مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دآفــغــانـســتا ن دخلق د موکرا تیک نهضت جوړښت-۶

عبدالقیوم


۱۳۴۳هـ  ش کا ل
د جدی یولسمه
 د پنځمی برخی په ادامه
شپږمه  او وروستۍ برخه
 د وهم فر کسیو ن:
د افغا نستان دخلق ددموکراتیک ګوند په منځ کي دوهم  منفي  اثر ګذاره  فر کسيون چي دخلق د دموکراتیک ګوند دمرګ  سبب هم سو هغه د ځان لوړبلونکی او ځان خوښونی په ناجوړی آخته شخص حفظ الله امین لخوا جوړسوی ؤ،د دی فرکسیون مشری  په خپله د حفیظ الله امين کول. د خلق د دمکراتیک ګوند دننه د ګوتو  تر شمار کم سړو دحفیظ الله امین  سره  پدې لاره کي مرسته کول  یا د هغه پر قدمونو خپله پښه ایښول.
 ښاغلی حفيظ الله امين ترهغه ځایه چي ما پیژندی ،په خبرواو مجلس کي ډېر صميمي ، هميشه  يې خوله د خنداډکه ، د ښه ا نرژي لرونکې ،ښایسته رنګ ،ببري اوپلني ورځي ، پر اخ تندي  او د ښه استعدا د خاو ند وو پدی کی شک نسته.  دوطن په سطحه دعالی زده کړو خاوند ،معلم ،مدیر او دظاهر خان د وخت په پارلمان کي  د پغما ن د خلګو ښه نماینده  او د خپل حزب  ویا ند وو. د داود خان درژيم  په چپه کولو یی کي لمړی نقش او دپا څون رهبري یی وکړل.
حفظ الله امین علاوه پر  هغو ښو صفاتو اوځیرکي چي  یی لرل ،د ده  د میل په مخالفه خبره ژر خفه کیدی(اندک رنجه )،عقده اخیستونکی  او بې رحمه  انسان هم وو،د خلګو اوحزبیانو  پر وژلوعلاوه  حتا دحزب د مشر نورمحمد تره کی هغه چی ده یی لاسونه مچول دهغه د وژلو په طریقه کی خپله بی رحمی ښه ثابته کړل.
حفیظ الله  امين لکه هر بل ځان خوښونکي  سخت د نامه او شهرت علاقمند و.  سره  د هغه استعداد چي  خالق ورکړی ؤ،سره  د هغه جسمي   او فکري طاقت چي لا ره يې، ښه داښه کار دی  هرڅوک باېد د ښوکار و په اجرا کولو  او سرته رسولو  سره  ځان په ولس کي محبوب کړي.خوپه ځان کي باېد داجاغورهم وروزی چي د خلګو احترام اوقد ردا نی يې لیوني نکړي.
حفیظ الله امین تر ډیره بریده د چاخبري او رید لی خوعمل يې هغسي کاوه  چي دده  خوښ وه. لکه د ببرک کارمل د لاسه چی زیاتو خلګو د حزب تر حاکمیت اخیستلو حزب خوشی کړی وو. په دغه شان ډېرو حزبیانودحفیظ الله امين د لا سه حزب پری ایښی ؤ.لکه محمد طاهربد خشي، محمدظاهرافق،تا زه خا ن، داکتر زرغون  سره دخپلو  یوشمیرخوا خوږو ملګرو او نورو.
هغو د حزبه تللو به لا  په حزب او دحزب درهبرۍ مخالف کوم منفی عمل یا تبلیغ نه وشروع کړی، چي حفیظ الله امين به د خپلو یوشميرشخصی ملګرو او وروسته ګروپي یا فرکسیو ني ملګرو پر لا س داخلګ دونه تخریب کړل څوهغوی مجبور کړی چی عکس العمل وښی او د ځان په دفاع کی دحزب مخالف څه و وایی.د حفیظ الله امين کوښښ له اوله  دا وو چي د حزبه  دوتلو خلګو بیرته  حزب ته دراګرځیدو لاره بنده کړی چی بیا ونسی کولای حزب ته راسی.
  په تور لګولو او ټاپه وهلوکی یی تر ببرک کارمل یی کمی نه لاره.او دده  او یارانو لخوا پرخپل دنظر مخالیفو باندی داټاپی وهل کیدی چي داد پلا نی ګروپ دی  او دا د پلانی . دا د ګروپ با زی خبري ببرک کار مل اوحفیظ الله امين د ځانونو د پټولو د پاره راشروع کړي وی.د واړو د حزب د ننه خپل ځانګړی ګروپونه یا فر کسیو نونه لرل.
د خلق د دمکراتیک نهضت  په رهبرۍ کی  د یوشمیر غړو سره  د حفظ الله  امین په هکله  یو څه تشویشونه دپخوا څخه  موجود ؤ. مګر حفیظ الله امین  په خپل مهارت نورمحمد تره کی ته دونه ځان نژدی کړی وه چی  په پوست او مغزویی ور ننوتی ؤ. حفیظ الله چی هرځل  دنور محمد تره کی سره مخامخ کیدی دواره یی  دهغه لاسونه ور مچول او هغه ته یی دپلار خطاب کاوه ،چی په ټول حزب کی هیڅ بل چا دا کار نه کاوه.
دنور محمد تره کی  لویه اشتباه دا وه چی  تر حاکمیت اخیستلو مخکی یی د حزب  دټولو نظامی  ملګرو د تنظیم کار یوازی  حفیظ الله امین ته وسپاری .حال دا چی د رهبرۍ نور غړی د نورمحمد تره کی د دی تصمیم سره سخت مخالف وه.  څوځله نورمحمد تره کی ته په ځانکړی توګه  وویل چی  دنظامی ملګرو سپارل  یوازی وحفیظ الله امین ته  غلظی  او دخپل ځان وژل  دی وکړل. په خواشینی سرباید و وایم چی نور محمد تره کی  په خپله اشتباه  هغه وخت وپوهیدی چی  ډیر ناوخته ؤ.

  حفیظ الله امین دحزب دنظامی کمیتی تر تصاحب وروسته  د رهبری د نورو غړو څه چی خپله  د نور محمد تره کی پروا هم نه لرل. حفیظ الله امین  هغه  وخت  په نورو محمد تره کی پسی بد ویل  شروع کړل  چی  نورومحمد تره کی دحفیظ الله  امین  وړاندیزونه  رد کړل. دحفیظ الله امین وړاندیزونه داوه چی دی او دفوځ نظامی ملګری کولای سی د سردارمحمد داودخان نظام په لږ قربانی ورکولو چپه  او حکومت په لاس کی واخلی. مګر نورمحمد تره کی به  دحفیظ الله امین غوښتنه ردول ،ورسره ویل به یی چی لا زموږ حزب د دی توان نه لری   چی تر قدرت اخیستلو وروسته  قدرت  وساتلای سی،زموږ حزب لا ځوان دی .


دحیفظ الله امین پر دی پیشنهاد څوځله  ټینګار او دنور محمد تره کی مخالفت د دی باعث سوو چی نورمحمد تره کی درهبرۍ د نورو غړو هغه خبره و منی چی د نظامی کمیټو سپارنه یوازی حفیظ الله امین ته یو اشتباه وه.څه وخت چی  دحفظ الله  امین پیشنادونه دحکومت د چپه کولو  دنورمحمد تره کی لخوا په قاطع توګه رد سول،حفیظ الله امین درک کړل چی نظامی مسؤلیت یی دلاسه وزی او د یوشمیر نورو خبرو په اساس ممکن  دحزب د رهبری کمیټی څخه لیری سی. نو حفیظ الله امین دیوه ګروپ (ملی دمکرات) په نوم په جوړیدو پیل وکړی او د خپل معنوی پلار نورمحمد تره کی دشخصیت پرضد یی تبلغاتی کمپاین په کابل او دهیواد په ډیرو ولایاتو کی را شروع کړی.

که چیری دغه وروستی انکشافات  ( دمیرآکبر خیبر ترور، دهغه جنازه ، دحکومت بیځایه حمله، دخلق د دمکراتیک ګوند درهبرۍ دغړو  نیونه چی نتیجه یی  دثور دمیاشتی د اوومی نیټی نظامی پاڅون سوو) په زیاته عجله  منځ ته نه وایی راغلی  ژر به د حفیظ الله امین دلاسه څخه دنظامی کمیټو مسؤلیت اخیستل سوی وای. او د داسی تریخو پیښو شاهدان به وایی .
حفیظ الله امین د وخت څخه په آستفاده یواړخ ته په نظامی آفسرانو کی خپل شخصی نفوذ زیاتاوه او پر څنګ یی د ملکی حزیبانو څخه پر ځان یوه حلقه را تاو کړل. د ټولو موازینو او اصلو خلاف یی پټ دحزب  دحزب په  دننه کی دحزبیانو څخه  د(ملی دمو کرات ) په نوم  ځانته جوړه کړۍ.
 
    دحفیظ الله امین د( دموکرات ګوند ) درهبرۍ غړی دغه  لاندي  شخصیتونه  وه:
1 -  حفیظ الله امين.
2 -  محمود سومأ.
3   - عبدا لرشيد جلیلی.
4  -  محمد منصور هاشمي.
5 -  محمد صد یق عا لميا ر.
6 -  صاحب جا ن صحرايې.
7 -  را ز محمد پکتین.
”د محمدا قبا ل وزیری د کتا به . ”
 کله چي ما ته محمدا قبا ل وزیري صاحب خپل کتا ب راواستوی ،ما په ډ ېره مینه ولوستۍ د نورو خبرو برسیره دا د ملي د موکرا ت ګوند خبر ه د پوښتني وړ وه. که څه چي ما ته  د څرخي پله په زندا ن کي  هغه وخت چي زه ښاغلۍ محمود سؤما دواړه  بندیان اویوه کوټه کي کوټه قلف  وو هغه وخت د دې  خبري یا د  کړي وو،زه پوره  مطمئن نه وم.
 د وزیری صاحب دکتاب ترلوستلو وروسته  مي تلیفون راپورته کړي   او سومأ صاحب ته مي زنګ تیر کړي .ترسلام   او ستړي مشي وروسته مي دغه پوښتنه  بیا ځیني وکړل ،نوموړي دا قبا ل وزیري دا خبره چي حفظ الله امین اوملګرو یی  دخلق ددموکراتیک ګوندپه  دننه کي بل ددموکرات خزب په نوم  حزب جوړکړۍ وو.
  محترم محمود سومأ په ډیرجرأت نه داچي تائید  یی کاوه بلکي دخپل غیري اصولي عمل څخه یی دفاع کول، اویل یی خود موجوړکړی ؤ ،ځکه موږ پوهیدو چی په نږدی وختونوکی حفیظ الله امین  دحزبه څخه وباسی .نو موږ واردمخه خپل ګوند جوړکړی.مات د سوما صاحب داخبره  ډیره بده معلومه سول.
وګوری دي  خبري ته هم خلقیا ن  او دهغو په نس کي د موکرا تا ن په یوخت کي ، دا خبره لا معلومه نه ده چي رښتیا به دخلق ددموکراتیک ګوند د رهبری په جلسه کي وحفیظ الله امين ته د خپلو غیري اصولې کړو جزأ څنګه ،څونه ټاکل لیدل .
مګرده  او ملګرو يې داصولو خلا ف ډېر مخکي بل حزب جوړکړی ؤ،ګروپ يې درلودی،فر کسیو ن يې لاره. ځکه ګروپ   او فر کسیو ن په یوه مياشت حتا یوه کال کي هم نه سي جوړېد لای .څنګه  دیوحزب غړي د خپل حزب ضد  او مخا لف   خبره  د بل حزبی  سره  شریکه وي داجرأ ت   او اعتما د په یوه ورځ څنګه په وجود را تلای سي.
د حزب داصولواو پر نسیبو د مخي د دوئ دغه  عمل د حزب په د ننه کي د بل حزب جوړونه جفأ   او حتا خیا نت وه. زه هم هغه وخت دافغانستان د خلګ  د دموکراتیک حزب غړي وم،په کندها رکي ووم، د نور محمد تره کي اوحفظ الله امین  سره  مي څو ځله لیدلۍ  دی.
 ز ما  په مخکي هیڅ وخت چا دا جرأت ندی کړي چي د بل حزبي  په باب منفي  خبره  دي څوک وکړي. د داکتر صا لح محمد زیرې  سره  د محمد ظاهر شاه د حکومت  پر وخت د کندها ر په لوی محبس کي بندی، د کوټي   او کا سي ا نډ یوال ووم . نژدې یوکال  سره  په یوه کوټه کي وو، سیاست ،مطالعه  او زده يې را ښوول  لاکین یوه منفي  خبره مي د هیڅ حزبي په باب په قسم چي نه ده ځیني   او رید لي   او  که مي احسا س کړي وايې هم په قسم    او س مي لیکل.
ښاغلی محمد جمعه با رکزی ما ته یوه ورځ وويل :ډ ېرد پخوا څخه حفیظ الله امين د خپلو اعتما دي  خلګو  پر لا س د نور محمد تره کي د شخصیت ضد فعالیتونه راشروع کړي وه.
ښاغلي محمد جمعه بارکزي ویل تر انقلاب ( دثور دمیاشتي نظامی پاڅون) مخکي یوه ورځ په کابل کي د نواب   چي موږ د سرښوونکی  نواب   په نوم پیژندي .  دهغه سره   پر لاره تلم چي نواب   د خبرو په جریا ن کي را ته وويل :بابا نور زوړ  سوی دی  د کار  ندی .
با رکزی صاحب وايې ما فکر وکړې چي نواب   خپل پلا ر یا دو ي ، ځکه ما دده  پلا ر ښه پیژندی  ما دده   خبره  تائید کړل ،  پر علاوه  مي کړل چي هغه بیچا ره د ډ ېر عمر سړی دی .د ی پوه سو چي زه سم نه یم پوهيد لی را ته په بی ادبی يې وويل دا تره کی درېا د وم .
ماو رته وويل څه کوې بچو  اوس مو په تره کي پسي هم راشروع کړل؟دا    ۱۳۵۵ هجري کا ل وروستی شپی وی.
بل د ۱۳۵۵هحجري کا ل  په د وبې کي  ډاکتر سورګل  د هغه پلان  له مخي کندها رته راغلی او په ا رغنداب  ولسوا لی کي د سردار محمد معلم صاحب په کورکي میلمه وو. د شپې ورته راټول کړل سوو حزبیانوته سورګل د نورمحمد تره کي په   مخا لفت  کي د حزب داصولو  سره  نا سا زي خبري او د ادبه وتلی تبصره کړي وه.  دهغې شبې په سبا ما ته د غونډي یوبرخوال  سرښوونکی صاحب مراد محمد خان ټوله کیسه وکړل.
 ډاکترسورګل دملي دموکرات ګوند درهبرې دفیصلې د مخي په ولاېا تو ګرځيد ی .دهغې ميلمستیا ټول برخوال شکرژوندي  دي.او هغه برخوا ل چي ما ته یي ټول احوال ووایه هغه هم ژوندی دی  .ولۍ یي ما ته داخبري راو ړي؟ په د ی چي زه د نوموړي سر ښوونکي صا حب مرا د محمد خان حزبي مسؤل وم.د نوموړي حزبي رابطه زما  سره  وه.
همدغسي یي د هلمند په ولایت کي ورته فعا لیت کړی ؤ.چي ددوی  د خبرود رد  د پا ره زه  اوعبدا لرشيدارین د واړه  هلمند ولایت ته په ګډ سفر ولاړو.په روزګا ن ولایت کي د صاحب جا ن صحرایي په هدایت ملاصا لح، عبدا لشکورروستا یي   او ښایسته وا رث دا فعالیتونه  مخته وړل.
موږ دخلق ددموکراتیک حزب دپاره ،دوی دملي دموکرات ګوند دپاره فعا لیت کاوه. موږ هغه وخت نه پوهیدو چي دوی جلأ ګوند جوړ کړیدئ .همدا   مخا لفتونه  وه چي دجنوب غرب ولاېا توهغه کد رونه چي ترقد رت مخکي یي ددوی  ملي د موکرا ت ګوند د غیري او صولی کړونو ضد مبا رزه کړي وه .
د حفظ الله مین ملګرو د خپل اقتدارپر وخت د هغه  عقد و  پر بنیاد  یو شمیر مخکښ ملګری په مختلیفو تهمتونو او دسیسو سره ووژل د کابل دريشخورد فرقي د تو طئي چي دا فغان ملتیا نو په دستور تر  سره  سول. د موقع څخه په استفاده یی تر ۲۰۰ نفره زیات د خپل نظر  مخا لف  خلقي کد رونه ونیول یوشمیر يې ووژل.
لکه د کندها ر  مولا نا کبیر، عبدا لعزیزبسام ، د هلمند انجینر سلام، د هرا ته اقاګل باعث، د سپیروا ن  د کلۍښوونکی صاحب د ېن محمد خان چي د شنډنډ ولسوا ل ، سید کریم په بدخشا ن کي   او زیا ت نور، په توطیو اودسیسو جوړولواو وژلویې شروع وکړل.
د ډاکتر صاحب شاو لي د وینا  پر ا سا س حفیظ الله امين غوښتل چي غلام د ستګیر پنجشيري او ډاکټر صالح محمد زیري هم د پورته ذکرسووسره  یوې ځای ووژني، خوما مرسته وکړل.
 رښتیا ما ته دوه ځله یوځل د څرخي پله په زندا ن  اوبیا  د ډاکترصاحب شا ولي   په کورکي  ۱۳۶۶هجري شمسي  ده  دابیا ن کړی ؤ . اوډاکترصالح محمد زیری هم د ډاکترصاحب شاولی دخولي دغه بیا ن به خپل اثر( دنیمي پیړۍ خاطرات) کي لیکلی دی.
  وايې بیګیریش که نه ګریت.نو هغه ؤ چی پر نورو د فر کسیو ن با زا نو،فر کسیو ن لرونکو نومونه ورحوا له کړل. هر مخا لف  نظروا ل  ګروپ نه  بلل  کیږي. ګروپ یا فر کسیو ن هغه وي چي جلا   او ځا نګړي رهبری ،تشکيلا ت اوغونډ ی ولري.
دا یوازي  په ګوند کي د ننه  ببرک کار مل   اوحفیظ الله امين  او تریوی  اندازی هم ډاکټر زرغون ګروپونه لرل او بس. د ډاکتر زرغون دګروپ نښی او علایم دکابل څخه تر هرات ،دهرات څخه تر بدخشانه پوری نه تر سترګو کیدل . البته په کابل اوخوست به یی یو شمیر هلکان ملګری وه.
نورټولو ګوندیانو  ددوی  د  فرکسیونی کړنو خلا ف درېځونه لرل.دوی هغه په مختلفونومونويا د ول. چي دا دبد بختۍ تخم پورته ذکر سوو وکری  دوی مړه سول مګروني يې تراو سه پوري  ترخه میوه کوي.
خوړونکي او معتا دین يې ورسره داسي عا د ت  سوي دي  چي ويې نه خورې مريضا ن کیږي.لکه تا ریا کيا ن،چرشیا ن  او بنګیا ن.نور فر کسیو نونه په حزب کي نه وه.کله ناکله لنډ فکری وايې يا لیکي چي د تره کي ګروپ. څو نه سا د ه  اوسپین سترګی خبرده.تره کي خوحزب وو ،تره کي د حزب بنیاد ګزار او منشي ؤ .
که د تره کي طرفداران فرکسیون وي نو بیا ګوند څوک ؤ؟ .د حزب نوم یا د   حزبیانونوم چاته ورکولای سوو؟. هیچا دنورمحمد تره کی څخه دفاع نه اونه ددفاع سوال مطرح ؤ ،هرحزبې داصولوڅخه دفاع کول نورمحمد تره کي دحزب عمومي منشي  ؤ.
 هوشخصی علاقه مندي، سمتی علاقه مندي،ژبنی تمایلا ت،شناخت   او ا نډ یوا لی وي.چي داطبعی ،ضروري   او حتمي باېد وي.ځکه هرمشر اوکدرپه خپل ولایت، سمت، ژبه وا لو کي د فعالیت امکان ترنورو ښه درلود.نودا د جها ن په ټولو حزبو کي سته. بیا چي سیا سي فعا لیتونوکي چي هغه هم په پټه  او نیمه لڅه وضعه کي تر  سره  سوې وي .
د د ی خبرو د پا ره ډ ېردلأیل سته.د خلق په د موکرا تیک جریا ن کي د حفیظ الله امين ګروپ نه د شميرد مخي زیات و  او نه د نفوذ.
د پورته د وو ګرپونو د شتون  او کړونو نتا یج تا سي پخپلو سترګو ولید ل   او دوی هم. یوه بله ډله چي د عبدا لکریم  زرغون د نوم  سره یی  د وستان  تړي ،زما په فکر تر حاکمیت مخکې څه وخت چي عبدا لکریم زرغون ژوند ی وو دیوشمير اشخاصو به ور سره  علاقمندي وه ،جلا د کوم سا زمانی   او تشکیلا تي کار ا سنا دیې نسته ،اما تر شپږم تر جدي وروسته د دې  نوم څخه یوشمیر اشخاصودرو سا نو   او کار مل څخه  امتیا زیات واخیستل.
لا تر  او س مو یوشمير په هغه پخوا ني خپلو جوړو کړيو فر کسیو ني بړستنو کي بیدېږی. ځکه  پر پا ک ځای خوب نه ورځي ،ولی چي د عمل ترک کول پوره ایما ن ،ټینګه ا را د ه، سم در ک   او غښتلی ماغزه غواړي.په ډ ېره خواشنی  سره  باېد ووایم چي ځنی په دغه  شکل ته ترمرګ پوري د وام ورکړي. داسي خلګ لغوړن  سوي دي ،لغوړن سوي شي نه پخیږی. په د وی باندي  ځا نونه ستړی کول، د وخت ضایع کول دي .دوی دي   خدای (ج)  را سړی کي.
نومي د پخوا په ډول هیله د ځوانانو دا د ه چي .په صداقت لاسونه   سره  ورکړي دغه  بیچا ره  ولس ته نجا ت ورکړي. زړی،خرابی،درد ونکي، ګټه نه لرونکې کیسې زړوته  پر یږدي چي شخوند  پر ووهي تا سي  یوازي  ځا نونه خبراو پند واخلې.واحد سي واحد حرکت وکړی    او واحد حزب جوړکړی.
ما دا  خبري د لته په د ی نه دي  یا دې  کړي چي د چا څخه د فاع وکړم   او ياڅوک بد معرفی کړم.خو داسي هم باېد ونسي  چي وچ   او لا نده ټول وسوځل سي.ماهغه لیکلې دي  چي پیښ سوي دي ، نور وخت د دې  دی  چي را تلو نکو ته رښتیا څه چي تیر   سوي دي   هغه سي  پر یږد و.
دهیڅ چا ه  سره  مي په حزب کي د وستی  او د ښمني نه وه  د ټولو   سره  د وست وم   او د ټولو  سره  د ښمن. د  پر لا ره بر ابرو د وست د بې لا رو د ښمن وم یم. هیڅ چا هیڅ وخت هم  څه نه دی  راکړي. نه ترفیع، نه مډا ل ،نه بخشش، نه بُرس،نه کور،   او حتی حزبی کار ت هم نه دی  راکړل سوی. یعنی په یوه  خبره  هیڅ شي چا نه دی  راکړي.   او نه مي د چا څخه څه غوښتيدي. نوولی به  دیوه بی ځایه صفت   او د بل غیبت کوم.
د هرچا ښوته ښه وایم   او بدېی ا نتقا د وم.په د ی چي په د ی حزب کي مي،کار  کړی دی  ،خوا رې يې زماو ي امتیازدهغوی،   او  په د ی لا ره کي مي ډ ېري خوا رۍ د فرکسیون با زانو د لا سه ګا للي   او لید لي دي .ما مبا رزه وولس ته د ښیګڼو  او خد مت په نیت شروع کړې وه ،  او بس د ونه  پوهيد م .
   او س هم څونه چي پوهيږم ،څونه چي مي لید لي دي  هغه مي لیکلي  دي .  او واقعيت خولا دا دی  چي تر۱۳۵۷ هجرې کا ل د ثورد مياشتې   وروسته نوردافغانستان د خلق د موکرا تیک حزب د حزب په مفهوم پا ته نه وو.
 ځکه ټول اختيا را ت لمړي د حفیظ الله امين د ډلګي بیاو روسته د ببرک کار مل د ګروپک او تردوی د و وروسته د ډاکتر نجیب الله خان  خادي  واک چلید ی.هرڅه د مشخصوافرادواو لا سته وولید ل.د حزب حاکميت ،دحزب  دسته جمعي رهبري  ختم سوی وه.
او دغه د سیسه کاران،فرکسیون وال  ،په مرضونو اخته کسا ن ټول په څلورو  واړو فرکسینونو حفیظ الله امين،ببرک کارمل ،ډاکتر زرغون   او داکتر نجیب الله غړي په هیڅ صورت د شميرد مخي تر یوسل   او  پنځوس ۱۵۰نفر و نه علاوه  کیږي  .
نور ټول  دافغانستان د خلق د دېمکرا تیک  حزب (خلق اوپرچم ) غړی پا ک ،صادق ، پر وطن  او خلګو مين،واقعی مبا رز ېن وه. که څه چي  په حزب کي خو د موکرا سي  کمبله تر لمړي کنګري  وروسته ټوله  سوي وه . تر نظامي   او سيا سې قد رت اخستلو   وروسته بیخي هغه نیم بنده د موکرا سي هم د منځه ولاړه.
 نوردګروپونو اګسا،کام   او خا د پا چهې وي نه د حزب حکومتونه    د خپلي  د ی خبري دا ثبا ت د پا ره ډ ېراو بیخي زیات د لأیل لرم .

مثلاُ ښاغلي عبدا لرشيد جلیلي په خپل ا ثر" غميزه څرنګه منځ ته راغله؟ لیکي :" پلا ن  داسي و چي د ثورپه ۷ نیټې به په  اوردو کي د خلقیانو نظامي سازمان ، پر ګوند باندي  د داؤد خان د حملې په مقابل کي د ګوند نه د ملا تړ په خاطر په  داسي وخت وسلوال پاڅون کوي چي نه  یوازي  د پرچم نظامي برخې  سره  کوم سا زما نی اړیکې نه لري   او باور پری نسي کيدای ،بلکه په ملکي برخه کې هم دامين  او هم د هغوئ  د ملګرو پر ضد نه یواځي د کار ملي  پر چميا نو د خوا، بلکې د زرغون په د رېځ کې ولاړو خلقیا نو د خوا هم جګړه پیل شوې وه.
" چي د ګوند نه دامين  او يوشمير فعالو کدرونو ويستل شامل وو.نو ځکه نه یواځي  پرچميا ن،بلکې یوشمير خلقیا ن باېد د پاڅون نه  نوای خبرسوي او پاتې خولا دا چي ګوندي د بهرنیو هیوادو نو استازي د شورويانو په ګډون به د دې  پاڅون  نه خبروو".  ۵۴صفحه .
د د ی خبري معنی څه د ه؟چي د پاڅونه  پرچمي   او دده  په ژبه یوشميرد زرغون د ګروپ په موضع کي ولاړ خلقيا ن به نه  خبره  وه .
 پس سوال پیداکیږی چی دا  پریکړه، فیصله  ،تصميم ،چا؟ چيري ؟ د حزب کم مسؤل مقام وکړل؟. د حزب د تصیم نیولو عالي یا لوړ مقام سیا سي بیرو وه .  اوخپله عبدالرشید جلیلی نه دسیاسی بیروغضویت لاره او نه دنظامی کمیټو مسؤلیت. دا ثابتوی چی د حیفظ الله امین د ګروپ(ملی دمکرات ګوند) تصمیم او فیصله وه نه دخلق د دمکراتیک ګوند درهبرۍ تصمیم.
ښاغلي جلیلي صاحب  د خپلي  خبري شا ته  فکرنه دی کړی امين  او دهغه ملګري  څه معنی ؟د حزب ټول غړي خپل ملګري نه بولې . نومعلومه د ه چي د حزب په نس کي بله رهبري فر کسیو ن وه.یا ملي د موکرا ت حزب.چي  پر ټول حزب يې باو راو اعتما د نه لا ره.
واقعیت هم  داسي نه وه لکه دی  چي لیکي، امین  او محد وداشخاص  چي ټول حزب کي په هیڅ صورت ۲۰ نفروزیا ت نه وه په د سیسو لړلې وه .
 واقیعت د مسلی همدغسي دي چي ۱۳۵۷ هجری کال د ثور دمیاشتی تر نظامی پاڅون  وروسته پرحزب   او د لت مسلط قوت یوا زنی او برلا سی قوت دامین فرکسیون ملي د موکرا ت حزب ؤ د افغانستان دخلک دمکراتیک ګوند.
په د قیق ډول د عیني شاهد په توګه دالیکم چي  د ټولو  ولایتو نووالیان چي په عیني وخت کي دهغه ولایت د حزبي کمیټو منشا ن به هم وه ،یا د حفیظ الله امین دفرکسیون پخوانی غړی او یا دهغوسره وابسط سوی  سړی چی حفیظ الله  امین ته یی کار کاوه مقررکړي وه اویوازي یی د حفظ الله امین په خوښه او آمر کار کاوه .
ډیر د دې والیانو او منشيا نو  څخه  د افغانستان د خلق د دمکراتیک ګوند دنورو غړو په تناسب وړاشخاص،مستحق اشخاص اواهل سړي هم نه وه ،او نه د حزبي سا بقي ،پوهي اولیاقت پراسا س بلکي په شخصي او فرکسیونی اړو سره مقر سول.
همدا ډول نا روا مقررۍ  يې په پوځي ساحه کي هم وکړي. په مرکز کي هم بیله څومحد ود پخوا نیود مرکزي کمیټي غړي چي یو مجبوریت ؤ، هغوی یی  پرغیرفعا ل ځایونو مقرروساتل. اصلاً اجرائیوي صلاحیت اوقدرت  ځایونه لکه ولایت مقام ، دامنیت ریا ستونه، د ولا یتي کمیټو منشیا ن ټول دامین سړي وه یا سول.
 په بل ځای کي جلیلي صاحب  لیکي"امين خبر وچي د تره کي د فترته ورتګ دده  په مرګ تماميداي سي ځکه چي څوځلې مخکې ورته تره کي  خپل د فتر ته بلنه ورکړي وه خو د همدغو د لیلونو د مخې هغه نه وه منلې".
 لیکونکي: ولي عبدا لرشید جلیلي دا خبره نسي واضح کولاي چي دغه  د تره کي اوامین  ترمینځ شیطا ن څوک ؤ،چي خبري يې دیوه په ګټه اوبل په ضرررسولۍ؟ اوداشیطان د چا له لوري ګمارل سوی ؤ.
تر خپلی جوړي کړي صحنی وروسته وايې چي درو س سفیر پوزانوف ځان دامين دفترته راو رساوه  ...د پیښي عاميلین يې وغند ل....   او زیا ته يې کړل چي که داپیښه  داسي اعلا ن سي چي تره کي د نا روغتیا له  امله ا ستعفاوکړه اود تداوي  د پا ره شوروي ته ځي،اوپرځای يې امين دانقلابي شورا لخواو ټاکل سو".
رښتیا همدغسي د شوروي د سفیردپه هدایت سره سم په را دیو   او تلویزون کي مواعلا ن واو رېدی،چي تره کي دمریضۍ له امله استعفا وکړل .خو دا خبره بیا  ورسره ونه سول چي شوروي ته دتداوۍ دپاره ځي .
امين  او ملګرو يې بیله ډاکتر اوشفاني څخه مریضان تداوي کول.  بیله محکمي ،تحقیقه، پوښتني ، د وسيې،  او چا ته نه ورښول  و هغه ته چي د ه تر پرونه په د رواغو  او منأفقت ورته  پلار،رهبر، مشر، ا ستا د د  خلګو په حضورکي بلې.
د هغه زړې ښځي ته يې د مورخطاب  کاوه.هغه لاسونه  چي د ه هرورځ په منافقت مچول ، د هغولا سونو څښنتن په یوه غیري ا نسا ني ،وحشیا نه،ظا لما نه، د بشري   او الهي قوا نینو خلا ف عمل  سره  ووژی .
په اصل کي  دانسان وژنه بې غیرتي ده. رښتیا پښتون، افغان،ملګري ،شاګرد،صا د ق، پر قول ولاړ،بې کينې سړی به  شاید هم  داسي سړی ته ويل کیږي ،زموږ کمبختو عقل به کم وی  نه يې سو سم در ک کولاې.
 یقیني  خبره  ده چي نور محمد تره کي ته  دتړون ښځي  چي دا سدامين په ملګرتیاسره  اودهغه په مرسته  تر مرګ مخکی دونه وهل ورکړل سوه چي  نورد ژوندي پا ته کید و اُميد ورته نه وو .د کوما په حا ل کي و چي  پر خوله يې با لښت  ښاغلو ۱ - ۲ - ۳ - ۴   ............ صاحبا نو ورکيښود  او  ويې  وژی  .
کله چي  قا تلا نو د نورمحمد  تره کي د مرګ  خبر وحفیظ الله  امین ته راو ړي ،امین بیا هم باوري نه وو،څو د قاتلا نو سره  یوځای ورغلې   او د نورمحمد تره کي جسد يې ولید چي په رښتیأ يې نوکرا نو وظیفه سمه سرته رسولې د ه ،څه ارام يې نفس وا يستی.
داخبري د نوم  نه ښود لو په شرط هغه چارا ته کړي دي  چي امنيتي وظیفه يې لرل  اوبل هغه چا چی امین ته ډیر نژدی ؤ. حفیظ الله امين    او شپږ نژدې یاران  يې په خپل دي  کړوکي  د سختي ګناه مرتکب سول، دافغانستان د خلق  د دموکراتیک حزب د خرابې او خپل ژوند د بربا دې و سیله لکه سردار داودخان چي دځان اوخپلې کورنۍ په هکله ؤ،  دوی هم  خپله سول.
زه خو اول  وژنه  غندم  اوبیا په دغه  شکل وژنه ، دغه  ډول عمل د بشري ،ا لهي   او ا نسا ني نورمونو خلا ف بولم . کله چي  دبشري ،انساني او الهي  قوانینو خلاف ورزي  وي ،نوبل هرډول عمل  دوحشي اوددرنده ګانوخاصه بولم.
 په ډ ېرا فسوس چي ښاغلۍ محمود سؤماهم د واقعيت  ویلو څخه نه  داچي ځا ن تیروي په خپله لیکنه کي د نور محمد تره کي مړينه د عمر زیا توالي   او مریضي ښيې  دا خبره نو د محمود سؤما صاحب  په قلم  دده  د شان  سره  نښا يې سوما صاحب زما د محبس د سختو شپو د کوټې ملګري ؤ.تر ټولوبده يې لا داچي تراوسه   یوشمير په دسیسوکي ښکیل د حفیظ الله امين سلطنت ته د ملي حکومت نوم ورکوي  .
ضروردا د ه چي د ملي حکومت پيژند نه  او تعریف وسي. یوبله  خبره هغه داچي حفیظ الله امین  دونه خپل سری ؤ بیله دی څخه د دحکومت مشر،دحزب مشر،دحزب د رهبرۍ اعضاوی خبر وی ، دحکومت څلور پرکار ولاړ وزیران ،دحزب دمرکزی کمیتی غړی پر خپل سر دوظیفی لیری کول او دهغوی د بندی کولو آمر ورکړی ؤ.
دټولو افغانې واسلامی ،انسانی اوپښتني دود او دستور خلاف يې د سيد محمد ګلاب زوی،محمدا سلم وطنجا ر، سروری اومزدوریار ښځۍ او اولادونه زندانی کړی.
 اوخپله د نور محمد تره کي ښځ چی ده هر وخت ورته مور ویل هم زندا ن ته اچولي وه. د حیواناتو څخه هم چي ښځه وګرځوې تر مرګه جنګ کوي .په دی جنګ کي هغوی هیڅ ملامته نه دی  ،په پښتني د ود کي  پر  ښځه جنګ نه کول د .....ده.
 هوببرک  کارمل،ډاکترنجیب الله  او سلطان علی کشتمند د شورويانو تر چتر لاندي   د  حفیظ الله امين د کورنۍ ،ښځواوماشومانوسره دغسي د افغانیت،ا سلام او دود خلا ف ناروا عمل وکړی، ښځي او ماشوما ن يې په کلونودڅرخي پله په زندا ن کي اچولي   او   زورولي دي .
او د داکتر شا ولي ښځه يې ووژل . د ښځو  سره  بد چلند ،بیا په افغانې ټولنه کي ، د عقیدې ، دود، افغانیت ، اخلاقو او اسلامي  ارزښتونو خلا ف ورزي د ه.
 هرحکومت چي د نارېنو سره  د مخا لفت ،جنګ   او جګړې په وجه د خپل حریف یا  مخا لف  د کورنۍ په خاصه ښځو  او ماشوما نو  سره  بد سلوک کړی   او یاکوي، هغوی ټول د ترټني وړ  او بد حکومتونه وه.
  نه غواړم نورپرترخوواقعيتوڅه ووایم. واقیعتونه با ید لڅ سي، مګر تهمتو نه،تورونه باېد ونه تړل سي، دا دب  ،پښتو،پښتونولې ،ا سلامیت مخا لفي لیکنې باېد ونه سي   او که چا کړوي هغه باېد وتره ټل سي.

په وروسته کی د " دبینوأ" (benawa) پاڼی دمحترم چلوونکو هریوه خالد "هادی" او هارون "حکیمی"او دهغوی د محترمو همکارانوڅخه مننه کوم چی هر وخت یی نه یوازی زما بلکی دهر افغان لیکنی او نظریات بیله لاس وهنو په پوره امانت داری سره  کټ مټ نشر کړیدی او تر لوستونکو پوری رسولی دی. زه د الله له درباره   دوی ټولوته روغتیا اوښه ژوند غواړم. معلم عبدالقیوم.

اوس چی دافغانستان دخلق د دمکراتیک ګوند دجوړښت په هکله مو زما دلیکنی ټولی برخی ولوستلی حتمی خبره ده دچاه دفکرسره به می جوړاو خدای نخواسته دیوشمیر دوستانو دفکرو سره به می ناجوړی خبری کړی وی. بخښنه غواړم  د دی دپاره چی غلطیو ته می متوجی کی واقیعتونه را په ګوته کړی.هم دنوم په ذکر اوهم دنوم په پټ ساتلو سره ستاسی معلومات دراتلونکی نسلولونو د ذهنیت د روښانه کولو په هیله لیکم .خپل نظرونه په دغه پته(aqayum7@gmail.com )   (01-804-264-7133)را سره شریک کړی ځکه تصمیم لرم دغه دکتاب په بڼه چاپ کړم

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery