مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایرانۍ پروین او زموږ خالد - د نعمان دوست لیکنه

benawa afghanistan
محمد نعمان دوست

 

په ژوند هر څوک بې باوره وي. په ځانګړې توګه د حساس ذهن او له عاطفې مالمال انسانان. شاعران هم له همدغې ډلې څخه دي. دغه ډول فکرونه انسان کبر، غرور او ادم ازارۍ ته نه پریږدي.
ایرانۍ شاعره رخشنده اعتصامي چې په پروین اعتصامي مشهوره ده، له هغو انسانانو څخه وه چې د مرګ ویرې یې د غرور وزرونه تړلي و.پر هغې دومره د فنا تصویر غالب و چې په خپله یې ځان ته مرثیه لیکلې وه او دا مرثیه د هغې له مرګه وروسته ترلاسه شوې ده. د دې شعر د لیکلو نیټه نه ده معلومه؛ خو پروین ځوانیمرګه شوې ده. نو دا شعر به یې خامخا په ځوانۍ کې لیکلي وي.
د ادب پر اسمان دغه (پروین)  په ( ۱۲۸۵ هـ.ش) کال وځلیده او په ( ۱۳۲۰ ) کال کې له اسمانه را ولویده او په ابدي خوب ویده شوه. هغې ټول (۳۵) کاله عمر وکړ او بس.
د پروین ژوند د خوشحالۍ نه و. هغه د یوه ظریف احساس لرونکې وه، خو یو نظامي صاحب منصب سره، چې د تره زوی یې وه، واده شوه. هغه چاپریال ورته زړه تنګوونکی و، همدا لامل و چې له څو میاشتو ګډ ژوند وروسته بیرته جلا شوه او دغې جدایۍ وځوروله.
پروین چې کوم شعر د خپل قبر شناختې ته لیکلی، دردونکی دی؛خو خپل شخصي دردونه یې دي.
هغه وايي:
اینکه خاک سیهش بالین است
اخترچرخ ادب پروین است
پروین شاعره ده، شاعران  هر درد په زړه تیروي. نه غواړي چې نور خلک دردمند کړي نو ځکه وايي:
گرچه جزتلخی از ایام ندید
هرچه خواهی سخنش شیرین است
دغه دردیدلې شاعرې ته د قبر ژوند سخت ښکاري او دا ځکه چې پکې یوازې ده، نو عذر کوي او وايي:

دوستان به که ز وی یاد کنند
دل بیدوست دلی غمگین است
...
د پروین اعتصامي په دور کې ایران کې جګړه نه وه. ایران له جګړې ارام و. خو ټولنیزې نا برابرۍ وې. کمزوري کمزوري وو او زورور زورور  او همدې نابرابریو د پروین نازکه زړه دردولی و.
خو زموږ دوره چې د وژنو دوره ده. د وحشتونو دوره ده. د وینې تویولو دوره ده او ...هر څوک په خپل ژوند بې باوره دي. هر څوک چې سهار له کوره وځي؛ نه خپله په بیرته ژوندي راتګ باوري وي او نه یې کورنۍ.همدې حالت زموږ ځوان شاعر ښاغلی خالد هادي حیدري هم په خپل ژوند بې باوره کړی دی.  
 که څه هم  خالد  له خپل وطنه په زرګونو کیلومتره لرې اوسیږي، خو له خپلو خلکو سره یې اړیکې دومره ژورې دي چې هره لحظه ځان له دوی سره یو ځای  په همدې قتلګاه کې ویني.
حیدري صیب، اوس ایله (۳۵) کلن دی. دا عمر د ځوانۍ وي. د بې پروایۍ وي.  خو په هیواد کې روانو حالاتو او د خپلو هیوادوالو وژلو  دغه ځوان شاعر دومره متاثره کړی چې ځان د قتلګاه په منځ کې ویني. هغه همدې حالات دې ته مجبوره کړی چې ځان ته مرثیه ولیکي. د خپل قبر د شناختې لپاره شعر ولیکي او...
خو دا شعر یوازې د خالد د زړه اواز نه دی. دا شعر د ډیرو هغو ناهیلو زړونو ترجماني کوي چې د خالد په ټاټوبي ( ګران افغانستان ) کې اوسیږي. همدلته له یو جهان ارمانونو سره په بې پروایۍ وژل کیږي او ډک زړونه سپیرو خاورو ته کوزیږي.
خالد ، د حساس زړه څښتن دی. هغه خپل مرګ ته خپه نه دی. خو هغه له دې ځوریږي چې د هر ځوان په مرګ سره د چا د مینې یو غر نړیږي، د چا زړه چوي او د چا د هیلو یو منار غورځي:
هغه پریږدئ چې لږ وژاړي په زوره
د خالد پردیس جسد ورته ښکاره کړئ
خالد ځان یادوي خو مطلب یې یوازې ځان نه دی. دی، د خپل ځان په یادولو د خپل هیواد د ځوانانو برخلیک ترسیموي.
 هغه مرګ ته خپه نه دی.  خو دې ته ځوریږي چې کاش مرګ یې یو رنګ راوړي. کاش د مقتولینو وینې د اینده تیاره ګوټونه روښانه کړي او کاش!
د وطن راتلونکي ګل چې تږی نسي
د پردیس خالد په وینویې اوبه کړئ
مرګ یو طبیعی شی دی. هر څوک ورسره مخ کیږي. هیڅ ځای کې ترې څوک نه خلاصیږي. خو، د هر چا مرګ طبیعي نه وي. موږ د جګړې نسل یوو. زموږ مرګونه د جلادانو لخوا دي. موږ څوک ژوند کولو ته نه پریږدي.
 دا دی زموږ په وطن کې نوره جګړه د زوړتوب پړوا ته روانه ده. همدلته پیدا شوه، همدلته ځوانه شوه او همدلته به زړیږي. خو قراین داسې ښيي چې د جګړې عمر به ډیر اوږد شي. ډیرې ځوانۍ به وخوري او ډیر ماشومان به لکه تنکي ګلان له غوړیدو مخکې ورژوي.
دې حالت نور خلک ستړي کړي دي. نور د زغم وړ نه دی. ښاغلی خالد چې په جګړه کې پیدا شوی او په جګړه کې ځوان شوی دی، نور له دې حالته ستړی دی. هغه خپل راتلونکی نسل ته یو لنډ یو پیغام پریږدي، خو  په دې واړه پیغام کې ورته د خپل وخت ټوله المیه تشریح کوي او ورته وايي:

د وطن د جنګه ستړی خالد مړسو
زماپرشناخته بس همدغه نویشته کړئ!

خدای دی زموږ دغه ځوان شاعر تر ډیره ژوندی لري. خدای دې  نور جنګ ستړی کړی، جنګ دې نور ختم کړي، چې هیوادوال مو په ارامه ژوند وکړي او له الهي نعمته (ژوند) څخه خوند واخلي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد
کب۲۹مه، ۱۳۹۳

دخالد مرګ دلته واورئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery