مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-02   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

(فضل الغني پښتوشرح قدوري .۱۴،سبق

علامه ابوالفضل ٖفغاني کان الله تعالی له
سرچینه : فضل الغني شرح قدوري
تفصيل اوعلمي تحقيق : (وَتَسْمِيَةُ اللهِ تعالي فِي اِبْتِدَآءِ الْوُضُوْءِ )دتسمية،لفظ دلته په معني دنوم ذکرکولوده نودتسمية الله ماناده نوم ذکرکول دخداي پاک: ،اوتسميه په مانا،دنوم ايښوولو اوپه مانادبسم الله ويلواوپه مانا دنفس بسم الله هم راځي، پوسه ! چي په حکم کي دبسم الله ويلو په شروع او په سرکي داوداسه مختلف قولونه اومذهبونه دي چي په دې شرحه دي: ۱ : بسم الله ويل داوداسه په اول کي سنت ده ، دا دامام صاحب ، امام مالک ، امام شافعي صاحب ، جمهوروعلماوو او دعامه اهل فتوي ( رحمهم الله تعالي ) مذهب دی. ۲: بسم الله ويل داوداسه په اول کي واجب دی ، داداسحاق اودحسن بصري اود داؤد ظاهري او دصاحب دفتح القديرمذهب ( رحمهم الله تعالي ) دی ، او دامختار دابي بکردی ، اودايوروايت د امام احمد ( رحمهماالله تعالي ) هم دی‎ . فائده : صاحب دفتح القدير چي په حنفي مذهب کي ومرتبې داجتهادته رسيدلی امام دی تقريبا لس داسي قولونه کړيدي چي په مذهب کي معتبرنه دي ، يو له هغو څخه قول دده دی په وجوب د( بسم الله ) سره په اول د اوداسه کي دده خاص شاګرد علامه قاسم بن قطلوبغا ويلي دي چي تفردات داستاذ زموږ ندي مقبول ، مراد له تفرداتو دده همدغه لس قولونه دي . ۳ : نه سنت ، نه مستحب اونه واجب ده ، دا د قاضي ابوبکر بن عربي په قول دامام مالک صاحب قول دی . ۴ : بسم الله ويل داوداسه په سر کي مستحب ده ، دا د ځينو په قول داحنافو مذهب دی ، اوصاحب دهدايې هم داقول اصح بللی دی . ۵ : بسم الله ويل په شروع داوداسه کي بدعت دی ، دا يو روايت دی منسوب وامام مالک ( رحمه الله تعالی ) ته . فائده : پوسه ! چي د اوداسه دبسم الله په شان کي حديثونه راغلي دي چي يو له هغو څخه دادی : « لاوضوءلمن لم يذکرالله عليه » . [ ترمذي ] . دارنګه له سيدتنا عائشې رضي الله تعالي عنها ، ابي هريره او ابي سعيدخدري رضي الله تعالي عنهما څخه هم په دې باره کي حديثونه راغلي دي. [ ترمذي] . خو ددغو احاديثو دثبوت په باره کي دامامانو دحديثو اختلاف دی : امام احمد ( رحمه الله تعالي ) ويلي دي : « لااعلم في هذاالباب حديث جيد . [ ترمذي] . وقال ارجوان يجزئه الوضوء من غير التسمية لانه ليس في هذاالباب حديثا احکم . [ معارف ] . وقال المنذري : « في هذاالباب احاديث ليست مستقيمة » . اوددې په خلاف ابن ابي شيبة ، ابن صلاح ، ابن کثير ، سيدالناس او ابن حجر دا حديثونه ثابت بللي دي . خو په هر صورت که داحديثونه ثابت وبلل سي هم په اوداسه کي د( بسم الله ) سنتوالی يا مستحبوالی ثابتېدلاۍ سي نه واجب والی .يافرض والی [ معارف السنن ۱ / ۱۵۰ ، ۱۵۶ ] .[اياداوداسه بسم الله له دغي مشهوري بسم الله جلاده]،پوسه چي کومه بسم الله چي داوداسه دپاره په حديث ثابته ده نوهغه داده،بسم الله والحمدلله،رواه الطبراني عن ابي هريره باسنادحسن،ابن الهمام رحمه الله ويلي دي چي هغه بسم الله داوداسه چي له سلفوڅخه منقوله ده اوچاويلي دي چي له نبي عليه الصلوة والسلام څخه منقوله ده ،په دې الفاظوسره ده،«بسم الله العظيم والحمدلله علي الاسلام اوچاويلي دي چي اعوذبالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم،به وايي اوپه مجتبي کي ويلي دي چي داسي به وايي،«بسم الله العظيم والحمدلله علي الاسلام بسم الله الرحمن الرحيم،ښامي،ج۱ص۸۱خوهريوله دغوچي ووايي يا ددې پرځای کلمه ووايي نوسنت اداکېږي ،کذايفهم من کلام صاحب المحيط
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery