مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-06   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ملي مشر حامد کرزي د سيالانو سره سيال کړي يو

پوهيالی حضرت ولي هوتک
کوم ضعف یا عیب چي په سترګو کي وي هغه باید حتمآ اصلاح سي ځکه چي ترهرڅه دمخه دغه علاج ضروري او لازمي دئ ! دا مي ځکه وویل چي دکرزي صاحب پر خدمت باید هیڅ افغان سترګي پټي نه کړي او نه باید په پټو سترګو قضاوت وکړو، دواړه ملي مشران دي او ددواړو باید قدر او عزت وسي . او باید یو هم په سپکو نومونو یاد نه سي . زه به هغه کسانو ته چي دکرزي صاحب پر خدمتونو سترګي پټوي یو څودده دکار نمونې به دمثال په توګه ولیکم . دکرزي صاحب په نظام کي په تېرو کلونوکي یوه لویه لاسته راوړنه د مطبوعاتو آزادي او د معارف کمي وده وه، ددې ترڅنګ د ترانسپورټ او سړکونو پخېدل او د هیواد د شمال ګڼ شمیر ولایتونو ته د بریښنا رسیدل او په هیواد کي د اویا کیلومترو په واټن د ریل پټلي غځیدل ، په بهر کي د هیواد دسیاسي نمایندګیوبیرته فعالیدل، نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره د اړیکو ټینګېدل، د هیواد دلویدلي بیرغ بیرته رپېدل او دمدني ټولني پیاوړتیا لویي لاسته راوړني وې. خو هیره دی نه وي چي د بهرنیو هیوادنو مداخلو او د امنیتي ناوړه وضعیت له امله اقتصادي، کلتوري، حقوقي او یو شمير اجتماعي برخو کي ستونزي وې . علت یي داو چي دپاکستان هغه مداخله چي پوره څلویښت کاله مخکي یې د سردار محمد داود خان پر مهال، په (۱۳۵۳) کال کی شروع کړې وه اوپه ډیر مهارت او بې شرمۍ سره یې پرمخ وړل عملا زموږ پرخلکو د توغندیو ګوزارونه وکړل او د هیواد عامه تاسیسات او اقتصادي زیر بنا وي يې ړنګي کړې او دژوند ټول اړخونه یې له لوی چلنج سره رامخامخ کړ او بل د شمال ولایتونو او مرکز کابل ته د کافي بریښنا راتګ ، په اکثروولایتونوکي د یوه یوه پوهنتون جوړیدل سړکونو پخیدل او سلګونه نور هغه څه دي چي باید ورڅخه سترګي پټي نسي. موږ ولیدل چي د اویایمي لسیزي هغه بیسوادان اونیمه باسوادان چي بغلونو او اوږو کي یې نور د وسلو ځای نه و او لاسونه یې تر څنګلو په وینه سره او د بیت المال او دخلکو په مال یې ځانونه ماړه کړي وه، اوس سرې نکټایي ګاني تړلي، په لوړو چوکیو ناست دي او د ( حقوق بشر!!، جامعه مدني !! جندر، ظرفیت سازي، آزادي مطبوعات، محو فرهنګ خشونت ...) نارې وهي دا په خپله یوه معجزه وه ، هغه څوک چي دیارلس کاله مخکي یی آن د حج د تګ لپاره په پاسپورت کي د عکس لګول حرام بلل، اوس تلویزیوني چینلونه لري...هغه چا چي ښوونځۍ یې حرام بلل اوس شخصي پوهنتونونه جوړوي هغه دلویي ږیري لرونکي مشران چي پرکابل يې کولنګونه رااخیستي وه او ټول اوسیدونکي یې وژل چي تاسو ولي ښځي مکتب ته لیږلې ، اوس په خپله لوکس دفتر کي دوې- درې سکرتراني لري او دوې درې نورې پیغلي چای او پیالې په پتنوس کي ورته راوړي اوپر میز یې ورته ایږدي او دئ ورته تر بریتو او کڼو وروځو لاندي په کټ کټ خاندي . دې ته ورته ډېر نور مثالونه یې هم ویلای شم: هغه ځوان چي دیارلس کاله مخکي د پنچشیر ښکلی دره کي ئې له غرونو څخه بوټي راکښته کول او په سرای شمالي کي به يې په پلورلو بوخت وه اویوه ګوله وچه ډوډۍ یې نشوه ګټلای ، خو نن په بهر کي ماستري کوي او ډېرو یې ماستري ګاني راوړي. داټول هغه مثالونه دي چي باید یو هیوادوال یې هم هیر نه کړي. دا هم باید هېر نه کړو چي ځينو يې دیپلومونه واخیستل او پر لوړو لوړو چوکیو کي مقرر دي . نو که چېري دکزري صاحب خدمتونه هېر کړو نو دا به لویه ،نمک حرامي وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery