دخپریدو نیټه : 2015-01-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هغې ډلې قوماندان نیول شوی چې د نیلس هارنر د وژلو پړه یې منلې وه
احمد فیصل
ملي امنیت وايي چې د ځانمرګې جبهې په نوم د سخت دریځو هغه قومندان یې نیولی دی چې تېر کال یې د یوې سویډنۍ ژورنالستې د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی و. نیلس هارنر، چې د سویډن د راډیو لپاره یې کار کاوه او د بریتانیا او سویډن دواړو تابعیت یې درلود، د مارچ په میاشت کې د کابل وزیراکبر خان کې ووژل شوه.د نوموړې ترور له افغانستانه د ناټو خواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د ناامنۍ او نایقیني حالت د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې وپارولې.