مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشرغني،هلمند له پامه غورځولی؟


 عبدالهادي – هلمند


 په مجموع کي ټول هیواد له مختلفوستونزو او ننګونو سره مخ دی ، خو پر دې هم سترګي نه پټیږي چي هلمند ترنورو ولایتونو زیات دستونزو دوې لویي استثناوي او توپیرونه لري ، یو نا امني – دوامداره جګړه او دوهم د کوکنارو پراخه کرکیله.
دریمه شومه پدیده هم د اداري فساد ده چي دهیواد وجود يې له تکاملي سیره اچولی دی.

ولسمشر غني تردامهاله دهلمند یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې:
ولسمشرغني او اجرائیه رئیس دواړو په خپل وار د خپل ټاکنیز کمپاین په وخت کي هلمند ته دخاص پام ژمنې کړي وې ، ولسمشر خو دهلمند لپاره د اپلاطون دجمهوریت په څېر دیوه خیالي ښار نقشه وړاندي کړه ، چي په وینا يې له ایرانه به دهلمندسیند اوبه راګرځوي ، دکجکي بریښنا به رغوي ، کوکنار به صفر کوي ، دفساد ریښه به باسي فساګر به دتورو ټمبو شاته غورځوي ، اقتصادي ، علمي او تعلیمي برخو کي به معجزوي کارونه وکړي ، ټاکنیزي لاپي وویشتل سوې او بس ، دتحلیف او لوړي له ورځي څخه يې له اکثرو هغو ولایتونو څخه سر وواهه ، هغه چي ستونزي پکي ډیري وي ، خو هلمند ولایت چي یو له هغو ولایتونو څخه دی چي ستونزي يې پر څټ را وښتې دي ، بیا هم دولسمشر وروته تر دا مهاله هیڅ اراده او انګیزه نلري.

ولسمشر ولي هلمند ته دراتګ زړه نه ښه کوي؟
 ولسمشر دخپل کار په لومړي کي ژمنه کړې وه چي هلمند ته به خپل لومړی سفر کوي ، د پکتیکا خونړۍ پیښي ته ولاړ ، دلغمان پیښي ته ولاړ ، د چارلي ابدو د مجلې دکارکونکو – قربانیانو سره يې خواخوږي وښودل ، خو هلمند کي دملي اردو دځواکونو له لوري سنګین ولسوالۍ کي پر واده باند د هاوانونو په پېښه کي د (۵۳) ښځو او ماشومانو شهیدان کېدلو ولسمشر د یوې باریکي خواشینۍ پرته ، هلمند ته دراتګ زړه ښه نه کړ ، ایا دې ته دمور او میرې چلند نه سو ویلای؟

 د کابینې په سیاسي ویش کي دهلمند دونډې نشتون:
سیاسي خیرانونه وسول ، لا هم روان دي ، کابینه ونډۍ – ونډۍ سوه ، دتخصص او وړتیا پولي ماتې سوې ، حزبي ، سمتي ، مذهبي ، ژبنی او لهجوي ویش وسو ، خو هلمند چي د هیواد دسیاستونو ، خاص د ارګ د سرچپه سیاستونو قرباني دی او په تېره یوه نیمه لسیزه کي يې تر بل هر ولایت ځاني او مالي قربانۍ زیاتي ورکړي دي ، په نوې کابینه کي نه دوزارت ، نه دمعینیت ، نه دلوی ریاست ، نه ولایت ، نه دقومندانۍ ویش کي ورته برخه ورکړل سوه.
هلمند کي اوډلي ناخوالي تر ډیره د غیري مسلکي او نا اهله ادارې له لاسه رامنځته سوي دي ، د فساد په وجه ادارو بوی نیولی دی ، غصب ورځ تر بلي خپلي وزري غوړوي ، پټو او لڅو وژنو زور اخیستی دی ، خو ولسمشر ورته خاموش پاته دی.
هلمند کي داسي رئیسان هم سته چي له انتقالي دورې څخه يې څوکۍ یرغمل نیولي دي او یوه فامیلي اداره يې جوړه کړې ده ، د رئیس اسناد د دوولسم ټولګۍ جعلي وي ، خو لیسانس او ماسټر چي يې ادارې ته دکار لپاره ورځي ددې لپاره چي د جعلي رئیس دکارونو خنډ نسي کار ورته نه ورکوي.

دامنیت نشتون :
د هلمند جګړې دفلسطین او اسرائیلو دجګړې نوم خپل کړی چي ، کمی پکي نه راځي لاهم تاوجنه کیږي ، حکومتي ځواکونه دا مهال دجوارو موسمي کښت هم نه پریږدي ، دلیل يې دادی چي مخالفین پکي ، پټې چرکي حملې تر سره کوي ، دحکومتي ځواکونو عدم همږغي ، دکشفي او امنیتي ځواکونو ضعف ، اداري فساد ، په نظام کي دننه دمخالفینو نفوذ او دسرحداتو نه ساتل ، دې ته لاره هواره کړې چي مخالفین ښه په پېخر خپل فعالیتونه او حملې سرته و رسوي .
پوتنیو ستونزو ته په کتو سره ولسمشر غني یو ډول اقدام هم ندی کړی ، که دا حالت د هلمند له پامه غورځول نه وي نور څه دي؟؟؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery