مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د مذاکراتو روانه لړۍ؛ ایا پاکستان طالبان خبرو ته اړباسل؟

 

نظرمحمد مطمئن

ليــکوال او شناند

تېره اوونۍ د بي بي سي په ګډون ځینو پاکستاني رسنیو د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو په باب هيښوونکي خبرونه خپاره کړل. د پاکستان اردو ژبې ایکسپریس ورځپاڼې بیا دا هم په کې ویل چې د طالبانو د قطر دفتر غړي د افغان حکومت سره د مذاکراتو له پاره پاکستان ته ورروان دی. سره له دې چې هغه خبرې خپرې شوې، خو تر اوسه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو کوم څرک ونه لګیدی، مګر دغو تبلیغاتو ځینو ته لا هم د غولوونکي سراب ښوولو له لارې د سولې هیلې راژوندۍ کړي دی. داسې ښکاري چې دغو تبلیغاتو نه یوازې پر عادي سولې ته تږي افغان اغېز کړی، چې ولسمشر هم له دې اغېزې مستثنا نه دی.

غولوونکی سُراب

ولسمشر اشرف غني د سولې په نوم غولوونکې لومه کې راګيری دی، داسې لکه په دښته کې چې تږی مسافر په غولوونکي سراب پسي لالهانده منډې وهي او بالاخره په خپل مخکې تګ سره ځان هلاک کوي. که ولسمشر په خپلې نوې رویې کې بدلون رانه وړي، خدای مه کړه له سیاسي هلاکت سره مخ کېدونکی دی.

پاکستان د حامد کرزي له حکومت سره هم څو څو ځلې دغه ډول تبلیغاتي لوبې کړې وې؛ خو داسې ښکاري چې ولسمشر غني د دې نوې لومې په لومړنیو پړاوونو کې پرې زړه بایللی او ګومان کوي چې ګواکې د لسیزو رقیب پاکستان یې پر دوست او متضادې ګټې پر موازې هغو بدلې شوې دي. د دې تبلیغاتو يوه په زړه پورې نښه دا ده چې پېل یې له پاکستانه وشي او بیا دلته په کابل کې تر بل هر ځایه ورته لا پراخ کمپاین وشي.

امنیتي تړون سره کرښه ده!

امنیتي تړون د حامد کرزي او د امریکا د حکومتونو ترمنځ تر ټوله ناندریزه موضوع وه. کرزي چې تر بل هر چا امریکایان ښه پېژندلي وو او له هغوی سره یې تعامل ښه زده دی، د تړون پلوو امریکا تبلیغاتو ته تن ورنه کړ او په وروستيو کې امریکایانو ته یې کمی سارې «نه» وویل.

مګر ولسمشر غني بیا د حامد کرزي د «نه» په پرتله په همدومره عجله دا تړون لاسلیک کړ، داسې تړون چې ښايي د سولې هیلې به یې په ګروت کې وې.

 (باوري سرچینې وایي چې غني له ټاکنو نه مخکې له طالبانو سره په کوم عربي هیواد کې لیدنه کړې وه او هغوی ورته په ښکاره ویلي و چې د امنیتي تړون لاسلیک سره کرښه ده!)

له ولسمشریزو ټاکنو څخه وړاندې ډاکټر اشرف غني ته دا خبره شوې وه چې له امریکا سره د  امنیتي تړون لاسلیک سره کرښه ده او ډاکټر غني هم وعده کړې وه چې واک ته په رسیدو به امنيتي تړون نه لاسلیک کوي.

آیا ممکن به وي چې ډاکټر غني پر ځان د طالبانو بایللی اعتبار بیرته په ځای  کړي، له بېلابېلو لارو څخه غني طالبانو ته نږدې کسانو ته ډاډ ورکړي و چې طالبانو ته مخامخ دغه پېغام ورسوئ چې که «زه واک ته ورسېدم امنيتي تړون ځنډوم او نه یې لاسلیکوم».

د ژنیو لوبه تکرار نه شي!

که څه هم له امریکا سره امنيتي تړون لاسلیک د طالبانو او افغان حکومت تر منځ سره کرښه ده، مګر د جهاد پر مهال د اسلامي ګوندونو او ډاکټر نجیب الله تر منځ د نه خبرو او مذاکراتو ته نه چمتو کیدو ترخه تجربه هم په یاد لرو، چې څه ډول پاکستان په ژنیو کې د مجاهدینو استازيتوب وکړ او د مجاهدینو ګوښيتوب بیا کورنۍ جګړه هم رامنځته کړي.

هغه مهال که څه هم مجاهدین ډېر پیاوړي او په نړیواله کچه پېژندل شوي وو؛ خو بیا یې هم په دغسې حیاتي مذاکراتو کې استازیتوب د پاکستان په برخه رسېدلی وو؛ خو نن طالبان دومره توانېدلي چې خپله خبره په خپله ژبه وکړي، چې دا ښايي په ټوله کې په نېک پال ونیسو.

 که نن ولسمشر غني پر دي خوشاله وي چې پاکستان به ځينې طالبان مجبور کړي چې د افغان حکومت سره يې د سولې خبرو ته کینوي،  خو زموږ هغه ترخه تجربه هم یاد ده چې په پنډۍ کې د مجاهدینو حکومت جوړ، ښاغلي حکمتيار پکې نادیده ونیول شو، د هغه خوښه پکې وانه خیستل شوه، پایله يې دا چې  دا دی ۲۶ کلونو کېږي چې موږ لا هم په جګړه کې بوخت یو.

که پاکستان د طالبانو په نامه خلک خبرو ته کېنوي...؟

 اوس که د اصلي طالبانو پر ځای يوه ډله خلک پاکستان له افغان حکومت سره خبرو ته کینوي، نو بیا به يې پایله  همهغسي ناسمه نه وي؟ پاکستان به له اشرف غني سره په روانه سناریو کې رښتینی وي؟ ایا پخوانی رقابت واقعاً پر دوستي اوښتی؟

ولي د افغان حکومت او طالبانو د سولې اړوند خبرې تیره اونۍ دومره زیاتې رسنیزې شوې؟ بېلابېل عوامل به لري:

د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي  د دلوي په ۲۶مه ۱۳۹۳ وویل چې د پاکستان آی ایس آی په افغانستان کې جګړه کوي، په سبا ورځ د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف کابل ته راغی، ولسمشر غني ته يې ډاډ ورکړ چې طالبان خبرو ته چمتو شوې.

او داخبره لاهم پټه ده پاکستانې رسنیو نه ده ښکار کړي، چې کله په پاکستان کې د طالبانو او چین ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د جوړولو په موخه لیدنه وشوه، چې ډیرې خبرې پکې د چین له خوا په افغانستان کې د معدنو استخراج، د ختیځ ترکستان  غورځنګ او ځينې نور فرعي مسایلو باندي هم بحث وشو. له دې خبرې دا هم په ګوته کېدای شي چې روان د پاکستاني رسنیو تبلیغات پر څه فوکس لري او موخه یې څه ده.

له دي لیدنې وروسته د پاکستان رسنيو راپور ورکړ چې د طالبانو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته راغلی او له پاکستاني چارواکو سره يې د افغان حکومت سره د سولې اړوند خبرو باندي ناستې کړي، ولي اصل موضوع بیخې پکې ورکه ده چې له چین سره د طالبانو خبري وي.

که پاکستان په دومره اساني سره طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کینولی شي او طالبان د پاکستان د خولې خلک وي، د پاکستان خبره مني، نو بیا خو افغان حکومت، امریکا او نړيوالي ټولنې ته په کار ده چې د تیرې دیارلس کلني جګړې د تاوان  غوښتنه له پاکستان څخه وکړي، او په رسمې ډول د جګړې پړه پر پاکستان ور واچوي.

موږ لاهم د سولې اړوند له افغان حکومت څخه مجهول خبرونه اورو، د افغان حکومت دعوه ده چې د سولې خبرې نتیجې ته نږدې دي، د دي پرځای چې وویل شي چې خبرې به عملا شروع شي بلکې هغوی يې د نتیجې دعوه کوي.

«طالبان ۱۰۰٪ خبرو ته چمتو دي!»

ولسمشرغني ته نږدې کسان وايې چې تیر وختونه به راحیل شریف کابل ته راتلی، نو ۲۰٪، ۵۰٪ او ۸۰٪ خبري به یې کولي چې طالبان له حکومت سره خبرو ته اماده شوې، داځل چې راغی هغه ويلې چې ۱۰۰٪ خبره جوړه ده او طالبان خبرو ته چمتو شوي.

بله خبره د غني له خوا دا شوې چې دا ځل پاکستان طالب مشران په کراچۍ کې راټول کړي او هغوی ته يې ویلي چې سوله او خبرې ستاسي په ګټه دي که خبرو ته چمتو یاست ښه ده او که نه وي نو پاکستان پر تاسي مرستې بندوي او د بل ځای په لټه کې شئ.

بل خوا بیا طالبانو ته نږدې سرچينې وايې چې ډیری طالبان د داسي ورځې انتظار دي چې کله هم پاکستان دوی ته ووايي چې تاسي له پاکستان څخه ووځئ او د بل ځای په لټه کې شئ.

فکر کيږي چې پاکستان پر طالبانو د فشار راوستلو او له پاکستان څخه په يومخیز ډول د هغوی شړلو پر زیان ډیر ښه پوهیږي، چې امنیتي وضعیت به په پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو کې نور هم خراب شي او طالبان په ډیره اسانۍ سره کولای شي چې کوم بل ځای ته کډه شي.

۱۰۰٪ د سولې  دخبرو له پاره د طالبانو چمتو والي عقل نه مني او د کراچۍ او پاکستان له خوا داسي عمل هم ماته سم نه بريښې ځکه لا هم د هند لاسونه له افغانستان څخه وتلي نه دي.

ولسمشر غني لګیا دي د سولې اړوند له خلکو مشورې غواړي چې څه ډول سوله وشي، له طالبانو سره کوم ډول خبرې په مخ یوړل شي او هغه وایي چې اخرنۍ خبري باید کابل کې وي او د افغانانو لاس کي وي، امریکا به هم په خبرو کې حضور لري خو خبري به د افغان حکومت په واک کي وي.

د ارګ  څخه دا خبره هم راوتلي ده  چې قطر ته هم پاکستان خپل خلک استولي او د قطر طالبانو  هم د خبرو له پاره وعده کړي.

ولسمشر په دي کې هم  له ځینو کسانو مشوره غوښتې چې  قطر که پاکستان به د لومړنیو خبرو د شروع له پاره مناسب ځای وي؟ او بل غني په څو ځله ويلي چې زه حتما سوله راولم او که سوله رانه ولم نو حکومت هم پريږدم.

يوه خبره ډیره مهمه ده چې غني په غرب کې وخت تیر کړی هغه پوهیږي چې څه ډول د خلکو ذهنونه خپل لورته ور مات کړي.

سوله او د پاکستان نوې لوبه!

د پاکستان او ولسمشر غني ترمنځ لوبه ښه ګرمه روان ده، د پاکستان د پوځ له مشر سره د غني دا توفق هم شوې چې افغانستان به هغه پاکستاني طالبان چې افغانستان کې دي پاکستان ته سپاري او پاکستان به افغان طالبان خبرو ته کینوي.

ولسمشر غني لومړی سفر سعودي او بیا چین ته د دي له پاره وکړ چې یاد هیوادونه پر پاکستان فشار راوړي چې طالبان د سولې خبرو ته کینوي، پاکستان د غني دغه کړنه په ځیر څارله، هڅه يې وکړه چې د غني مخه راوګرځوي، همداسي وشول، له غني سره يې نږدې روابط ټینګ کړل، د دي له پاره نه چې حالت مثبت لورته یوړل شي، د دي له پاره چې  د غني د سفرونو سلسله وتړل شي، پر پاکستان د کوم هیواد له خوا فشار ته اړتیا پيدا نه شي او د سولې اړوند له ولسمشر غني څخه د نورو هیوادونو توجه کمه کړي.

همدا ډول پاکستان وکولای شول چې له غني سره په ډیر نږدي والي سره د هند او افغانستان تیرې ۱۳ کلنې نږدې اړيکې هم زیانمنې کړي.

پاکستان ته به ستونزمنه وی چې په افغانستان کې د هند نفوذ په پوره او يا لوړه کچه کم شوې نه وی، دوی دي په افغانستان کې سولې ته لیواله شي.

د طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرو اړوند به پاکستان مجبور وي چې همدغه ډول رسنۍ او افغان چارواکې بوخت وساتي.

ممکن چې يوه ډله مجهول الهویه کسان به د طالبانو په استازیتوب له کابل ادارې سره پاکستان کينوي، لکه څنګه یې  چې د نړۍ په نورو فورمونو کې په پټه کول او کړي، هغوی به افغان حکومت ته ځينې  سخت شرایط هم وړاندي کړي، خو دا ټول د لوبي برخې دي، افغان چارواکې به هله پوه شي چې د ورځي په اخر کې هیڅ هم په لاس کې ونه لري.

که چیرته همدغه لوبه ترسره شي او پاکستان له افغان حکومت سره يوه ډله د طالبانو په نوم کينوي، نو دا بیا د سولې په ځای ستونزې زیاتوي، طالبان  به نور هم د سولې په پروسه بې باوره شي او په راتلونکې کې به هیڅ ډول د سولې مذاکراتو ته چمتو نه وي.

ځينې داسي راپورونه هم شته چې پاکستان همدغه ډول کسان چې يو پکې د ملاجلیل آخند نوم یاديږي له افغان دولت، چین او روسيې سره هم پټو خبرو کې کینولي دي.

پاکستان ولې قطر بهیر سره دلچسپي نه لري؟

په قطر کې له اوږدې جګړې وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره خپل سیاسي ادرس مشخص کړ؛ خو د دفتر له تاسیس او پرانیستنې راهیسې پاکستان قطر بهیر سره دلچسپي نه لري. تل یې هڅه کړې ده چې ځینې مجهول عناصر د طالبانو د رښتینو استازو په نامه رسنیو کې مطرح کړي، ویې پړسوي، افغان حکومت پرې وغولوی او پای کې ځان ته یو لړ امتیازات ترلاسه کړي. دا لوبه پخوا هم پاکستان کړې، وخت یې وژلی او امتیازات یې ترلاسه کړي. پخوا هم د ستونزې ريښه همدا وه چې افغان حکومت د پاکستان له خوا پر شوو ژمنو باور کړی و؛ خو هغه مهال د ولسمشر کرزي حکومت په ټوله کې د پاکستان کړنو ته په مشکوک نظر کتل، نه لکه ولسمشر غني چې له اوبو لیدلو وړاندې پایڅي بډ وهي!

لکه څنګه چې پورته ورته اشاره وشوه، طالبان لږ تر لږه توانېدلي چې په نړیوالو فورمونو کې خپلې خبرې په خپله وکړي، ښايي د طالبانو همدا طبیعت وي چې پاکستان د قطر بهیر ته په ښه سترګه نه ګوري او تل یې دوه ګونې لوبه کړې ده.

طالبانو له ډیره وخته پر يوه تګلاره باندی کار کاو، داسي تګلاره چې د سیاسي او نظامي مسایلو اړوند د امریکا او بیا په وروسته کې که امریکایان له هیواده وځي د کابل ادارې سره د خبرو او مذاکراتو مربوط مسايل پکې ځای او یوه رڼه تګلاره ولري.

معلومیږي چې د طالبانو دغه تګلاره وروستۍ شوې، د پاکستان چارواکې ورنه خبر او د همدې موقع نه استفاده شوې، ځکه په تګلاره کې هرڅه واضح دي، له امریکا سره د ستونزې اړوند څه ډول خبري او د قطر دفتر د تیرو تجربو په نظر کې نیولو سره که دا ځل خبرې پېل کيږي په کوم ډول به وي، داسې ښکاري چې طالبان په بین الافغاني تفاهم باور لري.

طالبان وایي چې تر دي مهال له افغان حکومت سره د مذاکراتو اړوند پریکړه نه ده شوې، ولي د حکومت او بېلابېلو خواوو څخه د خبرو کولو او مذاکراتو کولو غوښتنه شوې، طالبان وایې چې موږ ته خپل شرایط مهم دي او هغه د دي اجازه نه راکوي چې له کابل ادارې سره د خبرو میز ته کښینو.

ځينې شنونکې په دي نظر دي چې پاکستان نه غواړي چې قطر دي د طالبانو د مذاکراتو مرکز وي، غواړي د قطر پروسه ناکامه شي، نو ځکه يې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو کولو اوازې خپرې کړي.

سیاسي شنونکې په دي نظر دي که پاکستان پر افغان طالبانو فشار زیات کړی، هغوی به په افغانستان کې دننه هغو سېمو ته ځانونه ورسوې چې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي، داسې هم ویل کیږي چې د نړۍ ځینو نورو هیوادو ته به هم ولاړ شي؛ ځکه اوس د دوی اړیکي له ځینو نورو هیوادو سره ډیر ټینګ شوې دي، د دي پر ځای چې امنیت سم شي، نا امني به زیاته شي، د نوی لمریز کال د شروع سره دناامنۍ د زیاتوالي امکان لیدل کیږي.

داسي راپورونه هم شته چې طالبانو او امریکایانو په درېم لاس خبرې کولي، امریکا طالبانو ته وعده و رکړي چې تر ۲۰۱۶ ز کال به خپل ټول پوځیان له افغانستان څخه باسي، يواځي د ۱۰۰۰ تنو په شاوخوا کې به يې د امریکا د سفارت ساتنې دنده په غاړه لري او پاتي به شي.

امریکا دا هم منلي وه چې د قطر دفتر به دوېم ځل پرانستل کيږي، او ځينې راپورونه خو داسي هم دي چې تیره اونۍ د امریکایانو او طالبانو لیدنه شوي.

لنډمهاله یارانه

ډیری شنونکې په دي نظر دي چې پاکستان او افغانستان به یو له بل سره په شويو وعدو او ژمنو سرته رسولو کې پاتي راشي، او د دوي دغه نږدېوالی به ډیر وخت دوام ونه کړي.

پاکستان د سولې له خبرو څخه په یو مخیز ډول ایستل هم ستونزمن کار دی او په کلي ډول په خبرو کې شریک ساتل هم ستونزې پیداکوي.

ښه دا ده چې د پاکستان، ایران او نور ګاونډي هیوادونه د  هند، روسيې ، چین او برتانیا په شمول  په  اعتماد کې واخیستل شي، امریکا د سولې رښتینې پروسي ته داخله شي، افغان حکومت او امریکا د جنګ پرځای د سولې تګلاره غوره کړي.

که خبره په اوسني حکومت کې د طالبانو راشریکول، هغوی ته په شمار څو وزارتونه او يو شمیر ولایتونه ورکول وي، او له دي ها خوا نور څه نه وي، له امریکا سره د امنیتي تړون اړوند د اوسنۍ افغان ادارې ټینګار په خپل ځای پاتي وي، بیا نو د سولې خبرې يواځي شعار دی، او په دي ډول به ولسمشر غني غواړي چې خپله پنځه کلنه دوره پوره کړي، چې په مخ کې ډیرې ستونزي ورته پرتې دي.

په دي امید چې د سولې له پاره د خنډونو په نښه کول او له منځه وړلو باندي فکر ؤشي او د سولې له پاره په حل لارو غور ؤشي. داسي حل لاري چې د افغان ولس له بطن څخه وي، نه د لویدیځ او ټوپکسالارو د سولې  طرحې.

د باثباته او سوله ییز افغانستان په هیله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery