مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په ملي مسئلو کې پوره غور اړین دئ‎

محمد عارف رسولي‎


افغانستان یو بیوزله او شخړو وهلئ هیواد دئ او ځکه نو حکومتولي کمزورې، د قانون حاکمیت ټکنئ، خپل سري زیاته، دملت زیات خلک نالوستي، بیوزله او سیاسي شعور او ويښتیا یې ډېره لوړه نده. سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، رسنۍ، مسلکي ټولنې او په تیره بیا دولتی نهادونه کمزوري او ټولنیز فعالیتونه، پرمختیایي او اقتصادي کارونه یې کمرنګه دي. زموږ په هیواد کې د ټولنیزو مسئلو او ستونزو د ارزونې او تحلیل توان کم دئ، د ټولنیزو بدلونونو او تغیراتو په هکله ډېرسیاستوالان سم نه دي خبر، ډېر مشران د خپلوخلکو په غوښتنو ځان نه خبروي او یوازې په ګمان او ظن باندې تکیه کوي. دوي که هرڅومره له خپلو خلکو او دهغوي له غوښتنو بیخبره دي خو له هغوي تر قیامته د اطاعت تمه لري. همدارنګه په خواشینۍ سره که دوي هرڅومره د شورايي نظام یا دموکراتیکو اصلو دلرلو دعوا کوي خو په اصل کې نه ورباندې باور لري، نه یې پلي کړي دي، نه ورڅخه کومه تمه کیږي او نه ورباندې سم پوهیږي.
زموږ په تیر تاریخ کې ټولو ولیدل چې ډېرو ډلو داسې فکر کاوه، هڅې یې وکړې، ښه زور یې و ازمویه چې سیاسي قدرت تر لاسه کړي او باور یې درلود چې بیایې څوک نشي ورڅخه اخیستلئ. دا خبره کیدئ شي پخوا یو څه سمه وه خو د څو وروستیو لسیزو بدلونونوداسې حالت راوستلئ دئ چې دا اوس بیخي ممکنه نده. نن په نړۍ کې سیاسي ګوندونه د ریښتیني پرمختیایي مدني خوځښت په پروسه کې، خلکو ته د خدمت او چوپړ له لارې، د علومو خورولو، ملي اجماع راوستلو او دخلکو د ژوند ښه کولو له لارې په خپلو ټولنو کې ځانونو ته ځاي او رول لټوي. خو زموږ په ټولنه او هیواد کې کوم ګوند نه کوم رغنده لید لورئ، نه ورسره کومې اړونده موخې او پروګرامونه لري چې په مټ یې دخپلو خلکو او هیواد د پرمختګ لپاریوه پرمختیایي پروسه رامنځته کړي او هیواد له دې تورتم څخه وباسي. ترټولو ستره غمیزه داده چې د دې په کمښت څوک نه پوهیږی او ان ورباندې باور نلري.
د انساني او ټولنیزو ناروغیو پرتله
 موږ ټولو ته مالومه ده چې د وړتیا لرونکي ډاکټران د ښه علمیت او ښې تجربې سره سره بیا د ناروغۍ تشخیص تر ښو څیړنو، دناروغ په تیر حالت د ځان ترپوه کولو، لابراتواري معاینو او حتي د اړونده نورو کارپوه داکټرانو له نظر اوریدو وروسته په احتیاط سره تداوي پیلوي او دوا تجویز کوي. ترڅو چې یې له تداوۍ څخه ښه پایله نه وي اخیستې خپل شک او څیړنې ته دوام ورکوي. پوه او تجربه لرونکي خلک چې یوډاکتر ته یو وارې ورشي نو که بیځایه ډېره دوا یې ورکړه، ښه تشخیص یې ونکړ، او یا يې روغتیا ښه نشوه نو په ډاکتر باور له لاسه ورکوي او بل ډاکتر ته ځي. ما یوځل په هندوستان کې د غوږ تداوي کوله او د غوږ اله چې له اوریدو سره مرسته وکړي پکار وه. معالج ډاکټراو یوه همکار یې په مرموزه توګه یو بل ته کتل او ماته یې د خپل دوکان یوه اله وړاندیز کوله زه ورباندې شکي شوم او ورڅخه مې وانخیستله. دلته د هغه ډاکټر د ګټو تضاد زما له ګټو سره په ټکر کې وې نو ما ورڅخه ډډه وکړه. زه فکر کوم هرڅوک که ېې فکر ورسیږي همداسې به وکړي.
د ارزونې دا میتود په ټولنیزو مسئلو کې کې هم اړین دئ. همدارنګه، ټولنیزې ستونزې او د لاملونو پیژندل یې، او ورته د حل لارې موندل بیا نور هم پیچلې کار دئ او زیاته پوهه او تجربه، رهبري او هوښتیارتیا غواړي. که د انسانی ناروغیو د تشخیص لپاره موږ د ډاکټر په وړتیا، د ناروغ سره د ګټو تضاد، ریښتینولۍ او په نورو غور کوو او خپل شک ورباندې باسو نو ولې په ټولنیزو ستونزو، په ملي او دیني مسئلو کې د هغو پردو سیاستوالو خبرو ته غوږ کیږدو چې دهغوي ګټې زموږ سره تضاد ولري، تقوا نلري او دوه مخي انسانان وي.
له داخلي سیاستوالانو څخه هم په کلکه باید وغواړو چې ریښتیني اوسي اود غوره ټولنیزو پوهانو په مرسته باید زموږ په ګډو ستونزو ځان پوه کړي، ډېرو خلکو ته قناعت ورکړي، سوچ یې بدل کړي، ټولنیزې شخړې حل کړي او د ګډو سوچونو او ګډ کار لپاره شرایط برابر کړي او ملي اجماع راولي. که موږ د ټولنیزو ستونزو په سمه پیژندنه کې بیغوري وکړو، د ریښتینو، تجربه لرونکو، او پاکو خلکو په مشورو عمل ونکړو نو د ټولنې حالت، شخړې، بیلوالئ، د پردو لاس وهنه او بیوزلی به مو تلپاته وي.
په خواشینۍ سره زموږ د ټولنې په شمول د وروسته پاته ټولنو ځینې خلک په مهمو ملي مسئلو کې د ریښتینو، ازمویل شوو، بې پرې مجربو عالمانو او سیاستوالو او تاریخ پوهانو نظر ته کم ګوري. خو دهغو پردو دوه مخو سیاستوالو او بهرنیو ګټو لپاره له یو بل سره لاس په ګریوان دي او خپل اخرت او د هیواد راتلونکي ته نه ګوري.
پایلې
1. موږ باید په خپله ټولنه کې د ټولنیزو مسئلو او ستونزو د ارزونې او تحلیل توان زیات کړو او دعامو خلکو ته او په تیره بیا سیاستوالو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو او دیني عالمانو له یو بل سره په ګډ کار، یو بل زغملو او د یوه ملي لید لوري په رامنځته کیدو زیاته پانګونه وکړو.
2. د ملي مسئلو او ستونزو د حل لارو موندلو لپاره پوره غور، څیړنو، مشورو او ټولنیزه او ملي اجماع اړینه ده او دا د هرچا لپاره ښې پایلې لري.
3. د هیواد ملي ستونزو ته د کوم پردي هیواد د غرض لرونکو او دوه مخو خلکو له عینکو او نظره ونه ګورو ځکه ډېره ممکنه ده چې دهغوي ګټې زموږ د ګټو سره په ټکر کې وي. په دې کې یوازې دخپلو ریښتینو پوهانو او عالمانو خبره ومنو.
4. پوه شو چې نن د هیواد په سیاست کې د کوم ګوند او یا سیاسي مفکورې د بریا ښه لاره یوازې او یوازې ټولو خلکو ته د خدمت کولو او دعوت له لارې د ښو پروګرامونو په لرلو سره ممکنه ده او بس.
5. اړینه ده چې هرڅوک پوه شي چې د ملک د ښیرازۍ، لپاره د غوره نظام راوستو لپاره د ملي اجماع او سولې تر راوستو سیي لاره نشته او که څوک د زور لاره غوره کوي نو اخر یې خواري او ذلت او نورو ته اړتیا ده.

دیوه سرلوړي، هوسا او خپلواک افغانستان په هیله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery