مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د راتلونکو پارلماني ټاکنو ننګونې د ولسمشر غني په وړاندي!


پارلماني ټاکنو ته یواځي څو میاشتي وخت پاته ده د راتلونکي ۱۳۹۴ لمریز کال د ثور په میاشت کي د اوسنۍ پارلماني دوري وخت پاي ته رسیږي، او په همدي میاشت کې باید د پارلماني ټاکنو ورځ ځانګړي شي خو پارلماني ټاکنې به د ولسمشر غني په حکومت کې هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څیر بحراني ټاکنې وي او که نه،
دا چې د ولسمشر غني په وړاندي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي کومې ننګونې پرتي دي په لاندي څو ټکو کې یي خلاصه کوو:
1. د ولسمشر غني په وړاندي ستره ننګونه د ټاکنو په خپل وخت تر سره کول دي، له کله چې د ولسمشر کرزی په مشري نوي انتخابی حکومت جوړ شوي ده نو یوه دوره ټاکني هم په خپل وخت نه دي تر سره شوي هغه که دري دوري د ولسمشري ټاکني وي که پارلماني ټاکني او که د ولایتي شوراګانو ټاکنې، نو که ولسمشر غني دا ټاکني په خپل وخت تر سره کړي د نوي حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه به وګڼل شي ځکه چې یو خو به د خلکو باور په حکومت زیات شي او دوهم به د اوسنیو وکیلانو روانې ناندرۍ پاي ته ورسیږي او په ځاي به یې د ملت اصیل استازي معرفي شي.
2. دوهمه ننګونه چې د ولسمشر غني په وړاندي یې باید یادونه وشي هغه په ټاکنو کي د شفافیت راوستل دي چې شفافیت باید تش په شعار نه بلکه په واقعي معنی سره تامین شئ، او هڅه وشي تر څو د هیواد اکثریت چې په کلو او بانډو کي ژوند کوي په ټاکنو کې زمینه ورته برابره شي او زیمني امنیت یې خوندي شي، د دي لپاره چې ټاکنې رڼې او په شفافه توګه تر سره شي باید محلی حکومتونه (چې له والي، قوماندان او ولسوال څخه یادونه کولاي شو) په ټاکنو کې باید د دوئ د مداخلي مخنیوي وشي دي کار ته تش په نامه نه بلکې په جدي توګه باید پاملرنه وشي،
3. دریمه ننګونه نوماندانو ته د ټاکنیز کمپاین په وخت کې د امنیت نه شتون ده، دا چي اوس مهال اهل او په کار پوه کسان ټاکنو ته نه نوماندیږي، دلیل یې دا ده چي دوي خپلې طرحې د امنیت د نه شتون له امله کلیو او بانډو ته چې اکثریت نفوس لري او رایه یې په انتخاب کې حیاتي ارزښت لري نه شي وړاندي کولاي، دا چې خلک د نوماندانو له برنامو څخه خبر شي او د نوماندانو تر منځ توپیر وکړاي شي باید په ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت تامینولو ته جدي پاملرنه وشي.
4. څلورمه خبره د ټاکنو په مرکزي او ولایتي کمیسینونو او د شکایاتو د اوریدلو په مرکزي او ولایتي کمیسینونو کې د جدي اصلاحاتو را وستل او د اهل، مسلکي او په کارپوه کسانو ټاکل دي، ځکه چې تیرو ترخو تجربو ته په کتو هر ځل په ټاکنو کې کړکیچ د کمیسونونو د غړو له لاسه را منځ ته شوي ده،
شرایطو ته په کتو پارلماني ټاکنې له حیاتي ارزښت څخه برخمنې دي، ولسمشر غني او مسئول چارواکي باید دي ته جدي پاملرنه وکړي تر څو هغه ستونزي چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې یې له امله په اکثره ولایتونو کې جدي ستونزي جوړي شوي وي او د یوه لوي اکثریت حقوق تر پښو لاندي شوي وو چي مثال یې د غزني ولایت پارلماني ټاکنې ورکولاي شو، تکرار نه شي.
په درنښت


صفی الله سلطاني
که مو انځور لګاوه نو یو انځور به هم کاپي کړم:
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery