دخپریدو نیټه : 2014-12-19 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
جرمني افغانستان ته ۸۵۰پوځیان لیږي
سید سلام
د جرمني د پارلمان غړیو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د ۸۵۰ جرمني پوځیانو لېږل تصویب کړل. د دوی دا ماموریت به راتلونکې اوونۍ پیل شي.د جرمني د پارلمان ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ د ۱۰۲ مخالفو رایو په وړاندې په ۴۷۳ موافقو رایو دا ماموریت په داسي حال کې تصویب کړ چې د جرګې ۱۸ غړي حاضر نه ول.جرمني تر یو کال پخوا پوري په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره سرتېري لرل خو اوس په افغانستان کې د جرمني پوځیانو شمېر ۱۱۸۳ دی چې دا هم په راتلونکو دوو اوونیو کې خپل هیواد ته ځي.