مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-20   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

درنواوغيرتي هيوادوالونوی کال مو مبارک شه !

حبيب الله غمخور
هرروز تان نوروز نوروز تان پيروز وياړ په افغان ولس! موږ ددې ولس وشهامت اوحوصلې ته ددرناوی سر ټيټوو! زموږ وطن داسي دغم په وينو لژند دی چي دسړی پر خوله دمبارکی او خوښی خبره نه راځي،خودبلې خواداهم يوه ملي عنعنه ده چي بايد خپلو دوستانو اوهيوادوالوته دټولوغمونواوناخوالوسره دنوی کال مبارکی ووايو. تاسوټولوته هرچيري چي ياست دنوی هجري شمسي کال درارسېدو په مناسبت دزړه له کومي مبارکي وړاندي کوم . دلوي څښتن له دربارنه دافغان زورېدلي اوکړېدلي ولس لپاره دارامی ،سوکالی اوسعادت کال غوښتنه کوم . وطنداران شرافتمند! بمناسبت فرارسيدن سال جديد ۱۳۹۴هجری خورشيدي به شما ملت مسلمان افغانستان تبریک وتهنیت گفته از بارگاه رب العزت سال نوبراي ملت ستمديده وبلاکشيده ما يک سال پرسعادت وپرميمنت ، صلح ، صفا، عدالت اجتماعی ، حاکمیت قانون ، شگوفایی وترقی آرزومینمایم . هر روز تان نوروز نوروز تان پیروز زه نن ددې بختوري ورځي پر تاريخ له بحث نه ډده کوم دومره وايم دنوی کال عنعنه اودود دی ، چي تر ۳۵۰۰ کاله زيات تاريخ لري .دامنلې اودخوښيوډکه عنعنه دافغان ولس دوياړنواوفرهنگی افتخاراتوله جملې شمېرل کيږي اوددې ورځې تاريخ په افغانانوپوری اړه لری اوددوي فرهنگی افتخاراتونه شمېرل کيږي . داطبعی خبره ده چې دوخت تيرېدوبه ددې ورځې دلمانځلوپه شکل اوبڼه کي تغير راوستی وي ،څه به له دې عنعنې څخه کم شوی اوڅه به پر ايضافه شوی وي . اساسي خبره داده چي ددې ورځي یعني نوروز دمېلې دودتر اوسه ژوندی پاته دی اوداپر افغان ولس ده چي داتاريخي منلې عنعنه دخپلووياړنوپه توگه تل پاتې وساتي . دبشريت په تاريخ کي دمځکي پرمخ افغان غوندي سرسخت اودغيرته ډک انسان ډيرکم ليدل سوی .موږ ټول افغانان هر چيري چي يودوير پرکمبله ناست يو، دمور اوخورترسترگومودغم اوښکي تويږي . په دښارونوکي دکليواوکورونه يوازي ساندي اورېدل کيږي اودغم جنازې ددهريرې په لور رواني دي . دلته اوس په خندا خوله نه خلاصېږي ،دټولوپه سترگوکي دهيلو پر ځاي ناهيلی ليدل کېږي . ددې هيواد په هجرو اوگردابوکي دخوښيو خبره اوسندره نه اورېدل کيږي ،يوازي ويردی او وير!!!څه وکړو؟ نه پوهېږو چي لوي څښتن موږ دکومې گناه په خاطر نه بخښی اوداڅولسيزي ئې لورينه يوازي دغمونواوخواريو،وژنو او ورانيو زيری دی اوبس! اوس داسي څرگندېږي چي خلک دخداي له دربانه هم نا اميده سوی ،په ډيرو زاريو ئې خوله وچه سوې اوپه سترگوکي ئې داوښکو چينه ،لاره اوگودرځيني ورک دی ،دوست اودښمن نه پيژنې، ټول دده په برخليک لوبي کوي اوټول دده له وينو دشرابوجامونه ډکوي ،نه د خپل زړه پرې سوځي اونه پردی بشردوست او ښاغلی . افغان نه پوهېږي چي ولي ټول ورته يوې خواته سوي دي ،ولې ټول دده پر زورېدو، کړاونواوچيغوخوند اخلي ؟ ددې اولس نه اوس نوی کال ،لوي اوکوچنی اختر ورک اوهيردي ، دټولونه ئې بدراځی . دسرپه سترگوئې ويني چي په ټولوخوښيواواخترو نوکي دده په نصيب يوازي ژړا،وير، لوږ ه اوتنده ده . اخترونه اودخوښيو ورځې دنورولپاره دي دهغو لپاره چي دده په غمونوکي خوښی اوقدرت لټوي . همدا دليل دی چي دمبارکی کليمه مو پر خوله نه راځي ،مگرزموږ دکورنيو نور غړي بياماشومان دي ، هغوي لا تراوسه پدې ناخوالونه پوهېږي . لويان ژاړي خودوی په خاورو کي ځانته کوراوښارگوټۍ جوړوي .دهغوي دروحې دساتلوپه خاطر اوداچي دهيواد دښمنان موفکر ونه کړي چي موږ دژونددکړاونوسره داسي لاس اوگريوان يو چې دخپل هيواد يو ه تاريخي ورځ موهيره سوې ده . دټولو ستونزو اوراپېښو ناخوالوسره دخپل دښمن په وړاندي خاندو،دخپلو فرهنگی وياړونوياد تازه ساتو ،ديوه ژوندی اونه ماتېدونکی ولس په توگه دخوښيو اوتاريخي ورځو لمانځنې کوو اويوبل ته مبارکی وايو . درنواوغيرتی هيوادوالو! په افغاني مينه او احساس يوځل بيا دنوی هجری شمسی کال دراسېدوپه مناسبت تاسو اوستاسو دوستانوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوم رب العزت دي دانوی کال پرموږ نېکمرغه کړي . گرانوهيوادوالو! زموږ کړېدلی ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي ، هغه سوله اودانساني کرامت خوندی ساتل . له بدمرغه په تيرکال کي زموږ دولس هيلي اوانتظار په ناهيليو بدل سو،زموږ خلکو سوله غوښتل ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دي ،په بهر کي دروزل شوولخوا زموږ په خاوره کي دځان وژنې پروسه گړندی روانه ده . دادی يوځل بيا پداسي حال کښي چي نږدې دوې اونۍ دنوی کال راسيدوته پاته وې په هلمند، کندهار، خوست ،روزگان ،بدخشان ،ننگرهار،کنړ،کندز اونورولايتونوکي ددولت دمخالفينو اوهمدا ډول دبهرنه رالېږل سوو واسکټونو(ځانمرگی بريدونو) په پايله کښي تردرو سوو زياتي کورنۍدويراوغم پر لمڅی کښېنستل . داوير يوازي پدغو سيمو کښي نه دی راښکېل،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي په ښارونو ، کليو اوبانډوکي زموږ بېگناوطنداران په شهادت رسېږي . موږ پدې پوهېږوچي په يوه هيواد کي دهر بيگانه پوځی ځواک برلاسی شتون دهغه هيواد سياسي استقلال تر سيوري لاندي راولې اودخپلواکی رنگ ئې پيکه وي ،داحالت زموږ گانډيانوپر موږ وتپلی اوموږ ئې دېته مجبورکړي يوداحالت وزغموو . افغانانود يو ضرورت له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان ته راشی ترڅو ددوي هيواد دسخت دريزه کړيواود القاعدې عربی سازمان له منگولوخلا ص کړي .اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتون اوددوي سره دمالي مرستو شاوخواديارلس کاله تېرېږي ،مگر بيا هم اميدونه په ناهيلو بدلېږي ،پدې خاطر داد افغانانودنده بولوچي خپل هيواد پخپله جوړ، قومي اوسياسي بي اتفاقيو اوددولتي قدرت پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدي . دا به شرم نه وې چي زموږ وطن پردي راجوړ کړی ا وپردی مو امنيت وساتي . ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني دې لاجمنې مسلې دحل لاره نده دنوی کال دمبارکي پدي پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړو نه هيله کوو چې دسولي اوتفاهم لاره غوره کړي . زموږ دهيواد داڅوزره کلن تاريخ دا ثابته کړېده چې دجگړې او ټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نده حل شوې . ددې لپاره چي دافغان وژنې اوهيوادورانولو مخه نيول شوې وي راشی پخپلو کې سره جرگه شواودپر ديو له مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله اوثبات راولو،ټول په يوه اوز دافغانستان بيارغوني ته ملاوتړواوددې راپېښي بلانه د ابدلپاره خپل ملت خلاص کړو . دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي ډاکتر اشرف غنی نه په کلکه غوښتنه کوو خپلو ملي دندواودهغو وعدو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړی کوم چي ولس ته یې ورکړی ،دسياسي واک دتږ و اودې واک ته رسېدونکو دسياليوپه لومه کي راگير پاته نسي . په دولت کی ادادري فساد،زور زياتي ،رشوت اوپه محلاتو کي دبېگنا خلکو زورونې ته چې دتيرو۱۳ کالو دميراث په توگه راپاته اودااوس هم متاسفانه چې دولتی اداره نده پاکه سوې جريان لري ، خاتمه ورکړي . نوی مشرتابه ته دداکتر اشرف غنی په وجودکي خلک زياتي اميدواری لري اوخپله داکتر هم پدې پوهيږي ،اميدواريوچې پر ټولو ستونځودملت په مرسته بريالی سی اوداهيواد له دې لجنزارنه راوباسي.البته زموږ فرهنگی ټولنې مشرتابه دده پروړاندي په ټولو پرتو ستونزو پوهيږي ،خوددي هيواد تاريخ ثابته کړئ چې که یې مشر ملی هوډ ولری ملت بريالی راوزی . دادشرم ځاي دی چي موږ دهيواد دولتی اداره هرکال دفساد دککړتياپه سياليوکې لمړۍ مقام ترلاسه کوي او دنړۍ په کچه په فساد ککړدولتی اداره لرو . دبهر نيانودميلارډوډالرو مرستو په ترلاسه کېدوسره لا تر اوسه زموږ هيواد دنړيوالودبې کفايته توکو دخرڅلاو بازار دي اودتل گانډيانو ته احتياج يو. دبېلگې په توگه زموږ په هيوادکي دلمر ،باد او اوبوپوسيله دانرژی ډير عالی امکانات سته ،خوموږ يابرېښنا نلرواويایې له گاونديانو رانيسو ،نفت لرو گاز لرو ،سره اوسپين زر ،مس اوفولادلرو ،لعل اوجواهرلروخودنړئ ترټولو فقير هيواد يو ؛هر عربی ،يا ايرانی اخوند اوپاکستانی جنرال زموږ برخليک ټاکي!!! زموږ دهيواد دملی شتمنيوسرۀ ددولتی چارواکو ډا ډول کړنې نه يوازي دهيواد اقتصاد ته لويه ضربه ده بلکئ موږ په گاونديانوپوري تړي اوموږ به تل ددوي دې سوداگريزي لورېينې ته سر ټيټ وي .داموږته دردوونکې او د منلو وړنده چي نوردلته راځي کارکوي اوزموږ په زرهاوو ځوانان په کارمندلوپسې تر سعودي، ډوبۍ ،امريکا،کاناډا اواستراليا پوري رسېږي اروپاخوپرې ډکه سول .ددې سره دبيکارانو شمير ور ځ تر بلي زياتيږي اودلوږی کچه مخ پرلوړېدو ده ،دکره معلوماتوله مخې همدا اوس زموږ دهيواد تر اوو ميليونو زيات وگړی عاجلې اوسمدستی مرستی ته اړتيالري . په افغانستان کي د زراعت اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له منځه وړل ،دشاړو مځکو ابادول اوبې مځکوته دمځکو ويش به دهيواد داقتصادي اوزراعتی پياوړتياسره لويه مرسته وکړي .دې ملي موخې ته رسېدل دافغاني چارواکو ملي اودولتي لمړنۍ دنده بولو . په راتلونکی کال کې دټولوافغانانو هيله داده چي دولتي چارواکي په افغاستان کي داداري فساد، دکوکنارو پرځاي دمعمولي توکو بديل کښت رواجولو،روغتيايي خدمتونو، دمعارف پراختيا ، سولي اوثبات ټينگښت ته جدي اوعملي ، دقانون پر پلی کولو جدی پاملرنه ،سوداگريزو اړېکو پراختيا ی اوتوليدي چارو تنظيم به ملت تريوه بريده له دې ناخوالونه خلاص کړي . پدې هيله چي بهرني هيوادونه هم په افغانستان کي دننه اوگاونډيو هيوادوکي دافغانستان دروښانه راتلونکي په اړوند پرخپلو ټولو کړنواوستراتيژي گانوله سره غوروکړي ،پر افغان ولس زړه وخوږوي اودهغو وعدو دپوره کېدولپاره عملي اورزښتناکه گامونه پورته کړی کوم چي دافغان ولس سره ئې دوعدې په بڼه يادوي . دوي (نړيواله ټولنه ) هم بايد پدې پوه اوسي چي دجگړې له لاري دلته سوله اوثبات نسي راتلاي ،بايدپر پاکستان عملي زورواچوي چې له خپلو سپين سترگيواودافغان وژنې نه لاس واخلي . که امريکا،اروپايي ټولنه اوناټو دافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نو ښه خبره داده چي دجگړې پرځاي دټولو مخالفينو ډلو اوتنظيموسره بې له استثنا هرڅومره ژر کېږي ديوه علني اوافغانانوته دمنلو وړ پلاتفورم پربنيادسولي اوگډحکومت دجوړېدوپر سره خبرې پيل شي او هغوي هم که په رښتياسره دعمل خپلواکي لري بيله کوم مخکني شرط نه بايد د سولي خبروته اماده گی اعلان کړي . موږ باورلرو دافغانستان دروښانه راتلونکې په خاطر دټولو خوابدو خواوواوهغوي چي داوسني حاکميت پرخلاف ئې وسله نه ده اخيستي اوغروته ندي ختلي په گډون د يوه افغان شموله نړيوال ملي کنفرانس جوړېدل به ددټولوخواترمنځ دملي تفاهم پيدا کيدولپاره لارهواره کړي . ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه د راتلونکی ۱۳۹۴ لمريز کال دنېمکرغه پيل له امله پرټولوافغانانو ږغ کوي دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سۍ، اوداتاسو ياست چي درپېښوناخوالوڅخه دخلاصون لاره ولټوئ ،خداي تعلاعقل اوفکرددې لپاره انسان ته ورکړی چي دښواوبدترمنځ توپير وکړي اوخپل ژوند سمبال کړي .خداي تعلاهيچاته ډوډۍ په خوله کي نه ورکوي اونه هغه ترلاس نسی چي دا وکژه اودامه کوه .ددې لپاره چي راتلونکې موله ستونزو او کړاونونه ډکه نه وي لازمه ده چي په افغاني شهامت بېله هرډول تبعيض نه په خپل هيوادکي دنا خو الوله منځه وړلوته ملاوتړو،کنه ، دمنځني ختيځ دورستيو پېښوجرړی دادی أهسته ، أهسته زموږ اوستاسوترکورپوري رارسېږي .موږ دداعيش په نوم دانسان وژونکی ډلې داستانونه په منځنی ختيځ کي اوريدل .خومتاسفانه دادی اوس دهرافغان دکور دژه ورټکوی .که داوحشی ډلې په افغانستان کي دپښې اېښود لوځاي پيدا کړ ،زموږ اودټول بشريت لپاره به تر القاعده دبدترو کړنو نندارچيان اوسوو. موږپدې پوهېږوچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلې دی،له همدې امله سولي او امنيت ته تر هرچا زيات اړتيا لري،بېله سولې ددې هيوادجوړونه ناشونې ده .پدې هيله دټولی نړی له دولتی چارواکونه گوښتنه کوو چې دافگان ولس سره دښېرازه،بسيا اوارام ژوندپه خاطر هراړخيزه بشری مرسته وکړی . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې او روزگان ملي مهالنۍخپروني په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery