مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بې چاره او غریب ته په ځانمرګي ویل کیږي

 


سحرګل سحر
که موږ اوتاسي وګورو په هرځای کښي چي غریب په مخه راسي  داسي احساس کوؤ چي بس همدغه دی چي ژوند به مي واخلي که دچالږ زړې جامې په تن وي دهغه څخه ځان لري ساتوکه موموټر ته لږ رانږدې سي داهم ورته وایو چي څه کوې ځان خوبه نه راباندي پټاووې خوهغه بې چاره اوغریب کس به له خپلي غریبۍ او مجبورۍ له وجهي داسي زړې جامې اغوستي وي د خپلي غریبۍله وجهي به یې زړه او څیري لنګوټه پرسروي زاړه ګوټونه به یې دنه پیسوڅخه په پښووي خوداټول هغه څه دي چي له غریبه څخه ځانمرګی جوړه وي خوپه اصل کښي ځانمرګی داسي نه وي زموږ او ستاسي فکرونو له دغه بې چاره اوغریب څخه ځانمرګی جوړ کړی دی او نه هم ځانمرګی په داسي لباس او جامه کښي تاته راځيهغه چي ځان وژنه کوي نو په داډول جامو یا دغریب په فېشن کښي خویې نه کوي تاسي وګورئ څومره ډېر ځان وژونکي خپل هدف ته ځانرسوي خوډېر کم ددولت لاس ته ورځي چي ښه مثال یې څوورځي مخکي دکابل په ښارکښي دکابل امنیې قوماندانۍ ته ننوتلی وو که تاسي چیري پر ټلوېزونونو باندي دهغه ځانمرګي عکاسي لیدلې ويڅومره په ښه فېشن کښي امنیې قوماندانۍ ته راسي لوکسه درېشي یې اغوستې وه دسر ورېښتیان یې چپه ږمونزکړي وه نوي او فالش ګوټونه یې په پښو وه څوکتابه یې هم په بغل کښي له ځان سره راخیستي وه تابه ویل چي کوم وزیر او یا هم کوم لوړپوړی دولتي شخص دی خوده په ځان پسي د درېشۍ لاندي بمونه تړلي وه قومندانۍ ته ننوتی او خپل هدف ته یې ځان ورسوی(ځان وژنه یې وکړه) ځکه په غریبو جاموکښي خویې دی قوماندانۍ ته نه پرېښودلینوپه هرځای کښي داسي سوي دي اوهم داسي کیږي غریب خلک ځان وژني نه کوي داپلانونه، داطرحي او داکارونه داسي لوکس چي ګرځي داخلک یې کوي نوراسی چي دخپلوبې وزلو، بې چاره او غریبو خلکو ډېرخیال وساتو څه دی چي غریب دی ددې خاوري خودی،افغان خودی زمااوستارنګه انسان دی زه اوته باید ورته دکار، دتعلیم او دښه ژوند زمینه ورته برابره کړو نه داچي تحدید یې کړو. له حوصلې موپه منني

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery