مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اجرايیه ریس عبدالله عبدالله ته جدي خبرتیا!

سرلوڅ مرادزی

رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې ویل کیږي، د حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت ته د نوی نوماند پتوګه دغه درې تنه جنرال ظاهر اغیر، جنرال باباجان او عبدالستار مراد پر لیکه درولي دي. همداراز ویل کیږي نوموي د بهرنیو چارو وزارت لپاره امرالله صالح، احمد ولي مسعود او مسعود خلیلي ورپېژندلي دي.
له نوموړو کسانو څخه جنرال ظاهر اغیر چې مخکې يي د المپیک کمیټې د رییس دنده درلوده، هغه څوک دی چې د المپیک کميټې د ریاست پر مهال يي په چین کې د افغان لوبغاړو د لوبې پر وخت چې خپله هم حاضر وو، د ملي سرود پرځای د قرصک پنجشیر سندره غږولې وه.
له یادو کسانو څخه چې افغانان يي پوره او بشپړ پېژني، اکثرآ د پنجشیر له درې څخه دي او ټول د نظارشورا غړي دي. له ۱۹۹۲ کال راهیسي چې افغانستان د نظارشورا او اسلامي جمعیت په منګولو کې راښکېل شو او د دوی په لاس کورنۍ جګړه راپیل شوه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د پیر تر پایه پورې دا کسان په دولت کې لوړې چوکۍ لري او د هېواد په ورانۍ او تباهۍ کې لویلاس لري!
د عبدالله عبدالله لخوا نوې کابینه کې د دغو کسانو نوماندي په داسې حال کې کیږي چې د پنجشیر له کوچنۍ درې څخه همدا اوس په کابینه او لوړو دولتي چوکیو کې درې تنه هر یو، خپله عبدالله عبدالله، احمدضیا مسعود او د عامه روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز تیارموجود دي.
عبدالله عبدالله چې د اجرایوي رییس پتوګه کابینه کې یوازې د نوماند پتوګه د وزیر د سلا واک لري، کولای شي د پنجشیر له درې او د خپل تنظیم نظارشورا پرته، له هېواد څخه نور د کار اهل او مسلکي کسان داسې پست ته وروپېژني.
په نوې کابینه کې د پنجشیردرې څخه د نورو زیاتو کسانو د ګمارنې لپاره، په هیڅ صورت اړتیا او ځای نشته!
که بیا هم عبدالله په نوې کابینه کې له پنجشیر درې د نظارشورا او اسلامي جمعیت د نوموړو کسانو په ګمارلو ټینګار وکړي، د هېواد د نورو ولایتونو د کار اهل، مسلکي او وړوکسانو استحقاق تر پښو لاندې کوي او د هېواد د اتباعو د مدني او ټولنیزو حقوقو په وړاندې لوی جنایت او خیانت ترسره کوي او داسې اقدام او پر هغه ټینګار یو قصدي او پاروونکی عمل ګڼل کیږي!
افغانان په ولسي جرګه او مدني ټولنوغږ کوي چې د نظار شورا او جمعیت د نوې توطيي په وړاندې خپل اواز اوچت کړي او پرینږدي چې نظارشورا او جمعیت په تېره بیا د پنجشیر له درې څخه دولتي واک د پخوا پشان داځل بیا پخپل لاس کې منحصر کړي!
د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ ۲۳ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery