مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

کابل کې د ډله یزځانمرګي په پایله کې دری بریدګر وژل شوي

سید سلام
په کابل ښار کې د شوي ډله یز برید په ترڅ کې دری بریدکوونکي وژل شوي اویو نیپالی وګړی ژوبل دی .دغه ډله ییز برید، د ماخوستن په شاوخوا اوه نیمو بجو د کابل ښار د وزیر اکبرخان ساحې پنځلسم سړ ک کې وشو. د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند حشمت وايي چې بریدګر درې تنه وواو د وزیر اکبر خان په پنځلسم سړک کې یې د ( ای ار ډی) په نامه پر یوې بهرنۍ موسسې یې ډله ییز برید وکړ.هغه زیاته کړه، چې یو تن یې په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړه او دوه نور یې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول،چې په ځوابي ډزو کې ووژل شول.دده په خبره په برید کې د دغه دفتر یو نیپالی ساتونکی هم ټپي شوی دی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery