مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فاشیزم بیا راژوندی کېدونکی دی

ژباړن : نثار احمد صمد
سرچینه : کمَن ډریمز ( امریکا )
لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۲۸ / ۲ / ۲۰۱۵
 په وحشیانه توګه د تش په نوم اسلامي تروریزم له حده غټ ښودنه ، د ځینو لویدیځو حکومتونو له خوا په بې شرمۍ سره پر داسی مهال استعمالیږی چی سپماییزه درد ( او خوږ ) په اوج کی دی .
د بیری او خوف پلورل هغه ډاډمن سیاسی عمل دی چی د بوش حکومت اجرا کړ . خو که څوک داسی انګیری چی د « تروریزم » بېسدتیا (وحشیانه هیجان) د دیموکراتیکو آزادیو د تمښت له پاره یوه نوې خبره ده ، نو د ۱۹۳۳ کال جرمني دې ورپه یاد کړی .
په نوموړي کال کی د جرمنی د وایمر دیموکراتیک جمهوریت د سپماییزه رکود او سقوط ، عامه بیکارۍ او یو بربادونکي انفلاسیون په څپو کی ډوبېدونکی و . ریخستاګ ( پارلمان ) خورا میرڅمنو مخالفو ګوندونو لکه د اقلیت ملی سوسیالیسټانو چی مشر یې ادولف هټلر و ، کاتولیکانو ، سوسیالیسټانو او کمونیسټانو د ډغرو او ټکرونو په منځ کی له فعالیته لوېدلی و .
د ۱۹۳۳ د فبرورۍ پر ۲۳ په برلین کی ریخستاګ د یو چا له خوا داسی وسوځول سو چی په اصطلاح خاوری ایرې سو . په نږدې ساحه کی یو هالینډئ کمونیسټ ونیول سو چی د دې قصدي اور اچوني مسؤل یې وباله . ټوله جرمني له قهره لیونۍ سوه او دغه جنایت وبیروله کټ مټ لکه امریکا چی د سپټمبر د یوولسمی حملې لیونۍ کړه .
خو کمونیسټانو بېله ځنډه ملی سوسیالیسټ ګوند (په لنډه توګه نازیان) د دې برید کړوني وبلل . لاکن تر ډیره حده اصلی مجرم هماغه هالینډئ کمونیسټ و .
تر دې پنځه ورځی وروسته وایمر ولسمشر (پاول هیندن برګ) چی یو محافظه کار او جنګي اتل و ، یوه نوې مقرره لاسلیک کړه چی « د ریخستاګ د سوځولو فرمان » وبلل سو . دغه مقررې د بیان آزادي ، آزادانه راغونډېدل او نوری قانوني ساتنی وځنډولې . مقررې حکومت ته دا حق ورکړ چی په دې بیړني حالت کی « تروریسټان » ونیسی .
د مارچ په لومړیو کی هټلر یوه داسی « صلاحیتي مقرره » اعلان کړه چی له مخی یې د تش په نوم « تروریزم » له تهدیده ګټه پورته کړه تر څو په دې ډول ده ته د دیکتاتورۍ لاری خلاصی سی . د دغه ضربې سره محافظه کار کاتولیک ګوند ځکه ملاتړ اعلان کړ چی، په روسیه او اوکراین کی یې د کمونیسټانو لخوا د کاتولیکانو وژني لیدلي وې . دوی داسی انګېرل چی نازیان تر کمونیسټانو لږ خبیث دي .
څو اوونۍ وروسته د سوسیالیسټانو ، کمونیسټانو او یهودیانو نیول پیل سول . هټلر په دیموکراتیکو ذریعو سره یو مطلق واکمن وګرځېد ، نو ځکه ملی عصبانیت او په اصطلاح د تروریزم څخه بیره باالکل چټي او بې معنی وو خو د راپارولو د پروپاګنډ یوه بهترینه اصطلاح وګرځېده .
په دې ډول د وایمر جمهوریت په صرف څو میاشتو کی په ظاهره په قانوني توګه له منځه ولاړ . جرمنیان چی د خپلو سیاست والو له خوا د « تروریزم » په ادعاګانو سره وتورېدل او کرکجن سول ، د وایمر له پاره یې ویر او غم ونکړ.
نن نن موږ یو شمیر لویدیځ حکومتونه وینو چی کټ مټ ځینی همدا بې شرمانه ډاروونکي تاکتیکونه استعمالوي تر څو خپل ولسونه ښیً لاسي کړی او په ځینو مواردو کی دغسی مشران پسی واکمن کړی .
په پاریس کی د چارلی هبدو ننداره ییزه پیښه یې خورا څرګند مثال دی . د پاریس تر دغو ټکانو (ډزو) مخکی د خټولي (په خټو لړلي) ولسمشر فرانکوس هولیند د ګرانښت سلنه آن ۸ ته راکښته سوې وه . خو د پاریس د دغه «بیان آزادۍ» ستر جمبوري محبوبیت وروسته څه کم ۵۰ سلنی ته جګ سو . په فرانسه کی د «بیان آزادي» پر مسلمانانو د حملې او ملنډو په معنی وی .
په کاناډا ، ډنمارک او اسټرالیا کی د ځینو اعصاب خرابو کسانو جنایی اعمالو ته هم کټ مټ په یو ملی او ټولیزه ډار سره هوا ورکول سوه چی په دې توګه یې مخکني غیر عوامي حکومتونه چی تر سپماییزو (اقتصادی) حملو لاندی وو ، لوړ بوتلل . او هم د امنیتي پولیسو له خوا یو څه «توطیًې» جوړی سوې تر څو مغز خرابه انسانان او ځوانان استعمال کړی . کټ مټ لکه د القاعده بیره چی پورته کښته کېدل ، دا دئ « داعش » راغی تر څو لویدیځوال آن د ورځی لا هم ورڅخه وبیروی .
موږ باید ډیر محتاط اوسو . له اسلامه کرکه او د ترور عصبي اختلال د کولمبیا پوهنتون پروفیسور (رابرټ پېکسټن) په خپل اوڅار او ځیرکانه تحلیل یعنی « د فاشیزم اناټومی » کی ښه ترا څیړلی دی .
پېکسټن فاشیزم په ډیره عالی شننه سره تعریف کړی او هغه یې د محافظه کارو رژیمونو څخه متمایز او بیل کړی دی . د مثال په توګه ، دئ د ۱۹۳۰ کلونو ایټالیا او جرمنی فاشیسټی دولتونه بولی ، خو د فرانکو هسپانیه بیا محافظه کاره بولی .
د فاشیزم نښی :
« د هر عادي حل څخه د بې وسۍ له امله د منځته راغلي بحران احساس ؛
 هغه عقیده چی له مخی یې کومه ډله قرباني سی ، هغه احساس چی د خپلو کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر ضد هر ډول غیر قانوني یا غیر اخلاقی کړنی صحیح او حق په جانبه وبولی ؛
 د خپلو طبیعی مشرانو ( تل نرینه ) د واکمنۍ اړتیا چی هغه به یو ملی مشر ټاپی ته رسوي داسی چی هغه په یوازی سر وکولای سی د دې ډلی برخلیک وټاکی ؛ او د مطلق او جهانی دلیل له مخی د خپلو غرایضو برلاسي توب . »
د فاشیزم نوری ځانګړتیاوی : پوځي توب او جنګ جوړول ، او تاریخی سوبه ؛ د جنګ ستاینه د تصفیې او ملت جوړونی د بهیر په حیث .
د پړسوَلو پوځي « اتلانو» په هکله تبلیغات . په منځني ختیځ کی د په اصطلاح بې وجدانه عربو سره د جنګ په غرض د یو کوچني پوځ یا پر هغوی باندی د بم ورۍ له پاره د طیارو ورلیږل د هغو کوچنیو هیوادونو له پاره د طاقت ګولۍ دي چی لږ پوځي بودجې لری .
که هیواد پالنه او ملت پالنه ( نشنالیزم ) د لوچکانو او رذیلانو وروستی امنځی وی ، نو دا دواړه د احمقانو لومړنی منشور هم دی .
موږ هغه اصلي له اعتباره لوېدلي دښمنان چی ټول هیواد تهدیدوي ، په سترګو وینو که هغوی انارشیسټان (ګډوډي جوړونکي) دي که سوسیالیسټان ، مېسَنان ، کمونیسټان ، یهودیان او یا هم مسلمانان وی . د خپرونو څخه د آزادانه فکر کونکو ژورنالیسټانو ایستل د دې کار لومړنی ګام دی او دا هغه څه دی چی نن په امریکا او کاناډا کی عملي سوی دی .
د پیکسټن په وینا « نفساني اغراض..... هغه احساساتی لاوا (ویلی اوسپنه) ده چی د فاشیزم بنسټونه جوړوی .» د دې د ښه ترا لیدو له پاره د (کلینټ ایسټ ووډ) د کرکی وړ فلم « امریکایی غلچکي ویشتونکیً » وګورئ چی د کم عقلو امریکایانو له پاره د یو فاشیسټی اختر حثیت لری .
داعش د یو کوچني خو وژونکي ګروپ یو بل مثال دی چی لاس رسي او خطر یې د لویدیځو داخلی سیاسی دلایلو له پاره خورا ډیر پړسَوَل کیږی . داعش یعنی په عامه چارو او ټولنیزو رسنیو کی یو متعصب ماهر د القاعده له لاسه د رڼا اچولو غټ ګروپ غلا کړی دی او په دې توګه یې د لویدیځو جنګ غوښتونکو ، افراطي ښیً لاسو او وسلو پلورونکو زړونه ښه خوشحاله کړی دي .
داسی ښکاری چی داعش له خپلی لاری اوړی تر څو د لویدیځ والو په نزد ځان ډیر کرکجن او شنیع ثابت کړی . خو هغه خطر چی دوی یې د منځني ختیځ څخه دباندی ښییً ، خورا بې اهمیته او بې ارزښته دی . نو مخکی له دې چی موږ د داعش پر ضد هر ډول صلیبی عمل وکړو ، باید پوه سو چی د قاتلانو دغه ډله په عراق کی د امریکا تر کنټرول لاندی ابو غریب جېل کی رامنځته سوې ده او مالی مرستندویان یې هم سعودیان وو ! داعش د هغه ګډوډۍ او تباهۍ څخه راوټوکېد او بریمن سو چی علت یې پر عراق باندی د جورج بوش ناروا یرغل او په وروسته کی د سوریې د ورانولو جنګي عملیات دي .
دا چی جورج بوش دوهم ځل هم ولسمشر سو نو باید د هغو بوډیانو څخه مننه وسی چی له دې بیرېدلې چی مبادا اسامه بن لادن د هندو کش له ها خوا څخه دلته راغوټه نسي او د دوی کوچني چوچیان په منګلو کی ورڅخه یونسي .
نن په شمالی امریکا ، اسټرالیا او نیوزیلینډ کی بیا یو څه پیښیږی . ډیر انسانان له دې بیریږی چی داعش د « پیوریا » یا « وینی پیګ » ښارونو ته رانږدې سوی دی . هو ، ډارېدلي انسانان په آسانۍ سره دیکتاتوران قبلوي !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery