مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

جنګ د جواص غاړی ته راغی!

وینا ده چی وایی څوک چی ځان ونه پیژنی نو خدای پاک نه شی پیژندلی. راځی چی د همدغی وینا پر بنسټ ځانونه وپیژنو تر څو وکولای شو چی الله ج وپیژندلای شو.د ټولو افغانانو پیژندګلوی د افغان د کلمی پر بیسټ کیږی او دا د افغان کلمه پر کوم مشخص قوم او قبیله پوری نه ده محدوده بلکی  د ټولو افغانانو شریک ، لوی او ملی ارزښت دی پر  ټولو افغانانو تړلی ده. پر دغه د افغان کلمه باندی هر ډول معامله ملی خیانت دی، باید دا ملی خیانت موږ ونه کړو. نو موږ په کلکه عواړو چی په پیژندپاڼه کی  د  د افغان کلمه ولیکل شی .نه لیکل به یی د افغانستان لپاره ښی پیلی ونه لری، هغه دا چی افغانستان به تجزیی ته یوسی.
د هر انسان پیژندنه د هم هغه انسان له نوم ، پلار نوم او تحلص، ملیت او ملت له مخی کیږی. کله که موږ همدغه پړاونه تیر کړل بیا نو زموږ پیژندګلوی په داخل او جارج د افغانستان کی کیدلای شی ، ګنی پیژندګلوی به مو نیمګړی وی.د مثال په توګه:
نوم: احمد
 پلار نوم یا تخلص :  محمود
ملیت(قوم): قزلباش
ملت : افغان
نو که د پورتنی ترتیب له مخی یو د پیژندګلوی توکی یی نیمګړی اوسی  زموږ پیژندنه به هم په ترتیب سره د جغرافیی له مخی  نیمګړی وی مثلآ که دوه تنه د  احمد په نوم يه یو محله یا کلی کی اوسی نو ډیر کم امکان د ولری چی د دواړو د پلار نومونه د هم  محمود اوسی نو په  همدغه کوچنۍ جغرافیه یعنی  کلی کی موږ کولای شو چی  احمد وپیژندل شی.یعنی احمد د محمود زوی.
ورپسی که موږ په مختلفو قومونو کی د احمد په نوم کسان لرو نو بیا قوم ورسره ذکر کوو. مثلآ  کوم احمد؟ هغه د محمود زوی. کوم د محمود زوی؟ هغه قزلباش د محمود زوی احمد نو پدی اساس احمد د ولایت یا هیواد په سویه هم وپیژندل شو. یعنی احمد د محمود زوی چی په فوم قزلباش دی. ځکه احمد  نوم  د افغانستان په ټولو قومونو کی شته.
احمد د محمود زوی   چی په قوم قزلباش دی  لاړ ایران ته تر څو خبل ماشومان له غربته وساتی او په خیټه یی ماړه کړی نو ایران ته مسافر شو. په ایران کی  د احمد د پیژندګلوی اړتیا پیدا شو.  کدام احمد؟ اوس نو تر قزالباشه پوری کفایت نه کوی ملت ته اړتیا ده . ځکه په ایران کی   قزالباشان  هم اوسږی نو اوس موږ ته د  احمد پیژندنه  تر قزلباش پوری کافی یا پوره نده باید وویل شی چی افغان احمد یعنی احمد د محمود زوی قزالباش افغان.
اوس نو د احمد پیژندنه د افغانستان او له افغانستان څخه بهر کی  تکمیله شوه احمد په پوره ډول وپیژندل شو.پدی کی که هر څوک دلایل لری نو د نړیوالی محکمی دروازی چی د هالنډ د هاګ په ښار کی موقیعیت لری مراجعه د وکړی.
اوس به راشو دي ته چی دا د افغان په نوم شخړه  چا؟ او د کومو اهدافو لپاره راپورته کړی ده؟ همدارنګه  زموږ افغانانو لپاره څه کول پکار دی؟ تر څو دا ساری ناروغی له منځه یوسو،  خدای پاک  د نه کړی چی موږ ټول افغانان نیست او نابود نه کړی.
د افغان د کلمی پر سر شخړه ایران او یو تعداد پر ایران خرڅ شویو اشخاصو او افرادو راپورته کړی او نهایی هدف یی د افغانستان د تاریخ، کلتور او ژبو  له منځه وړل دی همدارنګه ایران عواړی چی افغانستان لوړمړۍ پر قومونو وویشی او او بیا یی ټوټه ټوټه کړی تر څو په راتلونکی کی  یو ټوټه د خپل ځان کړی. نو پدی خاطر چی د افغانستان قومونه وروڼه څوک سره بیل نه کړی او افغانستان ټوټه یا تجزیه نه شی پکار ده چی د افغان کلمه د ټولو افغانانو وروڼو تر منځ د یوالی سمبول پاتی شی چی په حقیقت کی هم یو ګد او ملی ارزښت دی. موږ بل داسی لوی ارزښت چی د ټول د یو ډول شریک وی نه لرو. د مثال په توګه موږ ټول افغانان  پر یو ژبه خبری نه کوو ډیری ژبی لرو ، همدا رنګه موږ ټول افغانان پر یو مذهب یا دین باندی نه یو چی پر هغه واړه سره راټول شو  نو پدی خاطر چی د افغان کلمه موږ ټول افغانان سره یو ځای ته کوی او موږ ټول افغانانو ته د یوالی او ملی وحدت سمبول کیدلای شی، د ملی وحدت د سمبول په بڼه وساتو. نو که افغان چارواکی او افغان ولس رښتیا هم د ملی یوالی هسی په خوله ډنډوری نه وهی او په عمل کی یی هم عواړی  نو را ولاړ دی شی د افغان کلمه د لکه چی ملی او ګډ ارزښت دی، ارزښت ورکړی.
 که د افغان کلمه د یوه لوی  ملی ارزښت په ډول  افغانان ونه منی او قبوله یی نه کړی دا به د افغانستان د جنازی په معنی وی او دا به د افغانستان د ټوټه یا تجزی کولو په معنی وی.ځکه په هغه صورت کی چی تول د یو افغان ملت له لوی دایری څخه راښکته  کوو او د ملیتونو ( قومونو) په  کوچنیو  دایرو کی  په مختلفو نومونو ویشل کیږوی د افغانستان تجزیی ته پخپله لاره اوارول دی. نو که هر څوک دا کار کوی دا لوی او نه بښونکی ملی خیانت دی باید په هر دول چی وی مخه یی ونیول شی.
لڼډی تکمیلوم:
جنګ د جواص عاړی ته راغی
وړکی منګولی لږوی افغان ګټینه
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/دسمبر/۶  


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery