مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ګوادر د پښتنو او بلوڅو، بندر پکی د پنجاپ؟


پنجاپ په داسی وخت کی د ګوادر بندر تړون د چین سره لاس لیک کړ او کارونه یی پیل کوی چی په لر او بر کی ټول پښتانه په ژور او خواږه خوب ویده، یوه غوږ یی لمڅی او بل یی بړستن کړی ده.له دی خبر نه دی چی د ګوادر بندر له لاسه ورکول به افغانستان چی پښتونستان یی هم برخه ده د تل لپاره اوبو ته له لاری څخه بی برخی کړی. ځکه خو اوس پنجاپ  عواړی چی د ګوادر له بندر څخه چی کوم سړک تر چین پوری تیریږی د پښتونستان له لاری(کوادر کاشغر څخه چپوی پنجاب ته یی سیده کوی تر څو د لاهور او اسلام اباد له لاری تیر شی)  پدی سره  پنجاپ عواړی چی که په راتلونکی کی پاکستان تجزیه کیږی، وشی کولای چی د بهر سره لار ولری.بل دا چی که  د ګوادر کاشغر لاره چی د زاړه پلان له مخی د ډیره اسمعیل خان او ژوب څخه تیریږی تیر نه شی پدی سره به نه یوازی په راتلونکی کی پښتانه او په ټوله کی افغانستان د تل لپاره د اوبو یا بهر ته له لاری محروم کړی بلکی د کوزی خوا پښتانه به هم لا نور د غوربت کندی ته ورګذار کړی دا ځکه چی د دغه لاری چی کومه راکړه ورکړه کیږی ګټه به یی  پنجاپ ته ځی او په خوا کی  به پنجاپ د پښتانو د غوربت څخه ګټه پورته کوی د مذهب په نوم به یی اسعمالوی او دا سیمه یعنی د کوزی خوا پښتانه به د تل لپاره د غلام په حیث د ځان سره وساتی.
 لومړۍ د افغانستان د دولت لپاره پکار ده چی د ګوادر د بندر د جوړلو په مقابل کی اواز پورته کړی دا ځکه افغانستان تر اوسه د ډیورنډ کرښه نه منلی ده او نه یی منی نو ولی پاکستان په خپل سر د چین سره دارنګه تړونونه لاسلیک کوی. د افغانستان د حکومت لپاره په کار ده چی نړیوالو حقوقی ارګانونه ته لکه هاګ نړیواله محکمه  او یا په ملل متحد کی خپلی عارضی وړاندی کړی تر هغه چی د ډیورنډ مسله نه وی معلومه شوی پاکستان ته د نوموړی بندر د جوړولو اجازه ور نه کړی. دا په ټوله نړۍ کی معموله خبره ده تر هغه چی کوم ځای او یا کومه خاوره چی د دوو دولتونه تر منځ د هغی پر سر شخړه وی هیڅ هیواد نه شی کولای چی په هغه کی کومه ابادی وکړی او یا یی د ځان په ګټه استعمال کړی، نو پاکستان دا کار ولی کوی چی په دواګیره سیمه کی ابادي کوی؟. موږ د افغانستان په حکومت په کلکه غږ کوواو ترینه عواړو  چی باید د پاکستان په وړاندی اواز پورته کړی، په هیڅ وجه د یاد شوی بندر اجازه باکستان ته ورنه کړی.
همدارنګه موږ د کوزی خوا پر پښتانواو بلوڅو هم غږ کوو تر څو د پنجاپ مخه ونیسی او پنجاپ ته اجازه ور نکړی چی د پښتنواو بلوڅو حق پنجاپیان لاندی کړی. د کوزی خوا  پښتانه او بلوڅ باید پدی پوه وی او پوهه شی کله که د ګوادر بندر همدا نن پنجاپ تر خپلی ولکی لاندی راولی نو که په راتلونکی کی پاکستان په څلورو حصو وویشل شی( انشالله چی دا کار به یو وخت حتمی کیږی)  بیا پښتانه او بلوڅ اوبو ته لار نه لری چی دا د یوه هیواد لپاره ډیر زیات حیاتی اهمیت لری. همدغه ډول  د کوزی خواپښتانه باید د نوموړی لاری په ترانزیتی اهمت او د همدغی لاری  څخه د عایداتو په اهمیت خبر شی او په هیڅ ډول پنجاپ ته اجازه ورنه کړی چی یاده شوی لاره د اصل مسیر(ژوب ډیره اسمعیلخان) څخه چپه کړی او د اسلام اباد او لاهور په لری خوا یی راتاو کړی.
د کوزی خوا  پښتانه باید  د پنجاپ پر شوم پلان پوهه اوسی او اجازه ور نه کړی چی پنجاپیا د کوزی خوا  پښتانه د همدغه لاری  له ګټو او عوایدو چی لاس ته راځی بی بر خی کړی.که بیا هم پنجاپ دا کار کوی او نه عواړی چی یاده شوی لاره د ژوب او ډیره اسمعیل خان څخه تیره شی نو پکار ده چی همدا نن د پنجاپ په مقابل کی په یو اواز راپورته شی او د پنجاپ له غلامی د تل لپاره ځانونه خلاص کړی، خپله ازادی اعلان کړی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۰۲/۰۵/۲۰۱۵


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery