مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دژوند هدف :

محمد شفیق ((حقپال ))

الله ج موږ انسانان پیدا کړو او زموږ دپیدایښت دلیل یې هم داوښود چې باید دهغه عبادت وکړو . څه ډول چې الله ج فرمایی : وماخلقت الجن والانس الالیعبدون. او ما نه دی پیدا کړی دا جنیات او انسانان مګر لپاره دعبادته . نو پرته له دې چې ډیر فکر وکړو زموږ دژوند اساسی هدف دالله ج له لوري جوت شو او هغه داسې ذات دی چې علم یې کامل دي او مسلمان خو همدا عقیده هم لري چې دالله لپاره پیدا شوی او بیرته دې الله لورته ورتلونکی دی نو زموږ دژوند موخه همدا شوه چې دالله لپاره پیدا شوي او باید چې خپل ژوند یواځې په همدې چوکاټ کې راجوړ کړو.
که چیرې څوک ووایی چې دالله ج عبادت خو په مکمله توګه ډیر سخت دی او موږ نشو کولای ټول هغه ډول چې دالله ج غوښتنه او امر دی ترسره کړو نو نودمایووسی خبر نه ده او دا داسې هم نه ده چې موږ نو مکمل نشو کولای دهغه عبادت وکړو نو بیا به هیڅ نه کوو ؟ او دا دلیل به وایو چي نو موږ یی نشو کولای . دا نه یواځې زموږ دنده او مسؤلیت دی چې دالله عبادت به کوو بلکې زموږ مجبوریت هم دی موږ باید چې دالله ج عبادت وکړو او تر خپلې وسې یې وکړو که چېری موږ سرکښی کوو او سرغړوو بیا عذاب زموږ په انتظار کې ( نعوذبالله ) دی ، نو موږ مجبور هم یو چې الله ته منقاد واوسو او که دستونزو او خپلو کمزورتیاوو او خطاکاری له امله نشو کولای په بشپړ ډول دغه عبادت ترسره کړو خو دبښنې په غوښتولو سره او دتوبې په کولو سره باید چې په ژوندانه کې خپل یون ته دوام ورکړو او دالله عبادت ترخپلې وسې ترسره کړو پرته له دې هیڅ چاره نه لرو یواځینی لار همدا ده .
له ستونزو سره مقابله کوو له ګناه نه توبه باسو ، او کله هم له دې نیت څخه نه اوړو چې موږ به دالله ج ښه بنده واوسو.
له دې نه دمسلمان او انسان اصلي دژوندانه لاره څرګنده اومشخصه شوه نو زموږ دژوند هدف باید چې دالله ج رضا او داوامرو پرځای کول یی وي او دهمدې هدف په چاپیریال کې خپل ژوند ته دوام ورکوو او درومو .
پوهان یواځې دهدف ټاکل لازم نه ګڼي بلکې دهغه هدف دلاسته راوړو لپاره هڅې او ژوند په کې تیرول ترټولو مهم دي. اوس راځو دې ته چې دغه هدف څه ډول لاسته راوړلای شو.
په دې لاره کې مهمه دتګلارې ، نخشې ، پلان او برنامې جوړل دي چې باید ترسره شي ، کله هم بې هدفه او بې پروګرامه په ژوند کې همداسې مه روانیږي ، داسمه ده چې موږ به له مسلمان مور او پلار نه پیدا شوي وو موږ ته به مدرسه او ښوونځي کې زده کړه راکول کیږي خو موږ هم مکلف یو دخپل ځان دخپلو دندو او په پایله کې دخپل هدف لپاره فکروکړو او دلاسته راوړلو لپاره یې دخپل ژوندانه پلان او پروګرام جوړ کړو.
ډیرو زموږ به همداسې کړي وي خو یو شمیر لا په دې نه یو بریالی شوی چې په دې اړوند فکر وکړو یاهم داسې شوي چې موږ په خپل ژوندانه کې کوچني کوچني هدفونه ټاکلی وي او په هغه پسې روان یو چې غټه ګټه په کې نشوکولای او دژوند اصلی مقصد ته پرې نشورسیدلای . دمثال په توګه یو ځوان دی، ښه زده کړه کوي دمور او پلار احترام کوي او فکر کوي چي مناسبه تګلاره او ژوند لري او دژوند هدف یی هم یا دا ټاکلی وي چې په راتلونکی کې یو ښه ډاکتر او انجینر شي یا هم ښه پانګه وال شي یوه ښه میرمن او ښه کور او موټر ولري ... او دهمدې موخو لپاره خپل ژوند ته دوام ورکوي او دهمدې موخو لپاره هڅې کوي په داسې حال کې چې دژوند هدف تردې ډیر لوړ دی دا څه مو چې یاد کړل دا یواځې وسیلې دي چې باید داصلي هدف لپاره په کار واچول شي .
په نړی کې کوم وتلي او بریالي خلک چې دي دخپل ژوند په اوږدو کې یې ستر ستر هدفونه ټاکلي او دخپل هدف دلاسته راړولپاره یې ډیری هڅې کړي او په پای کې یا ور رسیدلی یا هم ورنږدې شوي . افسوس په هغو خلکو دي چې یا همداسې بې هدفه روان دي او یایې هم په ژوندانه کې کوچني کوچني هدفونه ټاکلي او په دې توګه خپل ژوند ته دوام ورکوي .
حتی هغه کسانو چې پرخدای هم ایمان نه دی درلودلای په خپل ژوندانه کې یې که غټ هدفونه ټاکلي نو هم یې ځان رسولی او هم یې خلکو ته خدمت کړی بنا پردې ترهغو ښه دي چې پرته له سترو او ښو هدفونو یې خپل ژوند تیر کړي . دبیلګې په توګه ادیسن امریکایی مخترع په خپل ژوند کې په داسې حال کې چې مسلمان هم نه ؤ او حتی خپل مذهب ته هم دومره وفادار نه ؤ خو دخپل ژوند لپاره یی لوړ او ښه هدفونه ټاکلي وو چي په پای کې یې دنیا رڼا کړه همدغه بریښنایی څراغ دده د هڅو او موخو پایله ده چې نړۍ ته یی روښنایی وربښلی. هغه لس زره ځله خپله اختراع وازمویله ترهغو یی چې نتیجه ورکړه .
موږ چې مسلمانان یو باید چې دخپل ژوند هدف تر هغو هم لوړ وټاکو ځکه که د ادیسن موخه شهرت یا پیسې او یاهم په اصطلاح خلکو ته خدمت وو دمسلمان موخه دهغه الله ج درضا لاسته راوړل دي چې موږ یې پیدا کړي او موږ یې مامور کړي یو چې دعبادت له لارې به دده رضا لاسته راوړو او دده امر به پرځای کوو نو لازمه ده چې په همدې چوکاټ کې ژوند عیار کړو او خپل ټول کړه وړه په همدې تګلاره سم کړو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery