مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

«سوسیالیسم» دمیوندوال اوداودخان دنظریاتو ګډټکی

محمدآصف خواتي

محمدآصف خواتي 
                           
پدې وروستیوکې یوځل بیا دمحمدهاشم میوندوال دمړینې په هکله دنوموړي دمخالفانواوپلویانوله لوري دبحثونولړۍ پیل شوې  چې دهغو په ډله کې ښاغلي سیدعبدالله کاظم هم ترپورتني سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې۰ ښاغلي خپله لیکنه  دشهیدمیوندوال وژنې اویاځان وژنې ته نه ، بلکې دمیوندوال اوداودخان دنظریاتو ګډټکي «سوسیالیسم» ته ځانګړې کړې ده۰ ښاغلی لیکوال پدې انددۍ چې دداود خان اومیوندوال سوسیالیستي لیدلوري دکارل مارکس اوفریدریک انګلس دنظریاتو خلاف د«اروپایي سوسیالیستي » نظریاتو څخه اغیزمن وو۰ همدارنګه لیکوال پدې باوردۍ چې  دمحمدداود «خلکوته دخطاب وینا» دده دوزیرانودنظریاتو پربنسټ جوړه شوې وه۰ پدې لیکنه کې به  دمیوندوال دمرګ اودداودخان خلکوته دخطاب دوینا په اړه خپلې اخیستنې دمیوندوال یا دداودخان دپلویانواومخالفانو د څرګندونوپربنسټ په لنډډول څو لنډ وړاندې شي ۰

 الف – دمحمدهاشم میوندوال دمړینې مسئله 

 دمیوندوال مخالفان چې دمحمدداودپلویان ګڼل کیږي میوندوال لدې کبله په ملي خیانت تورنوي چې دنظام دنسکورولوپه موخه یې د پوځي کودتا خیال درلود ۰ دوی پدې انددي چې دنوموړي د کودتا پلان کشف شو ، دی اوملګري یې ونیول شول اونوموړي په توقیف ځای یا زندان کې دنکتایي په واسطه خپل ځان وواژه ۰ دمیوندوال پلویان بیا هغه بیګناه ګڼي چې نوموړی دیوې توطئې ښکارشو۰ داچې توطئه ګران څوک وو پدې کې بیا دوی سره ویشل کیږي۰ یوه ډله یې پړه پر واکمنۍ اچوي۰ بله برخه یې دوخت دکورنیوچارو وزیر ملامتوي اودریمه ډله  بیا دمحمدداود پرچمي مؤتلفینو ته ګوته نیسي۰  دپورتنیوڅرګندونو څخه داپایله راوزي چې میوندوال اوملګري یې دکودتا په تور زنداني شول ۰ دمیوندوال اودهغه دملګروڅخه تحقیقات پیل شول ترڅودکودتا په اړه واقعیتونه بربنډشي۰  دتحقیق په بهیر کې میوندوال وژل کیږي یا پخپله  ځان وژني۰ پردې بنسټ دنوموړي د ناڅاپي مرګ لاندې دری احتماله شتون لري ۰ 

   ۱-ځان وژنه - میوندوال دیوه پیژندل شوي سیاستوال په توګه چمتو نه و چې دیوه کودتایي په توګه په  تاریخ  کې ثبت شي لدې امله یې ځان وواژه ۰یا داچې هغه مستنطقینو تردې کچې سپکاوه ، ځوراوه اوشکنجه کاوه چې په هغه څه اعتراف وکړي چې دوی غوښتل یا د چارواکو دستورو۰ میوندوال غوره وګڼله چې ځان ووژني اودشکنجواوسپکاوۍ څخه ځان خلاص کړي۰

  ۲- قصدي اودستوري وژنه -  واکمنوته دتحقیقاتوبهیروښودل چې میوندوال په هیڅ صورت چمتونه دۍ دکودتا  حقایق بربنډ کړي  اویا دمستنطقینو دغوښتنوپر اساس هغه څه ووایي چې دده لاس په کودتاکې ورګډکړي اوپه کودتا اعتراف وکړي۰ لدې کبله یې  دهغه ژوندته دپای ټکی کیښود اوبیا یې اعلان کړل چې هغه ځان وژلی دۍ ترڅو دکودتاحقایق اودپردیوسره خپل تړاو بربنډ نه کړي۰  
۳- تصادفي وژنه – دمیوندوال دمرګ په اړه دبحثونوڅخه داسې پایله هم راوزي چې هغه دوحشیانه وهلواوټکولو پرمهال ساه ورکړې ده۰

په پورتنیو احتمالاتو کې دمیوندوال دځان وژنې مسئله ځکه واقعیت نه لري چې دنوموړي دمرګ داعلان څخه یوه ورځ مخکې دفوایدعامي وزیر غوث الدین فایق هغه لیدلی و چې په ملي جامو( کمیس اوپرتوګ ) کې و۰ پردې بنسټ دنکتایي پواسطه ځان وژنه یوه جعلي کیسه ده چې دوخت واکمنۍ جوړه کړې وه اوهغه یې دولس دتیرایستنې په موخه تبلیغوله اودمحمدداودپلویان یې لاتراوسه زمزمه کوي۰ پاتې کیږي دوه احتماله چې یوله هغودمیوندوال دوژنې اویا مړینې لامل شو۰ داچې میوندوال مستنطقینو اویا دکوم ځواکمن دولتي مامورددستورله مخې  په لوی لاس اوقصدآ  وژل شوی دۍ اویا داچې داستنطاق پرمهال دوهلو اوټکولو له امله یې ساه ورکړې ده بیا ښيي چې مسؤلیت یې ددولت په غاړه دۍ۰ که قصدآ وژل شوی وي د رژیم دخشونت څیره اودقانونیت  څخه سرغړونې  نندارې ته ایږدي اوکه تصادفآ دوهلوټکولوله امله وژل شوی وي بیا هم درژیم دعدلي اوقضایي ارګانونووګړنیزې ضدکړنې ښيي۰ داچې هغه دعبدالقدیر نورستاني په دستور وژل شوی یا پرچمي صمد اظهر وژلی اویا دپرچمیانوکاراودسیسه وه ترسره شوي جنایت نشي تبرئه کولی۰ داځکه چې وژونکي  ددولت لوړپوړي مسؤلین اومامورین وو۰ داهم دیادولواودمکث اوبحث ټکی دۍ چې دمحمد داودپلویان پخپلو لیکنوکې میوندوال اودکودتا په تور نورنیول شوي کسان په ملي خیانت محکوموي چې دکودتا له لارې یې غوښتل جمهوري نظام نسکور اوواک ترلاسه کړي۰ که چیرې دمیوندوال اویا کوم بل چا له لوري پوځي کودتا  ملي خیانت وآیا د۱۳۵۲ کال دچنګاښ د۲۶ نیټې پوځي کودتا  ملي خیانت نه و۰  هیله چې  دمحمدداود درانه پلویان پورتنۍ پوښتنې ته ځواب ورکړي ۰

 ب- خلکو ته دخطاب وینا

 عبدالقدوس غوربندی دپرچم دسازمان یولوړپوړی چې دمحمدداوددواکمنۍ دنسکوریدووروسته  د سوداګرۍ وزیر وپدې هکله دخپل کتاب نګاهې به تاریخ حزب دموکراتیک خلق افغانستان  په ۳۶ مخ کې داسې لیکي :« دکودتا دبري وروسته حسن شرق چې دسلیمان لایق نږدې ګاوندی وغواړي چې دپرچمیانومشرتابه « خلکوته دخطاب وینا»چې محمداودیې دخپلې تګلارې په توګه وړاندې کړي ولیکي ترڅوحسن شرق په خپل نامه  دمحمدداود مرکزي کمیټې ته ورکړي۰ داوینا  خوراپټه د پرچمیانودسیاسي بیرو له لوري تهیه اودسلیمان لایق پواسطه حسن شرق ته چې دصدراعظم معاون و ورکړل شوه۰ » خوواقعیت دادۍ چې وینا دپرچمیانومشرتابه نه بلکې شورويانولیکلې وه۰ ببرک کارمل دداودخان داغوښتنه دشورویانوسره شریکه کړه اوهغوی بیا دوینا تزسونه جوړاو په کابل کې  یې دخپل سفارت له لارې  کارمل ته وسپارل۰ پدې اړه افغانستان درمنګنه ژئوپولیتیک نومي کتاب روسي لیکوالان  داسې لیکي« کارمل دجون ( چنګاښ ) په پای کې دشوروي اتحاد د کمونست ګوند مرکزي کمیټه خبره کړه چې محمدداوددده څخه غوښتي دي چې دحکومت په کړنلاره کې د کورني اوبهرني سیاست په هکله تزسونه جوړکړي ، ۰۰۰ ببرک کارمل ته دسیاسي مسئلوپه هکله دشوروي اتحاد دکمونست ګوند مرکزي کمیټې د ۱۸۲-۹۲۷۱۶ ، ۱۹۷۳ مصوبې توصیې ورسول شي۰ دافغانستان دکورني سیاست په هکله داړینوتدبیرونو په اړه تزسونه وړاندې کیږي»(۱) 

  دپورتنیو اقتباسونوڅخه څرګندیږي چې خلکوته دخطاب وینا دمحمدداود دهمفکرانواوملګرو،  دجمهوریت دمرکزي کمیټې اویا دمحمدداوددوزیرانودنظرزیږنده نه بلکې دشوروي اتحاددکمونست ګوند له لوري دتزسونوپه شکل کارمل ته استول شوي ، دپرچمیانومشرتابه هغه دوینا په  شکل ترتیب اومحمدداودهغه د۱۳۵۲ کال دوږي په لومړۍ نیټه درادیوله لارې دافغانستان خلکوته دخطاب په نامه ولوستل۰ ددې څخه څرګندیږي چې محمدداود داروپایي سوسیالستي افکارو څخه نه بلکې دشوروي اتحاددکمونست ګوند دتګلاروڅخه اغیزمن و اودافغانستان دخلق دموکراتیک ګونددپرچم دفرکسیون دمشرتابه سره ګډه همکاري لرله۰حقایق اوشواهدښيي چې محمدداود داروپایي سوسیالستي نظریاتو سره پردی واوهغه دچین اوشوروي اتحاددکمونستوګوندونواوحکومتونوتګلارې تائیدولې۰  دمحمدداود کودتایي ملګری عبدالحمیدمحتاط دمحمدداودنظریاتوپربنسټ داسې  لیکي :« په نړۍ کې دوه ډوله دموکراسۍ شتون لري غربي دموکراسي اوشرقي دموکراسي۰باید چې ددواړودموکراسیوپلې کیدنه دنړۍ په مختلفوهیوادونوکې مطالعه اودهغوڅخه نتیجه ګیري وکړو۰ دمطالعې په پایله کې به وپوهیږوچې په هندکې غربي دموکراسۍ څه تضادونه زیږولي دي اوداهیواددخپل لویوالي اوزیات نفوس سره بیا هم نشي کولی په خپلو پښوودریږي، ۰۰۰  چین یو وګړنیزهیواد دۍ چې دفئوډالیزم پاتې شونې یې له منځه وړې دي اوپخپل هیوادکې یې د ټولنیزمالکیت سیستم منځته راوړی دۍ۰  کوم خان،  کوم بادار اودټولنې کوم مافوق قشرشتون نه لري، ۰۰۰ شوروي اتحادد۱۹۴۵ کال په پسرلي کې دفاشیستي آلمان ځواکونوته ماتې ورکړه ۰ دهغه مهاله تراوسه دیرش کاله تیرشوي دي ۰ اوس لیدل کیږي چې پدې لنډه موده کې هیواد په ټولو برخوکې سترې لاسته راوړنې لري، ۰۰۰ وینوچې په دواړوهیوادونو شوروي اوچین کې شرقي دموکراسي پلې شوې ده ۰ ددې فورمول پلي کونه په ټولو ټولنوکې دهغوی دتاریخي، عنعنوي اوکلتوري ځانګړتیاووپه پام کې نیولوسره شونې ده، ۰۰۰ زموږپه هیوادکې په سلوکې ۹۰ شرقي دموکراسي دپلې کیدوده ۰ لاکن لس فیصده نور به زموږدټولنې ځانګړتیاووې تعیین کړي۰ » (۲) 

پای 

 ماخذونه

 ۱-  ولادیمیرپلاستون اوولادیمیراندریانف، افغانستان درمنګنه ژیوپولیتیک، مترجم عزیزآریانفر، پشاور، ۲۰۰۱، مخ ۱۵۵

۲- عبالحمیدمحتاط، سقوط سلطنت، کیف ، ۲۰۰۴ ،مخونه ۴۸ ،۴۹ ، ۵۰      
                                            

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery