مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

چي دخلکو نېکخواهي لرې په زړه کي!

هارون حکیمي


 


باغ او بڼ یې بې بلبل بې عندلیبه                          رنځوران یې بې دوا او بې طبیبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري                   ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصیبه

( استاد الفت)

تروریزم د څلورمي نړیوالي جګړې په توګه افغانستان تر ځیګر لاندي کړی دی. نړیوال قدرتونه خپلو منزلونو ته پر لاره افغانان رېبي. د افغانانو ژوند ته د هیڅ انساني حق په سترګه نه کتل کېږي. له هر لوري، په هر ډول وژل کېږي. که یې د ولي پوښتنه کېږي...؟؛ د وضاحت پر ځای، پوښتونکي ږغونه په جبر خاموشه کېږي.


په داسي چاپیریال کي دوې ګټګورۍ د ژوندانه د اکسیر په توګه مخي ته راځي؛ د جګړې په ډګر کي ژوند ژغورونکی امنیتي سرتېری او د روغتون په بستر کي ژوندونپال روغتیاپال!


خو دغه مهم رول ( ژوند ژغورني ) ته زموږ سټېټسونه په حقیقت کي دومره کم نه دي لکه موږ چي کم کړي دي. یواځي سرتېری او ډاکټر نه دي چي ژوند مو ژغورلای سي؛ زموږ د ټولني هر اړخ دغه رول ته پراخه غېږه لري. د  سیاسي، اقتصادي، اداري، امنیتي، روغتیایي، سایکولوجیکي، فرهنګي او دیني ټولو اړخونو څخه د ټولني هر فرد؛ اکسیري ونډه لري.
د تېري ورځي یو خبر مي د دغي موضوع پوره تایید کوي. د سپوږمۍ راډیو پر پاڼه راغلي دي چي:


د افغان سوداګر «ښادمن» په مالي مرسته د ۱۷په زړه سوريو ماشومانو درملنه وشوه

اوولس تنه په زړه سوري افغان ماشومان چې د مرګوني ګواښ سره مخ وو، د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته یې درملنه وشوه. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي څانګې له لارې دغه ماشومان د هندوستان مشهورو روغتونونو فورټیس او مکس ته وړل شوي وو چې د عملیاتو تر مثبتو نتیجو وروسته بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرې میاشتې مشره مېرمن فاطمه ګیلاني وایي ددغي پروسي ټول لګښت افغان ملي سوداګر حاجي حکمت الله ښادمن پرغاړه اخیستی وو او د نوموړي دغه ستر خیریه ګام ستایي. تداوي شوي ماشومان چې عمرونه یې تر دیارلسو کلونو ټیټ دي، د ننګرهار، بغلان، کونړ، بامیان، کندوز، لغمان، تخار، کندهار، سمنګان، غزني، لوګر، خوست او کابل اوسېدونکي دي. د یادونې وړ ده، چې حاجي حکمت الله ښادمن تر دې وړاندې هم دې ته ورته خیریه هڅې کړې دي./ سپوږمۍ راډیو.

خبر؛ د امنیتي سرتېري او ډاکټر د ژوند ژغورونکي رول تر څنګ؛ په دې برخه کي د یوه بل موثر ادرس په هکله راته وايي. په اقتصادي اړخ کي د مالي ملاتړو رول ته وضاحت ورکوي.


حاجي حکمت الله ښادمن؛ د ډلو ټپلو لیري، ناپېیلي، غیري سیاسي او ازادي سوداګریزي چاري پر مخ وړي خو د خپلو خلکو سره د خواخوږۍ احساس دا فکر ورکړی دی چي باید ژوند یې وژغوري او له نېکه مرغه چي پر ځای فکر یې دا دی مثبته نتیجه لري.


که لږ نور هم د ښاغلي ښادمن پر فکر تم سو؛ دې سړي په لیري پرتو سیمو کي ښوونځي جوړ کړي دي. ګرځنده خیریه کلینیکونه یې جوړ کړي دي. ځوانانوته یې د لوړو زده کړو زمینې برابري کړي دي. آفت ځپلو ته یې بېړنۍ مرستي رسولي دي، د ژوند پېژندلو، ژغورلو او پاللو بېلابېلي هڅي یې کړي دي.

 

دا بېلګه ثابتوي چي زموږ هر فرد پر خپل ځای زموږ ژوند ته لاس راکولای سي. خو ولي زموږ په دغه او نورو برخو کي د داسي اشخاصو کمی یا بالکُل تشه احساسېږي؟

د یوه هیواد د ټولو اړخونو په وړاندي د هغه هیواد د وګړو؛ احساس، فکر او کار د ملي شخصیت په نامه معرفي کېږي. تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د جرمني او جاپان ملتونه د غوره ملي شخصیتونو مثالونه ګڼل کېږي. کنډواله هېروشیما او ناګاساکي ډېر ژر د ابادۍ بې جوړې منظرې سوې. دړي وړي او ټوک ټوک جرمنی سره یوځای او په اقتصادي ځواک بدل سو. چي دا د هغو ملتونو د کارونو، زیارونو او خولو په برکت خو موږ چي په دغه برخه کي له بده مرغه چنداني د یادولو ټکی نه لرو نو! ددغه ذهنیت اغېز دی چي حتا انسانیت مو مخي ته مري خو زموږ ډېرو وګړو یې په هکله خپل مسوولیتونه لا نه دي پېژندلي. چي دا زموږ پر کمزوري ملي شخصیت دلالت کوي.


راځئ چي ژوند ژغورونکی احساس، فکر او حرکت وستایو. د ټولني په هره برخه کي یې د هر فرد پر رول تمرکز وکړو او د هیوادد ملي شخصیت په پیاوړتیاکي د خواخوږو شخصیتونو شمېر زیات کړو.


زموږ د فردي خواخوږۍ او مرستي پر بنسټ زموږ ملي ارزښتونه ساتل کېدلای سي.


چي دخلکو نېکخواهي لرې په زړه کي
مبارک سه پاچاهي لرې په زړه کي.


(خوشال بابا)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery