وخت سپمېدل؛ چي دا په مجموع کي د ټول هیواد د ادارې او حکومتوالۍ د وخت سپمېدل او نورو چارو ته رسیدګي ده

 ٦- د منظمو او باثمره لیدنو کتنو فرهنګ رواجول چي دا به په خورا پراخه کچه صورت نیسي، ځکه چي د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي په وخت کي خوا اوشا پینځه لکو تنو د هغه سره لیدني کتني کړي وې؛ نو چي په لکونو هیوادوال مو د ملاقاتونو په داسي عالي اصلونو بلدیږي دا هم غنیمت لاسته راوړنه ده.

٧- د ولسمشر سره چي غونډه په ښه توگه پای ته ورسيږي پايله به يي مثبته وي.


ولسمشر پر ټولو گناهكارانو (مجرمينو) او بي گناه خلكو چي په مجلس كي پورتني ټكي په پام كي نه نيسي په غوسه كيږي نو خدای مكـړه داسي نه سي چي يو بې گناه شخص چي په مياشتو او كلونو يې انتظار ايستلى وي او آخر هم د ولسمشر سره په غونډه كي يي خبري په نيمه کي پاته سي يا ولسمشر په داسي څه ورته غوسه سي چي د وگړي وجدان يې اشتباه يا د غوسې لايق څه نه بولي او بالآخره پر نيمه پاته خبري يې په آرمان او آرمان په عُقده او كينه بدل سي. كله چي هغه بي گناه او پاك افغان چي په ډېره كوچنۍ سهوه ولسمشر ورته په غوسه سوى وي د غونډي د تالار يا كوټي څخه بهر سي نو گناهكار او مجرم لكه شيطان په لاره كي ورته ولاړ وي او د تازه او تودو احساساتو څخه يي گټه اخلي د آينده كمپاينر او په كلي كي د مبلغ په حيث يي جوړوي او ورته وايي چي: څنگه سو؟

    • ما نه درته ويل چي د مرغۍ او د انسان قاتلانو ته په يوه سترگه گوري؟

    • ما نه درته ويل چي د افغانستان دوست او دښمن نه پيژني؟

    • ما نه درته ويل چي داسي....او داسي......؟


 سردار محمد داؤد خان د خپلي ولسمشرۍ په وخت كي د ماسكو په يوه مجلس كي احساساتي سو چي افغانستان یې تر اوسه د احساساتو جبران نه دی کړی او لاهم د افغانانو،زحمتونه، عمرونه، سرونه او ارمانونه د هغه د احساساتو څخه د را پېښ سوي بحران زیانونه نه سي مهارولای.


داسي نه سي چي ددغه حساس ټکي څخه په ناوړه استفاده؛ خدای مكـړه بې گناه او گناهكاران، پوهان او ناپوهان یوځل بیا لاسونه سره يو كـړي او په گډه سره يوه لويه تاريخي غمیزه منځ ته راوړي. نو د خپلي دغي لیکني د راټولولو په اوږدو کي یو ځل بیا د ولسمشر ښاغلي احمدزي سره د لیدنو کتنو د اصلونو او نزاکتونو په هکله د ارګ د تشریفاتي چارواکو څخه هیله کوم چي دغه موضوع د هیواد د حیاتي ټکي په توګه تر تمرکز لاندي ونیسي او پر وخت تدابیر ورته ونیسي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery