مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دملي سرود پرځای قرصکي سندره د سفیر؛ اندېشه وه!


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د رواني فبروري میاشتي پر۱۳مه استرالیاته د نړیوال کپ په سیالو کي د ګډون په موخه ولاړ، د مراسمو په پیل کي د افغانستان د ملي سرود پرځای یوه تنظیمي او د افغانستان یوه سیمه ییز ډانس ( قرصک ) ته جوړه سندره وږغول سوه. ګډونوال حیران سول، نړیوالو چي د بېلابیلو هیوادونو د سرودونو څخه د هغو هیوادونو احساسات او فرهنګونه حسول، د افغانستان په هکله بېل فکر ورکړه سو. دا له قانونه سرغړونه، د هیواد توهین او سپک حرکت د افغانانو د قهر پارېدلو سبب سو، په استرالیا کي د شملې رادیو ویاند عبدالهادي هادي د افغان کرکټ بورډ د یوه مسوول څخه په دې هکله پوښتنه وکړه، هغه پړه  په استرالیا کي پر افغان سفیر واچول. نسیم دانش شملې رادیو ته وویل:( زه بېخي نه ووم خبر ، مسولینو په استراليا کې د افغانستان له سفير ښاغلی نصير اندیشه نه غوښتي وو چې داسې يو څه ورته تيار کړي چې د افغانستان د کلتور معرفي کوونکی وي چې د نړيوال جام مراسمو کې اجرا شي او ښاغلي سفير همدا څه ورکړي او ورمعرفي کړي وو.)


دا چي نصیر اندېشه ولي د هیواد د ملي سرود پر ځای د قرصک سندره ږغولې ده، دا پوښتنه مو د بېنوا ویبپاڼي له کاري ټیم سره شیریکه کړه. زموږ د معلوماتو له مخي اندېشه دا کار قصدي کړی دی، ځکه هغه د ډیپلوماسۍ په دستګاه کي داسي ډېر بغاوتونه کوي. دا خبره د کره اسنادو له مخي کوم. ګڼ مدارک او اسناد رارسېدلي دي چي اندېشه فکري ناروغ او د قومي تبعیض په رنځ مبتلا دی. په استرالیا کي د افغان سفارت پاڼه کتلای سئ، بېلابیلو برخو ته یې مراجعه کولای سئ او خپله درک لګولای سئ چي ژبنی انډول او د پښتو برخه څنګه ده؟ دا هم د سفارت د ویبپاڼي پته:
 http://www.afghanembassy.net/


د ژبني، قومي او سیمه ییز تعصب راوروسته بل ټکی چي د افغانستان په حق کي لوی ظلم دی هغه د نصیر اندېشه کاري بغاوت دی. د نوي زیلانډ او استرالیا لپاره د افغانستان استازی؛ چي پر ډیپلوماټ پاسپورټ، سیاسي ویزه، حکومتي لګښتونو، کور، موټر،ډرېور، تشریفاتو، لوړ معاش او بې کچي امتیازاتو شخوند وهي، د سفارت د ورځني کاري وخت څخه په ناوړه استفاده؛ په پوهنتون کي په فول ټایم ( ټوله ورځ ) لوړو زده کړو بوخت دی. د سفارت د یوه کارکوونکي په خبره داسي میاشتي هم راغلي دي چي سفیر یې نه دی لیدلی. اندېشه په تحصیلي پاسپورټ نه، په تحصیلي ویزه نه، په شخصي توګه نه، نیمه ورځ نه، په خپل موټر کي نه، د خپل لګښت له مخي نه، بلکي زموږ د هیواد له ملي بودجې په ناوړه استفاده، ټوله ورځ په پوهنتون کي تېروي. د استرالیا د لویي وچي سره چي موږ یې د پرېمانه ارزښت له امله ستراتیژیک تړون هم ورسره امضا کړی دی، خو زموږ سفیر ورسره د اړیکو او یا له هغو څخه د خپلو ارزښتونو د حاصلولو لپاره ټاکل سوی وخت؛ په پوهنتون کي تېروي.


 زموږ بدبختو استازی جعل هم کوي، د استرالیا د ملي پوهنتون کنبیرا د دوکتورا شرط دی چي محصل باید په اړونده څانګه کي لس کلنه کاري تجربه ولري،بیا د دوکتورا لپاره داخله ورکوي خو اندېشه بې له دې چي دغه شرط پوره کړي او پوره تجربه دي ولري، د خپل یوه تنظیمي ملګري چي  په دغه پوهنتون کي استاد دی؛ په مرسته، د لس کلني ډیپلوماټیکي تجربې جعلي اسناد جوړ کړي دي، په داسي حال کي چي د بهرنیو چارو وزارت ته د کار لپاره په ۲۰۰۶ کال تللی دی او هلته یې هم  اداري چاري پر مخ وړي دي.
 د پوهنتون د شرایطو کتلو لپاره پر لینک کلیک کولای سئ:
http://www.anu.edu.au/


د اندېشه د دوکتورا درسونه پر خلاصېدو دي، څه موده ترمخه یې د تحصیلي څېړني په موخه واشنګټن ډي سي ته سفر کړی وو، چي لګښتونه او هلته تشریفات یې هم د افغان حکومت له بودجي کړي ول.
په استرالیا کي یوه تن افغان ډيپلوماټ چي زموږ سره معلومات شیریکول، د اندېشه د سیاسي تړاو په هکله وویل چي هغه د عبدالله عبدالله او ټلوالي د سرسختو ملاتړو څخه دی ، ډېر کله د ولسمشر غني پر شخصیت ټوکي جوړوي او ځان تر اصولو لوړ ګڼي.


د استرالیا د ملي پوهنتون دغه محصل چي زموږ د سفیر په نامه په ټولګیو کي وخت ضایع کوي، د هغو ټولګیو وړتیا هم نه لري، د دوکتورا په کچه محصلي کوي خو تر اوسه یې خپله تحصیلي ژبه ( انګلېسي ) نه ده زده کړې. په سیاسي علومو او ډیپلوماسي کي دوکتورا کوي خو کله چي خبري کوي نه ډیپلوماټ معلومیږي ، نه هم پر انګلېسي ژبه حاکم، حتا چټیات وايي، هیواد ته زیان اړوي، داسي ږغیږي لکه د جبل السراج په ښار کي د سړک د غاړي دوکاندار. تاسو د یوې ډېري مهمي موضوع په هکله دده تلویزوني مرکه وګورئ چي د دوکتورا او استازولي درک یې درمعلوم سي:
 پر لینک کلیک وکړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=EfIA7NAt5dM&feature=player_embedded


له افغان اولسمشر څخه مو هیله ده چي د هیواد د ډیپلوماسۍ د ماتي خو رغون منونکي دستګاه پر دغه څنډه ژر ژغورونکی اقدام وکړي، داسړی وپوښتي، څارنوالۍ ته یې معرفي کړي او د استرالیا او نوي زیلانډ لپاره وړ، افغان او مستعد سفیر وټاکي. موږ به ګورو چي د فساد پر ضد د جهاد شعار په عمل کي څنګه عملي کیږي، ولسمشره دا یې اسناد.

 

یادونه:
زموږ سره ګڼ اسناد موجود دي، د ضرورت پر وخت یې وړاندي کولای سو.


د بېنوا ویبپاڼي څېړنیزه ډله:
خالد هادي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery