مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوی ښاماران دي!

 

ع، ابراهيمي

تېره ورځ د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسيونونو د ملي دفاع وزارت لوی درستيز سترجنرال شېرمحمدکريمي، د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي او د ملي امنيت رئيس رحمت الله نيبل غوښتي و تر څو د تېرې جمعې ورځې د پښې او په هېواد کې د نورو ناامنيو او ستونزو په اړه دوی ته معلومات ورکړي.

غونډه، چې د يو شمېر رسنيو له لاري په ژوندۍ بڼه خپرېده وکیلانو د هېواد پورته درې سترو کدرونو ته د ګوت څنډنې ترڅنګ ډېرې سپورې خبرې وکړي، چې په اورېدو يې ماته شرم درېده، ځکه ما تر اوسه د یوه هېواد سترکدرونه پداسې حال کې نه دي ليدلي، چې د څو تنو له خوا داسې وګواښل شي، سمه ده چې يو شمېر وکیلان به کورنۍ، قبیله او قوم لري او همدې لارې په ولسي جرګې ته راغلي وي، خو يو شمېر نور يې بيا د بهرنيو سفارتونو سره د اړيکو په پایله کې د ولسي جرګې معتبر انګړ ته لار موندلي.

د تېرې ورځې له خبرو داسې معلومېده، چې وکیلان د دې پرځای چې حکومتي کارکوونکو په ځانګړي ډول امنيتي ځواکونو ته د مرال ورکولو خبرې وکړي، د دولت د مخالفينو په ګټه يې څرګندونې کولې او هغوئ ته يې مرال او د پياوړتيا پيغامونه ورکړل، له دې خبرو داسې معلومېده، چې که څومره همداء وکیلان د دولت طرفداران ځان بولي له دې زيات بيا دولت خلاف تبليغ کوي، چې له ډېرو افغانانو سره یې يوه ویره په زړه کې اچولې ده.

که وکتل شي، په زرګونه سرتيري، موټرونه او سلاح له دوی سره مصروف ده، هغه سرتيري چې د ولسواليو او بانډو سهم وي دوی ته د امنيت ساتنې په موخه ورکړل شوي، دوی د امنيتي ځواکونو له مشرانو څخه داسې غوښتنې لري، که پوره کوي يې نو سلګونه ځوانان به سرونه خوري، او که نه يې پوره کوي بيا نو مشران د ګواښ سره مخ کېږي.

هغه وزیران او مشران چې دوی (وکيلانو) ته امکانات ورکوي هغوئ ښه خلک دي، خو هغه څوک چې بيا د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي د رسنيو په مخ کې رټل کېږي، او هغه هم داسې اشخاص چې د سترجنرالۍ رتبې لري.

امنيتي ځواکونو دوی ته پخپلو خبرو کې وویل چې موږ پلان لره اول د فرياب ولايت په قیصار کې عمليات ترسره او له هغه وروسته بيا د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې سترعمليات وکړي او دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب وايي، خو متاسفانه چې دښمن د دوی څخه مخکې شو او ډېر ښايسته ځوانان يې له دنیا څخه تېر کړل.

که پر وکیل بريد کېږي ټول پارلمان تړل کېږي او چغې یې تر اسمانه خېژي ، د دوی غوښتني لوړېږي، موټرې غواړي او اضافي سرتيري، که نه ورکوي بيا يې مشران له ګواښ سره مخ کېږي

ولسمشرمحمداشرف غني د ميزان په ۷مه نېټه کله چې يې خپله لومړنۍ بيانه ملت ته اوروله وویل، چې دی به د وکیلانو کړنې محدودې او قانوني چوکاټ ته برابره کړي، ولې د ۷مياشتو په تېرېدو تر اوسه داسې څرک نه ليدل کېږي چې د وکیلانو کړنې دې محدودې شوي او يا هم قانوني چوکاټ ته برابرې شوي وسې، دوی همېشه له وزیرانو څخه غیرمشروع امتيازات غواړي، يو شمېر يې د بهرنيو سفارتونو سره اړيکي لري، په ناامنيو کې همدوی لاس لري، مخالفين په خوشي کولو کې دوی هلې ځلې کوي، په مقرريو او منفکيو کې دوی لاسوهنه کوي او داسې نور....

بايد يادونه وکړم چې د تېرې جمعې په ورځ ۱۳۹۴ حمل په ۲۱مه نېټه د بدخشان ولايت، جرم ولسوالۍ په اب خستک سيمه کې ۲۰۰تنو چې تورې جامې يې په غاړه درلودلې لومړی يې په یوه پوسته او بيا وروسته یې ټولې پوستې تر بريد لاندې راوستي، د معلوماتو په بناء د ۸۷سرتېرو له جملې څخه ۶۲تنه يې وژل شوي

موږ د ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د پارلمان د غړو کړنې دې لکه څنګه يې چې وعده کړې وه، محدودې او قانوني چوکاټ ته برابرې کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery