مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاد مرحوم هدايت الله توخي ژوند ليک

ډاکټر ع. صمدی

 

ارواښاد مرحوم هدایت الله توخي د مرحوم حاجي صبغت الله توخي زوی، په ۱۳۲۶ ھ . ش کال د کندهار د ښار په یوه دینداره او پیژندل سوی کورنۍ کی زیږیدلی دۍ.

  ارواښاد مرحوم هدایت الله توخی خپلی لومړنۍ او منځنۍ زده کړي د کندهار په ښار کی تر سره کړي دي اود دوولسم ټولګۍ تر فراغت وروسته د زیاتو لوړو نمرو په درلودلو سره د  لوړو زده کړو لپاره د بیروت امریکایی پوهنتون ته و لیږل شو . اود لیسانس بشپړه دوره یی د عمومی اقتصاد د پرمختګ په څانګه کي د بیروت په امریکایی پوهنتون کي سرته رسولی ده. همدغه رنګه د لیسانس تر کچي وروسته یی خپله ماستري دعمومی اقتصاد د پرمختګ په څانګه کی هم د بیروت په امریکایی پوهنتون کی بشپره کړیده.

ارواښاد مرحوم توخي صاحب د ۱۳۴۶ ھ .ش کال څخه بیا تر ۱۳۴۷ ھ .ش کال پوری د بیروت په امریکایی پوهنتون کی د افغانی محصلینو د ټولنی د رئیس په توګه دنده تر سره کړیده.

ارواښاد مرحوم توخي صاحب د محمد ظاهر شاه او سردار محمد داود خان دواکمنۍ پر مهال عالی دولتی مناصب درلودل او لاندنۍ دندی یی تر سره کړیدی:
۱. د ۱۳۴۸ ھ . ش کال څخه بیا تر  ۱۳۵۳ ھ . ش کال پوری د هلمند په ولایت کی د هلمند او ارغنداب د ساختمانی دستګاه د اداری او مالی مرستیال په توګه دنده تر سره کړیده.
۲.  د ۱۳۵۳ ھ .ش کال څخه بیا تر ۱۳۵۴ ھ .ش کال پوری د افغاني کیمیاوی سري د شرکت « شرکت کود کیمیاوی افغان » د ټولو حوزو د عمومی مالي مسؤل په توګه دنده تر سره کړیده .
۳. د ۱۳۵۴ ھ .ش کال څخه بیا تر ۱۳۵۶ ھ .ش کال پوری په کابل کی د جنګلک د فابریکی د رئیس په توګه دنده تر سره کړیده.
۴. د ۱۳۵۶ ھ .ش کال څخه بیا تر ۱۳۵۷ ھ .ش کال پوری په کابل کی د حجاری او نجاری د فابریکی د رئیس په توګه دنده تر سره کړیده.

او په ګران هیواد کی د ۱۳۵۷ ھ .ش کال  د غوایی د اوومی غمیزی په راتګ سره د وخت د کمونیستی رژیم لخوا له دندی څخه ګوښه کړای شو، مرحوم توخي صاحب چه پدغه وخت کی تر سخت تعقیب لاندی هم و د څه مدی لپاره یی شخصی دنده پر مخ بیوله څو د خپلی کورنۍ او اولادو لپاره ورځنۍ اړتیاوی پری سرته ورسوي او د سختی خطری سره بیا هم چه ده ته متوجه وه  پدی لټه کی و چه څرنګه د خپلی کورنۍ سره له هیواده ووځي او بالاخره یی د لاری په موندنی سره برۍ و موند او د خپلی کورنۍ سره د پاکستان اسلامی هیواد ته هجرت وکړ او د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټی په ښار کي د خپلی درني او پتمني کورنۍ سره میشت سو او د خپل ژوند تر پایه د خپلی پتمني کورنۍ سره پاته سو.

ارواښاد مرحوم توخی صاحب د ۱۳۵۷ ھ .ش کال څخه  بیا تر ۱۳۶۸ ھ .ش کال پوری پخپله شخصی دنده بوخت و او ددي تر څنګ یی د وخت د حاکم کمونیستی رژیم په ضد قلمی مبارزه هم پر مخ بیوله او په بیلابیلو ژبو به یی د افغان مسلمان او مؤمن اولس څخه د دفاع په هکله لیکني کولي.
ارواښاد مرحوم توخي صاحب د هجرت په وخت کی بیا هم آرام پاته نسو او د خپل مسلمان او ځوریدلی اولس د سوکالۍ او هوسایني لپاره د هیڅ راز بسپنی او مرستي څخه دریغ و نکړ او د هغوی د ستونزمن ژوند په ټولو پړاونو کی د هغوی ترڅنګ  لکه غرهوډمن او مصمم ولاړ و.

ارواښاد مرحوم توخي صاحب د ۱۳۶۸ ھ .ش کال څخه بیا تر ۱۳۷۵ ھ .ش کال پوری د یو لړ خیریه موسساتو« این جی او » ګانو له لاری چه پخپله مرحوم توخي صاحب یی مسؤل و. د

 افغانستان په سهیلی او سهیل لویدیځو ولایتو کی د اولسی وګړو سره د کرنی ، اوبو لګولو ، مالدارۍ او نورو اړوندو کارونو کی ستری مرستی او ستر خدمتونه کړیدي.
مرحوم توخی صاحب د هیواد دباندی سفرونه کړی او په علمی ، مسلکی او نړیوالو سمینارو کی ګډون هم  کی کړیدی.

ارواښاد مرحوم توخي صاحب د اوږدی مدی راهیسی  په  شکره او ګڼو نورو ناروغیو اخته او تر درملنی لاندی و او بالاخره د ورپیښو ناروغیو له امله د ۱۳۹۴ لمریز کال د غوایی د میاشتی په ۱۴ نیټه چه د 2015 میلادی کال د می د میاشتی د 4 نیټی سره سمون خوری د
« ۶۸ » کالو په عمر د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټی د ښار په اکرم روغتون کی پداسی حال کی چه تر درملنی لاندی و د دوشنبی په ورځ دسهار په « ۸:۴۵ » بجی خپل حقیقی مالک ته روح و سپاره او د کویټی د ښار په هدیره کی پداسی کی چه په زیات شمیر خلک ، علماء ،روحانیون ، پوهان « مهاجرین او انصار » د کورنۍ غړی او دوستان یی وروستی دیدن او جنازي ته ورغلي وو خاورو ته و سپارل شو « إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ » امین روح دي ښاد وي. او د مرحوم توخي صاحب د فاتحی مراسم  د دوی په خپل کور کی تر سره کیږي.

د مرحوم توخي صاحب دری وروڼه او یوه خور وه چه پخوا په خپل هیواد کی په حق رسیدلی دی د وروڼو له جملی څخه دوه وروڼه او خور یی  تر ده مشران وه او دریم ورور یی تر ده کشر وو. مشر ورور یی مرحوم حاجی عنا یت الله توخي نومیدی چه د کندهار د ښار د پیژندل سوو او مشهورو پخوانیو تجارانو له جملی څخه و چه د حاجی نظر جان په سرای کی یی تجارت خانه درلوده. دوهم ورور یی مرحوم حاجی قدرت الله توخي دریم ورور یی مرحوم حاجی محمد ابراهیم توخي او خور یی مرحومه  بی بی حاجیه نومیدل. روح دی ښاد اویاد دی تل وی.
 ارواښاد مرحوم توخي صاحب اته اولادونه لرل چه شپږ یی ښځینه اولادونه او دوه  یی نارینه اولادونه دي. مشر زوی یی احمد داود توخي نومیږی چه د هیواده څخه دباندی د خپلی میرمنی او اولادو سره اوسیږی او دوهم زوی یی احمد عطاء الله توخي نومیږی چه د خپل مور او کورنۍ سره اوسیږی او سرپرستی یی کوي.

ارواښاد مرحوم توخي صاحب  یو دروند او زړه سواند شخصیت وو، هغه له خپل هیواد او خپل اولس سره بی ساری مینه درلوده او په ټولو افغانانو زوریدونکۍ خواخوږۍ شخصیت وو هغه د ناروغۍ په بسترکی هم د خپلو ویرجنو او غم ځپلو هیوادوالو د سوکالی او هوسایی په هیله د اللهۚ سپیڅلی دربارته تل لاس په دعا وو.
 
زه او زما د کورنۍ ټول غړی ددغی درنې او غمجنی پيښی له کبله د ارواښاد مرحوم توخي صاحب د پتمنی کورنۍ ټولو غړو او خپلوانو ته د ډاډ ګیرنې او خواخوږی مراتب او تسلیت وړاندی کوو او پدغه لوی غم کی خپل ځان ورسره شریک بولو. او د لوی اللهۚ له درباره څخه ارواښاد مرحوم توخي صاحب ته فردوس جنت او د کورنۍ  پاته غړو او دوستانو ته یی جمیل صبرغواړو.

دمرحوم توخي صاحب په مړینی سره افغانستان یو ریښتینی ، زړه سواند ،  خیرخواه او وطندوست بچۍ له لاسه ورکړۍ او د ټولو هیواوالو لپاره یی یوه لویه ضایعه  بولو.

په درنښت

  انګلستان


 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery