مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هرات کی دایرانی جاسوسانو فتنه .

اجمل
د ۱۹۷۹ کال دمارچ دمیاشتی د هرات اړدوړ او د ۱۷ فرقی نظامی بلوا. د خارجی جاسوسی شبکو کار وه .دهرات ۱۷ فرقه چی دایران دنفوذ په مقابل کی .د افغانستان د سرحداتو ددفاع لپاره ،جوړه شویوه .دایران داستخباراتو لپاره مهم هدف وه اودی . هغه وخت دغه استخبارات چی پخوا دساواک په نوم یادیدل .ایدیا لوژیک کاریی دپښتنو او افغانستان پرضد وه .خوداسلامی انقلاب وروسته هغه داسلام دنقاب لاندی د افغانستان لپاره په یوه خطر ناک فکری جریان بدل شو .په افغانستان کی دهغی معادل فکری جریان .جمعیت اسلامی وه چی دهغی مشرربانی وه هغه اول دپښتون دشمن افغان ضد ګوند مشر طاهر بدخشی سره سیاسی رابطه درلوده.او بیا وروسته اسلامی فکری جریان داخل شو.همدارنګه دهرات په فرقه کی تورن اسماعیل او نورو پخواضد افغانی پښتون دشمن سکتریستی او ماویستی نظریات درلو دل چی ډیر زر په استخباراتی اسلامی نظریاتو بدل .اودجمعیت اسلامی په چوکات کی دایرنی شبکو دقوماندی لاندی واقع شول.دایران سره پدی بلوا کی متحد .شوروی وه .چی دهغوی شبکی تراوسه دخپل لاس دپټولو لپاره ډیر جعلی مستند فلمونه اوداستانونه جوړکړی .چی ګویا هغوی ددولت مرسته کړیده .حقیقت دا وه چی کچیری دهغوی همکاری دایران شبکو سره نه وای .دا حادثه نه واقع کی ده .په افغانستان کی ببرک کارمل چی دسیاسی استخباراتی شبکوچی ستمیان یی مرکزی قوت وه مشری کوله .کارمل ددولتی قدرت نه د ځان دقوی کولو او دملی خلقی نظام دضعیف کولو لپاره کار کاوه .دهغه ناکامه نظامی کودتا دشوروی په امر شوی وه. نو ځکه کله چی هغه دخلقی حکومت د پوښتنی لاندی راغی .او ددی امکان وه چی محاکمه او په شدیدی جزا محکوم شی.شوروی افغان دولت ته اخطارورکړ چی کچری هغه او دهغه ډله شدید مجازات شی. شوروی به خپلی ټولی مرستی دافغانستان سره قطع او نور لازم اقدامات به و کړی .نو ځکه هغه او دهغه ډله دافغانستان نه سا لمه وایستل شوه.دهمدغه ۱۹۷۹ کال په پای کی دنورو کودتا ګانو دناکامی وروسته. شورویانو۱۹۷۹/۱۲/۲۷ کی خپلی لښکری په افغانستان مارش کړی .هیواد یی اشغال او خلقی حکومت یی نسکور ګړ . .کله چی یو هیواد په بل هیواد کی دکودتا لپاره کار کوی. نو هغه ته دوست نشی ویل کیدای .ددغه وخت نه دواړه اړخونه مجبور وه چی په ښه مناسباتو تاکید وکړی .او یو بل وڅاری ..
دهرات دبلوا پلان داسی جوړ شویوه .چی لمړی په هرات کی بی نظمی جوړه شی .اوبیا دایران نه اشرار چی په هغی کی مختلفی ډلی شاملی وی .دافغان سرحد نه تیر اوټولو ولسوالیو ته سقوط ورکړی او ځان دهرات ښار ته ورسوی .او هلته دفر قی کودتایی قوماندی ته منتظر شی .دوهم پلان داسی وه چی په ۱۷ فرقه کی تورن اسماعیل اونور دایران افغان جاسوسان .دفرقی کنترول تر لاسه کوی .او بیا به دایران نه راغلی اشرار فرقی ته داخلوی .او دفرقی ټولی وسلی به اشرارو ته ورکوی .اوبیا به اشرار په دغووسلو غربی ولایاتو ته سقوط ورکوی .اوبیا به دایران نه هدایت ته منتظر کیږی .دافغانستان دتجزیی لپاره دملی خاینانو دغه فتنه .دافغان وطنپالونکو ،نظامیانو،ګوندیانو،او دهرات وطنپالونکو خلکو خنثی کړه .د حادثی جریان داسی وه ! .لمړی د ۱۳۵۷ کال دحوت په ۱۱ د پښتون زرغون په ولسوالی کی بلوا پیل شوه . بیا هفته وروسته د ایران دمشهد په ښار کی دشیعه ملایانو لخوا دافغانستان دحکومت پر ضد اعلامیی خپری شوی. او خلک ددولت پر ضد جهادته ترغیب شول. په د غه اعلامیه کی ویل شوی وه. چی دافغانستان کمونستی حکومت نسکور کړی اوخپل حکومت جوړ کړی. دغه اعلامیی ماته هم راورسیدلی .دغه وخت داشرارو لویه ډله دایرانی شیعه حکومت لخوا جوړه او هیواد ته راولیږل شول .پدوی کی مختلفی ډلی وی .مهمه یی وسلواله ډله وه. چی په موتر سایکلونو سپاره او وړو ماشیندارو مسلح وه. دافغان سرحد نه تیر او غوریان ولسوالی ته داخل شول .هغوی په کلیو بانډو کی خپاره شول او هریخوا یی یرغل کاوه ددهقانانو کورونو ته ننوتل او هغوی یی په زور د اشرارو سره یو ځای کول ..او هغه دهقانان چی په ارضی اصلاحاتو کی یی ځمکه تر لاسه کړیوه .تر وهلو او شکنجو لاندی اچول او ځینی یی وژل .دهغوی دمرګ کاروان په ۱۸ دحوت د غوریا ن ولسوالی ته ورسیده .هغوی په ولسولی ډیری حملی وکړی .خوهغه په مضبوطه کلا کی وه. او وطنپالونکو دایرانی اشرارو په مقابل کی دځان نه قوی دفاع وکړه .داشرارو په لار کی دزنده جان،ګزره،او انجیل ولسوالی وی .زنده جان تخلیه شوی وه او دوه نورو دځان نه قوی دفاع وکړه .او اشرار ددغو ولسوالیو په نیولو کی ناکام شول .دهغوی دمرګ کاروان دحوت په ۲۴ دهرات ښارته ورسید .دهرات ښار دڅارندوی قو ماندانی ، جامع مسجد ،دمخابراتو ریاست،د ولایت دفتر، او دهرات ارګ تر اخره ددولت په کنترول کی وه .او دا ددی ثبوط دی .چی هرات سقوط ونه کړ.او دخارجی استخباراتی تجاوز په مقابل کی ودرید. او بریالی شو .سره لدی چی اشرار څو ځلی ښار ته داخل شول. خو بیر ته په شا وتنبول شول .هغوی بیا دښار نه بهر دفرقی کودتا یی قوماندی ته منتظر شول.او کله چی فرقه دفلج حالت کی واقع شوه . بیا هغوی متلاشی شول یا بیرته ایران ته لاړل .دوطن ددشمنانو دوهم پلان په فرقه کی وه .هلته شوروی سر مشاور جنرال کاتو چف تورن اسماعیل او ملی خاینانوته فرقی دتسلیمولوپلان داسی عملی کړ .تورن اسماعیل په فرقه کی صرف دیوی توپچی بطریی قوماندان وه . کله چی هغه ځان یاغی کړ او هریخوا یی ډزی پیل کړی .دهغه دنیولو لپاره ظاهرا دوه ټانکونه تیارشول چی هغه خنثی کړی .جنرال کاتو چف د فرقی شوروی سر مشاور دغه عملیات پدی دلیل چی دحالاتو ښه ارزونه وشی و ځندول .دغه ځند ددی باعث شو چی په کودتا کی شاملی کړی سره یو ځای شی او دفرقی په قوماندانی ډذی وکړی دالته په مصنوعی ډول دپانیک حالت جوړیږی. اود شوروی – ایران د استخباراتی پلان مطابق کاتو چوف دفرقی قوماندان اورهبری سره شند ند ته تختی. او فرقه کودتا چیانو ته پریږدی. دا د شوروی او ایران دجاسو سی شبکو دهمکاری ښکاره ثبوط دی .پدی ډول ۱۷ فرقه دایرانی جاسوسانو په لاس کی لویږی .دالته دوه قوتونه د یوبل په مقبل کی واقع کیږی .۱= دهرات په ښار کی زه او حکومتی چارواکی .۲= او دایرانی جواسیسو په لاس کی یاغی فرقه.پدی حالت کی دهرات سقوط ناممکن وه .دهرات ښار په کامل ډول دخپل ځان نه ددفاع امکانات درلودل .دنورو نه علاوه دکوماندو قطعه موجوده وه .صرف کچیری دفرقی قوتونو حرکت کړیوای .بیا خطر موجود وه .خوفرقه په دایمی ډول دشند ند دهوای قواو لخوا دبمبارد لاندی وه.او فلج شوه .دهرات په ښارکی زماسره ګوندی ولایتی کمیته .او دڅارندوی په قوماندانی کی ګوندی ښاری کمیته فعاله وه .زما دقوماندی لاندی کومه جنګی قطعه موجوده نه وه .زما موجودیت په ښارکی ددی باعث شو چی ښار دبمیارد نه وساتل شی .او کومکی قطعات په امن کی ښار ته داخل شی. اودایرانی اشرارو ښار ته دداخلیدو مخه ونیول شی .اوددفاع وزارت دفرقی دبیا نیولو لپاره خپل پلان جوړ او عملی کړی. ځکه دغه وخت دغربی زون قوماندان انځر ګل دشیندند په هوای ډګر کی دهرات دټولو عملیاتو قومانده په لاس کی وه.ځه صرف دټولو دارتباط مرکز وم. لازمه وه چی په جنګی حالت کی ټولی چاری په ښه ډول رهبری شی.نو ځکه زما مو جودیت دټولو لپاره مهم وه .ځکه جمهور ریس تره کی ماته وویل. چی ستا موجودیت ځموږ لپاره پدی خاطر حیاتی دی .چی موږ یقین و لرو چی هرات سقوط ندی کړی .اود هرات ولایت ددولت په لاس کی دی.چی بیا موږ دحالاتو دعادی کولو لپاره په اطمینان خپل پروګرام عملی کړو .بلاخره ددفاع وزرت ټانکونه د پلان مطابق ښا ر ته په ۲۸ حوت ورسیدل .دکوماندو قطعات دشهنواز تنی دقومندی لاندی دمخه دهرات دڅارندوی په قوماندانی کی وه .دوی یوه ورځ دمخه دنوی کال نه د فرقی د نیولو نظامی عملیات سهار پیل کړل او ماسپښین .فرقه داشرارو نه ونیولشوه . تورن اسماعیل او نورخرڅ شو جواسیس بیرته ایران ته وتختیدل .او حادثه ختمه شوه.څو میاشتی وروسته۱۹۷۹/۱۲/۲۷ .شوروی افغانستان اشغال کړ او افغان حکومت ته یی سقوط ورکړ .چی ددی کرغیړنی پیښی نه وروسته د خارجی هیوادونو خرڅ شویو جواسیو حکومت پیل شو. ایران تورن اسماعیل ته قوی وسواله ډله جوړه کړه .سره لدی چی ظاهرا ددولت مخالف وه .خودشوروی استخباراتو سره یی عمیقه رابطه درلو ده .چی بیا یی دنړی دنورو هیوادونو سره هم .استخباراتی رابطه تامین کړه .اوځان یی دهغوی په مرسته امیر مقرر کړ.اوخپله مافیایی ډله یی تر اوسه حاکمه وساتله.نړیوالی استخباراتی لوبی داسی مغلقی لوبی وی.دغه ملی خاینان اوقا تلان ددی پر ځای چی محاکمه شی .دهیواد حاکمان شول .هغوی نه یواځی دتیرو جنایاتو حساب ورنکړ .بلکی په شوی جنایاتو یی هم سرمایه ګذاری وکړه .په سل هاوزره نوریی ووژال،دخلکو ځمکی یی غصب کړی ،ملی سرمایه یی لوټ کړه ،دشر او فساد مافیا یی نظام یی جوړ کړ .دمخدره موادو مافیا یی جوړه کړه .اومرکزی حکومت یی په ملوکطوایفی حکومت بدلکړ،خونړی قومی جنګونه یی پیل کړل.دالړی پای نلری .اوس دوی او ددوی په شان نور نه یواځی په شویو جنایاتو پښیمانه ندی .نورهم غواړی.هرکال ددغی ورځی نه دخپل قدرت داستحکام لپاره لمانځنه کوی.او وطنپالونکی تخریبوی .او دځان نه فرشتی جوړوی. ځکه خارجی هیوادونه یی تر شا ولاړ دی .نو ځکه ځینی سوالونو ته باید جواب وویل شی ..
ایا پدغه حادثه شوروی دافغان دولت نه دفاع وکړه ؟.
جواب نه دی .دلیل دادی چی هرات ته زماد تګ نه مخکی ما دجمهور ریس تره کی سره ملاقات وکړ .هغه ماته وویل ته په عادی حالاتو کی هلته نه ځی.په فرقی کی دنظامی بلوا امکان دی .هلته حالات ډیر خطرناک دی ځکه موږ تا هلته لیږو.چی دخپلو تجاربو په اساس دحادثی په وخت کی دحالاتو کنترول تر لاسه کړی.ددی ځای نه موږ هرډول مرسته ستا سره کوو. کله چی زه هلته لاړم .ګوندی کادرونوماته وویل چی موږلس ځله کابل ته خبر ورکړی چی فرقه یاغی کیږی.هلته باید تغیرات راشی حتی هغوی دتورن اسماعیل نوم یاداوه.خوحکومت هیڅ اقدام ونکړ.یوه میاشت وروسته ماهم دا وړاندیز مرکز ته وکړ.خوهغوی رد کړ. ځکه شوروی مشاورینو دخیر دخیریت راپو رونه ورکول او زما نه یی شکایت وکړ .چی بی ځایه تشویش جوړوم او زما وړاندیز یی زما بی ځایه تشویش وګانه .دبلی خوانه دا شوروی سر مشاور کا تو چف وه .چی فرقه یی اسماعیل ته پریخوده او په خپله دفرقی درهبری سره دشیندند هوای ډګر ته وتختید .کچیری هغوی واقعا دفاع کولای باید ښارته راغلی وای او دحکومتی چار واکوسره یی .دهرات په دفاع کی برخه اخیستی وای .او شین دند ته به نه وای تختیدلای .شوروی نه یواځی دفاع ونکړه بلکی .دافغان حکومت دبد نامولو لپاره یی دهغوی نه دمرستی دغوښتلو جعلی درامی نشر کړی .چی وروستی یرغل ته روانی فضا جوړه کړی .
ایا هرات سقوط کړیوه ؟.
نه هرات سقوط نه وه کړی .سره لدی چی بلواګرو او دایران دشیعه رو حانیت شدید تبلیغاتی کار. ټول خلک په وحشت کی واقع کړیوه .اوسترو قدرتونو او ګاوندی هیوادونوهغی ته ډیر تبلیغات کړیوه .خو حکومتی چارواکو او ګوندی اتلانو دحا لاتو سره دمقابلی لپاره کافی تیاری نیولی وه .مثلا د هرات ښار او ټولو ولسوالیو د ځا ن نه قوی دفاع وکړه .صرف دوه ولسوالیو ادرسکن او اوبه ولسوالیو د اشرارو په مقابل کی مقومت ونشو کړای ولسوالیو سقوط وکړ. او و لسوالان دجګړی په جریان کی په مړانه شهیدان شول .نورو ټولو ولسوالیو مقاومت وکړ او بریالی شول .نوکله چی دیو ولایت والی خپل کارته دوام ورکوی .او اکثر ولسوالی فعالی وی دی ته دیو ولایت سقوط نشی ویل کیدای .دا یوه بلوا وه او په بری په هغی غلبه وشوه
 ایا حالات د حکومت دکنترول نه وتلی وه.او حکومت سقوط کړیوه ؟ .
د بلوا په وخت صرف د۱۷ فرقی کنترول دحکومت دلاسه وتلی وه .چی د هرات دښار په لور دهغی دحرکت مخه د شیندند دهوای قواو دبمبارد له کبله ونیولشوه .او دوه ولسوالیو سقوط وکړ .ددی نه علاوه په بحرانی حالت کی دحالاتو کنترول تر اخره د ګوند اودولت په لاس کی وه تلفونی رابطه مو جوده وه .خوکله چی ۱۷ فرقه ددولت دکنترول لاندی راغله .ټول هرات دکنترول لاندی راغی او نسبتا ارام شو .ځکه دهرات دسقوط پرو ژه ناکامه شوه .او دافغان دشمن هیوادونو لخوا دداخلی جګړی دوام په دغه بحرانی شرایطو کی چی خارجی مداخلی دوام درلو .ور ځنی مسله شوه ..
په حادثه کی انسانی تلفات څومره وه .؟.
سره لدی چی ضد افغانی نړیواله مدیا ډیر لوی درواغ خپاره کړل او تلفات یی لسهاو زره ته ورسول .او پوره ۳۵ کاله نړیوالی مدیا شرق اوغرب هغی ته تبلیغ وکړ .خو واقعی او رسمی ارقام داسی نه وه.دا واضح خبره ده چی ۳۵ کاله دنړیوالی مدیا تبلیغ درواغ هم په حقیقت بدلولای شی .لکه چی همدا اوس دهیواد خلکو قتلان اوغاصبان دشر او فساد عملین داسلام او عدالت مشری کوی .ټول پوهیږی چی دا یو تحمیلی حالت دی .خو څه نشی کولای. هغوی دخارجی شبکو لخوا پداسی قدرت بدل شوی .چی څوک عکسلعمل نشی خودلای .بلاخره به داحالت بدلون ومومی .ځکه نړی دتغیر په حالت کی ده. خو دتلفاتو خساراتو په هکله هغه وخت رسمی هییت هرات ته لاړ .هغوی دانسانی تلفاتو په اړه داسی ارقام ورکړل.دهرات په ولایت کی د فتنی دپیل نه تر۱۷ فرقی دنیولو پوری .ټول ۳۲۰ تنه وژل شوی. چی دهغی جملی نه ۳۸ تنه دګوند غړی .۱۲۰ تنه د وسلوال پوځ غړی او پاتی مخالفین او نور دی.دتلفاتو دکم والی دلیل داوه چی دولتی قواو جګړه نه وه پیل کړی .ځکه دفاعی قوت۱۷ فرقه ددشمن پلاس کی وه .او په نورو ځایونو کی .حکومتی قواو صرف په ځان باندی دحملی مخنیوی کاوه.او دځان دفاع یی کوله او مهاجم قوتونه دنن په شان مدرنی وسلی نه درلودی. دحکومت هم همدا حالت وه. نو ځکه واقعی تلفات کم وه .دا واضح خبره ده چی واقعی شمیره دهغو شمیرو سره چی مخالفی مدیا په تخیلی توګه خپری کړی .او بی مسولیته بی دکومی دقیقی احصا یی.لسهاو زره ته تلفات رسولی تفاوت لری .ځکه دحادثی په ځای کی دادولت وه چی دقیقه ارقام راټول او شمیره وړاندی کړی .مخلفین صرف دخپل تخیل په اساس بی دکومی مسولی مرجع د خودلو احصاییه وړاندی کوی. چی داعتبا روړ ندی. په هرات کی ددغو حوادثو په جریان کی دایران او پاکستان اخبارونه زما په میز کیخودلشول .په دواړو کی ویل شوی وه چی دهرات والی وژل شوی اوهرات دمجاهدینو پلاس کی دی .تر هغه وخت ما فکر کاوه چی هیوادونه په جاری سیاستونو کی درواغ نه وای او دمسولیت احساس بهپه خبرو کی کوی .خوبیا پوه شوم چی هغوی او لوی قوی هیوادونه نه یواځی درواغ وای. بلکی دهغوی دسیاستونو اساس په درواغو ولاړ دی. چی په هغی کی ذره حقیقت نشته.هغوی دخپلو درواغجنو تبلیغاتو او مدرنی مدیا په وسیله داسی ذهنی شرایط جوړوی چی ناپوه خلک په خپله ځان دمرګ کندی ته وغورزوی .او ووای چی دا دخدای تقدیر وه.داسی به مقرره وه .حال داچی .لوی خدای هر چاته عقل ورکړی .او دهر چا مسو لیت خپل دی . اوس هم ډیر حوادث دمخه تیر شول .خو بیا هم خلک نه پوهیږی او په هغی باور کوی.او دمرګ او تباهی کندی ته روان دی . چی اوس همدا زموږ دهیواد دملی ناورین ددوام دډیرو عواملو نه یوعامل دی .سوال دادی چی داسلام جعلی مدعیانو په دغه ۳۵ کلونو کی چی ډیر او کافی وخت دی دحقیقی اسلام سیاسی نظام جوړ کړ؟ ایا دوی په ټولنه کی اجتماعی عدالت ټینګ کړ ؟ایا او س نسبت هغه وخت ته خلک په امن کی ژوند کوی ؟ایا دوی دافغانستان نه مستقل اسلامی هیواد جوړ کړیدی ؟ دوی داسلام په نامه داسی وحشتناک جنایات وکړل .او داسی فاسد او کرغیړن نظام یی جوړکړ. چی اوس دوی په خپله په هغی کی ارام ژوند نلری .دعادی خلکو خو ژوند نشته .دوی دولت نشی محاکمه کولای ځکه دولت او قضایی نظام دوی د ځان لپاره جوړ کړیدی . اوهمدارنګه دلوی خدای نه دوی نه ویریږی .دوی دی حتی یوه لحظه خپل وجدان قاضی کړی او فکر دی وکړی چی دوی ددی وطن سره څه وکړل.او نور څه کوی. .
ایا دهرات ښار دالوتکو په وسیله بمبارد شو ؟
 دافغان دشمن مدیا کی په ډیر زوږ وویل شول.او حتی او س ویل کیږی چی هرات شوروی الو تکو بمبارد کړ.دیادونی وړ ده چی کله ګوندی او دولتی مقامات په ښار کی موجود وی . نو په کوم عقل په خپله خپل ځان بمباردوی او خود کشی کوی .دافرقه وه چی ددولت دکنترول لاندی وتلی وه .او ددولت لخوا د شیند ند دالو تکوپوسیله د بمبارد لاندی وه .چی دښار په لور دهغی دحرکت مخه ونیولشی .ځکه دهرات ښار د۱۷ فرقی دتوپچی قواو دبمبارد لاندی وه او پدی بمبارد کی ملکی خلکو هم تلفات ورکړل .هغوی غوښتل چی په ښار کی .حکومتی اهداف دتو پچی بمبارد په وسیله له منځ نه یوسی.او بیا ښار ته داخل شی .اما دشوروی نظامی همکاری په اړه باید وویل شی چی هغوی نه یوا ځی همکاری ونکړه بلکی په مستقیم ډول په دسیسه کی داخل وه .او د ۱۷ فرقی سقوط دهغوی دتخریبی استخباراتی کار محصول وه .خو دهغوی نړیوال تبلیغاتی ماشین دومره قوی وه .چی پدی قادر شول خپل درواغ په خلکو ومنی .او عامه ذهنیت ته دافغان دولت پر ضد او دځا ن په ګټه تغیر ورکړی .او خپل لاس په حادثه کی پټ کړی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery