مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د خرهاري کولو بشپړه درملنه


ژباړه : سحرګل ( سحر )
د خوب په وخت کښي خرهاری کول یو عمومي مشکل دی چي ستاسي د خوب په کمي کښي زیات والی راولي او د خوب کمي هم یو غټ مشکل دی.
خرهاري کولو والا خلک د ساه بندېدلو په ناروغي اخته کیږي چي هغه ددې لامل ګرځي چي بیا د شپې په واري واري د خوبه راکښېني او خوب یې خراب سي ، نوؤ څېړنو دا مالومه کړې چي خرهاري کولو والا خلک کېداسي تر نورو ژر د زړه په ناروغۍ باندي اخته سي او داسي نوري ډیري ناروغۍ دي چي د خرهاري کولو له امله انسان ته ور پیښیږي دلته څو مهم شیان دي چي په کولو سره یې د خرهاري په ختمېدو کښي مثبت تمامیږي.
۱- د خوب د ګولیو د خوړلو څخه ځان ساتل : خرهاري کولو والا خلکو ته پکار ده چي د خوب ګولۍ ونه خوري ځکه چي د خوب د ګولیو په خوړلو سره د انسان خوب ډیریږي او کله چي د انسان خوب ډیر سو نو خرهاری ورسره زیاتیږي.
۲- ځان له حد څخه زیات پنډول : عموماً چاغ خلک خرهاری کوي پکار ده چي ځان ډېر پنډ یا چاغ نه کړو او که چاغ خلک په خرهاري اخته وي نو د بدن د ډنګروالي هڅه دي وکړي چي خرهاری پخپله ورسره ورکیږي.
۳- د داسي څیزونو استعمال چي په ساه کښي هوسايي راولي : اوس په بازار کښي داسي ډیري سپرې ګاني سته چي انسان کولای سي په استعمال سره یې په آسانۍ سره ساه واخلي ، که چیري ستاسي د پزي پیپونه تنګ وي نو تاسي د یو ډاکټر څخه داسي دوا واخلئ چي په استعمال سره د انسان د پزي پیپونه پراخوي چي بیابه په آسانۍ سره ساه اخیستلای سئ او د خرهاري د کولو څخه به خلاص سئ .
۴- د خوب کولو ډول : هر څوک یو ډول د خوب کولو عادت لري څوک پر یوه راسته بغل پروت وي ، څوک ستوني ستخ ، څوک بیا چپه پرېوزي د خرهاري کولو والا خلکو ته پکار ده چي خپل عادت بدل کړي یعني که پر بغل بیدیږي باید د ستوني ستخ په خوب ځان عادت کړي کېدای سي پدې سره یې خرهاری ورک سي .
۵- د شیدو څخه جوړ سوي شیان : د شپې لخوا د د شیدو څخه جوړ سوي شیان په استعمال سره په غاړه کښي بلغم پیدا کیږي چي ډېر زیات بلغم د خرهاري کولو لامل ګرځي نو ښه خبره داده چي ددې شیانو څخه پرهېز وکړو.
۶- د نشیي توکو د استعمال خاتمه : نشیي توکي د غاړي د مرۍ دود غټه وي چي وروسته د خرهاري لامل ګرځي .
۷- د پزي د سوریانو صفا کول : د شپې د بیدېدلو څخه مخکي خپله پزه په صیح توګه سره صفا کړئ چي دا هم د خرهاري په کمولو کښي ډېره مرسته کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery