مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

متفکرخوبونه

عبدالقیوم عاجز زابل


په هېواد کي روان حالات او ددولت ناغیړي مي ورځ تربلي ډاروي که څه هم هرڅه دلوي خداي په لاس کي دي او هغه په خپلو کړنو باندي ښه پوهیږي او له هره پلو ه ښه غني دي خو بیاهم پرځمکه دبندګانوحرکت اودده برکت شرط دي
زموږ ځوانان او هغه کسان چي پرځان تکیه لري پرېږده چي زوریږي رابه سو هغه بیوزله کسانوته چي ورځ او ډوډۍ پیداکوي  اودخپلو اولادونودیوې ګولې لپاره شپه او ورځ نه ګوري
 جناب جمهور رېس ته خو یوازي لس اشپزان خدمت کي دي او غواړي چي بیلابیلې منظرې وکړي نوبه يې اوسني حالات څنګه وزوروي خپل اولادونه يې اوس هم په بهرکي په ښه امنیتي سیمه هېواد کي ژوند کوي  خوخیر په هغه کلیواله لحجه موړدوږي له حاله څه خبر دي
په تیره دوره کي به دولت سل ژمني  وکړي نو لس به يې عملي کړې خو او س دولت په سلو کي یو سلو یوژمنه نه عملي کوي فقط لویه لاس ته راوړنه يي په تیرو شپږو میاشتو کي داوه چي  دکابل بانګ پردوسیه ښه غوړخبري کنفرانس ورکړی ،او په ارګ کي يې دهګیو خوړولو مخه ونیووله
 نو تراوسه دغریبودولتي مامورینو په تنخواګانو کي زیاتی ندي راغلي دهغوې ژوند ندي سم سوي دايې خپلو کاروکونکو ته خدمت دي  نو اوس به بیچاره اوبیوزله ولس ته څه وکړي
دومره غریب خلک مي لاهم لیدلي چي یوازی دشپې لخوا وچه ډوډۍ خوري  او ځني لاهم داسي شته چي په نهر نس بیدیږي افسوس دهغه پرحال چي خپله يې یوازي دیوسفرلګښت يې شل زره ډالر وي  اودې سفرونو ته داجامه وراغوندي چي موږ دولس له غمه مړه یو ته دومره بې واکه يې چي خپله کابینه نسي ټاکلای نو دولس غم به په دې بهرنیو سفرونو باندي څه وخورې
موږ خو هیله مند وو چي  ته دوهم متفکردي  ډير ژربه حالات سم کړي  اقتصادبه پیاوړی اودولس ټولي شته ستونزي به حل کړي خو داسی ونسو ورځ تربلي دي ددولتي مامورینو تنخوا کمیږي په ناامنه سیمو کي دي امنیتي کمربند تنګیږي  او همداشان ټول هغه حالات چي مخکي نورمال وو دسعت ګر په څرخ سره خرابیږي نوته لا ورته وخت غواړي چي ښه به سي
کچیري وږي په هېوادکي په نس ماړه نسي کاروده ونکړي اوسنۍ ناخوالي به لاهم زیاتي سي نو بیا به داناکام او ورسته پاته مشرتابه ته څه پاتي سي اوس خو لاښه ده حالات ددې جوګه دي چي سړی پوښتنه وکړي اویوګیله وسي له مشرانوو
کچیري حالات کړکېچن سي نو شوني ده چي اوسني ټول مشران چي  خپل کورونه يي په نیویارک ،دوبۍ ،روم ،اوداسي نورپرمختللو هېوادونو کي اوس جوړ کړي دي ګډه بارکړي
درد غم وژنه لوږه فقرغوربت اوټول هغه ناخوالې چي انسان زورونه ده بیوزلو افغانانو ته پرېږدي البته که ووایم چي دازما له عمره لویه خبره ده خو مطالعه کي ټول هغه لنډ حکومتونه ارزییابي کولای سم چي په تیرو ۳۶کلونو کي تیر سوي دي
دواک پرګدۍ به يې دامپراطوري دعوه کوله خوکله چي به کړۍ پرتنګه سوه نو به يې پښې سپکي کړي غواړو يې نه خو خداي دي هغه حالات بیا نه راولي چي تیرو کلونو کي ترسره سوي وو.
خو کچیري اوسنۍ ناغیړي خپلو دندو ته نه پاملرنه په ژمنو نه درېدب ورځ تربلي دفقر اوغوربت ډیروالي بیکاري ،دکارونوپه ټپه درېدل ،اوبي امنیتي دوام ومومي نو خداي ناکرده بیا هغه تریخي توری شیبې چي دمیلیونو افغانانو ژوند يې اخیستي وو بیا زموږ دروازې ونه ټکوي
او یوځل بیاموپه هیواد کي دبدمرغیو ټغرخپور نسي ، یوازي دعاوي هم نسي کولای زموږنه ټولي بلاوې وګرځووي خوځښت ته هم اړتیا سته خوموږدخپلو دردونو درمل نسوپیداکولای نوحالات به څنګه کابو کړو
په دې ورستیو کي پرخورانو  رسمي سفرونه ودرېدل نو دستي يې په غیري رسمي سفرونو لاس پوري کړکچیري په ارګ کي کښيني نوبیا خوورته څوک عارض کیږي نوځکه يې سترګي نیهامي کړي دي ترڅو څو ورک دمسؤلیت خبره ونکړي خو هغه زموږمتل چي ځې ځې ځې ابازو له به راځې نو بیادي هم زموږ سره  مخه ده خو دومره دخداي روي درته نیسو چی خپلو سیاحتي سفرونو ته دملت سره دخواخوږۍ جامه مه وراغوندي
پرتاسو ځمکه ګرمه سي نویو هندستان اوبل عربستان ته ولاړسي په رسمي اوغیري رسمي سفرونو هلته خپلي منظرې کوي او وايې چي موږ افغان ملت او دولت ته مرستي راټوله وو
په ولایتونو او وزارت خونو کي دي دسرپرستانوله کبله دخلکو غریبو جېبونه تشیږي ، والیان فکر کوي چي څو شپې مودي ترلسي اوشلي لاس نه اړوي ګمارني دي بندی کړي دي چي څوک فساد ونکړي فساد خو دي پرچوکۍ ناستو کړي خپله ته فساد ته لارجوړوې
کني نوپه یوه ورځ داټول کارونه ترسره کیږي داپه ګوته کوي چي ته خپله په فسادکي ښکېل يي اودجوال خوله دي ورسره نیولي ده خو خیرازموینه دي ورکړه
اوس خو بیا بیخي دډارخبره سوه چي بهرني وسلوال هم درته راغله  ستاسرتېری وږی تږی په سنګرونو کي بې تنخوا بې سرنوشته پروت دي ته هم وایې زهم وایم چي داهېوانۍ روهیه لري اوخپل هیواد اوخلکو سره مینه لري خو ته هم افغان يې ستامینه له دې خاوري سره نسته ایااوسني حالات نسې کتلای
دهغو سرتېرو دمهماتو ،ډوډې اوالبسې غم خوباید وخورې چي ستاساتنه خووکړي موږ خداي په بلاګانو وخوري که همداسي ته يې خوحالات به بدلون وکړي اویولوي ناورین به هم ستا او زماپرکور راسي ناورین ته انتظارکول دهوښیارانو کارندي
په دې کي یوازي یوکس نه بلکي ټول افغانان پړه دي څوک داسي ږغ پرمسؤل نکوي چي داښه لاره نده باید ټول لاس په کارسو ترڅو وکړای سوهم ځان او هم خپل بیوزله ملت له تورو تیارو څخه وژغورو
دیوسرلوړي افغانستان په هیله

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery