مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

آیا زما غوښتنو ته زما د ولسمشر پام شته یا هڅي په لیکنو ځان ستړی کوم؟

لیکوال: الفت مومند

د ټاکنو پیل د ځوانانو په فعال ګډون باندي وشو او نوی ولسمشر هم دا وینا وکړله چې راتلونکې کې به زه ځوانانو ته خپل حکومت کې ښه موقف ورپه برخه کوم، ځوانانو هم د ولسمشر دغه وینا پخلې وکړو او د ولسمشر دغه وینا یې وستایله او هیله من شول چې ډیر ژر به دوي د نوی حکومت راتګ سره په کارونو او دندو باندي وګمارل شي او دادي نوی حکومت نن په خپلو کارونو باندي پیل وکړو او نن یې خبره څلویښتۍ ته رسیږي خو اوس پوښتنه دلته پیدا کیږي چې آیا ځوانان خپلو هیلو ته ورسیدل که لا هم دوي باید ماتل شي نو ددي خبري اوسني پال دادي چې نن هم ځوانان د بی کارۍ نه سرټکوي او د بې کارۍ دلاسه حال یې  دي ته رارسیدلې چې خبره یې غلا او د مخالیفنو سره د یو ځای کیدو ته رسیدلې،  ولې؟ ولسمشر صیب ولې؟ تاخو موږ ته ویلې و چې زه به ډیر ژر ستاسو غم خورم آیا ستاسو غم خوړلو نه موخه دا وه چې موږ به دي حال باندی پریږدي نه هرګیز نه موږ ډیر هیله من یوتاسو په اړه موږ ډیر ښه او روښانه آند لرو خو هیله درنه کوو ولسمشر صیب موږ تاسو لپاره خپل سر او مال نه تیر شولو ته خپله ددي شاهد یې موږ ددي خبري په کولو تا باندي څه احسان نه کوو صرف دومره وایو چې موږ خپله دنده سرته ورسوله او نن یې پایله هم موږ مخ کې پرته ده دا سمه ده چې دي نږدي وختونو کې ستاسو سفرونه پیل شوی او مخه مو بهرنې هیوادونو لوري ته ده خو ولسمشر صیب هیله من یو چې ددي کارونو سره سره موږ هم د پامه ونه غورزوې ځکه تیر ولسمشر صیب د ځوانانو پنوم کلمه ښایې هیره کړي وه ځکه هیڅ داسي ځوان موږ ددي په حکومت کې ونه لیدو چې هغه د حکومت لوړو چارو مخ وړلو کې بوخت وي دلته زه تاسو نه یوه پوښته هم کوم چې ولسمشر صیب آیا افغانستان کې ځوانانو ته ددي حق نشته چې هغوي د حکومت چاري پرمخ یوسي په نورو هیوادونو کې خو ځوانانو ته خاصه پاملرنه کیږي او دوي د حکومتي چارو سره تل هم غږي وې آیا موږ د افغانستان ځوانان ددي وړتیا نه لرو چې دغه لړ کې تراوسه موږ ته  ونډه نه راکول کیږي پدي هیله چې ددي سوال ځواب موږ ځوانانو ته زموږ نوی ولسمشر صیب په وریند تندي باندي راکړي، بله اړینه خبره داده چې د هیواد ولایتونو ځوانان تاسو صرف د راډیو او تلویزیون له لاري بدرګه کوی آیا دا ځل به تاسو دوي سره د نږدي نه وګوري آیا دا ځل به دوي ته ددوي په ولایتونو کې دوي د واک او پوهي څښتن کړي دا هغه څه دي ولسمشر صیب چې نن یې زه او زما پشان نور ځوانان تاسو نه غواړو پدي هیله چې د هیواد دغه نوی حکومت چې رامنځ ته شوی دا ځل د ټولني اساسي ځواک پکار اچولو کې خپل اساسي رول ولوبوي او د تیر واکمن دغه تشه چې تراوسه پوري په خپل حال باندي قرار لري ډکه کړي، ځوانانو لپاره چې تیر حکومت کوم فرصتونه برابر کړي و هغه خو ماته ندي معلوم خو دومره ویلې شم چې د ځوانانو پنوم ډیري پیسي دغه هیواد ته راغلې او په مړه خېټه د ځوانانو چارو ریاست او نورو اړونده کسانو لخوا خپلو جیبونو ته وغورزیدلې دا چې دا ځل به دغه لړ کې څومره کار وشي دا به وګورو خو دا ځل هیله من یو نوی ولسمشر داسي وړ کسان دغه لړ کې وګماري چې هغوي د ځوانانو اړتیاو او وړتیاو نه ښه خبر وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery