مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لویدیځ څنګه وکولای سوه ددوی په وړاندی کاریدونکی وسله په خپله ګټه وکاروی؟

 

• توره طلا
• د ګولف هیوادونو یووالی
• د اسلامی نړی لوی پاپولیش

اسلام د وروستی اسمانی دین په توګه په سعودی که وزیږید او د رسول اکرم (ص) په مټ او زیار سره د نړی تر ګوټ ګوټ ورسیده دهمدغه سپیڅلی ایدیالوژی له مخی سعودی هم د نړی په پیښلیک کی د یو داسی هیواد په توګه وپیژندل سو ، چی بایده ده ورته په نړیوال سیاست باندی د اغیزی  لرونکی هیواد په سترګه وکتل سی او همدارنګه د امریکا متحده ایالات هم له نړیوالی جګړی څخه وروسته د لویدیځو هیوادونو په سر کی راغی  او په دی ډول په اوسنی نړی کی د سوپر پاور په توګه د نوری نړی سره اړیکی لری.

نفت، د ګولف هیوادونو یووالی او د اسلامی نړی لوی population، هغه دری اړین فکتونه دی چی د لویځ په تیره بیا د امریکا په وړاندی کاریدونکی تر ټولو لوی وسلی په توګه ور څخه کار اخیستل کیدای سی ، سعودی د رسول الله ( ص) د بعثت د پیل سره سم د اسلامی نړی لپاره مهم وګڼل سو ، اسلامی خلافت هم د همدی ورځی څخه پیل او تر نوری نړی وغځیده او تر ټولو لویه ځانګړنه چی کولای سی د اسلامی نړی پام د سعودی په وړاندی را واړوی هاغه د مکی او مدینی ښارونه دی کوم چی هر کال په میلیونونه مسلمانان د حج د فریضی د پرځای کولو په موخه ورڅخه لیدنه کوی. دا کارد سعودی په سپما باندی اغیزه شیندی  او همدارنګه ددی هیواد په وړاندی د مسلمانانو درناوی زیاتوی. نو ځکه هم مسلمانان سعودی ته د اسلامی نړی  د یوه منل سوی لاروی  په سترګه ګوری. لویدیځ هم د مسلمانی نړی سره د معاملی په موخه سعودی ته لمړیتوب ورکوی او سعودی د پورته ځانګړنی له مخی ددی وړتیا لری تر څو اسلامی نړی ته قناعت ورکړی. او دا کار سعودی ته یو ډیر ښه چانس په لاس ورکوی تر څو د ځمکی په مخ د یونیم میلیارد مسلمانانو په سر د نوری نړی سره د هر ډول معاملی کولو لاس اوږد کړی.

د اسلامی نړی او لویدیځ تر منځ د خوابدی یو لامل هم  د اسرایلو او فلسطین تر منځ اوږده جګړه ده، د یادیو ناندریو پیښلیک ته په کاتو سره جوتیږی چه د اسرایلو په وړاندی د اسلامی نړی یو بلاک جوړ سوی چی په پایله کی یی د اسرایلو او مصر ، سوریی او نورو عربی نړی تر منځ ناندری او آن خونړی جګړی را پیدا سوی او یاد بلاک د لویدیځ په ځانګړی ډول د امریکا پام ځانه ته را اړولی دی.
اسلامی نړی په ځانګړی ډول ګولف هیوادونه د نړی د هغو هیوادونو سره پرتله کیدای سی کوم چی په نړیوال سیاست باندی خپله اغیزه شیندی.

له اسرایلو څخه د امریکا متواتر ملاتړ ددی لامل سو تر څو اسلامی نړی د لویدیځ په وړاندی یو پلان ترلاس لاندی ونیسی او په دی توګه یی د لمړی ځل لپاره وروسته له هغه چی په کال ۱۹۷۳ د اکتوبر په ښپږمه د یهودیانو په یوه سپیڅلی ورځ(Yom Kippur ) د اسرایلو مصر او سوریی تر منځ خونړی نښته رامنځ ته سوه ، او پر دی مهال د مصر ولسمشر سادات د سعودی شاه ته قتاعت ورکړ چی د امریکا او د اسرایل پلوه هیوادونو باند دی تیلو ایمبارګو ولګول سی او په پایله کی د سعودی په شمول ګولف هیوادونه + ایران د تیلو په نرخ کی د زیاتوالی خبره را برسیره کړه کوم چی په غبرګون کی یی د امریکا د وخت ولسمشر نیکسون د اسرایلو سره د دوه میلیارده ډالرو مرسته اعلان کړه. او د امریکا دا کار ، د ګولف هیوادونو خښم نور هم ور زیات کړ.د همدی کال د اکتوبر په ۱۶مه د یوی ناستی پر مهال هوکړه وسوه چی چی د تیلو په بیه کی به ۷۰ سلنه ډیروالی راولی ، او همدارنګه د کویت ښار په ناسته کی د عراق د استازی په وړاندیز هوکړی ته ورسیدل کوم چی د هاغی هوکړی پر بنسټ د امریکا او د اسرایلو د خواخوږی هیوادونو په وړاندی بشپړ د تیلو ایمبارګو پتیل کیدل او همدارنګه پر امریکا د لا زیات فشار راستو په موخه په هره میاشت کی د تیلو په صادراتو کی پنځه سلنه کموالی او د بیی لوړوالی راځی. او د عراقی استازی د وړاندیز له مخی به په عربو کی د امریکا ټولی پانګی نشنلایز کیږی او د عربی سوداګرو ټول اکاونټونه به د امریکی بانکونو نه ویستل کیږی.

د سعودی دا کار لامل سو تر لویدیځ او په ځانګړی ډول امریکا ته دی اړ سی تر څو د یاد هیواد سره د یوه داسی هیواد په توګه کوم چی په نړیوال سیاست اغیزه شیندلی سی د خبرو اترو میز ته کښینی. او په لمړی ځل سره نړی ته جوته سوه چی سعودی په ګلوبل سیاست باندی په بشپړه ډول هر اړخیزه اغیزه شیندلی سی.

که څه هم چی یاده ایمبارګو او امریکی ته د تیلو نه شیپمنټ ډیره اوږده نه وه خو بیا یی هم په لږ وخت ډیره لویه اغیزه پریښوده کوم چی په پایله کی یی و کولای سوه د تیلو بیه په یوه بیرل کی تر ۷ ډالره پوری پورته یوسی کوم چی دا کار د وال سټریټ او واشنګټن لپاره د زغملو نه وو. نو ځکه امریکا د یادی وسلی څخه د ځان ساتلو په موخه د یوه سپر د ډیزاینولو په موخه لاس په کار سوه.
د تیلو د بیی په بی ساری ډول سره لوړیدا د سعودی په سپما خورا ښه اغیزه وکړه او په دی ډول سره د سعودی عربانو په ژوندانه کی د پام وړ بدلون رامنځ ته سو او په دی ډول سره نوری نړی ته عربو سفرونه مخ په زیاتیدا سول چی په پایله کی لامل سو عربان په دی فکر کی سی تر څو خپل هیواد د سمسورلو په اړه کوم چی یوه ریګی جزیره ده فکر وکړی. او له بلی خوا عربانو بی ځایه غرور کوم چی کوچنی کارونه لکه ساختمانی کارونه یا هم عادی کارګر په توګه کار کول ورته شرم ښکاری امریکا ته یو ښه چانس په لاس ورکړ تر څو دوی تر یادی خوږ ګوتی ونیسی په دی ډول یی سعودی ته په غالب ګومان هنری کسیجنر راولیږه تر څو د امریکاـ سعودی تر منځ یوی پریکړی ته سره ورسیږی. او ددوی دا پریکړه په هو سره واوښته.

د یادی پریکړی پر بنسټ به امریکا د سعودی ټولی اړتیاوی لکه پوځی بنسټونو رغاونه، د سیکیورټی منجمنټ په اړه مرستی، د هیواد په نوی ټکنالوژی سمبالول، د دی هیواد سره په بیارغاونی برخه کی مرسته کول د روغتیا او پوهی په څانګو کی مرستی او .... خو په بدل کی به سعودی ورته امریکا ته د امریکا په خوښه تیل صادروی او امریکا به بشپړ حق لری تر څو د سعودی نه د خپلی خوښی په بیه او کچه تیل ترلاسه کړی.او د امریکا ـ سعودی ګډ وټییز بنسټ (JECOR) تر نوم لاندی یوی اورګنایزیشن منځ ته راوړل سو.

د یاد تړون د لا زیات ښایسته کولو په موخه امریکا سعودی ته دا چانس هم په لاس ورکړ چی د سعودی سره د رغاونی او مرستی په موخه چی کوم پټرول ډالر لګیږی په هغو به د کانګرس واک نه وی او هم دارنګه په دی تړون کی ورته یادونه وسوه چی د سعود کورنی سره به امریکا هر ډول سیاسی او د اړتیا پر مهال به پوځی مرسته هم وکړی تر څو یاده کورنی وکولای سی د تل لپاره د سعودی واکمنی په لاس کی ولری او دا هغه څه وو کوم چی د سعود کورنی ته ستونزمنه وهه ورته د یا ځواب ورکړی. خو ددی په بدل کی به سعودی ورته د ګولف نور هیوادونه هڅوی تر څو د امریکا په وړاندی د بیا ایمبارګو خبری په اړه فکر ونه کړی او سعودی دا کار په خورا زیرکی سره تر  سره کړ.

په یاد تړون ډیر عملی چاری پیل سوی او پر بنسټ یی امریکا وتوانیدل چی پټرول ډالر کوم چی سعودی یی تر لاسه کوی د امریکایی کمپینیو په ګټه وکاروی، چی د کاله به میلیونونه ډالر بیرته د همدی لاری بیرته امریکی ته ځی او په دی ډول به سعودی پټرول ډالر په امریکی کی په پانګه واوړی. چی دا کار به لامل سی سعودی نور هم امریکی ته د اوږد مهال لپار اړ پاتی سی. یا په بله ژبه ، سعودی د فنی کارکوونکیو د کمښت سره مخ دی نو ځکه به سعودی د پټرول ډالرو په مرسته امریکایی کمپنی په کار ګماری او په دی ډول به امریکایی کمپنی د کاله په میلیونونو ډالر د سعودی څخه د کار تر سره کولو تر نوم لاندی اخلی چه په دی ډول به  سعودی پټرول ډالر په امریکی کی دننه په امریکایی پانګه واوړی.
د یادو لاسته راوړل سویو ډالرو په بدل کی سعودی کوم چی یوه ریګنه جریزه وه په یو ښایسته او پرمخ تللی ټولنی باندی واوښت، سعود کورنی وتوانیده د اوږد مهال لپاره پر دی هیواد واکمنه پاتی سی ، او په دی ډول امریکا وتوانیده ددوی په وړاندی کاریدونکی وسله ( تیل ) په خپله ګټه وکاروی.
د یاد تړون په اړه د منځنی ختیځ یو پیاوړی شنونکی Tomas w. Lippmann داسی لیکی:    
<<The Saudis, rolling in the cash, would deliver hundreds of millions of dollars to treasury, which held on to the funds until they were needed to pay the vendors or employees, this system assured that the Saudi money would be recycled back into the American economy… it also ensured that the commissions managers would undertake whatever projects they and the Saudis agreed were useful without having to justify them to the congress>>                                                                      

     نقیب الله اساکزی      

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery