دخپریدو نیټه : 2015-03-29 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
پوليسو ازاد خبريال احمدولي سرحدي وهلی ډبولی دی .
لودين
په زابل کي د زابل پريس کلب مشر او ازاد خبريال احمدولي سرحدي پوليسو وهلی او ډبولی دی .
احمدولي سرحدي وايې ، چې تيره ورځ ناوخته پوليس د زابل په مرکز کلات کې د سولې غونډي ته ورغلل ، دی يې په موټر کې سپور کړ او د امنيه قوماندانۍ مخي ته په رسيدو سره يې ووهی او سپکي سپوري يې ورته وويلې .
نوموړی وايي ، پوليسو ځکه دا کار وکړ ، چې تيره ورځ يې د هغه کس په اړه چې پوليسو شکنجه کړي وو راپور خپور کړی دی او پوليس په قهريدلي دي .
د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونی اړيکي ته ځواب نه وايې او د امنيت امر غلام جيلاني فراهي له پيښي ناخبري ښيي .
د زابل مرستيال والي مسعود بختور وايې ، چې په دې اړه يې څيړني پيل کړي دي او وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړې .
په سويل کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې ، د نی ساحوي دفتر او ټولو خبريالانو پيښه په کلکو ټکو غندلې ده ،
د خبريالانو څخه د ملاتړ سيمه ايزې ادارې د موضوع د بررسۍ دپاره لاس په کار سوي دي .