مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غمجنتوب او ترې دوتلویو شمیر لارې چارې

محمد شفیق حقپال
 
 نړیوالې شمېرې ښېي چې د غمجنتوب او اندیښمنتوب حالت چې په انسانانو کې پېښېږی او په زیاتیدوسره یی انسان دناروغی حالت ته ځی په اوسنی وخت کې ډیر شوی او زیات شمیر انسانان ورسره مخامخ دي ، افغانستان خوپرته له هغه هم له غمونو او اندیښنو ډک هېواد دی ۳۷کلن ناورین چې پیل یې د ۱۳۵۷ کال دغوایی له کودتاه سره شوی دډیرو هغو افغانانو په غمونو اندیښنو کې اغیزدرلودلای چې په یوډول نه یوډول يې له دغو پېښو سره یې تړاو موجود ؤ ، که نور هیڅ هم نه وو نو خبرونه خو ټولو اوریدلي او ددي پرځای چې په هیواد کې دخوښۍ خبرونو واورو نو تل مو دغم او اندیښنو او بدمرغیو خبرونه اوریدلی، چې دې او نورو حالاتو زموږ په روح او روان باندې اغیز کړی او ډیر خلک یی ان دومره دغمجنتو ب حالت ته رسولي چې لارې یې ترې ورکې کړې او له ناروغیو او ناهیلو یی سره یی سر کړي ، دبحث اصلي موضوع ګانې په ژوند کې دبریالیتوبونو په هکله دي هغه کسان چې له غم او اندېښنو سره سردي داسې هم نه ده چې ددې حالت اغیزپرځان کم نشي کړای او او دبریالیتوب څوکو ته ځان ونه شي رسولای .
هغه شمېرې چې اوس اوس په نړۍ کې خبریږي ډیر ې ویرونکي ، ان هغه سروې چې پنځلس کاله مخکې ددوه زرمې پیړۍ په پیل کې ترسره شوي جوتوي چې هرکال په نړۍ کې اته لکه دځان وژني پېښې ثبت شوي . دایواځې دثبت شویو شمیرو ښودنه کوي چې له اقتصادي اړخه پرمختللو هیوادونو کې ترسره شوي داچې هغه شمیرې چې نه دي ثبت شوي که ټولې ثبت شوې وای دغه ارقام به شاید څو برابره ؤ.
ددغو ځان وژونو اتیا په سلو کې عامل دغمجنتوب او اندیښنو له کبله ښودل شوی او ۴۲ په سلوکې هغو کسانو چې ځان وژنه کړې ځوانې نجونه ښودل شوي ، دغه سروې د غمجنو کسانو شمیره چې دناروغی حالت ته رسېدلي ۵۰۰ میلیونه تنه یادنړۍ نږدې په سلو کې ۱۵ کسان په دې ناروغی اخته دي او ۲۵ په سلوکې ددغو شمېرو مخ پروده هیوادونو کې دي او که چیرې هم زموږپه هیواد کې دقیقه سروې کیدای شوای نو دغه شمیره له ۵۰ په سلو کې زیاتیدله یعنې چې کیدای شي ووایو زموږ په هیواد کې سم نیمایی کسان ناروغی حالت ته رسیدلي دي . او دروانی فشارونوپه وړاندې دمبارزې موسسه وایی چې په ۲۰۰۱ م کې دنړۍ نیمایی خلک روحي فشارونو رنځ وړي .او دافغانستان په هکله ویل شوي چې نږدې ۸۵ په سلوکې ددې هیواد وګړي له په روحي فشارونو اخته دي.
پوهان وایی چې دغمجنتوب ، اندیښنې ، انزوا یعنې ګوښه خوښونې ، تعصب ، تاوتریخوالي ، اعتیاد ، بې اشتهایی ، ډير خوراک او نورو عادتونو مخ پرودې زیاتوالی دروحي ناروغیو دزیاتوالی له امله دی .
بشر که کولای شي دتکنالوژی په برکت دسپوږمی پرمخ قدم کېږدي او لکه دکب په څېر دسمندرونو تل ته ولاړ شي خو نشي کولای دځمکي پرسره لکه د انسان په څېر سم ژوند وکړي او دا ولې؟
 ولې انسان دخپلو غمونو دکابو کولو لپاره دومره عاجزه دی په داسې حال کې چې نور پرمختګونه یی هغه دي ګوری دنړېوالو رپوټونو پربنسټ ولې اویا په سلو کې دطلاق شميرې ترپخوازیاتې شوي؟ ولې د ځان وژنې شمیرې زیاتې شوي؟ الله ج دانسان روح او جسم دواړه موازې پید ا کړل خو جسم یی ورځ تربلې دښو لاسته راوړنو شاهد وي او روح یی ورځ تربلې په بلا اخته کیږي. که چیرې جسم په الوتکه ، ښو خوراکونو ، ښو فلمونو ، ښو تفریح ګانو ، ښه اقتصادی حالت ، ... خوښولی شي ولې روح یې ورځ تربلې زیان ویني دلیل یې څه دی؟
 ارواپوهان اوس دې نیتجې ته رسیدلی چې دخوښی اوسعادت لار یواځې په انساني ژوند کې تعادل دی او څه ډول چی جسم اړتیا وې لرې روح یې هم لري خو داوسنی زمانې خلک دجسم غم خوري او روح یې ورځ تربلې دناوړه حالت سره مخامخ کیږي .
امریکایی پوهاند "ذکری نهری لینک" چې یو کتاب یی هم د (( دایمان پر لور بیا ورتګ )) په نامه لیکلی په خپل همدغه کتاب کې وایی هغه کسان چې دعبادت پرلور درومي له هغو کسانو چې عبادت نه کوي له شخصیتی نظره ډیر بریالی او توان لرونکي وي "!
الله ج چې دبشر هستونکی دی فرمایی :
 :" مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ "﴿النحل/ ٩٧﴾
{ له نارینه او له ښځو هرڅو ک چې ښه کارونه ترسره کړي په داسې حال کې چې مؤمن وي ، هغوي به پاک او ستره ژوند کې وساتو او اجر به یی هم دهغه عمل مطابق چې ترسره کوي یې ورکړو.. }.
نو دخوښۍ یو غټ راز ښه اونیک عمل دی چې باید سر له همدا اوسه یې پیل کړو ، له خپلو ګناهونو پښېمانه شواو دښو او ثواب عملونو په لټه کې شو وګوري چې څومره به مو حالت بدلون ومومي؟
 داچې دبشر حالت ولې ورځ تربلې دبد حالت لورته په تیره بیا په روحي او اروایی ډګر کې روان دی علت یی همغه له معنویاتو نه لري والی او په مادیاتو کې ډیر بوختیدل دي.
خوښي ، نیکمرغي او نیک بختی دهر انسان هیله ده ، دژوند څخه ناسم درک ، ناسالمه محیط ، ککړ مذهبي او فکري چاپیریال، روحي برخې ته نه پاملرنه کولای شي په انسان کې ددوزړيتوب او غمجنتوب لامل شي .
گناه او اخلاقي انحرافونه ، دحرام مال خوړل ، حرامو ته کتل ، په حرامو کې فکر کول ټول ددې لامل ګرځي چې تاسو غمجن کړ ی. الله ج فرمایی:.
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ" ﴿طه/ ١٢٤﴾ هغه څوک چې زما له یاده اعراض یالرې والی وکړي دهغه لپاره به سخت ژوند ورپه برخه وي او دقیامت په ورځ به یی ړوند محشور کړو.
او پیغمبر ص فرمایی هغه څوک چې توبه او استغفار کوي هغه به الله ج له غم او له اندېښنې وساتي او په هرسختی او مصیبت کې به ورته الله ج یو ه لاره پرانیزي او له داسې لوری به روزي ورکړي چې هیڅ به یی دی فکر هم نه کوي.
پوهان وایی چې هرانسان دخپل کور پاکوالی ته اړتیا لري هغوی وایی که چیری اندیښنه لري غم لری او په خپل ژوند کې دبدبختی احساس کوي خوښی نه لر ی او نه پوهیږي څوک یاست ؟او څه غواړی ؟، که ژوند درته بی مفهمومه دی ، که چیری خندا ستا دکور ور نه درټکوي که چیری دخوښی او نیکمرغی دموندو په تکل کې یې او که غواړې په خپل ژوند کې بریالی واوسې بیا خپل یو لاس دې په بل لاس کې کلک ونیسه او سترګې دې دیو ې شیبې لپاره وتړه او داسې احسا س کړه چې دیوې شیبې لپاره بله نړۍ کې یې. داسې فکر وکړه چې دادنیا او په کې ژوند لنډ دی. موږ ټول دالله ج یو او دهغه لورته ورتلونکي یو ، دایمی او تلپاتې ژوند بله دنیا کې دی ، داژوند یواځې یو آزمېښت او فاني دی او باید چې ددې ژوند هره ستونزه دالله ج لپاره تیره کړو او هغه ستونزه مؤقتی وګڼو او دخپل ابدی ژوند دسمون په تکل کې شو، پرخدای باور او یقین لا ځواکمن کړو ، او پرهغه توکل وکړو او خپل ژوند دهغه لپاره کړو ، ستونزې دبلې نړې داجر وسیله وګڼو او ددغه اجر دلاسته راوړو لپاره صبر ولرو ، او دراتلونکی په اړوند خوشبینی او هیله مندی هیڅکله هم له لاسه ورنه کړو. که څومره ستونزې لرې داوخت تیریږي ، یواځې همدا شیبه ده بیا داشیبه نشته هرڅه فاني مګر ، الله ، او د بل ژوندانه حقیقت چې بیا راپاڅیږو او اصلی خوشبختی او بدمرغي هلته ټاکل کیږي . الله مودې دجنت په لاسته راوړو سره دابدی نیکمرغی لورته ور وکاږي او له ابدی بدمرغی مودې په خپل فضل سره وساتي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery