مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني د چین د پارلمان له رييس سره وکتل

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني احمدزي، چې چین ته په څلور ورځني سفر تللی دی پرون د دغه هېواد د پارلمان له رييس سره وکتل. د چین د ملي- ولسي کانګریس رييس ژانګ دیجینګ یو بل ته درناوی او یو شان چلن چې دواړو هیوادونو د یو بل په وړاندې ښودلی دی، وستایه. ده وویل، چین د افغانستان د بیارغونې ملاتړ کوي او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی. ژانګ وویل، ملي ولسی کانګریس به، چې د چین تر ټولو لوړه مقننه جرګه ده، د افغانستان له ملي شورا سره ګډې هڅې وکړي څو د دوو هیوادونو ترمنځ د قانون جوړونې او خلکو ته د سوله ییزې بیارغونې د خدماتو په وړاندې کولو کې د تجربو شریکول زیات شي. ژانګ همداراز له دواړو هیوادونو وغوښتل چې د چین او افغانستان ترمنځ د همکاریو ستراتیژیک مشارکت لوړ حد ته ورسوي. په دې کتنه کې ولسمشر غني ویلي فغانستان له چین سره اوږدمهالې او غښتلې ستراتیژیکې همکارۍ ته ژمن دی. ده ویلي هیواد یې غواړي چې له چین سره دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ د امنیت، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې پیاوړي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery