مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

پوليسو په زياته کچه چاوديدونکي توکي نيولي دي .

لودين
په کندهار کې د امنيه قوماندانۍ پوليسو په زياته کچه نشه ايي توکي نيولي دي ، دا توکي د ډورنډ د کرښي د ها خوا نه کندهار ته راوړل سوي وه ، چې په ډنډ ولسوالۍ کي ونيول سوه . د امنيه قوماندانۍ ويآند ضيا دراني په امنيه قوماندانۍ کې خبريالانو ته وويل ، چې په نيول سويو توکو کې ۶۰ پارسله په چاوديډونکو توکو کي استعماليدونکي کيمياوي مواد ، ثانيه سوز لين ، پټاکۍ او يو شمير نور مواد شامل دي ، چې په تړاو يې يو تن هم نيول سوی دی . د دراني په خبره چې د دې موادو په اړه مخکي له مخکي معلومات تر لاسه سوي وه او پوليس يې په نيولو توانيدل . درانی وايې ، چې د دې سره تر څنګ تېره ورځ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال شل د ماين پاکۍ واسکټونه ، شپږ عرادي موټرسيکلان ، ۳۰۰ کيلوګرامه چرس ، تيزاب ، برقي لين ، وسله او يو شمير نور مواد هم نيول سوي دي ، نوموړی په دې عملياتو کې د دوو وسله والو د وژلو خبر هم ورکړ . په کندهار کې د څو پر له پسي امنتي پيښو په رامنځ ته کيدو سره امنتي تدابير کلک سوي دي او هر ځای د پوليسو جدي تلاښۍ دوام لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery