مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار نوي والي ته پرانيستي ليک

ډاکټر ويس محمد همکار


زه کوم غوړه مال او چاپلوس نه يم ، نو غوره ده چه له تشريفاتو او القابوو به دي راتير شم د قدرداني الفاظ به هم ځکه نه درته کاروم چه له لومړي سره به دي خدايه مکړه چاپلوسان د غولولو لاره وسنجوي.
والي صاحب ! ډيرو خبرو ته هم حاجت نسته ته د کومي بلي نړي سړي نه ييد همدي غريب او مظلوم افغانستان يي او خپلو خلګو ته څوک بيا بيا ښه راغلاست نه وايي بلکي خپلو مسوليتونو ته يي ځير کوي.
لاس چه مات شي غاړي ته ځي ښاغلي ( ډاکټر همايون عزيزي ) په کندهار کي د واليتوب خبر دي نه خوشحاله کړم او نه خوابدي ځکه په دي ورستيو کي تا د کندهار وضع او حالت له نږدي نه دي څارلي.
خو دلته هره سترګه په وينو ژاړي، څوک له ښاره کور ته د نازولي زوي د سهي سلامت راستنيدولو دعا کوي، څوک بيا د خپل بي ګناه زوي او د کورني د سرپرست سره چه پر ناحقه د زندان تورو تنبو ته اچول شوي د تورو پنجرو شاته ورسره فرياد او ژړا کوي، څوک له دي جوړ وحشته خپل مرګ غواړي، او څوک بيا د فاسدي اداري له لاسه د حشر د برپاء کيدو کيسي کوي.
نوي والي صاحب ! که څه هم تاسييو علمي او اکاډيميک شخصيت ياست خو زړه مه بدوه زړه مو له تاسي ټولو تور دي خو په هر حال دا چه تاسي د هرات ولايت د ولايتي شوراء ريئس او په پارلماني چارو کي د دولت وزير پاته شويياست د کوم خارجي مملکت څخه نه ياست دعوت سوي او په اصطلاح د وطن د بيا ابادي په لاره روان ياست يا زموږ د مرورو ورونو په اصطلاح د مزدري اداري غړيياست.
نوي والي صاحب ! دا به دي نه وي اوريدلي چه د روژي په مبارکه مياشت کي د ښار په منځ کي په يوه ګونګ بريد کي ۴۰۰ کسه بي ګناه کندهاريان له منځه ځي، ټپيان او زخميان کيږي او په ټول ښار کي ماتم خپروي.
دا به دي هم نه وي اوريدلي چه يو کس د مکتب مخکي د هغوي د ښوونځي کتابونه د هغوي د تنکيو هيلو سره قتل کړل
رښتيا تا به دا هم نه وي اوريدلي چه ښوونځي ته د تلوونکو انجونو پر مخونو تيزاب شيندل کيږي.
والي صاحب !له تا به اوس ډير خلګ را تاوو وي خو يو به هم درته ونه واييچه سږ او تير کال د کندهار په ميوند ، غورک ، ميانشين او ښورابک ولسواليو کي څه تيريدل.
خو اوس به هم څوک درته ونه وايي چه په ځينو ولسواليو کي بغير د ولسوال او امنيه قومندان څخه نور هيڅ يو د دولت مامور شتون نلري.
نوي والي صاحب ! هيڅ څوک به هم درته وه نه وايي چه د ښار په منځ کي په جوړ وحشت کي د محمدي دين وارثان هم پاته نه شوه مولوي صاحب سيداحمد د خپل کور په مخ کي شهيد سوو ، مولوي اغا صاحب بيا د ښار په زړه کفتان مدد خان څلور لاري کي د شهادت جام پر سر کړ ، مولوي صاحب حکمت الله حکمت په مسجد شريف کي دننه له دي فاني نړي سره مخه ښه وکړه او مولوي صاحب تورجان په خپل کور کي دننه په مرموز ډول د لحد په غيږه ورغلي.
والي صاحب ! دلته چه چاء وطن ته په صداقت کار کړي د عمر شيبييي لنډي شوي او د وطن د ابادي له پلانونو سره يو ځاي د مافياي کړيو او وطن د دښمنانو ښکار شوي او د لحد کندي ته اچول شوي. چه ښه بيلګييي ځوانيمرګ مرستيال والي عبدالقديم پتيال ، انجينر عبدالطيف اشنا ، ښاروال شهيد غلام حيدر حميدي ، شهيد مطيع الله قاطع ، شهيد خان محمد مجاهد ، شهيد حشمت خليل خان کرزي شهيد حاجي وحيدالله احمدي او داسي نوريادولي شوو. چه د ټولو د نومونو راوړلو ته زما ګوتي عاجزي دي او په لسګونو د سپينو څپو مخونه ورباندي شنه کيږي.
والي صاحب ! دا کوچني خبره نده ستا غوږونو ته يي رسول ځکه اړين بولم چه پاته ځوانان فکر کوي که د وطن د ساتني او خدمت بدله همدا وي نو له موږ خو پاتي ده.
ښاغلي والي صاحب ! دلته په رڼا ورځ حکومتي چارواکي او خلګ د ښار په منځ کي ويشتل کيږي او ويريدلي خلګ يي مخامخ ننداره او تماشه کوي او ورته ګوري. او همداشان ځايي امنيتي مسولين يوازي د خپل سر د خير دعا کوي.
والي صاحب ! دي ډول کارو شخصي دښمني دومره اوج ته رسولي دي چه هر سړي د خپلي زړي دښمني باج اخلي او پړه يي پر طالبانو او مخالف لوري اچوي.
والي صاحب ! د ښارواليڅخه به ځکه څه نه وايم ولي چه ښاروال ګوډاګي ناست دي او پلانونه د عينو ميني د يوه لوکس کوره او چوک مدد د يو قبضه سوي کوره ورکول کيږي دلته د ښاروالي کارونه په صفر کي ضرب دي او هيڅ کومه بنيادي پروژه يي نه ده عملي کړي او که تري د بنيادي پروژي پوښتنه وکړي دا ښاغلي به د چهل زينو پارک درته وښيي
والي صاحب ! دلته ښاروال کوم دولتي عامه ورزشي ځاي ، کتابتون او يا که بل کوم عامه ځاي جوړوي نو د بنسټ ډبره يي په عينو مينه کي ږدي چه پدي کار سره بيا د عينو ميني د لوکس کوره څخه دده کريډيټ زياتيږي په نړي کي به يي وا نه وري چه يو قاضي دي ښاروال شوي وي . دلته مييو کيسه ياد ته راځي هغه داسي چه وايي د جاپان په هرو لسو کسانو کييو روغ او پاتي نهه کسان ليونيان دي او دماغي ستونزه لري. او په افغانستان کي برعکس په هرو لسو کسانو کي نهه کسان روغ او يو ليوني دي خو سوال دلته دي چه جاپان ولي دومره پرمختګ کړي او افغانستان دومره پس پاته دي دليل دادي چه په جاپان کييي پر هغه نهو کسو ليونيانو هغه يو روغ یی مشر کړي دي چه له دغه نهو کسو ليونيانو څخه سمه استفاد کوي او په سم لورييي رهبري کوي.
خو په افغانستان کييي د هغه نهو کسانو روغو پر سر دا يو ليوني مشر کړي دي چه دي خو خپله کار نسي کولاي او دغه نهه کسان روغ هم نه پريږدي چه کار وکړي.
دلته دولتي اماکين خرڅيږي او قبضه پر لګول کيږي او همدا شان په ښاروالي کي ټول قراردادونه د رشوت ، شناخت او بډي ورکولو پر بنسټ دي. دلته ښاروالي د بيارغوني سخته مخالفه ده او هيڅ چاته اجازه نه ورکوي چه بيا رغونه وکړي او که يي کوي هم د ښاروالي او ولايت مقام ونډه به ورکوي.
والي صاحب ! د ښار په منځ کي د سوات او پنجاب مرداري فاحشيد خداي په نامه د خيرات غوښتلو بهانه کوي مګر په خپلو ناکامو خنداګانو او مجازي سينګار ښکليو کالبتونو کييي د کندهاري ځوان نسل د تباهي پيغام له ورايه راوړي. حتا که موبايل سنټرونو ته سر ور ښکاره کړي هغوي هم د خپلو بي حياء سافټ توکو په پلورولو خلګ د خپلي حياء داري څخه عاري کوي.
والي صاحب ! په کندهار کي د زاړه حکومت د ديارلس کلونو اوښتو وروسته لا هم افغاني نايابه او کلداري ښه پريمانه دي. ته که را ووځياو يو موټر، دوکان او يا سراي رانيسي نو بيا به ښه پته درته ولګيږي او هر څه به په خپلو سترګوو وويني.
تاته به زه دا هم ووايم چه د کندهار په شخصي ليسو او ښوونځيو کي د ملت د بچيانوغولولو ماسيوا بل هيڅ نسته يو شمير شخصي ليسي مازي د پيسو ګټلو ماشينونه دي نور هيڅ نسته. په تاريخ کي به يوه شخصي ليسه يا پوهنتون چيرته ليلام شوي نه وي خو دلته دا کار هم کيږي.
والي صاحب ! د کندهار د راډيوګان دفحشاء کيسه لا بيله ده. اکثره راډيوګانو د بيان د ازادي سپيڅلتيا د کچنۍ لمنه ګرځولي ده. دا هم د حرامو پيسو يو ډول ماشينونه دي. غيري مسلکي او د ژورناليزم په پوه باندي سمبال کسان ورپکښي شتون نه لري او که وي هم د ګوتو په شمار به وي. د راډيوګانو مشران له نورو سره د پيسو په توافق داسي خپروني چمتو کوي چه هيڅکله به يييو افغان مسلمان او ستاسي په څير يو پوه د ويښ ضمير او روښانه عقيدي څښتن کس د اوريدلو زړه ونکړي.
موږ د خرافاتو او توهماتو له نړي ځان ايستل غواړو خو د کندهار په راډيوګانو کي د اسلام په نامه کفر له انجونو پيريانو سره د پيرياني ملا خرافاتي مرکي خپريږي او په اکثر داخلي جوړښتونو کييي فحشاء ..............................؟
والي صاحب ! دا به هم درته ووايم چه دلته د تيري روژي د مبارکي مياشتي په ۲۶،۲۵ ورځ د کندهار د ولسواليو خلګ او امنيتي چارواکي په وينو کي لمبيدل خو دا لنډغرو بيا په دي نيکو او غمګينو شپو کي په عينو ښارګوټي کي کنسرټونه جوړول.
په کندهار ښار کي که چيري د شپي منظري کولو ته راووتي په هر کور کي چه واده وو نو داسي ډزي به واوري چه فکر کوي دلته به د اشرف غني د اداري د ړنګولو لپاره وسله وال تمرين کيږي. که ورته ووايي دا ټکان ولي کوي نو بيا به درته يو قومي مشر، يو قومندان او يا به دولت کي د کوم بل بادار او باجګير بد معاش د انډيوالي ادعا درته وکړي. چه خوشبختانه دا کار اوس د امنيه قومنداني د مقام له خوا يو څه کنترول شوي دي.
او که يي د واده په مناسبت جوړ شوي کنسرټ ته سر ور ښکاره کړي او ورشي نو بيا به د لوط ع د قوم کيسه درته ياده شي چه پکښي په عامه تنکي ځوانان رقص کول کيږي.
ته به حيران شي چه په داسي حالتو کي خداي پاک د کوم مقصد لپاره د کندهار والي مقرر کړم والي صاحب دا ټول دردونکي داستان د ويساء د والي توب د کارنامو مشت نمونه يي خروار درته بيان شوو.
تاسي هم په تيره دوره کي د يوي فاسدي اداري غړي واست او موږ در څخه دا هيله نشو ساتلي چه له دي ګردابه مو بغیر  د خدايله توکل در وباسي. کيداي سي راته وواياست چه په هغه دوره کي زه يوازي وم او په يوه ګل نه پسرلي کيږي
نو موږ ددي خبري په جواب کي وايو چه که رښتيا هغه وختونه تير بولي او دا عزيزي خاني بولي نو موږ در څخه هيله کوو چه د کندهار مات شوي لاس په خپله غاړه کي د زماني له هر ګوزاره په امان وساته.
پورته خبري مي ددي لپاره درته وليکلي چه لطفا ياداشت يي کړي او که پلان ته معتقد انسان ياست نو په دي اړه په جديت د کار کولو طرحه جوړه کړي ځکه د کندهار نوم او شان په دي ورستيو کي له استثنا پرته هر وګړي(( محصل، ملا، سپين ږيري، استاد، کتاب پلورنکوو، ليړي والا، اديب او ژورناليست)) تر خپله بريده داغ دار کړ. خو والي صاحب ستا دي د هغه الله تعالي په ذات قسم وي. چه که يوه ذره مو هم د الله تعالي د ذات د خشنودي لپاره عبادت کړي وي نو د هماغه يوه ذره سپيڅلي عبادت روي در وړم. تاته دي خپل واړه او کوچني بچيان وسيله وي چه هيڅ درد به دي هم نه وي پري پيرزو شوي او ستا پر وړاندي دي د عمري انصاف تله وسيله وي چه کندهار بيرته په خپلو پښو در څخه دريدلی غواړوو.
د کندهار د ورستيو پيښو هره کونډه، هره يتيمه سر توره انجلۍ، هر معيوب عسکر، او د افغان ملي ځواک د هر شهيد سرتيري وينه به تر هغه وخت سړه نشي تر څو ته يي مجرمينو ته سزا ور نکړي. د ښورابک، ميوند، نيش، ميانشين، شاوليکوټ، ژيړي، پنجوايي، معروف، بي ځايه شويخپلو کورونو ته ونه رسوي او خپله نوي اداره د فساد د مردارداني څخه پاکه نکړي.....
والي صاحب !يوه وعده زه هم در سره کوم، زما دي د قلم په عفت قسم وي، چه که دي خراب ګام کيښود، دا قلم به بيا ستا خاطر هم ونکړياو ټولي منفي کړني به دي ټکي په ټکي در پسي وليکي.
د ولايت شپي دي د ولس په غم کي ستړي غواړم!!!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery