مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-03-24   مخپرونکئ : خليل الله سروري

مفكر ليكوال، فرهنګي او ټولنيزه څېره

عبدالاحمدمحمديار/كندهار

عبدالاحمدمحمديار/كندهار

مفكر ليكوال، فرهنګي او ټولنيزه څېره كانديد اكاډمېسن محمدصديق روهي(۱۳۱۳_۱۳۷۵)

د رواني هجري لمريزي پېړۍ د دريمي لسيزي په وروستيو او د څلورمي په بهير كي د افغانستان په فرهنګي كړيو كي ځيني داسي ليكوال پيدا شول چي هر يوه يې لوړي زدكړي درلودې، هم مفكوره ورسره وه او د نوي پرمختللي نړۍ له آثارو او افكارو سره د آشنايي لېوالتيا هم ورسره وه، باندنۍ ژبي يې زده وې، د خپل هيواد پر دوو عمده ژبو د پښتو او دري برلاسي وو.

دوى چي په پښتو ليك لاس پوري كړ نو يې هڅه دا وه چي پښتو ليكني او څېړني له دوديز روش څخه راووزي، نوې بڼه پيدا كړي او لږ تر لږه د نوي زمان غوښتني منعكس كړي په پښتو او دري ليكني او څېړني له نوو او پرمختللو روشونو سره آشنا شي.

دا ډول ليكوال چي په دې مفكوره ميدان ته راغلل، په دوى كي ډېر كسان شامل دي، خو يو له دغو ډېرو څخه ارواښاد كانديد اكاډمېسن محمدصديق روهي دى.(د زلمي هيوادمل، د استاد روهي ياد، ۱۶مخ)

د دغه نامه په اړه په استاد روهي ياد كي علامه رشاد بابا ليكلي دي:

صديق د (صاد په زور) د دوست او مخلص معنا لري او كه صديق د (صاد په زېر او د دال په زېر او شد) ولوستل شي، نو بيا د راستكاره او صادق معنا ترې اخيستل كېږي.

(روه) په سنسكريت ژبه كي لوړي، لوړي خوا، مخ پر لوړي ته ويل كېده، خو ځيني وايي ((روه)) د غره معنا لري، روهي. روهيله او روهيل كنډ له دغي ريښې دي، په ارواښاد صديق روهي كي د صديق صداصت او د ((روه)) متانت شته و، له عزت نفس سره يې بې پروايي نه كوله)). (د ارواښاد روهي شخصيت او ليكوالي، اكاډمېسن پوهاند رشاد، د استاد روهي ياد، ۲۵  مخ).

استاد حبيب الله رفېع ليكي:                                                                                                 

روح يې د (روه) په روحپروره غېږ كي غزوني كړي وې، جسم يې د ((روه)) د درنو غرونو په لمنه كي خاړپوڅي كړي وي، سترګو يې د ((روه)) د آسمان څكو، څوكو له سرونو د نظرونو لوړ پروازونه زده كړي وو، ژبي يې له پښتنې مور نه پښتو زده كړې وه، مغز يې له پښتون نغزي نه د پښتونولۍ فلسفه اخيستې وه او بدن يې له درنو غرونو نه د درنښت او عظمت درسونه.

روهي صاحب د علم له لوى دولت سره د حلم درنه پانګه هم ترلاسه كړې وه، د غرور، فضل فروشۍ، خودخواهۍ او تفوق طلبۍ له ناوړو ناروغيو پاك و، له لويو او وړو سره يې په صميميت او مينه راشه درشه كوله، له زېردستانو سره يې رفيقانه رويه درلوده، له فكري استبداد سره مخالف و، مشوره يې په هر كار كي لازمه بلله او ملي ګټي ورته ترهرڅه وړاندي وې.

ده په وچي كتابي مطالعه بسنه نه كوله، بلكي د ټولني ويړ كتاب يې هم ورسره ولوست او داسي څه يې وړاندي كړل چي د ټولني درد پرې دوا كېږي.

ده د ژوند ترپايه خپله علمي ذخيره د خپل ملي فرهنګ د خدمت لپاره په كار واچوله او داسي آثار ځني راپاته شول چي تل به د هيواد د ځوانانو په وړاندي د نور څلى وي او د ((روه)) په تورو غرونو كي به د علم وړانګي خپروي او دا تيارې به رڼا كوي.

د روهي صاحب له يادولو سره د سړي سترګو ته هغه دروند انسان مجسم شي چي زړه يې له ميني، مينه يې له حلمه او مغز يې له علمه ډك و، د روهي صاحب له نامه اخيستلو سره د سړي په مخ كي هغه لوى پښتون ودرېږي چي: له خپل پردي، ليري او نيژدې، لوى او واړه سره يې په ورين تندي، متبسمو شونډو او خندانه څېره روغبړ كاوه او هيچا ته هم پردى نه و.

د روهي صاحب علم او پوهه د انسانيت د ودي او د افغانيت د خدمت لپاره وقف وو.

روهي صاحب د ښووني او روزني نړيواله علمي او پرمختللې فلسفه ښه پخه كړې وه، نوي نړيوال علمي ميتودونه يې په خپل مغز كي ښه جذب كړي وو، خو لكه څنګه چي د شاتو مچۍ د ګلونو له شيرې څخه شات جوړوي، ده هم د علم د نړيوال بڼ ټول ګلونه د افغاني ځوان نسل د علمي ودي او د روزني لپاره په كارول او د افغاني فرهنګ د خدمت په رنګ يې رنګول. ده ډېر وخت تېراوه چي د علم د نړيوالو ګلونو شيره د افغاني فرهنګ په شاتو واړوي نو ځكه يې ليكل لږ كول، خو پاخه، درانه او په تول پوره.

همدا سبب و چي د ده هره ليكنه نه يوازي دا چي د ژبي او ليك يوه معياري نمونه وه، بلكي د يوې موضوع د څېړني د ميتودونو لارښوده هم وه، افغاني ځوانانو ته يې هم علم ورښوده او هم د هغه علم د څېړني لاري او چاري.

. . . . د ده ټول آثار د څېړني لارښووني او ځوانانو ته د ادبي بحثونو، كلتوري معلوماتو، علمي او عملي نقد د موضاتو ترڅنګ د دې ډول ليكنو ليكل او پخول هم قدم په قدم ورښيي، دوى تر لاس نيسي او د څېړني د نړۍ ګوټ_ګوټ ته يې رسوي. (حبيب الله رفېع، د روهي ياد، د استاد روهي ياد، ۳۲_۳۶ مخونه)

علامه رشاد بابا هم د ده د پوهي او وړتوب په اړه ليكي:

((ارواښاد صديق روهي تقريباً څلوېښت كاله په ليكنه، څېړنه، او تاليف بوخت و او څو داسي آثره ترې پاتي دي چي د پښتو څېړونكو ښه په درد خوري، د ده د ليكوالۍ ځانګړتياوي دا دي:

په څېړنو كي يې نوښت او دقت و، په خپلو ليكنو كي يې له ابتذاله ځان ساته، اطناب يې نه و خوښ او تحقيق يې تر سر نه تېراوه، د ليك ژبه يې سليسه وه، تعسف يې په وينا كي نه ليدل كېده، پر نقد باندي بحثونه يې ارزښتمن او ګټور دي)). (د اكاډمېسن پوهاند رشاد پورته اخځ ۲۶ مخ)

ارواښاد اكاډمېسن پوهاند ډاكټر جاويد يې د سرشاره استعداد په اړه ليكي:

((په ادبياتو پوهنځي كي له ممتازو محصلانو څخه و، ښكلى ليك او غوره انشاء يې د ده د خوى غوندي يوه بېلګه او د ژبو پر سرو ګرځېده، په ياد مي دي چي د پوهنځي په څلورم كال د ادبياتو د تاريخ ازموينه وه، د صدارت مرستيال علي محمد خان، د پوهني وزير ډاكټر پوپل او اوچت اديب سرور ګويا هم حاضر وو، له افغانستان سره د دري ژبي د انتساب او اصالت او فردوسي په باب داسي روښانه او بشپړ وږغېد او داسي روغ جوابونه يې وركړل چي ازموينه اخيستونكي يې هېښ كړل او ستاينه يې وكړه)). (پورته اخځ، اكاډمېسن پوهاند ډاكټر جاويد، روهي به سفر جاويدان رفت)

د ارواښاد استاد روهي د ژوند څېړنه ډېر او ژور كار غواړي، هيله ده چي د روهي بهير ملګري او نو افغان فرهنګيان دا كار پر خپل وخت ترسره كړي، دلته به د ده يوه لنډه پېژندنه وليكو:

پېژندنه:

ارواښاد محمدصديق روهي د محمدحسين خان زوى د ۱۳۱۳لمريز كال شاوخوا د خوست د اسماعيل خېلو په يوه منځنۍ كورنۍ كي پيدا شو، دى لا ماشوم و چي مور و پلار يې دواړه مړه شول او دى له خپلو دوو خوندو او يوه ورور سره پاته شو، ورور يې هم ژر وفات شو او دى په خپل كليوالي چاپېريال كي بې موره و پلاره او وروره له خپلو خوندو سره پاته و، له ماشوموالي تر ځوانۍ پوري ژوند يې په ډېرو ناوړو حالاتو كي له ستونزو سره مل تېر كړ.

زدكړه:

لومړنۍ زدكړه يې په اسماعيل خېلو_مندوزيو ښوونځي كي وكړ، او د منځنيو زدكړو لپاره كابل ته ولاړ او د كابل په دارالمعلمين كي شامل شو او دا دوره يې په خورا ستونزو خو بريالۍ توګه بشپړه كړه او په ۱۳۳۲ لمريز كي له دارالمعلمينه فارغ شو، بې وسۍ او بې كسۍ دواړو ډېر زوراوه خو لوړ همت يې پرې نښود چي زدكړي پرېږدي.

په دې دوران كي چي به د ژمنيو رخصتيو په ترڅ كي خوست ته ولاړى نو په دې درو مياشتو كي به يې د شاوخوا كليو ماشومانو او تنكيو ځوانانو ته درس وايه، هغوى به يې پالل او روزل.

كله چي به ژمنۍ رخصتي پاى ته ورسېده او دوى به كابل ته روان شول، زياتره كلونه به له خوست څخه ګردېز ته له ملګرو سره پر پښو روان شول او دا مزلونه به يې په ډېر كړاو پر پښو وهل خو د خپلو زدكړو د دوام لپاره به يې ځان كابل ته رساوه.

د دارالمعلمين تر فراغت وروسته ښوونكى شو او ورسره په څنګ كي يې په كابل پوهنتون كي ادبياتو پوهنځى پيل كړ او په ۱۳۳۷ كي يې په خورا برياليتوب پاى ته ورساوه.

دى د لوړو زدكړو په دوران كي عادي محصل نه و، بلكي استادانو يې د ده د لياقت، اهليت او ښو اخلاقو ستاينه كوله، آن د پوهنځي د پښتو خپروني او ((وږمې مجلې)) د كتونكي ډلي په غړو كي هم شامل و.

ارواښاد استاد روهي د څلوېښتمو كلونو په بهير كي د لوړو زدكړو لپاره په بېروت كي امريكايي پوهنتون ته واستول شو، هلته يې د ښووني او روزني په فلسفه كي ماسټري (M.A) واخيسته او بيرته خپل هيواد ته راغى.

رسمي كارونه:

كله چي له پوهنځي فارغ شو، بيا ښوونكى شو، دى دا وخت د افغانستان د ښوونكو د نمايندګانو له خوا د ښوونكو د كمېټې انتخابي رئيس هم وټاكل شو، يو كال يې دا دنده تر سره كړه، په ۱۳۳۸ كي د پښتو ټولني علمي غړى شو، په ۱۳۴۰ كي د كابل مجلې چلوونكى شو، د ۱۳۴۲ تر پايه يې دا مجله وچلوله.

له بهره چي راغى، څه مهال وروسته د پښتو ټولني مرستيال وټاكل شو، او د ۱۳۵۱ ترپايه يې دا دنده درلوده، د ۱۳۵۱ كال په وروستيو كي د افغانستان په اطلاعات و كتلور وزارت كي د نوي جوړي شوي (ادب او فوكلور) ادارې مشر وټاكل شو.

د ۱۳۵۲ كال ترمنځ يې دا دنده درلوده او دا مهال د پښتو ټولني مشر شو او د ۱۳۵۷ كال تر غبرګولي پوري يې مشر و.

له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۶۳ پوري د افغانستان د علومو اكاډمۍ د ژبو، ادبياتو او ټولنيزو پوهنو په بېلا بېلو منځيو كي يې د ځينو څانګو د علمي غړي او مشر په توګه دنده ترسره كړه، په ۱۳۶۳ كي د افغانستان په ليكوالو اتحاديه كي د يوه كال لپاره د نقد او ادبي څېړنو د څانګي منشي و، بيا بيرته اكاډمۍ ته ولاړئ او د ژبو او ادبياتو په مركز كي په كار وګمارل شو.

په ۱۳۶۷ كي د لنډ مهال لپاره د افغانستان د بيرته راستنېدونكو په وزارت كي د فرهنګي چارو رئيس وټاكل شو، د دې كال په وروستيو كي بيرته اكاډمۍ ته راغئ، تر ۱۳۷۱ كال پوري د اكاډمۍ د ژبو او ادبياتو په منځي كي و.

له ۱۳۶۴ څخه تر ۱۳۷۱ پوري د ژبو او ادبياتو په منځي كي د پښتو ژبي او ادبياتو د انستيتوت مشر هم و او د لنډ مهال لپاره يې د افغانستان مجلې سرپرستي هم وكړه.

د ۱۳۶۸ څخه تر ۱۳۶۹ تر ژمي پوري د علومو اكاډمۍ د نشراتو رئيس و.

د ۱۳۶۹ كال په مني كي د افغانستان فرهنګيانو، خوشال فرهنګي ټولنه جوړه كړه، او ارواښاد روهي يې مشر وټاكل شو او د مړيني تر مهاله د دې ټولني لارښدي شورا د خپل مشر په توګه مانه، سره له دې چي د ۱۳۷۳ كال په ژمي كي يې د ټولني د لارښودي شورا په نامه د جرمني څخه استعفا ليك رالېږلى و.

د رسمي كارونو په دې دوران كي ارواښاد روهي د خپلو نورو كارونو ترڅنګ په بېلا بېلو وختو كي د كابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځي كي د ليسانس او ماسټرۍ دورو استاد هم پاته شوى دى.

په دې دوران كي د ډېرو علمي مجلو د كتونكي ډلي غړى هم و، لكه: وږمه، كابل، آريانا، ژوندون او فرهنګ مجلو.

د ارواښاد استاد روهي ليكني:

ارواښاد استاد روهي په پښتو او دري دواړو ژبو ليكل كولاى شواى، او په دواړو ژبو يې ليكل كړي دي او له څلوېښت كلونو زيات عمر يې قلم چلولى دى، دايې عادت و چي لوستل يې ډېر خو ليكل يې لږ او په معيار برابر كول او بې نوښته ليكنه يې هيڅكله نه كوله.

ده د خپل فرهنګي ژوند په اوږدو كي خپلي ژبي او فرهنګ ته له خپل وس او مزاج سره برابر ډېر څه وركړل چي څه يې متفرق دي، لټون غواړي او كېداى شي د دې لټون په سلسله كي موږ د ده د ډېرو آثارو په پيدا كېدو برى ومومو، دلته يوازه د ده د ځينو آثارو د نومونو په يادولو بسنه كوو.

۱ د څېړني لارښود.

۲ پښتو په بېلګه يې جملو كي.

۳ ادبي څېړني.

۴ د ژبښودني مسئلې.

۵ فولكلور پېژندنه.

۶ د پښتو معاصر ادبيات.

۷ د ادب او فولكلور په باره كي.

۸ د روښاني غورځنګ ماهيت.

۹ د دوولسم ټولګى د ادبياتو تاريخ.

۱۰ شعر پېژندنه.

۱۱ رنګين تعبير.

ارواښاد روهي د پښتو ټولني او اكاډمۍ له خوا د چاپ شوو پښتو_انګرېزي او انګرېزي_ پښتو ډكشنريو په ليكلو او سمون كي له نورو سره فعاله ونډه اخيستې ده. (ياد شوى اخځ، هيوادمل، زلمى ۱۶_۲۲ مخونه).

د پورته يادوو شويو آثارو پېژندنه، څېړنه، او ژوره كتنه پراخ كار غواړي، ځكه دا هر اثر هغه د چا خبره د كاڼي كرښه ده چي د پښتو كتابونو په كتار كي بېسارى دى، هيله ده چي پر خپل وخت به يې په تفصيل سره وپېژنو.

دم ګړى ته دي (روهي بهير) روهي غوندي له نوښتونو ډك او ګړنى وي.

د استاد روهي د فكر په پلوشو دي دا بهير او افغان فرهنګ ځلاند وي او دځوانانو فرهنګيانو ګامونه دي د استاد روهي پر پلونو كلك وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery