مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عبادت يعني څه؟

مولوي عصمت الله عزام

 

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

عبادت يوجامع نوم دی دهرهغه کاراووينالپاره که ښکاره وي اوکه پټ وي،چي الله پاک يې خوښوي اوالله راضي کوي(تيسيرالکريم الرحمان ص:۲۱،اثرالعبادات في حياة المسلم ص:۱)

عبادت يوازي لمونځ اوروژې ته نه ويل کېږي بلکي عبادت ډېرقسمونه لري لکه لمونځ،روژه،وېره،اميد،توکل،رغبت،رهبت، دچادتقرل لپاره دڅاروي حلالول ، نذراونياز،رکوع،سجده،طواف،قسم،فيصله اوحکم اوداسي نور...

امام غزالي رحمه دعبادت لس قسمونه ليکلي دي:هغه دادي:لمونځ،زکات،روژه،حج،دقرآن تلاوت،په  هرحال کي دالله پاک ذکرکول،دحلالي روزۍ لپاره کوشش کول،دگاونډي اوملگري حقوق اداکول،خلگوته دښوکاروحکم کول اوله بدومنع کول اودرسول الله-صلی الله عليه وسلم-دسنتوتابعداري کول.

(تفسيرمعارف القرآن ص:۸۷ج:۱)

عبادت دچالپاره؟

ټول عبادتونه بايديوازي دالله پاک لپاره وشي اوبل هيڅوک بايددالله سره په عبادت کي شريک نه کړل شي لکه څنګه چيالله تعالی فرمائلي دي قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ{سورة الانعام:۱۶۲}

ژباړه: ورته ووايه اې نبي {صلی الله عليه وسلم}بېشکه زمالمونځ،قرباني،زماژونداومرګ ټول خاص دالله تعالی لپاره دي چي دټول عالم ساتونکی دی!!

علامه ابن کثير-رحمه الله –ددې آيت په تفسيرکي ليکي:

الله پاک نبي علیه السلام په دې سره امرکوي چي هغومشرکين خبرکړه چي دغيرالله عبادت کوي اودهغه په نوم ذبح(دڅاروي حلالول)کوي،په دې چي دی په دې کارکي ددوی مخالف دی،ځکه دده لمونځ خاص دالله لپاره دی اونسک يې يوازي دالله په نوم دی چي شريک نه لري(تفسيرابن کثيرص:۱۲۸ج:۳)

نُسُک:په حج اوعمره کي ذبح اوعام دڅارووحلالول.

په دې آيت کي اشاره ده چي مؤمن هغه دی چي دهغه داټول اعمال دالله لپاره خاص وي ځکه دمشرکينوسره اختلافي موضوع هم داوه،هغوی هم لمونځ اونورعبادات کول،خوهغوی نورنېکان بندگان هم د الله پاک  سره شريکول.

داچي عبادت به څنگه اوپه کومه طريقه کوي،داموضوع به ان  شاءالله تعالی بيابيان کړو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery