مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ديني عالمان بايد غږ پورته کړي!!

ميراغا ملت مل شېرزاد‎

 


دا چې د افغانستان ټولنه يوه اسلامي او کلتوري ټولنه ده او له اسلام اوکلتور څخه يې په ټولو وختونو او هرډول شرايطو کې د ځان اومال په قيمت دفاع کړېده. هغو کسانو ته چې هغوی ديني عالمان او په اصطلاح نيک خلک دي، زيات احترام لري، تل يې د هغوی خبرې اوريدلې او هم د همدوی له لوري په ټولنه کې لوی بدلونونه راغلي، چې زيات وخت د نظام د بدليدو سبب هم ګرځيدلي. په افغانستان کې که هرډول نظام راغلی علماوو په لوی رول لوبولی او د تاريخ په اوږدو کې دا ثابته شوې چې افغانانو تل د خپلو ديني او عنعنوي ارزښتونو لپاره خپل ځانونو قربان کړي او په ميړانه يې د خپلو ارزښتونو او هېواد ساتنه او پالنه کړې، چې اوس هم دې ته اړتيا ده او زه په دې باور لرم، چې افغان او د افغان بچی اوس هم دې ته تيار دی.
لکه څرنګه چې ديني عالمان په دې ټولنه کې په عوامو حاکم دي او څرنګه چې ديني او ايماني مسوليت لري په هغه ډول يې خپله دنده نه ده تر سره کړې. اوس وخت کې زمونږ ټولنه ډېر غلط لوري ته روانه ده، ځوانان بې لارېتوب ته روان دي، ټولنه کې فساد په خپريدو دی، پلرونه د لوڼو او زامنو روزنې ته هيڅ توجه نه کوي او د هغوی په کړنو هم کومه نېوکه نه کوي او نه يې اصلاح کوي. ميندې چې مخکې به يې پاکې غيږې مدرسې وې اوس هغوی هم له دې کاره لاس اخستی دی. کورنۍ د اولاد په پالنه او روزنه کې ډېر بې پروا دي او ديني عالمان هم که ووايم په خوب ويده دي نو لري به نه وي. له يوه لوري د حکومت او دولت مخالف کسان په ټولنه کې له ډېر افراط څخه کار اخلي او ځينې داسې اعمال ترسره کوي، چې په هغې سره د اسلام مبارک دين، اسلامي ټولنې او د افغانستان ملت ته يوه نه جبرانيدونکې صدمه رسيږي. اوس د تکنالوژۍ دنيا ده، اوس ماشيني دنيا ده او غربي هېوادونه کوښښ کوي، چې د تکنالوژۍ او د ماشينونو په وسيله په ټوله نړۍ کنټرول ولري. په دې وخت به ډېر هوښيار ملت د غرب له استعمار او ولکې څخه ځان خلاصوي او نور به پکې داسې را ګير وي لکه افغانستان چې په څو لسيزو کې د کورنيو جنګونو او استعماري قدرتونو د ګټو ښکار شوی.
په دې وخت کې دافغانستان مسلمان او غيور ملت ته دا په کار ده، چې رهبران په ډېر احتياط قدم پورته کړي او عوام يې په ډېر اتفاق او وروولۍ متابعت وکړي. له داخلي وړو وړو خبرو څخه تير شي او هغه لوی خطرونه چې د اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان ته متوجه دي، مخه ونيسي. مونږ بايد خپله ټولنه جوړه کړو، مونږ بايد اقتصاد جوړ کړو، افغانستان ډېر غني هېواد دی، ځمکنۍ زيرمې لري، که سالم ملت وي، داخلي جنګونه نه وي، نو دا هېواد به ډېر بډايه هېواد وي، نن چې د نورې نړۍ تر استعمار او استمثار لاندې راغلي يو يو علت يې د اقتصاد کمزوري ده. په افغانانو باندې پيسو هرډول لوبې وکړي، دا چې پيسو ته اړ دي نو دهېواد، حيا او عزت په غم کې نه دي. اوس چې امريکا په نړۍ حکومت کوي اقتصاد يې جوړ دی.
ديني عالمانو! منورينو! محترمينو! تاسې خبر ياست چې اوس ستاسې په شا اوخوا کې لويان او کوچنيان په کومو چارو اخته دي؟ لويان که دولتي کارکوونکي او يا شخصي کارکوونکي دي هغوی په اخلاقي فساد، اداري فساد، ټولنيز فساد اخته دي، چې له برکته يې د افغانستان د حکومت په وړاندې ورځ تربلې مخالفتونه ډېريږي، دولت ورځ تر بلې کمزوری کېږي، امنيت ورځ تربلې خبرابيږي، دا د اخلاقي، ټولنيز او اداري فساد علت دی. په ښارونو کې د انجونو او هلکانو اخلاق ډېر خراب شوي، لباسونه يې ډېر خراب شوي، په ځانګړي ډول د انجونو او ښځو. نورې ادارې خو څه کوي، چې ښوونيزو ادارو ته فکر وکړو ښځې په هغه لباسونو کې راځي، چې د بدن ټول غړي يې بيل بيل ښکاري. ښوونکې صاحبانې چې ډېر دروند مقام لري هغه يې په سپکو سپک کړ، فيشن او بې حيايې اوس له دوی څخه نورې ښځې زده کوي، په دفترونو کې ځوانې انجونې په داسې چارو بوختې دې چې په اخلاقو او لباس کې د هغوی او د يوې غيرې مسلمې ښځې توپير نه کېږي. په ښوونيزو ادارو او سيمينارونو، ورکشاپونو کې ښځې په دومره جرات او بې حيايۍ سره خلاصې تڼۍ د نرانو په وړاندې کښنې او پاڅيږي، چې ته به ونه وايي، چې دا افغانانې دي.
مونږ يواځي دا مسوليت د ديني علماوو په اوږو نه باروو او دا د هرمسلمان وظيفه ده، چې اول د اسلاميت او بيا دافغانيت ساتنه او دفاع وکړي، اسلام پالنه او وطن پالنه وکړي، خو ما مخکې يادونه وکړه، چې زمونږ ټولنه يوه عنعنوي ټولنه ده او د ديني عالمانو خبرو ته چې څومره غوږ نيسي او د هغوی خبره چې څومره مني، هغومره د عادي کسانو خبرو ته څوک نه غوږ نيسي او نه يې مني؛ نو ديني عالمان صاحبان چې زمونږ محترمين دي، د نبي عليه السلام وارثان دي، هغوی دې پاڅي او په ټولنه کې دي دناوړه کارنو مخ ونيسي. په مسجدونو کې دي په خلکو چې پلرونه، ورونه ... ګډون لري غږ وکړي، چې لومړی ځان او بيا خپلې کورنۍ اصلاح کړي. که پلار خپل زوی او خپله لور اصلاح کړي، بد اخلاقۍ ته يې پرېنږدي، په خراب لباس کې له کوره بهراجازه ورنکړي، د ناروا اړيکو اجازه ورنکړي، نو کورنۍ اصلاح ده، اولادونه اصلاح دي او دا اصلاح کسان چې بيا نورې ټولنې او وګړو سره مخ کېږي هغوی هم بد اخلاقۍ ته نه پريږدي، چې په نتيجه کې يې ټولنه اصلاح کېږي او په پايله کې به يوه نېکمرغه ټولنه رامنځته شي.
په ډېر درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery