مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لوګرکې دپوهنتون د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هجرت الله ساحل
دلوګر ولايت مرکز پل عالم کې ددې ولايت دپوهنتون ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې ،چې ددې ولايت اداري چارواکو ،دولايتي شورا او ولسي جرګې استازو ،قومي مشرانو و ديو شمير نورو علمي ادارو چارواکو پکې برخه اخيستې وه.
دلوګر پوهنتون دمرکز پل عالم دښار په جنوب ختيځه سيمه کې په پنځه سوه جريبه ځمکه کې جوړيږي .
چارواکي وايي ،چې اوس  مهال ددې پوهنتون لپاره څه دپاسه درې ميليونه ډالر لري ،چې دهندوستان هيواد، دنشيي توکو پر ضد مبارزې اولوړوزدکړو وزارتونو له خوا ورکول کيږي خو په ويناېې په راتلونکي کې به ورته دنورې بودجې دپيداکولو هڅې هم کوي .
دياد ولايت والي نيازحمد اميري وايي ددې پوهنتون دبنسټ ډبره يو نيم کال وړاندې هم ددې ولايت دالتمور په سيمه کې ايښودل شوې وه خو دسيمې دخلکو دټينګار له امله ېې موقيت مرکز ته نږدې راوړل شو،چې دپوهنتون لپاره تر ډير اندازې مناسب دی .
اميري وايي  ،چې ددې پوهنتون دبيلابيلو برخو په پښو درېدو کې به کار کوي او له خلکو هم غوښتنه کوي ،چې ددې پوهنتون په فعالولو کې مرسته وکړي .
دلوګر ولايتي شورا غړی ډاکتر عبدالولي ويي ،چې  په دې ولايت کې دپوهنتون جوړېدل مهم او ارزښتناک دي  او ددې ولايت په بيلابيلو برخو به ښه اغيزه ولري.
نوموړی وايي   پوهنتون دولايت په  پرمختګ کې ښه رول لري هغه ولايتونه ،چې پوهنتونونه لري ،اقتصادي او علمي وضعه ېې پر مخ تللې  خو له دولت څخه هيله کوي ،چې ددې پوهنتون په  فعالولو کې مرسته وکړي .
ډاکتر ولي دلوګر ولايت په خلکو هم غږ کوي ،چې دنورو ولايتونو په څير دخپل ولايت له پوهنتون سره مرسته وکړي .
ياده دې وي ،چې دلوګر پوهنتون دوه کاله دمخه تاسيس شوی خو تر اوسه پورې نه ودانۍ لري او نه ېې هم دپوهنځيو شمېر معلوم دی خو چارواکي وايي ،چې له دې وروسته به دپوهنتون ودانۍ او درسي سيستم فعال شي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery