مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له استاد منلي دګلاب منګل د مدحي هيله نه کیده

شاه ولي "کریمي"

 
تېره ورځ ۲۰۱۵ دمارچ ۲۸ مي دهیواد په مشهوره ویبپاڼه (تاند) کي د منلي استاد منلي یوه لیکنه(ګلاب منګل : د ولسونو په منځ کې)  لکینه ولوستل ، که رښتیا ووایم له منلي صاحب څخه دا تمه نه کېده چي دیوه داسي چا په هلکه هغه چي په هلمند ولایت کي یوه توره مخینه لري ، د یوه محترم انسان په توګه مداح اوستایونکي الفاظ وکاوري.
 منلی صاحب خپل لیکنه له دې پیلوي چي د وخت والي ښاغلي منګل له لوري هلمند کي جوړیدونکي مشاعرې ته رابلل سوی و او دخپلي ادارې په اړه يې مثبت شنلی مجلس کړی و ،خو منلی صاحب ته يې په دې نه وې پوهولی چي جناب والي صاحب منګل دې وخت کي د هلمند فرهنګیان پر خپلو کي په ډلو وویشل درباري او خپلواک شاعران يې سره بیل کړه، بیا يې د (هلمند سیند) په نوم دودیزه مشاعره چي له ۱۳۸۴ کال راهیسې يې بنسټ ایښودل سوی و او د نوم پر نه تغیر يې پريکړه  سوې وه ، په دې خاطر چي د هلمند سیند مشاعري امتیاز ځانته ځانګړی کړي د مشاعرې نوم(هلمند څپاندسیند) کېښود.
منلی صاحب لیکي : " ګلاب منګل خپلي ویني ته دهلمندیانوتر ویني په لوړ قیمت قایل نه و   "
منلی صاحب ، ګلاب منګل د هلمندیانو تر وینه د انګریزانو د ویني ارزښت او درنښت ته ډیر قایل و ، ۱۳۸۸ کي نوزاد ولسوالۍ کي ۱۳ تنه په یوه کور کي د طیارې د بم په واسطه  شهیدان کړل سوه ، د جناب والي صاحب ویندوی احمدی په رسنیو کي دڅارویو د وژلو راپور خپور کړ ، په ۱۳۸۹ کي د سنګین د حاجي فتح محمد پر پېچ باندي دانګریزانو له لوري سراچه موټر کي یوتن د خپلي مېرمني او څلورو ماشومانو سره په نښه او شهیدان کړل سو، منګل صاحب رانیول سوو رسنیو کي دمخالفینو راپور خپور کړ، په د منګل صاحب د ولایت په وخت کي انګریز برید من د لښکرګاه دچاه انجیر په سیمه کي پر یوه لس کلن هلک او یوولس کلني نجلۍ جنسي تېری وکړ ، د همده په وخت کي پر یوه دولس کلن ماشوم نهر سراج سیمه کي د انګریز قومندان له لوري جنسي تېری وسو نوموړي هیڅ غبرګون ونه ښود جناب والي صاحب هیڅ غبرګون ونښود ، په نادعلي سیمه کي د مخالفینو پر مړو جسدونو د انګریزانو له لوري بولي(میتیازي) وسوې چي دا خپله یوه بشري بې تخطي او بې حرمتي ده والي صاحب خاموش پاته سو ، دهمده والي صاحب په وخت کي صالبان د لښکرګاه تر خولې بولان پوري راورسېدل ، والي صاحب د داود ښاروال په مټ هلمند کي دځمکو دومره غصب وسو چي په تېر پنځه زره کلن تاریخ کي يې ساری نه درلود، ، منلي صاحب زیاته کړې ده چي د دولتي ادارو امنیتي تدابیر يې نرم کړي و ، هو منلی صاحب ! یوازي ددولتي ادارې نصبي ډاډمني وې ولس يې دمرګ خولې ته تړلی و، د همدې ګلاب منګل د نا اهله او ناپاکي ادارې په وجه د ۲۰۱۱ مارچ کي دروند هلمند د فرزانه نازي په بدلمنه کنسرت بدانام سو، منلی صاحب تاسو چي د امریکایانو په لاس د رخام ډبري د توږلو فابریکې ته ولاړلی ، همدې والي صاحب د ډبرو توږلو فابریکه یوپنځوس سلنه پر خصوصي سکتور خرڅه کړه او ۴۹ سلنه يې دولت ته پریښوده او دهمده په وخت کي د هلمند د دیشو چکون دغره رخام ډبره ګاونډوي پاکستان ته قاچاق کېدل او دی چوپه خوله و.
منلی صاحب لرغونې بُست ته چي تاسو سیاحتي  سفر کړی دی دهمده په وخت کي يې تاریخي حریم د ټوپکوالو له لوري غصب سو او په کرهڼیزه ځکمه واوښته او یا کورونه پرې جوړ سوه او دهلمند سیند پر غاړه دغزنوي لښکرګاه کلاوي په قلعه کهنه کلي کي دده په امر د ملي اردو قرارګاه ونړولې او نظام تاسیسات يې ورباندي ورغول. ټولو ته تر لمر روښانه ده چي هم دې والي صاحب رانیول سوي کاذب  قومي مشران ، خبریالان او ځوانان درلودل کله چي به څوک هلمند ولایت ته دلیدني لپاره راتلل خپلواکو قومي مشرانو او ځوانانو ته اجازه نه وه ، کوم وخت چي په ملګرو ملتونو کي دسولي سفیر سندرغاړی فرهاد دریا ۱۳۸۹ کال هلمند ته راغلی و او دځوانانو سره يې لیده کاته  غوښتل همده څو تنه رانیول سوي ځوانان ور مخته کړل ،د خپلواکو ځوانانو مخه يې ونیول ، د همدې منګل صاحب په وخت کي چي یو زیات  تعداد بهرنی مرستي هلمند ته راغلي هره پروژه کي د والي صاحب خاصه ونډه ځانګړې سوې وه ، چي اسناد او شاهدان يې موجود دي ، دده په وخت کي جوړ سوي سړکونه دکیفیت له مخي په درغلۍ دومره ټیټ جوړ سوي وه چي یوکال يې هم دوام ونه کړ ، کنډ او کپر سول ، دده په وخت کي د پښتنو قومي  شجرو یو کتاب دده  په لګښت چاپ سو چي پکښې قومونو ته بېله شر اچوني نور څه نه وه څو ځایه پکښي لیکل سوي وه : (چي د پلانکي قوم څخه پلانکي قوم په زوره ښځي راوستې او ډیري وژنې يې تر منځ وسې وغیره) ، یوازي يې دمنګلو قوم لسګونه مخه مبالغوي معلومات لیکلي وه ، کله چي وویشل شو ، دخلکو غبرګونونه راوپارېدل کتاب يې بېرته ټول کړ، والي صاحب منګل د خپلي څوکۍ دبقا  لپاره هلمند کي په قومونو کي دتکفیر تر بریده شر واچاوه.
منلی صاحب تاسو خپله منی چي د قهرمانۍ پر القابو سیاسي سوداګري کیږي ایا د یوه شعوري فسادګر په وړاندي دومره افراطي مداح اغراق او غلو الفاظ سیاسي سوداګري او کمپاین نه سو بللای؟ او بیا خپله اعتراف کوۍ چي له ما دا تمه مه لرۍ چي زه دي دګلاب منګل فضیلت په یوه یابل ډول وستایم خوبس یار مي دی ، څنګه یار ، دشخصي ګټو ، که بل ډول ؟! او بل ګلاب منګل دانسانانو په ټولۍ کي یو محترم انسان ګڼۍ ، دشعوري فساد بنسټګر څنګه محترم وبلل سي؟ په اخر کي د ملي وحدت له حکومته غواړو چي  ګلاب منګل دې د وزارت پرځای پُليچرخي ته معرفي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery