مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عام قتلونه ، کابل او د بیان ازادي

میرویس پوپل
د کابل د تیرو وختونو د فریادونو د ټوټو یادونه هیڅ ضروري نه بولم چي یاده یې کړم او وضاحت ورکړم چي چا وران کړی وو څنګه یې وران کړی وو او د څه شي پر سر یې وران کړی وو.
کابل د سختو خواریو ، راکټونو ، او سرو وینو شاهد وو او یو ځوان راغلئ ږیره یې پکښي سپینه کړه ا و د خوار کابل څخه یې 80 فیصده وحشت له منځه یووړی ، شکیدلي فرهرونه او د خلګو مات زړونه یې دومره ور ټکور کړه چي بیرته زوریدلي خلګ پوه سول چي کابل پایتخت سو او د جوړیدو سړی یې پیدا کړ ، پوهنتون جوړ سو ، مکتب جوړ سو ، سړک جوړ سو ، منظم کالي او دریشي پیدا سول ، د ګرځیدو ښه او بهترین موټر پیدا سول ، بی حده خوندور او جګ منزلونه او ماڼئ جوړی سوې ، له تیر اوږده وحشته بیرته انساني ژوند خلګو وپیژانده ، په خوراکونو او د ښار په جوړ سوو هوټلونو کي د هر سړي ناسته ځان او میلمه ته داسي افتخار ګڼل کیدی چي ګواکي ستاسو په مملکت کي له پخوا پاخه دیوالونه او ښه موټرونه تیریدل خو موږ په 13 کلونو کي د یو سپین ږیري مشر په خولو ، او زحمتونو دا وطن یو ځل بیا له وحشته وویست او په پوره معنی مو هغه انساني ژوند پکښي شروع کړئ چي څه ډول د خپل یو مشر څخه یې وطن او ولس خپل حق غواړي .
لا په دغه ټولو مواردو کي ځینو شر اچوونکو دا چیغي وهلې چي څومره پیسې دې وطن ته راغلي دي نو د هغه نیم مصرف نه دی سوی !
داسي هم نه ده هر څومره مصرف سوی دی یا لږ یا ډیر خو چي نن دا شر په کوم طریق ته په لاره اچوې دا هم ددغه مصرف یوه برخه وه چي د خبرو او بیان د ازادئ لپاره یې له هر هیواد څخه ټوټه ټوټه مرسته غوښتې او هر کس یې دې حالت ته رسولئ چي بیرته پر سپین ږیري مشر نیوکي وکړي او هغه توهین کړي .
راځو ملي حکومت ته چي څومره وتوانیدل چي ددغه بیان ازادئ څخه یې ګټه پورته کړې او څومره په لنډ وخت کي په کابل کي قتل اسانه سوی دی ، په کومه اسانه طریقه عام خلګ  د سړک پر سر نور سوځي ، څومره د یو قوي مشرانو او د همدې دولت د چاواکو مرګ اسانه سوی دی په کابل کي ، څومره د بیان ازادی دغه ډول پرمختګ کړی دی .
دا هر څه افغانان خو پریږدو چي پر خولو یې دا خبري دي بلکي په نړیوالو رسنیو کي څومره د تعصف خبر ده چي یو سړي درست هیواد له وحشته وساتئ او ددوه کسانو په مشري نن په هیواد کي د پولیسو په مخ کي خلګ سوځول کیږي هغه وهل کیږي ، هغه تر موټر لاندي کیږي ، د یو خور ، مور ، او میرمني څخه په پرتوګ او کمیس لاسونه ننوزي او هغه له بامونو له غورځول کیږي !!!!!!!!
د دواړو مشرانو څخه ګیله او غوښتنه هم لرم چي که د بیان ازادي ستاسو په ملي حکومت کي داسي وي نو بیا تر دې ازادی نه ازادي ښه ده ، موږ چي رایه درکړې ستاسو په خبرو مو باور کړی دی ، ستاسو په برنامو مو باور کړی دی او ستاسو د سپینو ږرو او ملي رهبرانو او زړه سوانده مجاهدینو په نوم مو ستاسو ملاتړ کړی دی .
ګیله او اندیښنه مو دا ده چي ولي داسي وسي او تر کله به کیږي ، او غوښتنه مو دا ده چي که د بیان ازادي داسي وي نو موږ تر دې ازادئ تیر یو او دا د بیان ازادي دي اور واخلي.
موږ به تر عمره عمره له تاسو ګیله من یو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery