دخپریدو نیټه : 2015-03-29 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
بمي چاودني په ارزګان کې يو ښوونکی وواژه .
لودين
نن سهار وختي د مرکز ترينکوټ ( د خانقا د صد مردي د کرنو ) په سيمه کې يوې بمي چاودني يو ښوونکی وواژه .
دغه ښوونکى عبدالقيوم نوميدی او هغه وخت د چاودني ښکار سو چې سهار مسجد ته د لمانځه دپاره روان وو .
د اروزګان ولايت سرپرست امنيه قومندان ګلاب خان د دې پېښي پخلى کوي او زياتوي چې وژل سوى کس ته د کور مخي ته بم ايښودل سوى وو.
قوماندان وژل سوی کس ښوونکی نه بلکه عام وګړی بولي ، خو سيمه ايز اوسيدونکي وايې چې د ښوونځي ښوونکی وو .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .