مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولي بهرنی سیاست منطقه لړزوي!

میرویس پوپل
پیړی پیړی تیري شوي دي او د نیکونو او پلرونو د خبرو او کیسو څخه موږ هم دا اخیستل چي زما زموږ نیکونو او پلرونو هم په جنګ کي نړئ ته سترګي خلاصي کړي او په جنګ کي یې عمر روان وو او په جنګ کي یې ژوند له لاسه ورکړی دی ، یعني په دې معنی چي کله به مو فکر ورته وکړ چي که مخکنی جنګ  د جهاد په نوم یا جهاد وو ځکه د امکاناتو له پلوه دوی خاصي وسلې نه درلودې ، ښه موټر یې نه درلود ، ټانګ ، او داسي نور مجهز امکانات ورسره نه وو د (اس) په وسیله به یې لښکر جوړوی او شپه به یې په یو ځای کي وه سهار به یې د خپل لښکر سره یو ځای کوم ځای فتح کړی وو مګر دا په دې معنی نه چي هغه وخت داخلي سیاست او بهرنی سیاست مخ ته نه تلی ، د وخت سره سم په هغه وخت کي هم بهرنی سیاست او داخلي سیاست داسي پر مخ وړل کیدی چي هم له پوره فکره کار اخیستل شوی دی او هم یې ددې خاوري د قهرمانئ او میړاني او نرم سیاست له مخي تر ننه په داغه بهانه موږ د 5000 کاله تاریخ خبره کوو .
د نن او پرون د سیاستونو پرتله څنګه کولای شو ، ایا نن چي کوم امکانات ، تجهیزات ، او پر مخ  تللې ټکنالوژي تر هغه وخت ولي دومره وروسته پاته شوه چي په لنډ وخت کي یې د داخلي سیاست د کمزوري حالت له وجهې بهرنی سیاست دومره قوي او پیچلی دی چي درسته منطقه لړزوي ، له مشره تر کشره یې د ټولو څخه لار ورکه کړیده ، وخت د پخوا غوندي ندی ځکه چي پخوا به ټوله ملګري شول او یو لښکر به شو او ملکونه به نیول کیدل دلته اصلي لامل څه دی چي نن په خپل منځ کي لښکر لښکر شوی یو ، یو او بل ته ځکه بد وایو چي ته څوک یې زه څوک یم ، ولي په دومره پوره باور او پیژندلو سربیره بیا هم لا پوه نه یو چي په منطقه کي داخلي سیاست ولي نمایشي اړخ پیدا کړی دی او بیا دغه نمایشي سیاست بیرته خپله د سیاست مدارانو څومره په تاوان پیښیږي ، څومره خلګ ددوی دداسي سیاست په وړاندي پر دوی بی اعتباره کیږي ، لکه نن چي خلګ د داسي یو ناوړه سیاست خلګ ښکار دي ، پوښتنه داده چي ایا داخلي سیاست نه شو کنټرول کولای او که د بهرني سیاست په پالیسئ نه پوهیږو ؟
مګر داسي هم نه ده که داخلي سیاست له نمایشي مرحلې تیر کړو او پر بهرني سیاست ښه فکر وکړو نو دا معلومه خبره ده چي کومه پروژه چا ورکړه ، چاته یې ورکړه ، او پر چا به عملي کیږي .
نړیواله ټولنه چي په تیرو 13 کلونو کي يې په کومه طریقه مرسته کړېده او څومره یې د افغانستان د ځوان نسل د روزني لپاره کار کړی ، څومره یې په نورو اړخونو کي کار تر سره کړی دی دا هم یو داسي فکر ورته کیدلای شي چي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کي چي تمه نه کیدل هغومره تعلیمي مراکز جوړ او تر 90 فیصده ځوانه طبقه یا فارغ یا په شخصي او دولتي پوهنتونونو کي لا په زده کړه بوخت دي ، خو نړیواله ټولنه هم ددغو مرستو په بدل کي غواړي خپل ماموریت او خپلي مرستي وښوي چي له تورو تیارو څخه مو د افغانستان رنګ بدل کړ او ښه مثال یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټوله نړئ کي پر میدانونو د چانس ورکولو له لاري وځلول او د افغانستان نوم یې په نړیواله سطحه په خلګو وپیژاده .
بله خبره د افغان ځوانانو د تعلیمي بورسونو ده چی په څومره هیوادونوکي افغان ځوانان درس وايي او لا تر دې مهاله څومره فارغ ځوانان بیرته خپل وطن ته ستانه شوی دي .
که یې په حساب راواخلو نو کیدای شي چي د تیرو 13 کلونو په موده کي ډیر کارونه ښه تر سره شوي وي او ډیر کارونه لا د لویی مجبورئ له کبله پاته وي.
د دومره ځوانانو په فراغت او روانو درسونو کي یې زیاته برخه ددوی د حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو انتخاب دی او وو ، چي ولي ځوانانو په یو وار سیاست ته مخه کړه او غواړي چي په بهرني سیاست ځان پوه کړي او داخلي سیاست ورته ښه معلوم شي خو ددې سره سره بیا هم ځوان نسل تر تعلیم وروسته او په تعلیم کي برهاله لا چپ دي ، خو دومره پوه دي چي بهرنی سیاست هنري دي ، او داخلي سیاست نمایشي دي ، ولي دا خبر هم ده چي سیاست هم فن دی ، هم هنر ، دی او هم علم دی ،
نن هنري سیاست ځکه کامیاب دی چي د علمي سیاست څخه پکښي استفاده کیږي  او د هنري سیاست او علمي سیاست په وجهه نمایشي سیاست ډیر ښه او ‌‌‌ډیر ژر پیژندل کیږي ،ځکه نمایشي سیاست زما له نظره دا دی چي وینا وکړه ، تیز حرکات وکړه ، او هغه ځای ، او هغه خبري پر هغه ځای پاته کیږي او د وروسته کار درک نه وي نو ځکه خبري او وعدې نمایشي وي د خلګو په مخ کي یو ډول دوکه او خطاایستل وي مګر هغه ځوانان چي هغوی بهرنی سیاست ویلی دی ، هغوی د سیاست په هنر او علم باندي بلد وي هغه باید میدان ته شي او نور خپل خلګ له ازمایل شوو سیاست مدارانو څخه خلاص کړي او پر ځای یې د خبرو سره عمل ته مخه وګرځوي .
د اباد افغانستان په هیله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery