مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د خوست پرونۍ پېښه او ولسمشر ته وړاندیز!

ایمل افغان

 

پرون په خوست کې په مظاهره باندې ځانمرګي برید وشو. وروستي معلومات ښیي چې ۲۰ کسان پکې ووژل شول او ۶۲ ټپيان شول. د افغانستان امنیتي حالات د ډاډ وړ نه دي. هر وخت د دغه ډول پېښو امکان د هیواد په هره برخه کې شته. طالبانو سمدسي په ماهرانه توګه چې ګواکي چاودنه دوی نه ده کړي، تر څو پېښه نور شکونه او پوښتنې راوزيږوي.
د خوست ولس د ځانګړيو کړیو د ګټو ښکار شو. اوولس میندې بورې، میرمنې کونډې او خویندې بې وروره شوې. هغوی چې ښکر په ښکر دي، پرونۍ پېښه ورته د نورو پېښو یوه وه. خو هغه مور چې د جومې شپې لپاره د ځوی د راتګ په تمه وه، ناهیلې شوه؛ هغه میرمن چې ځان یې خپل خاوند ته سینګاروه، د تل لپاره بې سینګاره شوه؛ او هغه ماشوم چې د پلار راتګ لاره یې څارله، بې اسرې شو.

خوستي ژورنالستان:
په ا فغانستان کې خو هسي هم ژورنالیزم اصلي ماهیت بایللی او په کتابونو او "باید" پوري محدود شویده. خوستي ژورنالستان هر وخت په طرف کې وي. ځينو ژورنالستانو خو له پخوا راهیسي د ځینو وکیلانو سره پریکون اعلان کړی ؤ. که هغه وکیل به د خوست په ګټه هم کار وکړ، موضوع یې نه رپوټ کیده. له بلې خوا بله ډله ژورنالستان د چارواکو سره په ښکر شوي وه. د دولت (والي) هره کړنه چې د ولس غبرګون به یې راپارولی شو په مایکروسکوپي انداز یې خپروله. د خوست تقريباً ټول ژورنالستان ماشاءالله په خوست ښار کې د کور یا کورونو مالکان دي. تنور ګرم دی. له موقع ګټه پورته کول مهارت او په ژورنالستیکو ارزښتونو پښې ایښودل ځيرکتیا ګڼل کیږي. په خوست کې روان کړکېچ د هیواد مشهور خبري اژانس داسي خپور کړی "په خوست کې ځیني کړۍ عامه نظم ګډوډي" او بلې په اصطلاح نړیوالې راډیو بیا داسي عنوان ورکړی"په خوست کې د فساد ضد لاریونونه پیل شول". له دې عنوانونو د ژورنالستانو بې پریوالۍ معلومیږي. د دې ترڅنګ ډیرې پیښې په دې بهانه چې ګواکي د خوست نوم بدیږي، پټې پاتې شوې.

ښکیلې خواوې شخصي ګټې پالي:
د خوست روان کړکېچ د وکیلانو او والي ترمنځ دی. ځيني وکیلان د والي سره تر ډیره جوړ وو او والي هم په هغه وخت کې "ښه سړی ؤ". خو ځیني بیا تر اوله ورسره په سنګر کې وو.  د دوی ترمنځ ستونزه د خوست پر ګټو نه وه او نه به وي. شخصي ګټې وې خو چې کله د ګټو ټکر رامنځ ته شو، زور یې موږ ولید چې له چا وخوت. وکیلانو دا هڅه کوله چې وښیي والي یې په زور ایسته کړ او که بل والي راځي باید له اوله شنهڅراغونه ورکړي، که نه پایله به یې د پخواني په شان وي. والي بیا ويل چې زور دې اوبه کوم، که نه سرپرست ولایت دی او بدلیدو ته هسي هم بهانه جوړه ده. وکیلانو دا لوبه هم پیل کړي وه چې په راتلونکو ټاکنو کې سيټ سر له اوسه تضمین کي. همدا شخصي ګټې وې چې د ولایتي شورا ریاست د ډالرو او د واک په ویش حل شو.

افراطي غندنې او ستاينې:
خوستيان هم افغانان دي. مينه او غوسه یې تر ډيره غيرمنطقي او افراطي ده. کيدای شول، چې له مظاهرې وروسته یې خبره له مرکز څخه راغلي هيئت ته پرې ايښی وای، خو د خيمو وهلو کلتور اوس په هيواد کې بنسټيزه کيږي او دوی دا غوره وبلله چې هر ورځ مظاهرې وکړي او رسنۍ پرې وغږيږي چې ګواکې د «فساد پر ضد مبارزه» روانه ده. له بلې خوا چارواکو هم کولای شول چې د وګړو په وړاندې یې وکيلان خبرو ته راغوښتی وای او له منطقي بحث وروسته يې پريکړه کړي وه. خو بې ځايه غرور او جلال د دې کار مخه ونيوله.

فيسبوک او د خوست کړکېچ:
 فيسبوکي اجيرانو هم په دې تمه چې که مې ډله بريالی راووته، ممکن ما ونازوي او خوله مې خواږه کړي، بې له دې چې انساني کرامت او ارزښتونو ته درناوی وکړي هره ورځ سياله ډله وښکنځله. منطق هيڅ نه ؤ، پرته له دې چې ووايي ته زما سيال يې، نو بد يې.  يو پر بل پسې بد رد ویل، د هغوی عکسونو مسخره کولو د خوستيو فيسبوکيانو پاڼې رنګينې کړې وې. بې شميره مستعار فيسبوک اکاونټونه جوړل شول. دغو کسانو له هيڅ هغه لقب څخه دريغ ونه کړ، چې يا يې زده ؤ او يا يې را زده کولی شو، ترڅو سيال پرې ټيټ راولي.

بدلون په څومره بيه؟
اداري بدلون، هغه هم بايد چې مثبت وي، هيڅ کله د وينې په قيمت نه ارزي. له ويني خلک ستړي شوي دي. نور سور رنګ د خلکو بد ايسي. دا قيمت ډير لوړ ؤ. اوولس کسان ووژل شول. دوی استادان، مدني فعالان، قومي مشران او ماشومان وو. د ټولو وينه يوه ده. دا به موږ ومنو، چې يوې ډلې هم نه غوښتل چې د دې کړکيچ بيه دې دومره لوړه وي. خو له دې د لوړو بيو تمه هم کيدای شوه او دا امکان اوس هم ليري نه دی. امنيتي وضعيت ترينګلی دی.
دواړو ښکېلو ډلو! بورې ميندې، بې وروره خويندې، کونډې ميرمنې او يتيم ماشومان به تاسو کله هم ونه بښي. او دا جنايت به خوستيان تل ستاسو په څيرو کې ګوري.
ولسمشره! ته خو په دې کړکېچ پخوا خبر وې او کولای دې شول چې په نطفه کې دې مخنيوی کړای وای. ولسمشره! دا هماغه خوستيان دي چې د هيواد په رهبرۍ کې يې پريکنده ونډه لرله. هغه چې د خپل ماشوم مړينه يې تر هغې څرګنده نه کړه، څو چي خوستيانو تاسو رايه نه وه درکړي. ستا دا ډالۍ به خوستيان نه هيروي. ولسمشره! که والي په واک کې پاتي کيږي، ممکن سيالان وځپي او که سيالان يې واک ته رسيږي، ممکن د اخستو په فکر کې شي. په دواړو حالتونو کې يې زور او زيان بيا هم خوستيانو ته رسيږي. خوستيان له مغرورو، په خپلو ګټو او شخصيتونو ميينو، د ګوتو په شمار کسانو وژغوره. د خوستيانو تمه اوس يواځې ته يې. خوستيان مايوسه دي. په خوست کې هرې خوا وير ده. د پروني شهيدانو جنازې اخستل کيږي. په خوست کې ژړا ده. د خوست اسمان ژاړي. د خوست د بورې مور، کونډې ميرمن او يتيم ماشوم غږ واوره! خوست وژغوره!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery