دخپریدو نیټه : 2014-12-19 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ظاهر طنین :افغانستان یوه نوي پړاو ته داخلیږي
سید سلام
د ملګرو ملتونو امنیت شورایوې غونډې ته د وینا په وخت په دغه سازمان کې دافغانستان سفیر ظاهر طنین په افغانستان کې د ملگرو ملتو د رول ستاینه وکړه او وې ویل چې افغانستان کې د نړیوالو قواو دیارلس کلن حضور هم د ملگرو ملتو د پریکړې په اساس ممکن شویدی.پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه خپله خاصه غونډه درلوده چې مشري ېې د چاډ د هیواد په غاړه وه. دې غونډې ته د وینا په وخت پرمهال ظاهر طنین د ملگرو ملتو لخوا د امریکا په مشرۍ د ناټو قواو ته دیو بل کال دپاره افغانستان کې ماموریت ترسره کولو د اجازې ورکولو څخه هم مننه وکړه او وې ویل چې دا د افغانستان دپاره د یو نوي دور پیل دی.د ملگرو ملتو امنیت شورا په تیرو ورځو کې د امریکا په مشرۍ د ناټو قواو ته د یو کال دپاره اجازه ورکړه چې هلته د افغانستان د پوځ په روزونه او نورو چارو کې د مرستې دپاره پاتې شي