مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وحشت ترڅو؟

لیکوال : سید تمیم بهار

۲۵ مارچ ۲۰۱۵

آلمان

 

 

وایی چی :

               زموږ دښمن شرق اوغرب نه دی

               زمونږدښمن جهل اوتعصبات دی

 

فرخنده نومی د تیری پنجشنبی په ورځ د کابل د شاه دوشمشیری زیارت په مخ کی له هغه قهرجنوکسانوله خوا په دی تورووژل شوه چی ګواکی فرخندی ځوانمیرګی قرآن شریف ته سپکاوی اوپسی سوځولی دی.

هم بی غشی سګڼی ډال د ژبلورو

رستمـان ځنی ځغلا کاندی په ډار

فرخنده د کابل د پایتخت په زړه کی په عام محضرکی د سلګونوکسانومخ کی ووهل شوه ، وټکول شوه اوپه ډیری بی حرمتۍ سره ووژل شوه ، بیا یی مړی اول موټرلاندی اوبیایی سیند ته یی ګذارکړه اوپسی اوریی ورواچوه.

دغه وحشت چی د شهید فرخنده په اکله صورت ونیوه دا څویمه ورځ ده چی افغان ملت د خپلی لوراوخورپه سوګ اوماتم کی ناست دی.

علاوه د سوګ اوماتم څخه مغرضه کسان دی چی خوب اوژوند یی په خلکو حرام کړی چی په عین حال کی څوتنه داعیشیان په لباس د عالم رهبراو دموکرات د خلکوپه زخمونونورهم مالګی دوړوی حال دا چی زمونږه خواخوږي ملت د مظلوم ځوانمرګی پیغلی فرخندی د عدل اوانصاف د غوښتلو غږونه پورته کړی دی اودا داعیشیان په عین زمان کی د بیشرمه کړنی اوناحقه پروپاګندی چی زره حیا ددوپه سترګوکی نه لیدل کیږی لا پسی ملاتړکوی.

ګرانی فرخندی ! ستا دا پاکه وینه بی ځایه نه ځی اوستا ددی پاکی وینی څخه سره ګلانوته د حق اوعدالت د مبارزی وده ورکوی اود حق طلبۍ اود جهالت اونادانۍ په مقابل کی د نبرد کولونماینده ګی کوی. اوته دهمیش لپاره زمونږپه یاد اود ژوند په ټولولحظوکی ترابده زمونږ په زړونوکی پاتی یی. 

دا ټولوته جوته اومعلومه ده چی یوتعداد مغرضه خلک شته (داعیشیان و داعیشیان مانند) چی برسیره په نوروجنایاتوخاص دافغان د ښځواوجنکود بد نامۍ په اکله ګمارل شوی اوخپل ناوړه کارونه د یوشی اود بل شی په نوم یی سرته رسوی.

اګرچی نن زمونږ ربړیدلی خلک د بد بختی اوپه ډیری بیچاره ګی ژوند کی بوخت دی. اودا ددی قرن جانیان همدی حالت ته هم نه پریږدی اوپسی نور دردونه اورنځونه ورته راوړی لکه قتلونه ، سړی وړونکی ، غلاګانی ، بی ناموسیانی چی په دریالس کلن اوه کلن اوحتا په دری کلن ماشوم باندی هم صرفه ونه شوه. ترڅو؟ ترڅه وخته زمونږه خلک به دا تاوتریخوالی ژوند په ځان منی!!؟؟   

ښه دی د فرخندی څه ګناه وه!؟ آیا خلک به دا ومنی چی ځوانمرګی فرخندی د قرآن شریف په مقابل کی بی حرمتی کړی اوقرآن پاک یی سوځولی دی؟؟

د کابل پولیس وایی دا سی کوم شی تراوسه نه دی پیدا شوی چی ثابته یی کړی چی فرخندی قرآن العظیم شان یی سوځولی وی.

پس لعـنت دی پرهغوکسانووی چی څوک د کوم شی نه خبرنه وی اونا مردان په ناحقه په سړی تورلګوی. اونا مردان آب را نا دیده موزه ازپا میکشند !

پټه دی پاتی نه وی ترهغی چی داسی حرفوی جنایتکاران اوخاینین دلته موجود اوخلع قدرت نه شی هره ورځ به فرخندی مری.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery