مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کي دکړکیچ د حل دپاره باید دبشپړه احتیاط څخه کار وا خیستل سي

یکوال : ننګیالی بڅرکی

که نه؟ نودهیواداینده به دسخت ګواښ سره مخامخ وي!.
په دې لنډه مقاله کي دغه څو ټکي دڅیړلووړ ګڼم :
لومړی:دکابینې په راتلونکي جوړښت کي دچارواکوعینی اوسم فکرکول
دوهم : په نظامي برخه کی دناټواوامریکائیانودوتلواندیښنې
دریم:دولسونوورځ په ورځ لیري والی اوبې باوري ددولت په چاروکي
څلورم:اقتصادي یا وټیزه کړنلاره درا تلونکي حکومت دپاره
پنځم دملي وحدت طرحه دملت په جوړولو کي.
دپیل څو خبري :
دکابینې په جوړښت کی چي دحکومت دجوړښت یوه اساسي او بنسټیزه دنده ده خو! ددرومیاشتو څخه ډیروخت کیږي چي نوي په کار پوه او مسلکي وزیران یاچارواکي پردندونه دي ټاکل سوي.په دې کی شک نه سته چي دهمدغه ستونزي په خاطربه هم بې امنیتي ډیره سوې وي اوهم به دخلکواودولت وه اقتصادته ډیرسترضررپیښ سوی وي،اقتصادي مسئله دافغانستان دخلکواودولت دپاره په همدغه شرایطوکی چي زموږدهیواداقتصاد پرخارجي کومکونوولاړدي یوه لویه ستونزه ده.خو دښاغلي عبدالله – عبدالله چي ځان ددولت دنیمي برخي مستحق ګڼي دهغه څخه دخلکوغوښتنه داده چی دملت په سرنویشت باید لوبي ونه کړي.اوژرتر ژره وه یوې پریکړي ته ورسیږي، څوچارواکي وزیران یې په کارپیل وکي.اوملت نورددغه خنډاوبمبس څخه نجات پیداکړي.دهیواد پالني خبري اتري خوهرڅوک کوي .ولي؟ دعمل پرمیدان باید دقدرت څښتنان دا په اثبات ورسوي چي ترخپلو ګټودملت ګټوته دلومړي توب حق ورکوي.هغه څوک چي واک او قدرت ولري اوملت ته قربانی ورکړي ، نو په دې کي شک نه سته چي ولسونه او خلک به یې دتاریخ په زرینوپاڼوکی وستایی،خوبرعکس که چارواکودعمل پرمیدان دخلکواوولسونودګټوپرځای ځاني ګټي وساتي او داولیت حق وځان ته ورکي، نو دغه دولتي واکداری به يې دتاریخ په لیکوکي دبدنوم خاوند کي.اوپه بدنوم به ونومول سي.ددې معناداده چي یادونه وکړم وښاغلي مجاهدعبدلله اومفتکراشرف غني احمدزي ته چي دغه زماني مقطع همدغه وخت ستاسودسترامتحان وخت دی، چي فسادته لاره هواروی اوکه تاریخی ویاړنه ګټی!!!.همدغسي دښاغلي محمدغني احمدزي څخه دخلکوغو ښتنه داده چي ترخپلوشخصي،ګروپي اواقتصادي ګټوتیرسي.اودملت دغه بدو حالاتوته پاملرنه وکی.اوخپل هیوادته دستونزواوتاریکی کندي څخه نجات ورکړي.موږدافغانستان خلک دڅه کم څلویښتوکالودستونزو،خنډونواوناخوالو سره لاس په ګریوان یو.اودنیا موسیل اوتماشي ته راغلې ده.په دغه څه کم څلویښتوکلونوکی موږډول،ډول قدرتونه ازمایښت کړه، هغوی ددې هیوادپه کمزوره کولو کی خپل سهم واخیستی .په لومړی سرکي خلق اوپرچم دخپلو ګروپي ګټوپه سبب دافغانستان خلک کمزوري اوناتوانه کړه،هغوی خپلو وصلواوایډیالوژیکوکړنوته هم وفاداره پاته نه سوه،هغوی په خپلومنځوکي فرقې سره وجنګولې اوبې ګناه ولسونه اواردوته وفاه داره قهرمانان نظامیان یې دخپلواغراضودپاره استعمال کړه،دیوه طرفه دنړیوال امپریالیزم په غیږ ورغلي وه، خو! دبله پلوه یې بیا په خپلو منځو کی هم مشترک ټکی تراخیري سکوت پوري پیدا نه کړه . چي په نتیجه کې جنګسالاران قدرت اوواک ته ورسول.او هیواددمجاهدینوپه نوم دجنګسالارانوپه لاس ورغلی.جنګسالاران هم خپلو مذهبي عقیدوته وفاه داره نه وه.اوپه خپلو منځو کي هم سره مړه کړه اوعام ولس یې هم ترسخت فشارلاندي راوستی، هر څه یې هم دملت ،خلکواو دولت مال یې چوراو چپاول کی . چی په نتیجه کې هم هیواد کمزوری کی او هم یې دګاونډیانواودښمنوهیوادونودپاره دمداخلې شرایط برابرکړه.ددغه څخه ورسته تندروه طالبان دهغه ضرورت له مخي را پیدا سوه،چي ضرورت او انګیزه یې مجاهدینوبرابره کړې وه.خلکو اوولسونودخپل ناموس او مال دخوندي کولو په خاطردغه طالب سلفیان هم غنیمت وګڼل،ځکه دطالبانوپه وخت کي که ډموکراسي نه وه خو!! مال اوناموس خویې دمجاهدینو،جنګسالارانوڅخه په امن کی سو.خو طالب چارواکي بیا په لوړه کچه دپردیوعربواو پاکستاني زاړه پالو تراغیزي لاندي داسي راغلي وه، چي! ملي اوډموکراټیکوارزښتونو ته يې هیڅ پا ملرنه هم نه کوله . دبشر حقوق ته یې ده سلفي او ځاني عقیدو په چوکاټ کی کتل.خو! په همدغه ۲۱قرن کي هغوی هم هیواددتباهۍ کندی ته ورکش کړ.طالبانوهم دخپل هیواد دپاره یوه داسي مذهبي اوروښانه طرحه نه درلودله، چي موږدی دهغه مثال په نړیواله سطحه کی په کوم بل هیوادکي ترلاسه کړو. هغوی افغانستان په ټوله دنیا کي تجرید کی اوحتااسلامی هیوادوهم دا جرئت نه درلود چی طالبان دي په رسمیت وپیژني،اسلامي هیوادودونه یې ددوستۍ او نژدې والي څخه دومره په ډارکی سوه، چي دغه ډول خښم مذهب اوعقیده نړۍ ته رانقل نه سي، امریکائیانو داسمأ بن لادین دایستلواویا هم امریکي ته سپارلو غوښتنه ځینی وکړه ، خو! دبده مرغه طالبانوته دعربو ګټي ترملي ګټو مقد می او په زړه پوری وې ،دغه عرب یې بیرته نه عربوته ولیږی اونه ئې دملکه وشړی. نویې ځکه دافغانستان ولس دناټوتر ظالمانه بمبارد لاندي را وستی اوپه هیواد کې دناټوداشغال زمینه برابره کړه.
ددې پورته یوه اندازه اوږدبیان څخه مراددادی، چي اوس باید دخصوصي سکټورپلویان ،دډموکراسۍ ټیکداران اوغربي منورین چي دامریکا په مرسته دطالبانودحکومت دنسکوره کیدو څخه ورسته واک ته رسیدلی دي،پردې هیواد زړه وسوځي اونوردخپلو تیروتجریبوڅخه په ګټه اخیستو سره،په دې هیواد کی سوله راولي.دکرزي حکومت خوپه خپل دیرلس کلنه دوره کي نه دناټو بمبار دومانونه ورک کړه،نه یې کورني جنګ ته دپای ټکی کښیښود، نه یې فساد ورک کی، نه یې هم نړیوال قاچاق ته دپای ټکی کښيښود.ولي برعکس په هیواد کي بیلنونه ډالره راغله،خو! دبده مرغه چي دهغوغلواوجنګسالارانوجیبوته ولویدل،چي په خپله لومړۍ دوره (دمجاهدینوپه لومړي وخت کې) هم دغسي ملت چورکړی وو،خویوځل بیا دغه موقع دکرزي په حکومت کي ورته برابره سوه.خپله دکرزي کورنۍ چي هم په فساد کي ښکیله ده اودهغه وروڼه دهیواد دغټوفسادیانودجملې څخه ګڼل سوي دي،ونوروداړه مارانوته یې هم دچوراوفساد زمینه برابره کړې وه.خو پر دې موضوعو اوس خپل وخت نه تیره وو، په دغه دیرلس کاله کي دکرزی په حکومت کي ښه بیدریغه چوروسو.اودبن کنفرانس مصلحتي چارواکي ښه ماړه سوه.نوزه فکرکوم چي اوس به ئې نوربس وي؟؟؟. خو! بیا تجریبي ښولې ده چي بس نه لري.
خو! بیا هم خو! ، داشرف غنی احمدزي دحکومت څخه زما اودافغانستان ددیرشومیلنوانسانانوغوښتنه داده، چی ښاغلي اشرف غني دخلکو سره واعده او لوړه کړې ده چي دغه هیوادته به په پوره صداقت کارکوي،خو!اوس وخت دکاردی، وخت دعمل دی .ښاغلی اشرف غني احمدزي ته مي یادونه داده چي اوس خودي ښاغلی عبدالله په اجرائیوي پوسټ کی ومانه که څه هم په قانون کي دغه صلاحیت اودنده نه سته خو!په هرصورت داچی اوس هغه ستا په څنګ کی دغه مسؤلیت لري باید وهغه ته صلاحیت هم په دغه چوکاټ کي ور کړل سي.اوپریښودل سي چی دخپل جمیعت اسلامي انډیوالان پرچوکیو وګماري، دولتي چوکی محک اومعیاردی هم سړی دښه نوم خاوند کوی اوهم دبدنوم.خو!محترم ریس صاحب جمهوراشرف غنی احمدزی بایددولتي استخبارات (خاد) دومره قوي کړی چی دهرډول فساد مخه راوګرځوي اوهر چاه چی فسادوکی باید دزندان پنجروته یا کفس ته واچول سي.دغه ځای دښاغلي غنی احمدزي دمبارزې ځای دی. که چیري دعبدالله خلکواوانډیوالانوصادقانه کارکاوه خو! ډیره ښه خبره ده، ځکه هرافغان حق لري چي په دولتی کارونو کی خدمت وکي.اوموقع ورته ورکړل سي.نوزه فکرکوم چي اشرف غني باید دعبدالله انډیوالان په سړه سینه پراخه حوصله ومني ؛خو! په دې شرط چي خپله پردولتي نظام باندي حاکمیت ولري.اوخائنان کنترول کړلای سي. دبله پلوه زما دمحترم اشرف غني څخه توقوع داده چي هغه خپله هم دقدرت څخه ناوړه ګټه وانه خلي.اوخپله هم هغه کسان مقرره کړي چی دصداقت سابقه ولري.او بیله ژبني، سیمه ایز،نژادي ،سیاسي ،مذهبي اختلافاتوڅخه هرچاه ته ددولت په چاروکي برخه ورکړي. ښاغلی اشرف غني بایدخپل استخبارات دومره کوي کی چي لوړپوړي چارواکي ددولت مسؤلیت پرځان مني.اوهغه کسانو چي دبیت المال،دمځکوغضب،په خیانت سره ځانونوته په خارج اوداخل کي ملکیتونه رانیولي دي دهغوی سره هم حساب وکي، نوپه دې کی شک نه سته چي دخلکو دباوروړبه وګرځي.
لومړی دکابینې په جوړښت کی دچارواکو سم فکرکول :
په دې کی شک نه سته چي دحکومت په رأس کی دپاکو،هیوادپالو، ښونیزو کسانواو دتجریبې لرونکومسلکي کسانو ګمارل دهیواد پرحکومت ،خلکوباندي ښې پایلي درلودای سي.داکارهم ګران کار نه دی ، خو په دې شرط چي دهیواد دچارواکو سره صداقت موجودوي.اودغه خبره بیا هم اجرائیوي مشرعبدالله او دولتي مشرښاغلی ریس جمهوراشرف غني ته متوجه ده ،دوی باید نوردولت او حکومت دتنظیمي ناوړه سیاستونواوپردولتی واک دومداره خیټه اچولوڅخه ډه، ډه وکي، دهیوادپاک عناصردخپل دوست اوانډیوال په څیرځانوته رانژدې کي. اودهیوادپه بیا آبادولوکی ګټه ترې واخلي.ترډیره ځایه هغه بهرني هیوادونه چي غواړي زموږپه هیوادکي په دولتي،نظامي اواداري سیسټم کي خپل لاس پوڅي مقرره کړی اوخپل جاسوسان په موږکی خوندی کړي،باید سخته مبارزه ورسره وسي.اوهیوادددغسي عناصروڅخه وژغورل سي. دکا بینې په جوړښت کی باید کارواهلي کارته وسپارل سي.راتلونکي وزیران باید سخت ترکنترول لاندي ونیول سي، چي دپخوانیونتظیمي وزیرانوپه څیرنورهیواد لوټ نه کړای سي.را تلونکي کابینه بایددیوه معیارله مخي جوړه سي چي دهیواددټول ولایتونو استازي په کښي شامل وي نه دا چي دیوې سیمي چارواکي ددولت په واک کی ډیره ونډه ولري.یا هغه کسان چي هیڅ اهل دکار هم نه وي، ولي! په دې سره دی واک غواړي اولوړمقام ترلاسه کوی چي یوخت یې هم قدرت درلود او اوس هم توپک اوغیري قانونی وسلې لري.او په هغه باندي دهیوادنور کسان تهدیده وي،نوربا یدپه نوې کابینه کی دجنګسالارۍ پرځای اهل سالارۍ ته دلومړی توب حق ور کړل سي. په نوې کابینه کی باید ملي اوډموکراټیک اصول په پام کی ونیول سي، څوداهیواد(افغانستان) دترقۍ او پرمختګ پرلور وهڅوي.نوې کابینه باید بې طرفه وي او که طرفداره او یا په یوه ګوند یا تنظیم پوري هم اړه ولري، خو!دهیوادوملي ګټو ته دي وفاه داره وي.اودقانون په پولي کولوکي دي دهیواددسمون اواقتصادی ګټوپلوي وکي.دنوي کابینې څخه دافغانستان دخلکوغوښتنه داده،چي مرکزیت اوډموکراسي په یوه معینه معیاري تله کي داسي سره وساتی چي نه ده ډموکراسۍ څخه ناوړه ګټه واخیستل سي اوډموکراسي په ګډه له ګډويي یا انارشیزم بدله کړي . اونه هم داسي مرکزیت جوړسي چي دولت اوحکومت دخلکوپرضدهغه تندروی ته دوام ورکړي کوم چي دخلکودخولوبندلوپربنست یودیکتاتورحکومت جوړکړل سي.اوپایله یې دفاشیزم اوفاشیستي دولت سره برابره سي.دنوي کابینی راتلونکی وزیران با ید دخلکوږغ واوري اوستونزوته یې ځواب ورکړي .اودخلکو په ستونزوځانونه خبرکړي، داسي یوه کابینه چی دخپلو معیارون پربنسټ جوړه سوه اوحکومت اوملت یې سره نژدې کی، نوهم دغه دولت به هرومروافغانستان دنړۍ دپر مختللوهیوادونوپه قطار کي ودروي.اوافغانستان به دسیالانوسیال کي،په سیمه کي به نه یوازي داچی خپله یوسالم دولت اوحکومت وي،بلکي؛ګاونډي هیوادونه به هم په سیاسي ،اقتصادي ډګرکي ورسره همکاره سي.وسلوال مخالفین به هم کمزوري کړل سي.اوخلک به خپله مرستي ته اماده سي.اوس ددې وخت را رسیدلی دی،چي په دولت کی پراخی پرګنې راوګمارل سي اودهیواددبیا ابادولو په لاره کي دبشپړه خدمت موقع ورته ورکړل سي، نوردافغانستان منورین او عام خلک باید پرسیاسي اختلافاتو سره ونه ویشل سي.اودټولو شکیلوګوندونو دپاره بایددوحدت اصلي ټکی هیواددهمدغه بمبس څخه راایستل وي.اوداهغه وخت کیدای سي،چی چارواکي ځانونه دپردیوداغیزوڅخه خونديوساتي اودیوه آزادافغان په څیردخپل هیواد سیاسي اواقتصادی ګټوته داولیت حق ورکړي.را تلونکې کابینه دهیوادپالوکسانو څخه بشپړه کړي.( که هغه په هرګونداویا حلقوي تنظیم پوری اړه ولري ).
که څه هم داکارخوبه ګران کاروی خوناممکن هم نه دی،ځکه بیله دې افغانستان اودافغانستان خلک هیڅ لاره هم نه لري.
دوهم : په نظامي برخه کي دامریکائیانواویاناټودوتلویاناکامۍ اندیښنې
په دې کی شک نه سته چی دافغانستان اوسنۍ جګړه،دافغانانوجګړه نه ده.دثوردنا کامه انقلاب څخه وروسته په افغانستان کي یوه درنه جګړه رامنځته سوه، چي پسله دوهم عمومي جنګ څخه یې نه ددې اوږدې جګړې سارۍ لیدل سوی دی،نه هم دجنګ دکیفیت له مخي دې جګړې ساری درلود،په دې جنګ کی چی دامپریالیزم اوسوسیا لیستی بلاک ترمنځ درقابت په نتیجه کی لومړی سوړجنګ ،خو!! ورسته په یوه داسی تاوده جنګ سره واوښت چی په سیمه کې ساری نه درلود.اوهغه وسلې دناټوااووارسادنظامي بلاکونوترمنځ سره استعمال سوې چی تر دوهم نړیواله جنګ هم خطرناکه اوانسان وژونکي وې.که دیوه لوري څخه ناټوپه سټنګر سره نظامي او ملکی تیارې سرکوبه کړې اودولت ته یې دهوایی چلندنظام خنډونه واقع کړه،خودبله پلوبیاسوسیالیستي بلاک اووارساهغه درانه سکاټ را کیټونه وکارول چی ناټواو ای،اس ، ای په خپل ټوله توان ونه کولای سو،چی دافغانستان په یوه سیمه کي دي لادخپلوجهادیانو دپاره ځای یاټاټوبی پیداکړي،دجنګ شدت په هغه لوړه کچه وو،چي نړۍ یې پردوبرخوسره تقسیم کړه.دلته نړیوال امپریالیزم اسلام دخپلوګټود پاره استعمال کی،اوپه پراخه پیمانه یې دنړۍ دګوټ،ګوټ څخه تندروه مذهبي مشران دپاکستان مرکزاسلام ابادته راوغوښتل،اسلام یې دیوې ایډیالوژۍ په څیر دکمونیزم په مقابل کي وجنګاوه،اسلامي تندروي یې په سیمه کی دپخوانی اسلام پرځای رواج کړه،حتاترهغه کچي پوري چی دعلم په مقابل کې ودرول، ډیر ښوونکي یې دتدریس په جریان کی ونیول اواعدام یې کړه،خوڅه وخت چی دغه درانه تلفات دافغانستان دولت اودلرغوني اتحاد جماهیرشوروي حکومت ولیدل،امپریلیزم هم په دې لاره کی دحدڅخه ډیري پیسې ولګولې؛ دجنګ په جریان کي اتحاد جماهیرشوروي ماته وکړه اودافغانستان ملي اوډموکراټیک حکومت هم خپل لوی ملاتړی دلاسه ورکی نومجبورسو،چی دامریکایانواو ملل متحدوه غوښتنوته ځان تسلیم کړي اوبینسوان ته دکتورنجیب الله حکومت ور وسپاری، خوهغه نوموړی حکومت مجاهدینو اودوی ته وفاداروتنظیمونوته ورکړ.اوخپله امریکا خپله پښه دپیښي دځایه څخه ایسته کړه چي په نتیجه کې په افغانستان کي هرج ومرج راپیداسو،ډیرنژدې وو،چي افغانستان دتجزیې وخواته ولاړسي،خودطالبانوپه راتګ سره یوځل بیادافغانستان تجزیه دمنځه ولاړه، هیوادته دطالبانوترتوپک لاندي دزوراوجبرمذهبي دیکتاتوري راغله.او افغانستان دطالبانوپه موجودیت کي دټوله نړۍ دیوه تندروه مذهبي دیکتاتورۍ مرکزوګرځول سو.
ښه! که تردغه تاریخ تیرسواو ناټودراتګ او دطالبانو دتیښتي څخه ورسته دناټو نظامي مداخلې اوافغانستان ته دراتګ مؤخه تربحث لاندي ونیسو،نودهغه وخت څخه ۲۰۰۱ کال څخه ورسته چي ناټوخپل ګوډاګی حکومت په افغانستان کی دبن دکنفرانس څخه ورسته جوړ کی،په لومړي سرکې چی دافغانستان خلک هم دمجاهدینو څخه لاس په سروه اوهم دطالبانودوحشت اوسلافي احکاموڅخه لاس په سروه،نوئې دناټووراتګ ته هرکلی ووایه، دافغانستان خلکوهغه شعارونه چی دناټواوغربي نړۍ په رأس کې دامریکا متحده ایالات وه هرکلی وکی؛ دا ځکه چي په لومړي سرکي امریکا پردغه اسلوبونو چی عبارت وه: دډموکراسي، دبشرحقوق دهیروئینواوقاچاق مخنیویاوپه مجموعوکي دګلوبالیزم ترشعارلاندي حکومت جوړونه؛دخلکو دملاتړ وړوګرځیدل.
خو! دبده مرغه ناټو په دې ونه توانیدل چی په افغانستان کي دي دقاچاق مخه را وګرځوي.بلکي؛ نورهم دهیروئینو قاچاق ډیرسو.همدغسي دبشرحقونه نورهم تر پښولاندي سوه،دګواتیناموزندان اودبګرام امریکائي زندان داوښودل چي هلته غیري انساني عملونه ترسره سوي دي.اوبې ګناه خلک دزندان وکوټوته ورټیل وهل سوي دي،برسیره پردې په نظامي لحاظ پرملکي تاسیساتو،پرملکی غونډوښادیواودجنازې پرمراسیموبمباردومانونه ددې سبب سوه،چي ناټوخپله دچارواکودخواترسخت انتقاد لاندی راغله،همدغسي دقانون نه پلي کیدل او په ټولنه کي اداري فسادهم ددې سبب سوه چي ،ناټواوغربی بلاک په مجموعو کي په افغانستان کي ناکامه وبلل سي.
خوبیاهم! داچي ناټوپه خپل ملکي اونظامي ماموریت کی نا کامه سوه او په دغه څورلس کاله یې هغه ژمني چي دافغانستان دخلکو سره یې کړی وې هغه یې ترسره نه کړای سوای.افغانستان یې په نظامي ساحه کی دومره بې واکه اونا توانه کی،چی هغه ددکتورنجیب الله دوختونوڅخه لاهم ناتوانه سو.په دغه څورلسوکلونوکي دپاکستا ن، ایران مداخلې دومره ترحد ووتلي چی په سرحداتو کی دپاکستان داردوځای پرځای کیده،دډیورنډترلیکی دپاکستانی فوځونورااوښتل ، را کیټي بریودونه پرافغانستان باندی اورول اوپه زرهاوافغانان شهیدان ول یوه ښکاره مداخله ده، خو!هیڅوک هم څه نه وای ، یعني دغه ۴۸ هیوادونه هم ددې حملوپه مقابل کی غاښ ماتونکی ځواب وپاکستان ته نه ورکوي.دپا کستان دولت دهمدغه فرصت څخه په ګټه اخیستلوسره دسرحد دباندي دخندک جوړولو جرئت کوي اودافغانانودیوه کوریعنی دوورڼو په منځ کی لیکه تیروي.دافغانانو دسرحداتوڅخه ساتنه یوهم دناټو دامنیتی تړون مؤخه ده، خو!ناټوپه دې وخت کی ځان نا ګمانه اچوی اوپا کستان ته یې ښه فرصت په لاس ورکړی دی ، چی بې دریغه مداخلې زموږ په هیوادافغانستان کی وکړي،حتا په دننه دافغانستان د چارواکوپه منځ کی دخپلولاسپوڅوروزل هم دپاکستاني اوایراني ګاونډیانو مداخلې دي په افغانستان کي.نوددغه ټولوخرابیو په نتیجه کی موږ ودې مؤخي ته رسیږوچی ناټواوامریکائیان زموږ په هیواد کي دګټي پرځای تاوانونه را رسوي.زموږ دافغانانوغوښتنه دناټو،ایساف څخه داده چي یوازي دي دپا کستان اوایران مداخلې دافغانستان څخه بندی کړي،یادی موږ ته هغه سلاحوی را کړي چي موږدپا کستان په مقابل کی دیوه منظم جنګ په مقابل کی دځانونواوخاوری څخه دفاع وکړای سو.لکه: څه وخت چي روسان دافغانستان څخه ووتل ، خو! دنجیب حکومت اودافغانستان خلکوداوښودل چی دخاوری څخه دفاع وکړي او دجلال آباد تاریخي جنګ ددې شاهد دی چی پا کستا په ټوله توان ونه کولای سو،چی یوه لویشت هم دافغانستان داردوڅخه ونیسي،پا کستان همیشه دافغانستان دملی اردواودخلکودارادې په مقابل کی ناکامه وو.خو! نن ورځ که افغانانودناټو سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی دی اویا یې هم امنیتي تړون لاس لیک کړی دی،مؤخه یې داده چی دناټوراغلی هیوادونه باید دافغانستان دسرحداتو تضمین وکي؛ کنه؟ نودلته دناټوموجودیت ترسوال لاندي راتلای سي،اوهغه اهداف چی ناټو يې په افغانستان کي لري دافغانانو په ګټه نه دي. که ناټوغواړي چي دافغانانو سره صادقانه مرسته وکي،که ناټوغواړي چي په افغانستان کي یو سالمه اداره رامنځته سي،که نا ټوغواړي چي دلته دي دنړیوا قاچاق مرکزوتړل سي.او که په پای کی ناټوغواړي چي دافغانستان سره رښتنې دوستي او همکاري وکی، نوباید پرایران اوپاکستان با ندي فشارواچوي چی نورپردې خاوره هیڅ تیری او مداخله ونه کړي ،داځکه چي په معلومداره توګه دتروریزم ریښي په ایران اوپاکستان کي دي،اسمابن لادي په پاکستان کي وو، ۴۶۰۰۰زره مدرسې په پا کستان کی دي، ملا محمد عمرهم په پا کستان کي دی،خو! ناټو ځان نا ګمانه اچولی اوپه افغانستان کي دتروریزم مبارزه پرمخ بیایی، چي دا کارپه لومړي سرکی هم غلط وو، اوس هم نتیجه نه ورکوی او پنجاب دتروریزم مرکزدی، خو! ناټو اوامریکائیان بیا دسرحد پربیوزلوپښتنو دپاسه دبې پیلوټه الوتکو په ذریعه ړانده را کیټونه راغورځوي اوبې ګناه واړه ماشومان اوسپین ږیري ښځي اوځوانان وژني، چي دغه کاریې ی دښمنانه عمل دی.دپښتنواودسیمي دبې ګناه افغنانواوخلکوسره.که چیري دپاکستان اوایران مداخلې دافغانستان دخاوري څخه بندي کړل سي، نوافغانان کولای سی چي خپل هیوادجوړکي اودابه دافغانستان سره ډیره ستره تاریخي مرسته وي..اوپه دغه مرستي سره سوله هم حتمی ده،چی افغانستان ته به راځي.
دلته په نظامي لحاظ دوې مهمی خبری دامریکا یا ناټو دپاره پرتې دي.
لومړی : که امریکا په افغانستان کی وسولي اودافغانستان وبیا جوړیدوته لیواله وی،نوترهرڅه داورته لازمه ده چی په افغانستان کی دګاونډیوهیوادونونظامي مداخلې منعه کي.اوداسي ټینګ اقدام په دې برخه کی وسي، چی دهرمملکت څخه دوژونکووسلوسره خلک افغانستان ته راداخلیږي،بایدهغه مملکت یې ځانونه مسؤل وګڼي.اومسؤل باید ناټوته ځواب ورکونکی وي،ګاونډي هیوادونه لکه پاکستان اوایران هم په ډاګه مدا خلې کوی اوهم ځانونه دناټواوامریکا دوستان ګڼي،حتادافغانستان سره هم دچل ول معامله کوی.اودتروریزم په چاروکی هیڅ ډول مرسته نه کوي، حتا په دې لاره کی خورا ډیري پیسې هم لګوی چي په دې ښکاره کردارباندي دناټوغړي هیوادونه هم خبردی اوهم یې په ښکاره سره ویني خوعمل نه کوي. دلته شک پیدا کیږی چی ایاناټوپه ریښتیا هم دافغانستان دخلکوسره مرسته کوي؟اوغواړی چي دافغانانوپه هیوادکي یو ملي دولت رامنځته سي،اوافغانان په نظامي لحاظ دتیرودولتونوپه شان خپل ملي اردوولري؟یا! که ناټوغواړی چي په افغانستان کي یوازي ځینی معدنونه ترلاسه کی اودافغانستان دخاوی څخه په نظامي ساحه کي دنظامی اډوپه وسیله خپل نظامي شوم عملونه ترسره کړي؟.ځکه نودافغانستان خلک چي دغه دیرلس کاله ګوري،چي ناټویوازي پرڅوملي خائینانوتکیه کوي.اودهغوی دشتمن کیدودپاره یې په افغانستان کی ډالرونه ښندلې دي،نوریې نه په نظامي ساحه کی دپام وړپر مختګونه کړي دي اونه یې هم دزیربنأپه جوړلوکی دپام وړتغیرات راوستلي دي.نوددې لومړیودلایلوڅخه خو!داسي جوتیږي چي ناټوپه افغانستان کي یو مجبوراوګوډاګی حکومت غواړي چي هلته ټول عمردواک پرسردناټو د ګوډا ګیانوترمنځ تضادونه اوشخړي وي،چي همیشه دولت ضعیفه وی اوخائین خلک یې پرسردقدرت وی چي همیشه یې دناټواوامریکا دپاره تغیراوتبدیل یادواک څخه ایسته کول آسانه کاروي.
دوهم :هغه ستونزه چي ناټوافغانستان ته جوړکړیده،هغه ده اداري فسادپه وسیله داکثریت خلکوځورول اوترسخت فشارلاندی راوستل دي.اوسنی اداري فسادهم یوه لویه ستونزه ده چي درشوتونو،غضب،په دولتي چارواکوکي دبیت المال چوراوچپاول،دغیري قانوني سلاوګرځول اوپه امنیت چاروکي دچارواکولاس درلودل،هغه ستونزي دي چي دې ملت ته یې دخنډ په توګه ورپیښي کړي دي. په ځینو رپورټونوکي راغلي دي،چی خارجیان خپله هم په دغه بدوعملونویعني فساد کي لاس لري.
نوپه داسي شرایطوکي چي اداره په هیوادکي سالمه نه وي،هغه کومکي قوتونه چي افغانستان ته دسولي اوثبات دپاره راغلي دي،هغه خپله سوله اوثبات دمنځه وړي یاهغه چارواکي چي په اداري فساد ککڼ دي، هغه په دغه دیرلس کاله کی مجازات ونه لیدل خو!ستایل سوی هم دي،نوډیره به سخته وي چی په یوه داسي دولتي واک دي زموږ ټولني یاافغانستان ته سوله راسي،یاددغسي مصلحتي اداري څخه دي خلک دا توقوعوولري چي هغه دي زموږدغه ورسته پاته ټولنه په اقتصادي لحاظ دپرمخ تګ پرلوری بوزي.
دداخلي ستونزودهوارولودپاره لازمه ده چي په لومړي سرکی خپله داخلی قوتونه دخپلوناخوالودحل کولودپاره صادقانه کاروکي اوداهیوادداوسني بدحالت څخه په سیاسي،اقتصادي اونظامي برخوکي خلاص کي... داخو یوه عامه خبره ده چي په ټولنه کي داخلي قوتونه عمده اواصلي رول درلودلای سي.خو! دبده مرغه هغه کسان چي دخیانت په ډګرکي نامتواوتجریبې لري،ژوندیې دهیوادوالوپه لوټولوکي تیرسوی وي. نوبیا دهغو څخه دا غوښتنه هم دعقل څخه لیري خبره ده چي موږ دي پردغه جنګ سالارانوباندي را ټول سو،هیواددي په دوی باندي آباد کړو،ددغه ډول چارواکو څخه یوازۍ دخلاصون لاره داده چی دوی باید دقدرت څخه ایسته کړل سي او دخپلوعملونو په سزا باید ورسیږي، خلک دسولي په فضاه کي نوی ډموکراټیک دولت جوړکي اوداسي قانون را منځته کړي چي په قانون کي جزدټولوفسادکونکو دپاره عملی کړای سي.په دې لاره کی په لومړي سرکي دافغانستان دخلکونیکه اراده،ټینګ تصمیم اود ګوندونوترمنځ دښه تفاهم فضا ته ضرورت سته.نودلته بیاهم څنګه چی په نظامي لحاظ ناټواودهغه ملګري ملتونه (۴۶)هیوادونه ددرنووسلوسره راغلي دي اودخلکوږغ یې په خپلووسلواونظامي زورسره خاموشه کړی دی.نوزموږ بیا همغوښتنه دهغوی څخه داده چی هغه خلک چی لاسونه یې ددثوردانقلاب څخه وروسته په وینونه دي ککڼ،هغوی ته باید دخدمت کولوموقعې په داسی صورت کی ورکړل سي چي دفسادکولوپه صورت کي جزاهم وویني، داکارخوپه اوسني شرایطو کي دافغانستان دخلکوترتوان وتلی دی، ځکه : چی نن په افغانستان کی دناټوقوتونه ځای پرځای دي او دقانون تطبق کونکي دي. نوداچی دداخلی قوتونورول ناټوپرغاړه لري؛بایدچی دخلکودې غوښتني ته هم سم ځواب ورکي اونورنودغه دبن دکنفرانس یاغیان چي دمصلحت دمخي پرهیواددغه ۱۴کاله حاکم وه اوهیوادیې دتروریزم قرباني کي اوخپل جیبونه یې هم ډک کړه،نورنوبس ده اودافغانستان خلک باید ددغه غمیزي څخه راووزي. ناټو + امریکا + دافغانستان اوسني چارواکي قدرت دخلکو وارادی ته ورونه سپاري نوپه دې کي هم شک نه شته چي:هم به جنګ دومداره سي اوهم به ددوی اینده په افغانستان کي دسخت خطر سره مخامخ وي
دریم:دولسونوورځ په ورځ لیري والی اوبې باوري ددولت په چاروکي:
ولس همیشه ددولت څخه عملی ګامونه غواړي اوهغه څه چي دخلکواوعامو ولسونودژونددبهبود،پرمختګ دپاره وي دهغوګامونوتعقیب اولاروي کیدل دولسونواوپراخوپرګنوکړنه ده،که دافغانستان تاریخ ته وکتل سي هغه حکومتونه نن دستایني وړګرځي چي په خپلوتیرودوروکې په اقتصادي،سیاسي او ټولنیزډګرکی خد مت کړی وو.
په ټوله نړۍ کي ولسونه دسیاسي ګوندونواوسیاسي مشرانولارویان دي ،هغوی لاره ښوي اوولسونه لاره تعقیبوي،دلاري په اوږدوکي ترهغه وخت په مشرانو پسې وي،چی مشران پرسمه لارروان وي.خوڅه وخت چي ئې لاره غلطه کړه، نوبیا دغه ولس واک په خپل لاس کي اخلي اودوخت دشرایطو سره سم په ټولنه کي دنوي فکرنوي مشران را منځته کوي، همدغسي دهمدغه ولس دباورسره سم هم مشران تغیرخوري،دولتونه اوانقلابونه ولسونه حمایه کوی خوطرحه دنوي انقلابونواودولتونوسیاسي ګوندونه اوسیاسي مشران جوړوي.
ولسونه هغه وخت ددولت څخه مخ اړوي چی ددولت په کړنوکي تغیراوداسي کرداروویني چي دولت په خوله،کاغذاوتیوری کی یوڅه وایی اوپه عمل ، کړنه او کردارکي بیا بل څه کوی.یاهغه وخت چی دتیورۍ اوعمل ترمنځ ئی فاصیله را منځته سي.نوبیا هم ولس دخپل ځان غم خوری اودزاړه حکومت اودولت پرځای نوی حکومت ټاکي.دا ترهغه وخت چی دولسونوګټي دخپل حکومت سره هم غاړي سي.
که موږ دافغانستان دغه څلویښت کلن تاریخ وګوروپه دغه لنډ؛خو! دپيښو څخه ډک تاریخ کي موږدولسونوزورولیدی چی ډیرسترقوتونه یې په همدغه فور مول سره پرګونډوکړه،چی دخبرو،تیورۍ اوعمل ترمنځ یې فاصیله موجوده وه.که خلقیان اوپرچمیان دنوي ډول نیوري اوګوندونوسره دقدرت واک ته ورسیدل اوشعاریې (کور- کالي – ډوډۍ ) وه دغه شعارښکلی شعاردی اوهغه دولتونوچی په همدغه شعارخپلوخلکوته کور، کالي اوډوډۍ ورکړې وي نوهغه هم دخلکواوولسونودخواڅخه دپوره ملاتړوړګرځیدلي دي.خودخلقیانواو پرچمیانوپه وخت کي(دثورانقلاب) په دوران کي خلکوته ګور – کفن اوخاوری ورپه خوله سوې.په دې وخت کي دغه شعارونه وسیله سوه دقدرت دلاسته راوړلو دپاره.ولي!بایدنوموړي شعارونه باید هدف وای دخلکو دایند باوردلاسته را وړلودپاره.خو! داسي ونه سوه اودخلق ډموکرتیک ګوند پسله ډیرمقاومت څخه ودې ته اړایستل سوه، چی خارجي قوتونه دځانونودحماې دپاره استعمال کړي اودوخت اتحادجماهیرشوروي سرې لښکري هیوادته راننوتلې اوتریوه لنډوخت وروسته هغه هم دولسونو،افغانانودسخت مقاومت په نتیجه کي ددرنې اقتصادي ضربې وروسته په نا کامه ډول دافغانستان څخه ووتل .چي په نتیجه کې دخلکوپه اراده داسلامي شعارونوسره مذهبي ګوندونه دامریکااوپاکستان تر سرپرستۍ لاندي دافغانستان خاوري ته دپاکستان دلاري راننوتل پرتیردولت یې تورونه ولګول اوهغه یې کافران اوځانونه یې مسلمانان وخلکوته ور وښودل،دوی هم هغه څه چی په تیوری کی ویل هغه څه یې نه کول، دتیورۍ اوعمل ترمنځ یې فاصیله ورځ ترورځي ډیریده اوخلکواوولسونوهم مخ تردغه وروسته واړاوه.او دمجاهدینو دولت هم نا کامه سواوهم یې په ډیرلنډوخت کی سقوط وکی.همدغسي دطالب چارواکو حکومت هم دمصنوعي ،سلافي تندروه مذهبي شعارونوپه عملی کولو سره دولس باوردځانونوڅخه واړاوه اودپاکستان اوعربي هیوادونوپه ملاتړیې پرخلکوباندي په زوره حکومت کاوه،دښووني اوروزني دروازي وتړل سوې اودهیواده منورین دږیرواوجبري دلباس دتغیر په سبب فرارته مجبورکړل سوه.څوپه پای کي دوی هم دنړیوالو دفشاراودخلکو دنه ملاتړپه سبب دبشپړه ماتي سره مخامخ سوه او بیرت هغه پخواني دوست پا کستان ته ئې فناه یووړه.
دلته دپورته اوږ دبیان څخه یوازي مراددادی چي با یدددولت اوخلکوترمنځ فاصیله،بې باوري رامنځته کوي.که بې باوري رامنځته سوه نوبیایې نتیجه دتیرودولتونوپه شان خرابه ده.خواوس چي دغه نوی دولت دامریکا اوناټوپه بشپړه حمایه افغانستان ته دطالبانوترماتي وروسته راغلی دی.په دغه دیرلس کاله کې ددولتي شتمنیواوشخصي شتمنیودلوټولوترټولوتیرودوروپه لوړه کچه لوټماران پردولتی چارووګمارل سوه،داټوله هغه کسان وه چي پخوایی هم په لوټماري، جګړه ماري اونړیواله قاچاق کی بشپړه شهرت اونوم اونښان ګټلی وو،خوداځل دبن دکنفرانس په برکت دومداره اودخارچي قوتونوترتضمین لاندي په خپلومنځنوکي دمصلحت پربنسټ پرافغانستان باندی وترپل سوه.اوپه ډیر لږوخت کې ځانونه میلونران بدل کړه.اوهمدغسي یې دولتی واک دخپل ځان او بیا دخپلی کورنۍ دپاره میراثي کی، یوه دولایت چارواکی به ۱۳کاله پرهمدغه چوکی دځان دپاره ځانګړې کړې وه.یوه وزیربه خپل وزارت دځان یا دخپل زوی دپاره میراثي کړی وو.دغه دوره چی دکرزي حکومت دوره بلل کیږي په نړۍ کي داداري فساد ترټولوستره دوره وه،همدغسي دمخدره موادو دقاچاق تر ټوله نړۍ په لوړه کچه قاچاق هم دافغانستان څخه دکرزی په حکومت کي کیده.په همدغه دوره کي دجنګ اوویني تویولوکچه هم ترپخوا خوراډیره وه. دجنګ اصلي موضوعوچي دخارجیانوراتګ اودفسادپرضدعمومي قیام په ټولنه کی روان وو،ترنورودوروهم په زمانی لحاظ ډیراوږدسواوهم یې تلفات وخارجیانواوزموږپه هیوادکی دننه افغانانوته ورواړول.په افغانستان او دافغانستان دسرحد څخه دباندي دډیورنډپرکرښه میشت پښتانه دیوه سخت ناتاره سره مخامخ سوه او دبې پیلوټه الوتکو په ذریعه پر ملکی تاسیساتواودخلکو پر کورنوباندی په هغه کچه بمونه واوریدل چي دانسانیت دنورمونوڅخه بیخی لیري وه،نوموړي وژنی چي په اګهانه توګه یې دهراته بیا ترباجوړه،سوات و دیره اسماعیل خان ،بڼوپوري انسان وژنه په داسي ظالمانه توګه وسوه، چي دانسانانو دقتل عام اصطلاح ورته یادولای سو.
په همدغه پرله پسې ظالمانه کړنوسره دخلکونیت اوغوښتني هم دناټو دقواوڅخه اوهم ددولت څخه نا هیلي سوې.اودولتي ماشین یوازي دزوراو جبرپر دیکتاتورۍ پرمعیارراڅرخیده.
اوس چی په دولت کی په شکل کی یوه اندازه ښوراوږوګ را منځته سو.او انتخابات وسوه،دانتخاباتو پایلووښودل چی خلک ویوه تحول ته لیواله دي او په میړانه یې دانتخاباتو په پروسه کي ځانونه ورګډکړه،ښځواونارینوپه ګډه په انتخاباتو کي برخه وا خیسته .انتخابات په داسي حال کي بریا لیتوب ته ور سیدل چی محمد اشرف غني بریالی سو،خو دانتخاباتودرایو دمعلومولواودبریالي کاندید پایله وځنډیده اوتر ډیره وخت دامعلومه نه سوه چي درایوپه نتیجه کی څوک بریالی اوڅوک ناکامه یادلږورایووړونکی دی.ددې کارځنډول دومداره سوه اود خلکوخښم یې را پورته کی، په ارګ کی پردغه جنجال تاوتریخوالی را منځته سو،ترهغه اندازې چی دبلخ والی معلم عطامحمد نوراعلان دیوه نارنجي انقلاب وکی،اوووې ویل:موږپه زوره هم کولای سوچی دولتی پوستونه اشغالکړو، نړۍ دې کارته حیرانه سوه،نوسمدلاسه جان کیري افغانستان ته را غلی اوداسي یوه طرحه یې جوړه کړه،چی دقانون اودافغانستان دتولو نورمونوخلاف، نابلده اوبې معنا جوړښټ یې را منځته کی،چي اشرف غني دي ریس جمهورسي،عبدالله ،عبدلله دي اجرائیوي مشرسی.
نوموړی جوړښت خلک حیران کړه،ځکه چي موږخو! نه په قانونوکی صدراعظم لرواونه هم اجرئیوي مشراوداچي قانون ته تغیرورکول کیږي نودا صلاحیت خونه کیري لري اونه هم جمهورریس نه هم بل څوک.دلته خلک دهمدغه په فکرکی سول چي په یوه وخت کي دوه دولتي مشران،دوه دولته اودوه با صلاحیته چارواکي به څنګ سره وجلیږي؟ دخلکواندیښنې پرځای وې،ددولت په چاروکي اختلافات ډیرسوه،هیواددبې ثباتۍ وخواته ورټیل وهل سو،پرښارونواودکابل پرمرکزباندي ځان وژونکي بریدونه اوړانده راکیټونه ډیرسوه.دهیواداقتصادي چاري،بیکاري دخلکوژوند ته یو خنډاوګواښ رامنځته کی،خودولت دخپلوتبلیغاتوپه لړکی افغان ولسونوته درواغجنه تسلي ور کوله، چی ددولت په چارو کي هیڅ ډول اختلاف نسته،ولس ددولت دا کړنه چی پخوا به یې ویل چي دولت ناتوانه اودقدرت پرسرپه خپلوکي معاملې کوي اودخلکو اوراتلونکي دپاره فکرنه کوي،خواس یې په درواغجن دولت سره هم وپیژنده. داجرائيه کمیټي مشراودریس جمهورتر منځ دکابیني پرسراختلاف دا وښودل چی دغه دولت اوچارواکی خلکوته سم حال نه وایی؛بلکي درواغ وایی اوخلک دنن څخه سبا ته په تشو واعدوخطاباسي،حتا پردغه باندي هم ترنن ورځي پوري چارواکوڅه نه دي ویلي؛ چی په انتخاباتو کي چاڅومره رایی ګټلي دي. خودواړه اړخونه دملت څخه داخبره پټه ساتي.
نن چی دانتخاباتوڅخه۱۱۰ورځي تیریږي.خلک ترهرڅه تیردي خودچارواکو څخه دکابینې ده ښوولو،معرفي کولوکي غوښتنه لري. خودغه دوه چارواکي دښواوغوښونوویزارتونوپرسرنه سره جوړیږي،هغه وزارتونه چي دپیسومنبعه په کښي څرګندیږي عبدالله ،عبدالله یې دخپلو جمیعتیانودپاره غواړي اوهغه هم دیوې ولسوالی څوکسان چي ځانونه دهیوادقهرمانان ښوي اوځانونه مستحق ګڼي هغه معرفي سوي دي.خواشرف غني بیا پردغه عمل باندی دشکایت ږغ وچت کړی دی.ولسي شورااوسناچي دخلکو نماینده ګان ځانونه بولي ،هغوی بیاریس جمهوراوعبدالله ،عبدالله په ملي خیانت سره توروي.که څه هم دویزرانو ځنډیدل یوه لویه ستونزه اوټولنیزتاوان اوبې ثباتي کیدای سي،خوملي خیانت بیابل تعریف لري،دکابیني جوړول که څه هم په داسي شرایطوکي ،چي داشرف غني او عبدالله ،عبدالله ترمنځ په طرزتفکراوکړنوکي په سیاسي اوایډیالوژیکي توګه خورا ډیره فاصیله شته،نو ملي پیوستون یې هم دیوه پلټپارم (هدف) دپاره ګران کار دی،ترټولوبه ښه خبره داوي،چي دولت یا اشرف غني ته پریښودل سوی وای اودهیواددملي ګټوپربنسټ عبدالله تیرسوی وای ترهغوچي ددوی ګوندته قدرت په لاس ورتلای،یا هم اشرف غني دغه یووالی نه وای قبول کړی،خو! اوس چي دوی دواړه دقدرت دپاره دچاروواک په لاس کي نیولی دی،اشرف غني عبدالله دخپل صدراعظم په توګه قبول کی،نوزما خپل نظردادی چي باید په قدرت کې شریک هم کړې،داځکه چي که څوک مسؤلیت ولري اوصلاحیت ونه لري نوداخوبیا یوډول بې انصافي هم ګڼل کیږي.
نوبیاهم زما دنظره ښاغلی اشرف غني بایدعبدالله،عبدلله دخپل قدرت او صلاحیت سره ومني،خو!! اساسي اوبنسټیزه خبره داده چي پرنظام اوقانون باندي دومره باید هرومروټنګ اوحاکم سي، چي هیڅ چاه ته ددې وخت هم ورنه کړي چي غیري قانوني عملونه ترسره کړي،دولت باید قانون په عامه توګه تطبق کړي،اوخپلي پټي شبکې داسي ورته فعاله کړي چي وهیچاته هم ددرغلیو وخت ور نه کړل سي.اوداسي یوغلبیل ورته فعاله سي چي په لنډوخت کي خائینان ټوله غلبیل کړلای سي.نودلته زما مراد دولس اوعاموخلکو دپاره کارکول دي،نوکه دعبدالله خلک پردې هیوادزړه سوځي اوپه رښتیا هم کار ورته کوی؛نوداخوښه خبره ده ځکه زموږغوښتنه داده چي دافغانستان خلک په تعلیمي، اقتصادي اوټولنیزډګرکي دنن ورځي دهیوادونوسره سیال کړي.
او که چیري هغه چارواکو چي یایې په مصلحتي توګه ،یایې دمافیایی کړیوپه زورقدرت لاس ته راوړی وي،بایدژرترژره دقانوومنګلوته وسپارل سي.ترڅو دیوه پلوه دخائینانوکمبله دهیوادڅخه ټوله سي اودبله پلوه یوه سالمه اداره رامنځ ته سي.نوبیاهم زما هیله خوداده چي محترم اشرف غنی دي ددې ویره ونه لري چي دعبدلله ،عبدالله کسان به فسادرامنځته کړي،بلکي؛ زما هیله داده اوزه په دې پوره باورلرم چي،که ښاغلی اشرف غني پرځان اواداره ځان حاکم کي ډیرژربه خائینان دقانون ومنګوته وروسپاري.اوخپله اشرف غنی بایدهغه سي یوقاري ټیم دځانه سره ملګری کی چي هم دته وفاداره وي،هم قانون ته وفاداره وي اوهم دکارښه ظرفیتونه ولري.خپله بایددی هغه کسان دځانه سره ملګري کړي او پرچاروئې وګماري،کوم چي تعلیم یافته،تجریبه لرونکي اودپوره باوروړوي. خو!عبدالله،عبدالله دي خپل ورکړي صلاحیت ته پریږدي. خوترسخت کنترول لاندي.په همدغه تر تیب کیدای سي چی هیوادد فسادڅخه وژغوري.همدغسی هرګروپ،ګوندیاټولنه باید په دولت کي تر قانون لاندي دکارزمینه ورته برابره سي،څودهیواد په چاروکي په ګډه سره دملي وحدت په رڼا کي کاروسي.طالبان دي هم په واک کي شریک کړل سي،همدغسي ګلبدین حکمتیاراونورهغه ناراضي هیوادوال چي غواړي دخپل هیواددپاره کاروکړي،زماله نظره پرواک کښیناستل او یادنده ترسره کول دوې برخي لري،چی یوه برخه یې ،صلاحیتونه دي،چي دیوه فردیا مدني ټولني ،ګوند اوسیاسي کړیورا ګډیدل دي دحکومت په چاروکي. خو! دوهم :هغه مسؤلیتونه دي،چی که یې سم اجرأنه کړي هم ګوند،فردیا مدني ټولني په کښي بدنامه کیدای سي.یعني:(دولتی واک یوازمایښت دی)،یو محک دی اویوداسي امتحان دی،چي هم چارواکی په کښي بدنامه کیدای سي اوهم چارواکی په همدغه قدرت سره نیک نا مه کیدای سي،نوپه دې خاطرکه یوګوندڅوک ازمایښت کوي نوبایددقدرت پرسروازمایل سي.نوهمدغه علت دی، چی په نړۍ کي هغه چارواکی چي په خپلو ورسپارل سودندوکي پاته راځي نوبیا دقدرت څخه استعفاء کوي.اودا دځان دپاره ښه ګڼي چي دکارچاري بل داسي کوم چاه ته وروسپاري چی هغه دنوموړي دندي ترتوان ووتلای سي. خو! داپه دي شرط چي په هیوادکي قانون غښتلی وي،پرلوی اوکوچني پرټولو باندي په یوه ډول برابرتطبق سي.نوپه دغه صورت کی به دخلکواوحکومت ترمنځ فاصیله اولیري والی هم نه راځي،حکومت به دخلکواوخلک به دحکومت وي.
اقتصادي یا وټیزه کړنلاره درا تلونکي حکومت دپاره
ننی حکومت چي دناټوپه مشرۍ د بن د کنفرانس څخه وروسته دښاغلي حامد کرزي په ریاست منځته راغلی.په لومړي سرکي ترټولونه مخکی دامریکائیانو اوناټومؤخه داوه،چي په افغانستان کي وټیزحالت ته بهبودورکړي.اوافغانستان به ددغه بهراني ، وروسته پاته حالت څخه را باسي،دافغانستان دخلکو دپاره به دکارښه زمینه برابریږي.اوپه مجموع کي به ددولت اقتصادي طرحه د خصوصي مالکیت حمایه ،دآزادرقابت دلاري اقتصادی پیاوړتیااودآزادبازارله مخي یوه راتلونکې سرمایداري ټولنه جوړلول وه.
خو!څه وخت چي دعمل میدان ته راننوتل اوپه افغانستان کې دواک مزی ئې په لاس کی ونیوه اوددې توان یې پیداکی چي ددولت اوحکومت پرټولوقضایی ،اداري او نظامي سیسټمونوبرلاسي سوه،نویې سمدلاسه دکابل په ښوسیموکی ځانونوته ټاټوبي انتخاب کړه،هغه که دخلکووه اویاهم دحکومت بیت المال وو،په بې صبرانه توګه یې چوراوچپاول کړه،په هغه تفریح ګانوکي چي دسپورټ دمیدانونوپه خاطر ګټه ترینه اخیستل کیده پرهغو میدانویې لوړپوړي بیلډنګونه واچول.اوبیلډینګونه یې یا خرڅ کړه اویایې هم په کرایه ورکړه، داوخت قاضیان څنګه چي خپله یا په تنظیمونو پوري تړلي وه اویاهم دچارواکو دبیري په خاطریاهم شریک دغلاوه وه.نویې په ډیرلږوخت کي دچارواکوقبالې ورامضأکړې.اوهمدغسي په ولایتواوولسوالیوکي هم بیدریغه چوراوچپاول وکړ. خودریس جمهورڅخه بیاترولسواله ټوله په همدغه چوربوخت وه.امریکائیان هم په دې اندوه چي سرمایداري حکومت موږپر دغوغلوجوړه ؤ، ځکه!!یوخودوی په همدغه غلاوسره سرمایداران کیږي اوبل هم که یووخت دامریکادګټوپر ضدراپورته سي،نوامریکائيان به یې دستي دخلکومحکمې ته وسپاري،دلته امریکادغه دوې ګټي په نظرکي نیولي وې چي دراتلونکي امریکایی نظام دپاره دایوه بهترینه لاره وه چي په افغانستان کي دولسواکۍ مخه ونیسي اوپرغلو باندي داسي یوضعیفه حکومت جوړکي،چي سبا ورته راپورته نه سي او داستعمارپرضدونه دریږي.اوهمدغسي پسله دبن دکنفرانسه یې په افغانستان کي یولړخلک په وټیز لحاظ میلیونران کړه،خوهغه میلونرانو بیا دومره هم ونه کړه چی دلته دي داسي تولیدي فابریکي راوړي چي،دیوه پلوه دافغانستان خلکوته کاراودژوندیواقتصادي بنسټ پیداسي اودبله پلوه دي هیوادیووارداتي هیوادپه ډول رامنځته سي.ترڅودټولني زیربناجوړه سي،هیوادصادرات پیداکړي او دنورو هیوادونو داحتیاج څخه دي وساتل سي.
برسیره پردې چی تولیدي مؤسیسې هیوادپرخپل تولیدودروي،دنوروهیوادو دوارداتوڅخه هم نجات مومي،هغه تولیدي مؤسیسې چې په هیواد کې درلودلې هغه یې هم دلاسه ورکړې،ځیني فابریکي اومؤسیسات خارجي سرمایدارانو ځینی رانیولې اوځیني بیاخپله همدغه دکرزي دحکومت چارواکوپه زوره او کښته قیمت دولتي شتمنۍ تر لاسه کړې ، چی مثالونه یې په ټولنه کی خورا ډیر سته، دافغانستان دکابل سیلو څه سوه؟اوتولیدیې څه سو؟ ،په کندهارکي دمیوي شرکت ، دمزارشریف دکیمیاوی کودویوریافابریکه اوداسي نورپه ټوله هیوادکي موږ مثال را وړلای سو.چي دبده مرغه چوراو تالاسوه،دلته دپورته خبروڅخه تر ډیرځایه مراد دادی ،چي دیوه پلوپرغلوحکومت نه جوړیږي اونه غله مړیدل لري،هغوی خپلي پیسې دنړۍ په بانکوکی پټي کړې اویایې هم اسعارپه را نیول لکه : الماس ،سره زراوداسي نور.یایې هم ځیني غټ هوټلونه اولوړمنزله کرایی بلاکونه جوړ کړه، چي نه یې دکانالیزیسون (داوبولاري)په نظرکي ونیول اونه یې هم دکورونومعیارونه په نظرکي ونیول.دځیونودولتي چارواکو غلاوي په ډاګه رسوا سوې اودوسې هم ورته جوړي سوې خو!وروسته هغه چارواکی پرهغه دنده ولاړاودوسیې یې وساتل سوې.
دلته موږ پردې بحث کووچی ایا سرمایداري ټولنه پردغه میتود جوړیدای سي اوکه نه؟.نولازمه ده چي:الف: دآزادرقابت دلاري سرمایداري توضیح کړو. اوبې:خصوصي مالکیت زموږ په دغه جنګ وهلې ټولنه کي څه ارزښت لري.
الف : آزادرقابت:- آزادرقابت دسرمایداري ټولنی دبنسټیزواصولوڅخه دی،دهمدغه رقابت په جریان کي تولیدډیریږي،ښه شکل اخلي اودرقابت په جریان کي دښه تولید په را منځته کیدوسره کوچني پانګوال،زاړه تولیدی وسائل دورځي غوښتنی نه سي پوره کولای،نوخپل ځای ونوي پانګوالۍ او نوؤوسایلو ته پریږدي ، چي دهمدغه رقابت په جریان کي ټولنه رشداوانکشاف کوي.
آزادرقابت په فیوډلي ټولنو کی هم وي، خوهلته دتولد وسایل دومره ناتوانه وي چي دخلکوداخلی اوخارجی ضرورتونه نه سي ورپوره کولای،نوځکه دتولید پرسردفیوډالانوانکشاف اوپرمختګ ددې سبب کیږي چی دډیرتولید دپاره وسایل نوي اوخارجي بازارونه دخپلوتولیداتودپاره راپیداکړي،چي دهمدغه پانګي جریان دتولیدي وسایلوپربنسټ یوه مغلقه بورژوازي (سرمایداري) ټولنه را منځته کوي.اوپه همدغه بورژوازي ټولنه کي دتولیدوسایل ددې سبب کیږي چي سرمایدار ته هم داضافي ارزښت پراخ شرایط برابر کړي.اوهم دکار په جریان کی مسلکي متخصیصین اوکارګران پرکاروګماري.اودهغوی دلاس دبازو،وخت څخه داسي ګټه واخلي چی دیوه پلوه په ټولنه کي کارګره طبقه دوسایلوڅخه مهرومه اودبله پلوه یوه داسي ټولنه جوړه کی چي هغه دیوڅومحدودو سرمایدارانو دخوا څخه تصاحب سي.
په افغانستان کی چي یوه فیوډالي اوخانخانی ټولنه ده،دتولید وسایل ډیروروسته پاته دي اوهمدغسي دتولیدقوت ډیرضعیفه دی.او په ځینوساحوکي خوبیخي موږ دخارج ووارداتوته اړیو.دبیلګی په توګه:دغوړو،سمینټو،سیلوګانو،حجاری انجارۍ فابریکي ،کودکیمیاوي،نساجي،دوړیواوبدلومؤسیسه اوهمدغسي نوري کوچنۍ اوغټي لاسي دستګاوي ممکن زموږپه هیوادکی وي.چی تر ۱۹۹۰کلونو پوري لالږوډیر فعاله وې،خو! ځیني یې دمنځه ولاړې اوځیني هم په وروسته کي دتولید توان نه درلودی.خو! دکرزي حکومت چی په ښکاره ویله چی موږ دخصوصي مالکیت پربنسټ دآزادرقابت په نتیجه کي یوه سرمایداري ټولنه جوړه وو، دبده مرغه چی هغه څه چی سرمایداري ټولنه باید جوړه سوې وای اودافغانستان دهغوپاته فابریکوشکل اوماهیت ته دتولید په جریان کی تغیر ورکړل سوی وای.اوبرسیره پردې چی هغه دوالتي شتمني دتولیدي وسایلو چي دحکومت اودلت په لاس کی وه هغه مډرنسوې وای اوپه عینی حال کي نورو پانګوالو ته هم ددې وخت ورکړل سوی وا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery