مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دقانون او حقوقو تر منځ فرقونه

 

له ډېرو محصلینو سره دا پوښتنه وي، چې د قانون او حقوقو تر منځ کوم پیر شته او کنه؟ که وي نو کوم توپیرونه به وي.؟

هو د حقوق او قانون تر منځ توپیر شته او دا توپیرونه په لاندې ډول دي.

اول په تعریف کې لوی توپیر لیدل کېږي.

قانون: هغه مصوبه چې د ملي شورا د دواړو جرګو ( مشرانو جرګې او اولسي جرګې) له لورې تصویب او د اولسمشر له لورې توشیح شوی وي قانون بلل کیږي.

او یا قانون هغه صریح، معقول او الزامي امر دی، چې د واکمن مقام له لورې وضع کیږي. موخه او هدف یې د ټولنې لارښوونه وي قانون بلل کیږي.

او یا هم هغه معقول او صریح تجویز، چې د واکمن مقام له لورې وضع کیږي او تطبیق یې جبري شکل ولري قانون بلل کیږي.

نو قانون د قواعدو هغه مجموعي ته ویل کیږي، چې د ‌ ذیصلاح مرجع یعنی دولت له خوا په تصویب رسیدلی وي، او که دولت تصویب نه  کړي قانون نه شمېرل کیږي.

خو بیا-

حق: عبارت  له هغه سلطی، امتیاز او اقتدار څخه دی چی یو شخص یی د نورو اشخاصو او اشیاوو په وړاندې لري او د قانون له خوا حمایه کېږي.

حقوق : حقوق عبارت د یو سلسله قواعیدو څخه دی چی  انسانې ژوند د ټولنې په داخل کې رهبري کوي.

که د دواړو تاریخي سیر ته پام وکړو نو حق یا حقوق  د قانون څخه ډېر پخوا د انسان د پیدایښت سره سم رامنځته شوي. مثلاً د ژوند حق، د هستوګنې حق او نور... ان تر دې چې د دولت نه مخکې طبعي حقوق موجود و او په ټولنه کې د عدالت د تامین لپاره او د تجاوز د مخنیوي لپاره طبیعی حقوقو څخه کار اخیستل کېده.

د لغوي معنی له مخې هم توپیر لري.

قانون: مقیاس او اندازه کولو ته وایی

خو

حقوق: ثابت، رښتیا، د باطن په ضد مبارزه او د الله نوم دی

 

د ثابتوالي له مخې هم توپير لري.

قانون: تغیر منونکی دی، یعنې قانون انعطاف پزیر دی، د وخت په تېرو سره قانون بدلیږي او یا قانون ډېر زر تغیر کوونکی دی.

د مثال په ډول موږ د افغانستان دولت یادوو، ددې امکان شته چې دغه اوسنی رژیم ړنګ او پر ځای یې بل رژیم  وټاکل شي، نوي رژيم کولای شي، چې په قانون کې تغیرات راوړي یا – د افغانستان په اوسنی قانون کې داسې راغلې، چې ولسمشر نه شي کولای چې د دریم ځل لپاره ځان کاندید کړي، خو که  لویه جرګه جوړه شي او وغواړي چې ولسمشر د دریم او څلورم ځل لپاره بیا وټاکل شي. دا کار شونې ده.

خو

حقوق ثابت دی، انعطاف پزیر نه دی، لکه د ژوند کولو حق یا د ازادي حق دې ته ورته نور طبیعی حقوق پکې شامل دي.

قانون د حقوقو د چتر لاندې دی او یا هم د حقوقو یوه برخه ده.

قانون د حقوقو محافظ یا ساتونکې ده.

 

صیام الدین پسرلی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery