مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني شرح قدوري ۷ سبق

استاذ علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له .
سرچینه : فضل الغني شرح القدوري .
فضل الغني شرح قدوري ،۷سبق ټکي په ټکي ترجمه : (فَفَرْضُ)نوفرض ( الطَّهَارَةِ) داوداسه ( غَسْلُ ) پريمينځل دي ( الْأَعْضَآءِ) داندامو (الثَّلَاثَةِ) چي درې دي ، مرادله دروانداموڅخه مخ،لاسونه،اودواړي پښې دي) وَ( او ( مَسْحِ ) مسح ده ( الرَّأْسِ ) دسر ( وَ ) او ( الْمِرْفَقَانِ ) څنګلي ( وَ ) او ( الْکَعْبَانِ ) بجلکي ( تَدْخُلَانِ) داخليږي ( فِي فَرْضِ ) په فرض کي ( الْغَسْلِ ) دپرېمنځلو (عِنْدَ) په نزد ( عُلَمَآءِ) دعلماوو (نَا) زموږ ( الثَّلَاثَةِ) چي درې دي ،مرادله دغودري علماؤڅخه امام صاحب ،امام ابويوسف صاحب اوامام محمدصاحب دی (خِلَافاً) په خلاف ( لِزُفَرِ) دامام زفر رحمه الله تعالي،يعني نوپه دليل دذکرسوي آيت فرض دابداسه څلورشيان دي،۱،دمخ پرې مينځل .«۲»دواړه لاسونه سره له څنګلوپرېمينځل«۳»پرسرباندي مسحه کول«۴»دواړي پښې سره له بجلکوپرېمينځل . «سوال» مصنف داوداسه دواجبوبيان ندۍ کړی نوددې سبب څه دۍ«جواب» په اوداسه کي واجب نسته نوپه دې سبب يې ندي ذکرکړي،شامي،«سوال» فرض خوهغه دي چي منکريي کافرګرزي نومسح دڅلرمي حصي دسرکه فر ض سي نوبايدمنکريې کافرسي اوسره له دې چي داسي نده ځکه امام مالک صاحب اوامام شافعي صاحب اوددوی مذهبيان مسح دڅلرمي حصي دسرفرض نه بولي دارنګه ددواړولاسوپرې مينځل سره له څنګلواودپښوپرېمينځل سره له بجلکو که فرض سي نوباۍدمنکريي کافروبلل سي اوسره له دې چي داسي نده ځکه چي امام زفرصاحب اوځيني نورعلمادڅنګلواودبجلکوپرېميځل فرض نه بولي«جواب» مسحه دربع دسراودارنګه دڅنګلواوبجلکوپريميځل فرض اجتهادي دي اوفرض عملي هم ورته ويل کېږي اوله اجتهادي فرضوڅخه منکرکافرنه بلل کېږي،وروڼوکه څه هم دقدوري کتاب په دې سره مشهوردی چي دکوچنيانودپاره دئ خوپه حقيقت کي داپه حنفي فقه کي يوډېرعمده متن دۍ چي ډېروعالي رتبه علماووشرحي باندي کړيې دي اوپه خپلوشرحوکي يي ډېرسخت اوپيچلي مشکل مضمونونه بيان کړي دي نوکه چيري زه دلته ځيني مشکل مطلبونه بيان کړم نوتاسي بدمه راته واياست اوزه چي هرڅونه مشکله خبره وي ان شاءالله دونه يي اسانه بيانه وم چي هرڅوک په پوه کوم،نودلته يوڅومهمي خبري دسوال اوجواب په عنوان کي درته ليکم،اوله خبره ،،سوال،شرعي دليلونه دقطعي والي اونه قطعي والي په اعتبارڅودي اوکوم دي«جواب» په مذکوراعتبارسره شرعي دليلونه څلوردي،اول هغه دۍ چي ثبوت يي هم قطعي وي اودلالت يي هم قطعي وي لکه مفسراومحکم أياتونه اومتواترحديثونه چي مفهوم اومعني يي قطعي وي،دوهم هغه دۍ چي ثبوت يي قطعي اودلالت يي ظني وي لکه هغه آياتونه چي تاويل پکښي سوی وي ،دريم هغه دۍ چي دلالت يۍ قطعي اوثبوت یي ظني وي لکه هغه خبرواحدحديث چي مفهوم يي قطعي وي،څلرم هغه دۍ چي ثبوت اودلات يي دواړه ظني وي لکه هغه خبرواحدحديث چي مفهوم اومانايي هم ظني وي (سوال)په دغه څلورقسمه دليلوسره کوم کوم حکمونه ثابتېږي (جواب)په اول قسم سره فرض قطعي اوحرام قطعي ثابتيږي اوپه دوهم اودريم قسم سره واجب اومکروه تحريمي ثابتيږي اوپه څلرم قسم سره سنت اومستحب ثابتېږي(سوال)فرض قطعي کوم بلل کېږي اوڅوقسمه دی (جواب)فرض قطعي هغه دۍ چي په نکولوسره يي سړی مستحق دعذاب ددوزخ ګرزي اوکه يوسړی ورڅخه منکرسي نوکافرکيږي اوقسمونه يي دادي «۱» هغه دی چي په داسي دليل سره ثابت وي چي دهغه ثبوت اودلالت دواړه قطعي وي،«۲»هغه فرض دۍ چي په داسي ظني دليل سره ثابت سوی وي چي هغه دمجتهدپه نزدوحدددليل قطعي ته رسيدلی وي په همدي سبب علماووويلي دي چي خبرواحدچي متلقي په قبول سره سي نونوبياداجائزدۍ چي رکن په ثابت سي لکه فرضية اورکنية دوقوف په عرفات کي چي ثابت سوی دۍ په دې حديث سره چي «الحج عرفة».نوربيا،
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery